Dr Saber ”Aryobzai”

  • Home
  • Dr Saber ”Aryobzai”

Dr Saber ”Aryobzai” Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr Saber ”Aryobzai”, Doctor, .

سلام دوستان عزیز یک روش بسیار مفید تشخیص وتداوی H pylori در کل جهان زیاد مردم از این باکتری رنج میبرد. تشخیص خوب H.pylor...
12/12/2021

سلام دوستان عزیز یک روش بسیار مفید تشخیص وتداوی H pylori در کل جهان زیاد مردم از این
باکتری رنج میبرد.

تشخیص خوب H.pylori

1- بیمار از 6 ساعت قبل ناشتا باشد

2- عدم مصرف آنتی بیوتیک، بیسموت و داروهای ضد ترشحی (مثل امپرازول و ...) 4 هفته قبل از انجام آزمایش

3- عدم مصرف انواع آنتی اسید و بلوک کننده های H2 (مثل سایمتدین، رانیتیدین و ...) 7 روز قبل از انجام آزمایش



درمان

هدف از درمان عفونت H.pylori حذف کامل ارگانیسم است. وقتی باکتری حذف شد احتمال عفونت مجدد کاهش می یابد. رژیم های درمانی مختلفی وجود دارد که عبارتند از:

رژیم درمانی سه گانه (Triple therapies):

شامل یک عامل ضد ترشح اسید (با کاهش اسیدیته معده اجازه ترمیم بافت های آسیب دیده از عفونت را میدهد) و 2 عامل ضد میکروبی (جهت کاهش ریسک درمان ناقص و مقاومت دارویی از دو آنتی بیوتیک استفاده می شود) برای یک دوره درمانی 7 الی 14 روزه می باشد.

1- داروی ضد ترشح اسید (Proton Pump Inhibitors): مهار کننده های پمپ پروتون مستقیمأ H.pylori را مهار می کنند و به نظر می رسد مهار کنند ه قوی اوره آزمی باشند . مانند: 1- Omeprazol، امپرازول (20 میلی گرم، دو بار در روز)، 2- Lansoprazol ، لانزوپرازول (30 میلی گرم، دو بار در روز) ، 3- Pantoprazol پانتوپرازول (40 میلی گرم، دو بار در روز)، 4- Raboprazol و 5- Esomeprazol

2- آنتی بیوتیکها:

الف: مترونیدازول (500 میلی گرم، دو بار در روز) و یا آموکسی سیلین (1 گرم، دو بار در روز)

ب: کلاریترومایسین (500 میلی گرم، دو بار در روز) و یا تتراسیکلین (500 میلی گرم، چهار بار در روز)

رژیم درمانی چهارگانه بر پایه بیسموت:

علاوه بر رژیم فوق بیسموت (525 میلی گرم ساب سالیسیلات بیسموت و یا ساب سیترات بیسموت، چهار بار در روز) هم اضافه می شود. این رژیم داروئی برای 7 روز کافی است.

12- 5 درصد از درمان های H.pylori در دوره اول منجر به شکست می شود که در این موارد باید درمان مجدد صورت گیرد و از ترکیب درمانی دیگری (به خصوص رژیم های 4 داروئی بر پایه بیسموت) استفاده شود و دوره درمان حتمأ 14 روز باشد.



تأیید ریشه کنی عفونت

4 هفته پس از اتمام رژیم درمانی برای اطمینان از ریشه کن شدن باکتری از بدن تست UBT انجام می شود ، که به دنبال درمان موثر، این تست باید منفی شود.
Dr Saber "Aryobzai"

څنګه د هاضمې د خرابوالی مخه ونیسو؟د هاضمې خرابوالی انسان په یو شمیرو نورو ناروغیو اخته کوي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا...
12/12/2021

څنګه د هاضمې د خرابوالی مخه ونیسو؟

د هاضمې خرابوالی انسان په یو شمیرو نورو ناروغیو اخته کوي. د روغتیايي کارپوهانو په وینا د هاضمې خرابوالی د زړه بدېدنې، ساه بندۍ او پړسیدو لامل ګرځي.

له دې سربیره که چیرې د انسان هاضمه د اوږدې مودې لپاره خرابه وي نو په بدن کې د غیر صحي او زهري مواد د خپریدو لامل هم ګرځي. دلته مو له ځنیو هغو طریقو سره اشنا کوو چې په مرسته يي د خرابې هاضمې مخه نیول کیدی شي.

