جراح: دوکتور خالد "همت"
(د هډوکو او ستون فقراتو ترینر متخصص)
05/02/2024
یو ۲۴ کلن ځوان چی چپه لاس یی د مړوند په ساحه کی د چاقو په واسطه زخمی شوی وو او د پلو (flexor tendons) تر څنګ یی عصبی رشته هم قطع شوی وه او د ګوتو وظیفوی اختلال او حرکی محدودیت یی ناروغ ته ایجاد کړی وو.
د جراحی پروسیجر مو ورته اجرأ او عصبی رشته مو ورته ترمیم کړه.
الله عزوجل دی ناروغ شفا کامله ورنصیب کړی
نوټ: هیره دی نه وی چی د نوموړی ناروغ ته Tendon repair په بل ولایت کی ترسره شوی وو او د عصب ترمیم یی دلته کندهار کی ورته وشو.
Neglected Ulnar nerve cut Repair
جراح: دوکتور خالد "همت"
د هډوکو او ستون فقراتو ترینر متخصص
30/06/2023
خیر الناس من ینفع الناس
د لومړی ځل لپاره جنوب غرب زون کښی د ارتوپیدی دیپارتمنت خدمات:
Blair Fusion (Sliding Osteotomy) for Neglected Talar neck fracture
نوموړی ناروغ چی دوه کاله مخکی د ترافیکی حادثی لکبله د چپه پښی خپړی حیاتی هډوکی (Talus) مات شوی وو او غیر مسلکی درملنه ورته ترسره شوی وه، متأسفانه چی اوس یی نوموړی هډوکی تور شوی وو، او د تګ په وخت کی د زیات درد څخه شکایت درلود. خو د علمی پرمختګونو په لړ کی د عصری میتودونو د تداوی. ناروغ ته د تور شوی هډوکی جراحی پروسیجر ترسره شو او الحمدلله چی د قناعت وړ نتیجه مو ترلاسه کړه.
جراح: دوکتور خالد (همت)
اسیستانت: دوکتور قدرت الله (رحمتی)
انستزی لوګ: دوکتور فهــــــــــیم (ظفر)
03/10/2022
په جنوب غرب زون کښی د پر مختللو او پیچلو عملیاتونه په لړ کی....
عبدالولی چی ۱۹ کاله عُمر یی درلود تقریبآ لس کاله مخکی یی لاس د لویدلو لکبله مات شوی او په غیر معیاری ډول تداوی ورته ترسره شوی وه چی اوس یی د نوموړی لاس څخه نورمال استفاده نشوای کول او د معیوبیت لکبله یی رنج وړی.
چی نوموړی ناروغ د ارتوپیدی ټیم لخوا تر لازمه تصویری معایناتو وروسته د جراحی عملیی پلان ( Corrective osteotomy) ترتیب او نوموړی ناروغ ته کامیابه جراحی پروسیجر ترسره شو، چی اوس محال د ناروغ قابضه او باسطه حرکات ټول جوړ او د معیوبیت علاج یی دننه په هیواد کی ترسره شو.
Dx: Complicated madelung deformity
جراحی ټیـــــــــــــم:
جراح: دوکتور خــــــــــــالد "همت"
لومړی اسیستانت: دوکتور فتح خان "محمدی"
دوهم اسیستانت: دوکتور عبدالمالک "ناوه وال"
د عامی روغتیا وزارت اکمال تخصص ریاست په پام کی لری ترڅو سږکال د لړمی (سرطان) میاشت کښی پر شرایطو برابرو داکترانو څخه د التراساوند ترینری آزموینه واخلی.
پر شرایطو برابر کسان دی خبر وی!
24/04/2022
Single stage talectomy+tibiocalcaneal arthrodesis in a severe Equino varus deformity‼
یو ۲۱ کلنه انجلی چی پرمختللی د پښو کږوالی(Equino varus deformity) یی درلودی او د کلنو راهیسی یی تګ نشو کولای او څو ځلی په مختلفو ځایونو کښی ورته د پښی خلفی وتر (Achile) د اوږدیدو پروسیجر ورته ترسره شوی وو، خو کومه نتیجه یی نه وه ترلاسه کړی.
چی بالآخره مو ناروغ ته جراحی موثر عملیات ترسره او د پښی حالت مو د کوږ حالت څخه نورمال حالت ته راوګرځوی.
درنښت
دوکتور خــــــــــــــالد "همــــــــــــــت"
د ارتوپیدی او تروماتولوژی امراضو او جراحی متخصص
16/03/2022
د لومړی ځل لپاره کندهار ولایت کښی....
Cubital tunnel syndrome surgical treatment!
یو ۲۴ کلنه ښځینه ناروغه چی د چپه لاس د څلورمی او پنځمی ګوتی د بی حسی، ضعیفی او د نوموړی لاس د مړوند د درد او د لاس د درد څخه یی د ډیری مودی راهیسی په تکلیف وه او ګڼ شمیر درمل یی استعمال کړی وه د البلال روغتون ارتوپیدی یا هډوکو دیپارتمنت ته مراجعه کړی وه. چی وروسته تر فزیکی معاینی او مشخصو کلنیکی تستونو:
Elbow flexion test
Scratch collapse test
shoulder internal rotation test
Be the first to know and let us send you an email when دوکتور خالد همت- Dr.khalid hemmat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.
Contact The Practice
Send a message to دوکتور خالد همت- Dr.khalid hemmat: