09/01/2026
د يو تن پوسټ مې له نظره تېر شۀ - هغه وې ګردې مې خرابې دي هره هفته ئې پۀ صفائي دومره پېسې لګي چې اوس چندو ته کښېناستم او د کوم درد او تکليف نه چې تېروځم هغه د بيانولو نۀ دے - د يو تن د کمنټ پۀ جواب کښې ئې ليکلي وو چې دا تکليف راته پۀ مياشت کښې دننه شورو شوے وۀ - ما ورته هلته هم کمنټ کړے وۀ خو دلته به ئې لږ پۀ تفصيل وليکم -
ګردې چرته هم پۀ مياشت دوه کښې نۀ خرابيږي - د ګردو بيماري خطرناکه پۀ دې وي چې کۀ ۱۰ فيصد حصه ئې هم کار کوي نو علامات ئې نۀ ظاهريږي او چې انسان خبريږي او علامات ئې راځي نو بيا هر څۀ دلاسه تلي وي - دغه حال د ځيګر د بيمارۍ هم وي -
ګردې هر سیکنډ د وينې نه زهرجن مواد فلټر کوي او پۀ وجود کښې د اوبو او معدنياتو حساب برابر ساتي خو د دردونو دوايانې ، سټيرائډز ، پراسس خوراکونه ، انرجي ډرنکس ، سافټ او کاربونېټډ ډرنکس او زياته مالګه هغه مړۀ زهر دي چې ګردې ورځ پۀ ورځه پۀ دمه دمه خرابوي -
پۀ عمومي علاماتو کښې تشې متيازې کمېدل ، پۀ متيازو زګ جوړېدل ، مسلسل ستړيا ، د خلې خوند خرابېدل ، تشو دردونه ، د سترګو لاندې حلقې جوړېدل او پښې يا مخ پړسېدل دي - د دې نه علاوه شوګر او بلډ پرېشر د ګردو فېل کېدو دوه غټې وجې دي -
خالص اوبۀ او طبعي خوراکونه ستاسو دغه قدرتي فلټر ټول عمر برابر ساتلے شي - څومره چې بې ضرورته دوايانې خوړے کيږي او غېر طبعي خوراک څښاک کيږي نو دومره به د وجود طبعي حالت خرابيږي - شپږ مياشتې يا کال پس خامخا د وينې او تشو متيازو ټسټ کول پکار وي -
#ډاکټرديداريوسفزے