۱- له اندازې زیاته خواړه خوړلو څخه ځان وژغوري. که چیرې نبوي سنت په پام کې ونیول شي او له مړیدو وړاندې خواړه خوړل بند شي نو د بدې هاضمې څخه له مخنیوی سربیره انسان له نورو بې شمیر مهلکو ناروغیو هم ژغوري.

۲- په ارامۍ سره او په خپلو ټاکلو شوو وختونو خواړه وخورئ. کوښښ وکړئ خواړه په خوله کې په ښه او مکمل ډول میده کړئ. هغه خواړه چې په مکمل ډول نه وي میده شوې هم د هاضمې د خرابوالي لامل ګرځي.

۳- زیات غوړ لروونکې خواړه مه استعمالوئ.

۴- د مصالحه لروونکي خوړو اندازه محدوده کړئ.

۵- له سرګریټ څښلو ځان لرې وساتئ.

۶- کافي او ځینې نور مشروبات په ټاکلی اندازه وڅښئ.

۷- د وزن زیاتیدو مخه ونیسئ.

۸- په ورځنۍ ډول ورزش خپل عادت وګرځوئ.

۹- د ذهني ارامتیا ترلاسه کولو لپاره مختلفې طریقې وازموئ.
داکتر صابر ”اریوب زی“

د سختې سردردۍ فوري مخنیوي لپاره اسانه لارښونې سخته دردي په عام ډول د سر عام درد ته نه ویل کیږي بلکې په دې وخت کې د سر نی...
12/12/2021

د سختې سردردۍ فوري مخنیوي لپاره اسانه لارښونې
سخته دردي په عام ډول د سر عام درد ته نه ویل کیږي بلکې په دې وخت کې د سر نیمایي خوا درد کوي چې له کبله یې انسان سخت په زحمت کې وي.

د داسې ډول سر دردۍ پرمهال وګړي تیزه رڼا او شور ماشور نشي زغملی او له کبله یې انسان ته قۍ ورځي، دا ډول درد د هر عمر وګړي ته هر وخت پېښيدلای شي.

د سر دردۍ فوري له منځه تللو لپاره زیاتره خلک د درد کش یا نورې ګولیو استعمال کوي، کوم چې په مسلسل ډول استعمالولو سره د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

په لاندې لارښونو کولای شئ څرنګه د سختې سر دردۍ مخه ونېولای شي:

د انګور شربت

که چیرې له داسې ډول سر دردۍ سره مخامخ شوئ او کور کې مو انګور درلودل، فورا یې شربت جوړ او وځښئ.

ادرک

ادرک په عام ډول بدن کې د هر درد له منځه تلو لپاره استعمالیږي خو د د داسې ډول سر دردۍ مخنیوي کې هم مثبت ثابتیږي، ددې لپاره له ادرک څخه اوبه وباسئ یا یې اوبو کې وټکوئ او لیمو په کې ګډ کړئ بیا یې وڅښئ.

کورکمن

کورکمن په عام ډول په مسالو کې د خوند او رنګ لپاره استعمالیږي، په خوړو کې د خوند زیاتولو سربېره د سر درد هم ښه کوي، کورکمن په اوبو کې ګډ کړئ او د ۳۰ دقیقو لپاره یې پر سر کښیږدئ، بیا یې په تړمو اوبو پریمنځئ، د سر درد به مو تر ډيرې اندازې ارام شي.

له تیزې رڼا ځان وساتئ

د سختې سردردۍ پرمهال له تیزې رڼا څخه بشپړ ډډه وکړئ، ځکه چې دا د تشویش او درد زیاتوالي لامل کیږي، دغه مهال په توره تیاره کې وغځیږئ او ارام وکړئ.

مساج/مالش

د سخت درد پرمهال د غاړې او سر مالش کول د درد په کمولو کې ګټور ثابتیږي، دا د درد کمولو تر ټولو پخوانۍ نسخه ده، په دې سره د وینې جریان ښه کیږي او درد له منځه ځی .
داکتر صابر

د(چربي جیګر) د له منځه وړو لپاره اسانه او ارزانه نُسخه:نیمه پیاله د مڼې جوس،یو لیمو او نیمه پیاله د(ګشنیز) جوس سره مخلوط...
12/12/2021

د(چربي جیګر) د له منځه وړو لپاره اسانه او ارزانه نُسخه:
نیمه پیاله د مڼې جوس،یو لیمو او نیمه پیاله د(ګشنیز) جوس سره مخلوط کړئ او هر سحر یې په نهره وڅښکئ.
#داکتر صابر اریوب زی #

د قبض څخه خلاصون لپاره اسانه لارې چارېهمیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده چې انسان ذهني نارامه ساتي، دفاعي سیستم یې کمز...
15/11/2021

د قبض څخه خلاصون لپاره اسانه لارې چارې
همیشه قبضیت یوه داسې مهلکه ناروغي ده چې انسان ذهني نارامه ساتي، دفاعي سیستم یې کمزوری کوي، د شکر په څېر د سترې ناروغیو نښه بلل کیږي او دا ډول د یو شمېر نورو ناروغیو رامنځته کېدلو لامل هم جوړیږي، په دې اساس قبض ته د «مرضونو مور» هم ویل کیږي.

