Pediatrics Disease/ د ماشومانو ناروغۍ

  • Home
  • Pediatrics Disease/ د ماشومانو ناروغۍ

Pediatrics Disease/ د ماشومانو ناروغۍ واذا مرضت فهو يشفين ���

Highly recommended که د غوږ ، پوزی او یا ستونی ستونزی لرئ د ډاډمنی درملنی لپاره کولی شئ ډاکټر صیب باز محمد احمدزی ته مرا...
25/08/2025

Highly recommended که د غوږ ، پوزی او یا ستونی ستونزی لرئ د ډاډمنی درملنی لپاره کولی شئ ډاکټر صیب باز محمد احمدزی ته مراجعه وکړئ

د یو کال نه وروسته ماشوم ته په ورځ کې له نیم لیټر زیاتې شیدې مه ورکوئ زموږ په ټولنه کې ډېر مور او پلار ماشومان د وینې کم...
10/08/2025

د یو کال نه وروسته ماشوم ته په ورځ کې له نیم لیټر زیاتې شیدې مه ورکوئ زموږ په ټولنه کې ډېر مور او پلار ماشومان د وینې کمښت، لنډ قد او کم وزن له ستونزو سره ډاکټر ته وړي خو کله چې ترې د خوراک په اړه وپوښتل شي وایی چې ماشوم هره ورځ یو لیټر شیدې څښي په لومړیو شپږو میاشتو کې شیدې د ماشوم لپاره پوره خواړه دي خو له هغې وروسته ماشوم ته کورنی خواړه هم پکار دي ځکه یوازې شیدې د بدن اړتیا نه پوره کوي ډېرې شیدې ورکول د وینې کمښت، قبض، کم وزن او لنډ قد لامل کېږي

09/08/2025

ماشومان هغه څه نه زده کوي چې موږ ورته وایو بلکې هغه څه زده کوي چې موږ یې کوو
دا یوه رښتیا خبره ده چې د ماشومانو عادتونه، د ښه او بد پېژندل، او د هغوی ښه چلند ټول د مور او پلار د کردار او چلند عکس دی
موږ ډېر وخت د ماشومانو لپاره د مال او دولت پرېښودو فکر کې یو خو اصلي شتمني د هغوی ښه تربیه ده چې د ټول عمر لپاره ورسره وي

اولاد د الله لوی نعمت دی او له دې نعمت سره مسوولیت هم وي موږ باید دا سوچ وکړو چې ایا موږ رښتیا هم له خپلو ماشومانو سره انصاف کوو؟ ایا موږ هغوی ته د دیني، اخلاقي او عملي لارښوونې حق ورکوو؟
یاد ولرئ د قیامت په ورځ به د اولاد په اړه پوښتنه کېږي
الله دې موږ ته د خپلو ماشومانو د ښه تربیې توفیق راکړي. آمین
جزاک الله خیراً

د ماشومانو ډاکټر

🌸 د مور شیدې – د ماشوم لپاره غوره خواړه! 🌸🍼 د مور شیدې د ماشوم اړتیا سره سم بدلېږي🌞 په ګرمي کې ماشوم ته اوبه پوره کوي😴 م...
05/08/2025

🌸 د مور شیدې – د ماشوم لپاره غوره خواړه! 🌸

🍼 د مور شیدې د ماشوم اړتیا سره سم بدلېږي
🌞 په ګرمي کې ماشوم ته اوبه پوره کوي
😴 ماشوم د خوب لپاره طبیعی نښه او ارام ورکوی
🤒 که مور یا ماشوم ناروغ وي، شیدې د ناروغۍ ضد مواد جوړوي
💪 د ماشوم د ودې سره سم، شیدې هم قوت بدلوي

✔️ ماشوم ته یوازې شیدې ورکړئ، دا ورته ژوند، صحت او ساتنه ورکوي




کله چی مو یو ماشوم ولیدو چی په کودکستان یا کور کی یواځی لوبی کوی نو اندیښنه مه کوئ دا طبیعی خبره ده یواځې لوبه هغه وخت و...
05/08/2025

کله چی مو یو ماشوم ولیدو چی په کودکستان یا کور کی یواځی لوبی کوی نو اندیښنه مه کوئ دا طبیعی خبره ده

یواځې لوبه هغه وخت وي چې ماشوم یوازې له خپلو لوبو، کتاب، یا بل شي سره بوخت وي
دا ډېری وخت د ۲ تر ۳ کلنۍ پورې ماشومانو کې لیدل کېږي

دا لوبه ماشوم ته څه ګټه لري؟

ماشوم خپل خیال (تخیل) کاروي

زده کوي چې څنګه خپل وخت تېر کړي او خپل ځان بوخت وساتي

له دې لارې ماشوم خپلواکي زده کوي

دا هم زده کوي چې د بل چاد مرستې پرته هم لوبې کولای شي

موازی یاپه یو ځای کی لوبی کول :

دا هغه وخت وي چې دوه یا څو ماشومان سره نږدې وي، خو یو له بل سره نه لوبېږي
مثلاً یو ماشوم د موټر سره لوبې کوي، بل د بلاکونو سره خو دواړه سره نږدې ناست وي.
ماشوم زده کوي چې نور خلک هم شاوخوا شته

له نورو سره یو ځای اوسېدل زده کوي

دا چمتووالی ورکوي چې وروسته به د نورو ماشومانو سره ګډې لوبې وکړای شي.