د څیړنو پر اساس د شکری ناروغۍ نه غیر د سرطان ناروغۍ هم د قبض په بڼه رامنځته کیږي، روغتیا پوهان وایي که تاسې له قبضیت ناروغۍ سره مخ یئ نو هیڅکله دې ته په وړه سترګه مه ګورئ او ددې سمدلاسه درملنه ترسره کړئ.

په لاندې اسانه نسخو د قبضیت مخه ونیسئ او یا یې له منځه ویسئ!

زیتون تیل: د زیتون سوچه تیل د قبض په مخنیوي کې تر ټولو اهمه نسخه ده، ددې په استعمال سره د هاضمې سیستم په حرکت راځي چې ورسره کولمې پاکیږي، د پوهانو په وینا ددې لپاره باید هر سهار په لوږه یوه کاشوغه د زیتون تیل استعمال کړئ، ځکه چې په تشه خیټه یې اثر غوره وي.

اوبه: که چیرې هره ورځ اته ګیلاسه اوبه وڅښل شي د قبضیت څخه شکایت به له منځه ولاړ شي، اوبه د کولمو فعالیت متحرک کوي، هر کله مو بدن د اوبو کموالي سره مخ شو په قبض ناروغۍ اخته کیدلای شئ.

د پخلي سوډا: بیکنګ سوډا د قبض له منځه وړلو لپاره ښه ثابتیږي، د ګیلاس یو پاو برخه تړمې اوبو کې یوه کاشوغه بیکنګ سوډا ګډه کړئ او ښه یې حل کړئ بیا یې وڅښئ، ډیر ژر به مو قبض له منځه ولاړ شي.

دا ډول مناسبه اندازه سبزي، مالټه، کیوي او مستې هم د قبضیت له منځه وړلو کې ګټورې ثابتیږي.

د قبضیت رامنځته کېدلو یو شمېر لاملونه دي، د بیلګې په ډول، په خوړو کې ژور بدلون، ډیر زیات پاخه شوي خواړه، په ځانګړي ډول هغه مهال چې غواړئ وزن مو کم کړئ، د کافي یا نورو کافیین لرونکې څیزونو استعمال، ګازي څښاک او درد وړونکی درمل استعمال هم د قبض
رامنځته کېدلو لامل ګڼل کیږي.

ادرس:
د پاسپورټ کوڅه-عبدالعلي مستغني لیسې ته
مخامخ

‎ایا د معدې تیزاب مو کړوي؟شپږ (۶) خواړه، چې د معدې تیزابیت ختموي‎د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې و...
15/11/2021


ایا د معدې تیزاب مو کړوي؟
شپږ (۶) خواړه، چې د معدې تیزابیت ختموي
‎د معدې تیزابیت یو له هغه ستونزو څخه ده، چې ګڼ خلک ترې وخت ناوخت زوریږي.
‎د معدې د تیزابیت لاملونه ډیر دی.
‎بیې وخته خوراک، له حد نه ډير خوړل، او د غذا ډول يې له اساسي علتونو څخه ګڼل کیږي.
‎خو پوښتنه داده، چې کوم خواړه کولای شي، د معدې تیزابیت کم او یا هم ختم کړي؟!
‎۱ـ شومړه:
‎شومړه، چې ځینې خلک يې لسي او تروې هم بولي، د معدې تیزابیت ختمولای شي.
‎یو ګیلاس شومړه له ډوډۍ خوړولو ورسته وڅښئ او د معدې تیزابیت تر ډيره راکم کړئ.
‎۲ـ زیره:
‎زیره د هاضمي سیستم پیاوړی کوي او د غذا په هضم کې هم پوره مرسته کوي.
‎۳ـ د نعناع پاڼې:
‎د نعناع (ویلني) پاڼې په هضم کې مرسته کوي او د معدې تیزابیت ختموي.
‎له خوراک څه وروسته د نعناع یوه دوه پاڼې وژوئ او د معدې تیزابیت مو تداوي کړئ.
‎۴ـ ادرک:
‎ادرک هم د معدې د تیزابیت سره مبارزه کوي.
‎د هاضمي سیستم قوي کوي او د خوړو په هضم کې مرسته کوي.
‎۵ـ لاچي:
‎لاچې هم د خولې بوې ښه کوي، هم د معدې تیزابیت له مینځه وړي.
‎لږ لاچي په اوبو کې جوش کړئ او بیا يې وڅښئ.
‎۶ـ د مڼې جوس:
‎د مڼې جوس هم د معدې تیزابیت ختمولای شي.
‎ځینې نور خواړه هم ممکن اووسي، چې د معدې تیزابیت راکم کړي، خو پورته ذکر شوي، تر ټولو غوره ثابت شوي دي.
‎د معدې تیزابیت سره د مبارزې نورې لارې دا هم کیدالای شي، چې د خورک اندازه، وخت او د خوړو
ډول منظم کړئ

ادرس:
د پاسپورټ کوڅه-عبدالعلي مستغني لیسې ته
مخامخ.
داکتر صابر "اریوب زی"

27/10/2021

دهډوکو د کمزورۍ نښې:
۱-د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس.
۲-په پرمختللي حالاتو کې د ملا په تیر کې ناڅاپه درد پیداکېدل.
۳-د ملا د تیر د بڼې بدلېدل.
۴-د عادي ګوزار(ضربه) سره د هډوکو ماتېدل.
۵-د هډوکو ځواک له لاسه ورکول.

سهار په تشه معده اوبه څښل کومې ګټې لري؟نږدې ټول طبي پوهان په دې نظر دي چې اوبه څښل د بدن لپاره ګټورې دي، په ځانګړي ډول پ...
27/10/2021

سهار په تشه معده اوبه څښل کومې ګټې لري؟
نږدې ټول طبي پوهان په دې نظر دي چې اوبه څښل د بدن لپاره ګټورې دي، په ځانګړي ډول په تشه معده یې ګټې نه حسابونکي دي، دوی په دې باوري دي چې د ورځې لږ تر لږه ۲ لیټره اوبه وڅښل شي.

په تشه معده د اوبو څښلو ځینې ګټې په لاندې ډول دي:

زهرجن مواد ختموي

د شپې لخوا بدن ته رسیدلي زهرجن او نور ضرري مواد سهار په نهاره د اوبو څښلو په واسطه له منځه ځي، دغه ډول په دې سره د عضلاتو او د وینې حجرو تولید نور هم زیاتیږي.

میټابولیزم ښه کوي

میټابولیزم بدن کې خواړه پر ګټه بدلوي، په تشه معده اوبه څښل د میټابولیک پروسې کچه ۲۴سلنه زیاتوي، بدن کې د مایعات اهمیت ډيروي، په هغه صورت چې یو ځانګړی خوراکي رژیم تعقیب کړل شي، د میټابولیک پروسې ښه کولو معنا دا چې معده کې د ناضمې سیستم په غوره شکل کار کوي، کوم چې د وزن کمول اسانه کوي.

د معدې سوزش کموي

په معده کې اختلال او ګډوډي ددې د سوزش لامل کیږي، که چیرې تیزابي مایعات معدې ته ورسیږي انسان د نارامۍ احساس کوي، مګر کله چې له ویښېدو وروسته په نهاره معده اوبه وڅښل شي دا د معدې تیزابیت او سوزش کموي او دغه راز معده د خوراک لپاره چمتو کوي.

پوستکی تازه ساتي

په بدن کې د مایعاتو نشتوالی بدن د غونجېدو ښکار کوي، نویو څیړنو ښودلې چې په نهاره معده ۵۰۰ ملي لیتره اوبه څښل د وینې جریان ښه کوي چې ورسره د مخ او نور بدن پوستکی نرم او تازه وي.

د پښتورګو تیږې او مثانې التهاب مخنیوی کوي

کله چې د یوه کس پښتورګو کې تیږې او د مثانې ستونزې لري ډاکټر د ډيرو اوبو څښلو سپارښتنه ورته کوي، ځکه چې کافي مایعات د معدې تیزابیت او بدن څخه زهرجن مواد له منځه وړي.

دفاعي سیستم قوي کوي

له ویښېدو وروسته د اوبو څښل بدن کې د لیمفاوي سیستم په انډول یا برابر ساتي، په دې توګه وګړي د حساسیت، التهاب او د رنځورونو کم ښکار کیږي.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Saber ”Aryobzai” posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share