ماشومان اړتیا نه لري چې تل د نورو سره یو ځای لوبې وکړی
د یواځې او موازي لوبو له لارې هم ماشومان ډېر څه زده کوي، او دا دواړه عادي، ګټورې او روغتیايي طریقې دي.

✅ مشوره:

ماشوم ته وخت ورکړئ چې څنګه لوبې کول غواړي

پر ماشوم فشار مه راوړئ چې حتماً له نورو سره ولوبېږي

که ماشوم یواځې لوبې کوي، دا پدې معنا نه ده چې هغه یوازی یا غمجن دی هغه خپل عقل کاروي

🎈هر ماشوم توپیر لري، او د لوبې هر ډول طریقه د ماشوم د ودې برخه ده

کله چی د ماشوم عمر شپږ میاشتنئ ته ورسیږی نو کورنی نرم خواړه ورته شروع کړئ او تر دوه کلنۍ عمر پوری باید مور خپلی شیدی ورک...
05/08/2025

کله چی د ماشوم عمر شپږ میاشتنئ ته ورسیږی نو کورنی نرم خواړه ورته شروع کړئ او تر دوه کلنۍ عمر پوری باید مور خپلی شیدی ورکړی ځکه چی داد ماشوم د روغتیا او دماغی ودی لپاره ډیر ګټور دی
#دشیدوورکولونړیوالهاونۍ

انګور د ماشومانو لپاره خوندور خو باید په احتیاط سره ورکول شیانګور د ګرمیو یوه خوندوره او ډېره ګټوره مېوه دهچی په کافی ان...
05/08/2025

انګور د ماشومانو لپاره خوندور خو باید په احتیاط سره ورکول شی

انګور د ګرمیو یوه خوندوره او ډېره ګټوره مېوه ده
چی په کافی اندازه فرکتوزیا طبیعی خواږه،ویټامین Cسی ،ویټامین کیK ، او نور ګټور مواد لری
ماشومان یې خوږ خوند له کبله ښه خوری او ورته خوشحالیږی

خو... دا خوندور انګور کله ناکله خطرناک هم کېدای شي، خاصتاً د هغه ماشومانو لپاره چې عمر یې له څلورو کلونو کم وي.
ځکه دا انګور د ماشوم د ستوني اندازی څخه غټ وی، ښوی هم دی، او که ماشوم بې له چیچلو وخوري، نو دا مستقیم د سا پیپ یا نالۍ ته ځی او سا بندولی شي.
ماشومان یی هم تر څلور کلنۍ پورې لا ښه نه شي زبېښلی، نو خطر پکې زیات وي.

نو دا مهمه ده چې انګور ماشوم ته له کوم عمر نه او څنګه ورکړل شي؟

د شپږو میاشتو نه تر اتو میاشتو پورې انګور باید جوس په ډول ورکړل شي

د نهه میاشتو نه تر یو کال پورې ماشوم ته انګور میده میده، او زړي ترې وباسئ.

د یو نه تر دوه کلونو پورې ماشوم ته انګور څلور ټوټې کړئ، بیا ورکړئ.

د دوو نه تر دریو کلونو پورې ماشوم ته انګور دوې برخې کړئ.

یادونه:

تل له انګور نه زړی لرې کړئ.

ماشوم ته انګور باید ناست حال کې ورکړئ، نه دا چې روان وي یا ولاړ وي.

انګور باید د اوږدوالي له مخې پرې کړئ

که پرې شوي انګور در پاتې شي، دا تاسو کولای شئ چې دیخچال په یوه بند جار کې ۲۴ نه تر ۴۸ ساعتو پورې وساتئ.
که رنګ یې لږ بدل هم شي، کومه ستونزه نه لري.

ماشوم ته د ژوند په لومړيو شپږو مياشتو کی اوبه، شات او کلک خواړه مه ورکوئ یوازی د مور شیدی ورکړئ ځکه د مور شیدو کی ټول هغ...
02/08/2025

ماشوم ته د ژوند په لومړيو شپږو مياشتو کی اوبه، شات او کلک خواړه مه ورکوئ یوازی د مور شیدی ورکړئ ځکه د مور شیدو کی ټول هغه مغذی مواد او خواړه شته چی ماشوم ورته اړتیا لری
میندی باید وهڅول شی او مرسته ورسره وشی ترڅو خپلو ماشومانو ته یوازی خپلی شیدی ورکړی
#دشیدوورکولونړیوالهاونۍ

02/08/2025

Celebrating my 3rd year on Facebook. Thank you for your continuing support. I could never have made it without you. 🙏🤗🎉

په وړو ماشومانو کې د موبایل،تابلیت او تلویزیون ډېر استعمال د هغوی د خبرو کولو په لاره کې لوی خنډ ګرځېدلی دی.نن سبا ډېری ...
31/07/2025

په وړو ماشومانو کې د موبایل،تابلیت او تلویزیون ډېر استعمال د هغوی د خبرو کولو په لاره کې لوی خنډ ګرځېدلی دی.

نن سبا ډېری مور او پلار ماشوم ته موبایل یا ټابلیټ ورکوي، تر څو هغه مصروف وساتي یا ژړا یې بنده کړي ظاهراً دا یو اسانه حل ښکاري خو دا کار د ماشوم پر ذهن ، ژبه، او ټولنیز پرمختګ ډیر بد اثر لري.

١:د خبرو کولو ځنډ:
کله چې ماشوم تل د سکرین سره بوخت وي، نو لږ خبرې کوي، لږ اوري، او لږ عکس العمل ښيي. له همدې امله د ژبې زده‌کړه ورو کېږي.

٢:د جملو پوهه او اظهار کمزوری کېږي:
سکرین یوازې یو طرفه خبرې کوي، خو ماشوم ژبه له دوه طرفه خبرو زده کوي.

٣:توجه او تمرکز کمېږي:
روښانه رڼا، غږونه، او ژر ژر بدلېدونکي مناظر د ماشوم ذهن ډېر مصروفوي، او له دې امله ماشوم نورمال تمرکز او ارامه زده‌کړه له لاسه ورکوي.

٤:ټولنیز تماس کمېږي:
د سکرین عادت ماشوم له نورو خلکو سره د خبرو، سترګو په سترګو کتو، او غیر لفظي اشارو (جسماني حرکتونو) نه لیرې کوي.

د ماشومانو د ناروغیو ماهرین وایي:
۲ کلنۍ نه کم عمر ماشوم ته هیڅ سکرین ور نه کړئ.
او د ۲ تر ۵ کلنۍ ماشوم لپاره باید سکرین له ۱ ساعت څخه زیات نه وي، هغه هم د ښه تعلیمي موادو سره او د مور او پلار په موجودیت کې.

بدیل یی څه کیدای شی ؟
له ماشوم سره خبرې وکړئ، د هغوی پوښتنو ته ځواب ورکړئ.
کیسې ورته ووایاست، انځوریزې کتابچې ورسره ولولئ.
له ماشوم سره ګډې لوبې وکړئ، فزیکي فعالیتونه وهڅوئ.

په یاد ولرئ:
سکرین کولی شي ماشوم چوپ وساتي، خو خبرې نه شي ور زده کولی.

اکثره مور او پلار له موږ نه دا پوښتنه کوي چې ایا د دوی بچی د خپل عمر سره سم وده کوي که نه؟ټول مور او پلار د خپل ماشوم لپ...
30/07/2025

اکثره مور او پلار له موږ نه دا پوښتنه کوي چې ایا د دوی بچی د خپل عمر سره سم وده کوي که نه؟

ټول مور او پلار د خپل ماشوم لپاره تر ټولو لومړني څارونکي وي، نو هغوی ته پکار ده چې پوه شي ماشوم یې د خپل عمر سره سمه وده کوي که نه، او کله ورته اړتیا ده چې د ماشومانو متخصص ډاکټر ته یې یوسي.

زه دلته هغه مهمې نښې (Red Flags) ذکر کوم چې که هر وخت مو په خپل ماشوم کې ولیدلې، نو باید ژر تر ژره د ماشوم متخصص ډاکټر ته لاړ شئ. دا نښې د ماشوم د ودې لپاره بیړنۍ دي، ځکه تاسو مخکې لا وخت ضایع کړی وي او نور ځنډ د ماشوم د راتلونکي وړتیاوو ته تاوان رسولی شي.

۱. که ماشوم کومه مهارت چې مخکې زده کړې وي بېرته هېر کړي لکه مخکې به کیناست او اوس نه کیني.
۲. په هر عمر کې که مو ولیدل چې ماشوم د انسان مخ ته یا شیانو ته نه ګوري یا تمرکز نه کوي.
۳. که ماشوم غږونه نه اوري یا غږونو ته پام نه کوي.
۴. که تر اتلسو میاشتو پورې یو هم لفظ و نه وايي.
۵. که ماشوم له پیل نه یواځې یو لاس کاروي عموماً د ښي یا چپ لاس عادت درې کلنۍ وروسته پیدا کېږي، که له یو کال مخکې وي، د بل لاس کمزوري ښيي.
۶. که ماشوم یوازې د ګوتو پر سر ګرځي او پوره پښه پر ځمکه نه ږدي.
۷. که د ماشوم د سر اندازه ډېره لویه وي یا ډېره وړه.
۸. که ماشوم تر دولسو میاشتو پورې نه شي کیناستای.
۹. که تر اتلسو میاشتو پورې نه شي ګرځېدلی، یا انجونې تر دوو کلونو پورې نه ګرځي.
۱۰ که ماشوم تر دوه نیمو کلونو پورې منډه نشی وهلی

Address


Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Pediatrics Disease/ د ماشومانو ناروغۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Pediatrics Disease/ د ماشومانو ناروغۍ:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram