Afghan Medical doctors and Medical students

  • Home
  • Afghan Medical doctors and Medical students

Afghan Medical doctors and Medical students Updated medical information for Afghan medical professionals and medical students in their own languages

غده درقیه يا تايرايد (Thyroid) چيست؟
27/06/2025

غده درقیه يا تايرايد (Thyroid) چيست؟

غده تیروئید چیست؟
غده تیروئید یک غده کوچک و پروانه‌ای‌شکل است که در جلوی گردن و بالای ترقوه قرار دارد. این غده بخشی از سیستم غدد درون‌ریز بدن است و هورمون‌های تیروکسین (T4) و تری‌یدوتیرونین (T3) تولید می‌کند که نقش مهمی در تنظیم متابولیسم، رشد، و سطح انرژی بدن دارند.

عوامل اختلالات غده تیروئید

1. کم‌کاری تیروئید (هیپوتیروئیدیسم):
کمبود ید

بیماری‌های خودایمنی (مانند هاشیموتو)

آسیب به غده تیروئید یا جراحی

مصرف برخی داروها

2. پُرکاری تیروئید (هیپرتیروئیدیسم):
بیماری گریوز (Graves' disease)

ندول‌های تیروئیدی

مصرف بیش از حد ید

3. سرطان تیروئید:
زمینه ژنتیکی

قرار گرفتن در معرض تشعشعات

خطرات اختلالات غده تیروئید

کم‌کاری تیروئید:
خستگی، افزایش وزن، کاهش ضربان قلب، ریزش مو، افسردگی

پرکاری تیروئید:
افزایش ضربان قلب، کاهش وزن غیرعادی، اضطراب، مشکلات خواب

سرطان تیروئید:
ایجاد توده در گردن، اختلال در بلع یا تنفس، تغییر صدا

پیشگیری از اختلالات تیروئید

مصرف کافی ید از طریق رژیم غذایی (نمک یددار، ماهی و لبنیات)

خودداری از مصرف بیش از حد ید یا مکمل‌های تیروئید

بررسی منظم در صورت سابقه خانوادگی

محافظت از گردن در برابر تشعشعات

جلوگیری از بدتر شدن بیماری تیروئید

کنترل استرس
مصرف داروهای تجویز شده توسط داکتر

پرهیز از خوددرمانی

پیگیری منظم وضعیت غده تیروئید از طریق آزمایش خون

درمان اختلالات تیروئید

1. کم‌کاری تیروئید:
مصرف هورمون جایگزین (مانند لووتیروکسین)

2. پرکاری تیروئید:
داروهای ضدتیروئید (مانند متی‌مازول)

ید رادیواکتیو

جراحی (تیروئیدکتومی)

3. سرطان تیروئید:

جراحی برای برداشتن تومور

پرتودرمانی یا شیمی‌درمانی

*Dr...Hamed*

امپتیګو Impetigo
21/06/2025

امپتیګو Impetigo

امیپیټیګو (Impetigo) – یو ساري د پوټکي انتان

لیکنه: کټواز مهالنۍ

امیپیټیګو یو باکتریایي د پوټکی انتان دی چې اکثر د ماشومانو ترمنځ لیدل کېږي، خو هر عمر لرونکی انسان پرې اخته کېدلی شي. دا ناروغي د پوستکي پر سطحه اثر کوي او تر ټولو عام ځایونه یې مخ، لاسونه او پښې دي. امپیټیګو یوه ساري ناروغي ده چې له یوه شخص څخه بل ته انتقالیږي، او دا کار زیاتره د زخمونو په تماس یا سکریچ کولو سره کېږي.

د امپیټیګو ډولونه او علایم

۱- غیر تڼاکي امپیټیګو (Contagious / Nonbullous impetigo):
دا د امپیټیګو تر ټولو عام ډول دی. ناروغي د خولې یا پوزې شاوخوا د سره زخم په بڼه پیلېږي، چې ژر تر ژره چاودېږي او ژیړ رنګه خارش لرونکی پوټکی جوړوي. دا ډول زخمونه عموماً دردناک نه وي، خو خارښ لري. کله ناکله پړسوب شوي لیمف نوډونه هم لیدل کېږي، خو تبه یي نادره ده.

۲- تڼاکي امپیټیګو (Bullous impetigo): دا ډول زیاتره د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومانو کې لیدل کېږي. په دې حالت کې، لوې یا کوچنۍ بې‌درده تڼاکي رامنځته کېږي چې شفافه مایع لري، اکثره وخت د بدن په تنه، بازو یا پښو باندې راخیږي. له چاودېدو وروسته، ژیړ رنګه پوټکی پرې جوړېږي.

۳-اکیتیما (Ecthyma): دا د امپیټیګو ژوره بڼه ده چې ژور ټپونه رامنځته کوي. دا ټپونه سور، دردناک، او مایع څخه ډک وي، او وروسته کلک او خړ ژیړ پوټکی پرې جوړېږي چې ځینې وخت داغونه پرېږدي. دا ډول ناروغي هم کولی شي د لیمف نوډونو پړسوب رامنځته کړي.

امپیټیګو اکثره وخت د Staphylococcus aureus له امله رامنځته کېږي، خو ځینې وخت Streptococcus pyogenes هم لامل وي.

د ۲ نه تر ۲۵ کلونو د عمر لرونکو کسانو زیات احتمال لري چې امپیټیګو باندي اخته شي.

د انتقال لارې
امپیټیګو د زخمونو له مستقیم تماس څخه خپرېږي. د سټریپټوکوکس ډول لپاره د تفریح دوره ۳-۱۰ ورځې ده، او د سټیفیلوکوکس لپاره ۱-۳ ورځې ده. دا ناروغې ډاکتران اکثره وخت د پوستکي د ظاهري بڼې له مخې تشخیصوي. د شاتو رنګه پوټکی چې د وچ سیرم له امله جوړ شوی وي، یو له مهمو نښو څخه یي دی.

درملنه
د پوستکي خفیف امپیټیګو لپاره انټي بیوټیک کریمونه (لکه Mupirocin) استعمالېږي.

شدیدو حالاتو کې د خولې له لارې انټي بیوټیکونه لکه Dicloxacillin، Flucloxacillin، Erythromycin یا Amoxicillin-clavulanate تجویزېږي.

که ناروغ د پینسیلین حساسیت ولري یا د میتیسیلین مقاوم سټیفیلوکوک ولري، Doxycycline، Clindamycin، یا Trimethoprim-sulfamethoxazole کارول کېږي.

یادونه: Doxycycline باید د اتو کالو نه کم عمره ماشومانو ته ور نه کړل شي، ځکه چې د غاښونو ستونزې رامنځته کولی شي. که یوازې د Streptococcus لامل وي، نو پینسیلین غوره انتخاب دی.

دا ماشومه وزېږول شوه، عملیات شوه او د بیازېږدنې لپاره بېرته زيلانځ يا رحم ته يوړل شوه!د میندوارۍ په ۱۶ اونۍ کې، مارګریټ ...
17/06/2025

دا ماشومه وزېږول شوه، عملیات شوه او د بیازېږدنې لپاره بېرته زيلانځ يا رحم ته يوړل شوه!
د میندوارۍ په ۱۶ اونۍ کې، مارګریټ بویمر (Margaret Boemer) ته د معمول الټراساؤنډ په جریان کې خورا خراب خبر ورکړل شو، د هغې په زيلانځ کې لور، لینلي (Lynlee)، د سیکروکوسیجیل ټیراتوما (SCT) Sacrococcygeal Teratoma تشخیص شوه، یو نادر تومور چې د لکه لمي tailbone یا coccygeus په هډوکي کې موقعیت لري. تومور دومره لوی او تيری کوونکی يا تهاجمي وو چې د لینلي له بدن څخه يې وینه بل لور ته کش کوله، چې هغه یې د زړه د بې کفایتۍ یا (heart failure) د خطر سره مخ کولی شوه. په پیل کې، ډاکټرانو د لوړ خطرونو له امله د میندوارۍ پای ته رسولو سپارښتنه وکړه. په هرصورت، مارګریټ د دوهم نظر لپاره د ټیکساس ماشومانو روغتون ته واستول شوه. د ۲۳ اونیو په اوږدو کې، تومور تقریبا د جنین په اندازه لوی او د لینلي زړه د عدم کفايی پیل سره سره، د ماهر جراحانو یوې ډلې، په شمول د ډاکټر ډاریل کاس او ډاکټر اولوینکا اولوټوی، د لوړ خطر لرونکي جنین جراحي ترسره کړه. لینلي يو څه د مور له زيلانځ څخه راوویستل شوه، تومور په بریالیتوب سره کم کړای شو، او نازېږدلې ماشومه بیرته په زيلانځ/رحم کې ځای پر ځای شوه ترڅو ودې ته دوام ورکړي. په ۳۶ اونیو کې، هغې ته د سیزیرین عملیات له لارې زېږون ورکړل شو، چې وزن یې ۵ پونډه او ۵ اونسه وو، او له زېږون اته ورځې وروسته د تومور پاتې نسج د وروستي جراحي عمل په ذریعه لرې کړی شو. نن ورځ، لینلي روغه ده، وده کوي، او د خپلې ودې پړاوونه د معمول په څير پلي کوي. دا د جنین جراحي کې د نه منلو وړ ‌طبي پرمختګونو بېلګه ده.
ژباړه له انشینټ ماټریکس څخه
فريد بزګر

که لاس مو بېحس کېږي، کمزوری کېږي یا درد کوي
26/05/2025

که لاس مو بېحس کېږي، کمزوری کېږي یا درد کوي

که لاس مو بی حس کیږی کمزوری کیږي او یا درد کوي

منځني عصب اختناق (بندښت) (Median Nerve Entrapment) په لاس کی؛:

🔹ستاسې لاس د شپې لخوا بې حسه کېږي او کمزوری شي؟
🔹دا بې حسي او کمزوری کیدل... له درد سره یو ځای وي چې تاسې له خوبه راویښ کړي؟
🔹دا درد... ستاسې تر بازو پورې خپرېږي؟
🔹تاسې داسې احساس کوئ چې لاس ته مو وینه نه رسېږي؟ او صابعې مو تاوې او کش کوئ؟
🔹دا نښې نښانې... یوازې په یوه لاس کې دي که دواړو کې؟

🔸نو... د دې علت څه کېدای شي؟
🔸تر ټولو عام علت د لاس بې حسۍ او کمزوري، په ځانګړي ډول د شپې، دا دی:
"د منځني عصبي بندښت یا تنګیدل یا فشار پری راتلل" – Median Nerve Entrapment..او دا په بدن کې تر ټولو عام عصب دی چې فشار لاندی راځي.

🟡🟡 خو... آیا نور هم داسې علتونه شته چې د لاس بې حسي او کمزوری کیدل رپیدل رامنځته کړي پرته له دې عصبي بندښت؟
هو، البته، لکه:

١- د غاړې د فقراتو ستونزې – لکه د ډیسک ستونزه یا د فقراتو سختوالی
٢- د الزندي عصبي بندښت – Ulnar Nerve Entrapment
٣- د شکر له امله د اعصابو التهابات
٤- د خوب طریقه – که تاسې عادت لرئ چې لاس مو د سر لاندې وي
٥- د تایرایډ د غدې کم فعالیت
٦- د ویټامین B12 کمښت
٧- د مغزو سکتې (stroke)
٨- د MS ناروغي – Multiple Sclerosis
٩- د ځینو دواګانو اړخیز تاثیرات – لکه د کیموتراپۍ درمل

🟢🟢 د لاس بې حسي او کمزوري ډېر علتونه شته... که دا حالت تکرارېږي یا له نورو نښو سره یو ځای وي، نو غوره ده چې ځان معاینه کړئ.

د لیکنې کاپي کولو حقوق خوندي دي



د نورو ملګرو سره یی شریک کړئ #شیر کړئ! پاڼه #فالو کړئ

*🔲 لوستلو 📖 ، او نشرولو ✅ په هیله . چا چې ولوستل نو په مینه یو لایک 👍 یا هم ❤️ ورکئ .*

لمرغُسل/پيتاوی یا Sunbathing په بدن کې د ویټامین ډي په تولید کې مرسته کوي؟ د یوې طبیعي پروسې له لارې چې د لمر څخه د الټر...
17/05/2025

لمرغُسل/پيتاوی یا Sunbathing په بدن کې د ویټامین ډي په تولید کې مرسته کوي؟
د یوې طبیعي پروسې له لارې چې د لمر څخه د الټراوایلیټB یا (UVB) Ultraviolet B وړانګو سره مخ کیدل پکې شامل دي. لاندې په ترتیب تشریح شوي چې دا څنګه کار کوي:
لومړی UVB وړانګې پوستکي/پوټکی/څرمنې ته رسیږي
کله چې ستاسو پوټکی د لمر وړانګو سره مخ کیږي - په ځانګړي توګه د UVB وړانګو سره - دا د پوټکي په بهرنۍ طبقه کې کیمیاوي تعامل رامینځته کوي.
دوهم: د ۷-ډیهایډروکولیسټرول (7-Dehydrocholesterol) بدلون
ستاسو په پوټکي کې یو ماده چې 7-ډیهایډروکولیسټرول نومیږي د UVB وړانګې جذبوي او په پری ویټامین (previtamin) D3 یا (يوه مرحله مخکې ويټامین ډي) باندې بدلیږي.
درېيم- د تودوښې له کبله د ویټامین D3 بدلون
دا پری ویټامین D3 د تودوښې پورې تړلې پروسې څخه تیریږي او په ویټامین D3 (Cholecalciferol) بدلیږي.
څلورم- د ينې او پښتورګو په وسیله يې فعالول
ویټامین D3 د وینې جریان له لارې ینې يا ځيګر ته رسېږي، چیرته چې دا په کلسیډیول (25-hydroxyvitamin D) بدلیږي، او بیا پښتورګو ته، چیرته چې دا د calcitriol یا کلسیټریول (1,25-dihydroxyvitamin D) په فعال شکل بدلیږي.
بدن فعال ویټامین D کاروي
کلسیټریول (calcitriol) په بدن کې د کلسیم او فاسفیټ تنظیم کولو کې مرسته کوي، د هډوکي روغتیا، معافیت فعالیت، او نور ډیر څه تقویه کوي.
د لمر څومره وړانګې بسنه کوي؟
هغه خلک چې روښانه پوستکي لري: د غرمې شاوخوا ۱۰-۳۰ دقیقې لمر ته، په اونۍ کې څو ځله، بسنه کوي.
د تور پوستکي لرونکي خلک: ممکن اوږد تماس ته اړتیا ولري، ځکه چې میلانین (په پوټکي کې د تور رنګ جوړونکی) د UVB جذب کموي.
ورېځې، ککړتیا، د کړکۍ شیشې، او د لمر څخه د خونديتوب کریم ټول د UVB تماس او د ویټامین ډي تولید کموي.
مهم ټکي:
ډیر لمر د پوستکي سرطان خطر زیاتوي، نو توازن مهم دی.
په ژمي یا شمالي سیمو (لکه کاناډا) کې، د لمر وړانګې ممکن د ویټامین ډي تولید لپاره بسنه و نه کړي، کېدای شي اضافي یا قوي شوو خوړو ته هم اړتیا وي.

شری- سرخکان- Measlesد شري یا سرخکان یو فوق العاده ساري ده او په فقیرو او وروسته پاتی هیوادونو او هغه ټولنو کی چی د شری د...
02/05/2025

شری- سرخکان- Measles
د شري یا سرخکان یو فوق العاده ساري ده او په فقیرو او وروسته پاتی هیوادونو او هغه ټولنو کی چی د شری د واکسین دوزونه په بشپړ ډول نه اخلی پیښې یی زیاتې دي .
ددی ناروغی سببی عامل وایروسی انتان ( میکروب ) چې یوازینی کوربه ( Host ) یې هم انسان دی.
د ناروغی خپریدنه له ناروغ کس څخه روغ کس ته د ټوخي پرنجي او د ناروغ د پوزې او خولې له افرازاتو سره د مستقیم تماس په واسطه انتقالیږي .
د جلدی اندفاعتو د څرګنیدو نه څلور ورځې مخکې او پنځه ورځې وروسته دا ناروغی د یو کس نه بل ته انتقالیږی.
کله چې ویروس د انسان تنفسي سیستم ته دننه شي تر ۱۲ ورځو وخت نیسی چی د ناروغی نښې او ګیلی ښکاره شي.
ناروغ ته ټیټه درجه تبه، د پوزې بهیدل د سترګو سوروالی، وچ ټوخی پیدا کیږی .
د ناروغۍ په دوهمه یا دریمه ورځ د ناروغ کس د خولې په مخاطی غشا یا داخلی پوښش کی کې سپین رنګه تڼاکې چې شا وخوا یې سره وي ( لکه په سور مخمل تکه چی بوره واچول شی ) چی طبی اصطلاح کی ورته Koplik spots وایی مینځ ته راځي چې د ناروغۍ ښه تشخیصه علامه ده خو موقتي وي او په لنډ وخت کې بیرته ورکیږي.
په څلورمه ورځ په ناروغ کې د غوږونو شاته جلدی اندفاعات پیداکیږی، تبه لوړه ځي او بخار د پاس خوا نه لاندې خواته مخ، غاړې، سینې لاسونو، ورانونو، لنګیو او پښو ته خپریږي .
ناروغي د نهه میاشتنی عمر نه تر ښوونځی عمر ماشومانو ، خوار ځواکی او هغو خلکو کې چې د بدن داخلي دفاعي مقاومت (معافیت) یې ځپل شوی وي شدید حالت غوره کوي.
امیندوارو میرمنو کی شدید سیر اختیاروی.
د غوږونو التهاب او سینه بغل په کې معمولاً مینځ ته راځی او شدید سیر انتخابوی.
تشخیص Diagnosis:
د شری ناروغۍ تشخیص د کلینکی اعراضو، نښو او یو لړ معایناتو په واسطه په اسانۍ سره کیدای شي.
درملنه یې د ناروغ تقویه کول دي، چې د تبې درمل، د سترګو د خطراتو او د وجود د مقاومت د لوړوالی او مړینې د کچې د راټیټدو لپاره د ویټامین اې ( Vitamin A ) تطبیق، کافي غذا او د مایعاتو ورکړه په کې شامله ده.
هغه ناروغان چې شدید سینه بغل شوی وی باید د متخصص ډاکټر نه درملنه وکړی او که ضرورت ولیدل شی په روغتون کی بستر شی.
شری په اسانه توګه د شری د واکسین د تطبیق په واسطه وقایه کیږي چې لومړی ځل په ۹ میاشتنی او بیا ځل په ۱۸ میاشتنی عمر کې ترسره کیږي.
که چیری د شری د ناروغی واقعات په یوه سیمه یا ښار کی زیات شی د ۶ میاشتنی عمر نه تر ۵ کلنی پوری ټولو ماشومانو ته واکسین کیږی، چاچی د ۹ او ۱۸ میاشتنی واکسین اخیستی وی هغوی ته بوسټر یا تقویتی دوز ورکول کیږی.
د شری د واکسین د موثریت کچه % ۹۵ سلنه ده.
ستاسی څخه هیله لرو چی خپل ټول ماشومان د تولد نه تر ۵ کلنی نه ورته ټول واکسینونه تطبیق کړی تر څو د کوچنیانو د مړینی او معیوبیت کچه راکمه شی.
ستاسی د روغتیا په هیله
داکتر Dr Mohammad Emal Momand داکتر محمد ایمل مومند د داخله، اطفال او فامیلی طب متخصص

دحوصلی التهابی ناروغي Pelvic Inflammatory Disease ( PID )  داکتر محمد ایمل مومندد حوصلی التهابی ناروغي (PID) یوه انتاني ...
03/11/2024

دحوصلی التهابی ناروغي
Pelvic Inflammatory Disease ( PID )
داکتر محمد ایمل مومند
د حوصلی التهابی ناروغي (PID) یوه انتاني ناروغي ده چې د ښځینه تناسلي اعضاوو لکه رحم، تخمدانونه، او د فلوپین ټیوبونو باندې اغېز کوي.
د دې ناروغۍ علت ډېری وخت د جنسي اړیکی د لارې د انتقالېدونکو انتاناتو
Sexual Transmitted Infection (STI)
په څېر وي، لکه کلایمېډیا او ګونوریا.
که ددی ناروغي درملنه ونه شي، د خیټی او ملا په ښکتنی برخو کې درد رامنځته کوي او د حمل اخیستلو امکان کموي.
#لاملونه
ډېری وخت د کلایمېډیا او ګونوریا په څېر STIs د PID لامل ګرځي.
که د خپل د ژوند ملګری سره د خونديتوب پرته جنسي اړیکه ونیسئ چې دا انتانات ولري، نو بکتریا له وینې یا مهبل څخه ستاسو د تناسلي اعضاوو ته رسېدلای شي. بل ډول STI چې د مایکوپلازما جنیتالیوم په نوم بکتریا له امله رامنځته کېږي، هم د PID سبب کېدای شي.
د PID د سببی عامل انتانات د لاندې حالتونو په ترڅ کې هم مخ کېدلای شئ:
* د ولادت د کنټرول لپاره د لوپ یا (IUD داخلول
*حیض
* ولادت
* سقط
* په رحم کې جراحي عملیات
ځینې وختونه، د نورو انتانات لکه زکام، سینه بغل او سترپټوکوک بکتریا هم د PID لامل ګرځيدلای شی.

د PID په لومړیو کې کېدای شي هېڅ نښې ونه لرئ. خو که انتان زیات شي، نو کېدای شي لاندې نښې راڅرګندې شي:
* د ګیډی او ملا په ښکتنی برخه کې درد
* د لمن د لاری ( مهبل/ Va**na ) څخه د افرازاتو راتلل چې شین یا ژېړ رنګ او بد بوی لري
* له معمول څخه ډیره خونريزی په حیض کې
* د حیض د دوه دورو تر منځ خونريزی
* د جنسي اړیکې پر مهال درد یا خونريزی
* تبه او سړه لړې/لرزه
* د ادرار کولو پر مهال درد
*کانګی او زړه بدوالی
د PID شدید حالاتو چې تاسو عاجلی مرستی ته اړتیا لری. که لاندې نښې ولرئ، نو سمدلاسه د روغتون عاجلی برخی ته ولاړ شئ.
* په ګیډه کې شدید درد
* د شاک نښې، لکه بې هوشي
* شدیدی کانګی
* تبه چې د 38.3C درجو څخه زیاته وي

* په ځنډ سره تشیخص
* د جنسي اړیکې پر مهال ستاسی د ژوند ملګری کنډوم ونه کاروئ
* په تېرو کې PID یا STI تاریخچی درلودل
* د رحم داخل کی د لوپ یا IUD موجودیت
* که مو خپل ټیوبونه تړلې وي، Tubal ligation

ډاکټر کېدای شي تاسو څخه وپوښتي چې مصوونه جنسي اړیکه لری ؟
یا د STIپخوانی تاریخچه لری؟
د دې سربیره به ستاسو نه د اعراضو پوښتنه وکړي.
په یوه نسایي حوصلی معاینه کې، ډاکټر ستاسو رحم یا نورو تناسلي اعضاوو کې درد او پړسوب شواهد ګوري. دوی کېدای شي ستاسو له مهبل یا د رحم سرویکس برخی څخه د مایعاتو نمونه واخلي او هغه په لابراتوار کې د STI لپاره وازمويي، لکه کلایمېډیا او ګونوریا.
* د وینې او ادرار ازموینه چې د STIs او نورو انتاناتو نښې معلومې کړي
* یو الټراساونډ معاینه د ډاکټر سره د تناسلي اعضاوو په لیدلو کې مرسته کوي
که دا ازموینې PID تایید نه کړي، تاسو کېدای شي د لاپراسکوپي په نامه یوه پروسیجر ته کاندید شی، (ستاسو د ګیډی ښکتنی برخه کې له کوچني سوری د لاری کمره او وسایل داخلوی او ستاسو د تناسلي اعضاوو معاینه کوي) یا ډاکټر کېدای شي ستاسو له رحم څخه د نسج نمونه واخلي
(چې دې پروسیجر ته بایوپسي وایي) ترڅو انتان معلوم کړي.
که آزموینی نتیجه PID تایید کړی، تاسی ته به لازمه درملنه شروع شی.

که تاسو PID ولرئ، نو ډاکټر به ستاسو لپاره انتي بایوټیکونه تجویز کړي ترڅو هغه بکتریا وژني چې انتان یې رامنځته کړی دی.
انتي بایوټیکونه کولی شي PID له منځه یوسی، خو د هغو ندبی یا Scar نه شي جوړولی چې انتان رحم کی جوړ کړی دي. نو له همدې امله مهمه ده چې درملنه په وخت سره پیل کړئ مخکې له دې چې انتان ندبه رامنځته کړي.
ستاسو د ژوند ملګری هم باید انتي بایوټیکونه واخلي ترڅو تاسو بیا په انتان اخته نکړئ.
که ستاسو د ژوند ملګری هېڅ نښې نښانې ونه لري، لا هم کېدای شي هغه بکتریا ولري چې PID رامنځته کوي.
جنسي اړیکی تر هغی مه کوئ تر څو پورې چې دواړه درملنه بشپړه کړي او ستاسو نښې ختمې شوې نه وي،.
ډاکټر کېدای شي له ۳ ورځو وروسته ستاسو سره بیا وګوري چې ستاسو نښې ښه شوې دي که نه. که نښې مو نه وی ښه شوې، کېدای شي مختلف ډول انتي بایوټیک ته اړتیا ولرئ. ټول درمل تر پای پورې وکاروئ که څه هم تاسو د ښه والی احساس کوئ.
:
* ډېر ناروغ یاست او نښې مو شدیده دي، لکه شدیده تبه، لرزه او کانګی
* انتي بایوټیکونه د خولی د لاری نه شئ اخیستلی
- انتي بایوټیکونه مو اخیستي وي، خو نښې مو ښه شوي نوی
* تناسلی اعضاوو کی د آبسی د شتون شواهد
* که امیندواره یاست
* د یو بل طبی مشکل درلودل، لکه اپنډیسایټس
داکتر تاسو ته د ورید له لارې یا په د خولی د لاری قوي انتي بایوټیکونه درکړي.
# د PID اختلاطات
که PID په وخت سره وپېژنئ، دا په اسانۍ سره د انتی بیوتیکو یره تداوی کېدای شي.
خو که درملنه ژر پیل نه کړئ، انتان په رحم کې زخمونه یا ندبی جوړولای شي او له دې څخه لاندې ستونزې رامنځته کولای شي:
* مزمن حوصلی دردونه
*د حمل اخیستلو ستونزی او عقامت
په ښځینه تناسی جهاز کی د آبسی تشکل
* د خارج رحمی یا Ectopic pregnancy لپاره زمینه مساعدیدل
د اختلاطاتو شرح لومړی کمنټ کی
په درناوی
Dr Mohammad Emal Momand داکتر محمد ایمل مومند د داخله، کوچنیانو او فامیلی مدیسن متخصص

بوی بد دهان یا Halitosis و تداوی آن داکتر محمد ایمل مومند، متخصص امراض داخله، اطفال و فامیلی مدیسنبوی بد دهان که در انگل...
25/09/2024

بوی بد دهان یا Halitosis و تداوی آن
داکتر محمد ایمل مومند، متخصص امراض داخله، اطفال و فامیلی مدیسن
بوی بد دهان که در انگلیسی Halitosis نامیده میشود می‌تواند به دلایل مختلفی از جمله حفظ الصحه خراب دهان، رژیم غذایی، یا مشکلات صحی باشد.
اسباب بوی بوی بد دهن
1- حفظ الصحه ضعیف دهن : اگر برس دندان ، مسواک زدن و نخ دندان بطور منظم استفاده نشود، باعث باقی‌ماندن ذرات غذا در دهان و رشد باکتریا هایی می‌شود که بوی بد ایجاد می‌کنند.
2- غذاها و نوشیدنی‌ها : غذاهای با بوی قوی مثل سیر، پیاز و برخی ادویه‌ها می‌توانند بوی بد موقتی ایجاد کنند. نوشیدنی‌هایی مانند قهوه و الکل نیز می‌توانند باعث بوی بد دهن شود .
3- خشکی دهن Xerostomia : لعاب دهن به پاکسازی دهن کمک می‌کند و کمبود لعاب دهن می‌تواند باعث تجمع باکتری‌ها و ایجاد بوی بد شود. خشکی دهن ممکن است به دلیل کم آبی بدن، برخی دوا ها یا شرایط صحی ایجاد شود.
4- مصرف الکول و دخانیات : استعمال سگرت و نصوار و انواعذتنباکو باعث ایجاد بوی بد و لکه‌دار شدن دندان‌ها می‌شود و خطر ابتلا به امرض بیره و دندان را افزایش می‌دهد.
5- مشکلات دندان ها : امراض بیره مانند (جینجیویت یا پریودنتیت)، پوسیدگی دندان یا وسایل دندان نامناسب می‌توانند باعث تجمع باکتری‌ها و بوی بد مداوم دهن گردد.
6- سنگ‌های تانسل : سنگ‌های کوچک در تانسل ها می‌توانند باعث تجمع ذرات و باکتری‌ها گردد و بوی بد ایجاد کنند.
7- : انتان های سینوس، انتانات دستگاه تنفسی یا گلو می‌توانند باعث بوی بد دهان شوند. ترشحات بینی که ار حلق و گلو بیاید که معمولاً با این انتانات همراه است، می‌تواند بوی بد را تشدید کند.
8- مشکلات سیستم هضمی : مشکلاتی مانند برگشت اسید معده (GERD) ، التهاب معده یا گاستریت می‌توانند باعث ورود اسیدهای معده به دهان و ایجاد بوی بد شوند.
9- امراض مزمن : امراض مزمن مانند دیابت یا شکر ، مشکلات جگر، گرده و اختلالات متابولیک می‌توانند باعث بوی خاص در نفس شوند.
چگونه بوی بد دهان را میتوان مدیریت کنیم ؟
1- رعایت حفظ الصحه درست دهن :
- حداقل دو بار در روز با کریم دندان حاوی فلوراید مسواک بزنید.
- هر روز نخ دندان بکشید تا ذرات غذا بین دندان‌ها پاک شوند.
- زبان خود را مسواک بزنید یا از اسکراب زبان استفاده کنید تا باکتری‌ها کاهش یابند.
2- آب کافی بنوشید :
- در طول روز مقدار زیادی آب بنوشید تا دهان مرطوب بماند.
- ساجقربدون شکر بجوید ( Kiss Gum ) یا از آب‌نبات بدون شکر استفاده کنید تا تولید لعاب دهن را تحریک شود.
3- تغیر در رژیم غذایی :
- مصرف غذاهای معروف به ایجاد بوی بد دهن مانند سیر و پیاز را کاهش دهید.
- از میوه‌ها و سبزیجات آبدار مانند سیب و زردک استفاده کنید که به تمیز شدن طبیعی دهان کمک می‌کنند.
4- ترک سگرت و دخانیات :
- اگر از دخانیات استفاده می‌کنید، ترک آن می‌تواند بهبود چشمگیری در بوی دهان و سلامت دهان داشته باشد.
5- درمان عامل سببی بوی بد :
- به داکتر دندان‌ تان مراجعه کنید تا مشکلاتی مانند امراض بیره ، پوسیدگی دندان یا وسایل دندانی نامناسب را درمان کند.
- اگر فکر می‌کنید مشکلات سیستم هضمی یا انتانات سینوسی باعث بوی بد دهان شده‌اند، به داکتر تان مراجعه کنید.
6- استفاده از موت واش آنتی‌باکتریال :
- از دهان‌شویه‌ای استفاده کنید که حاوی عوامل آنتی‌باکتریال مانند کلورهگزیدین یا زینک Zinc باشد تا باکتری‌های مولد بوی بد را از بین ببرد. از موت واش های حاوی الکول اجتناب کنید، زیرا ممکن است دهان را خشک کنند.
7- چک آپ منظم دندان ها :
- حداقل دو بار در سال به داکتر دندان‌مراجعه کنید تا مشکلات دندانی که ممکن است باعث بوی بد دهان شوند، زود تشخیص داده و درمان شوند.
با رعایت این توصیه‌ها، می‌توان بوی بد دهان را به طور قابل ملاحظه کاهش یا از بین برد.
با احترام
به امید سلامتی شما
Dr Mohammad Emal Momand داکتر محمد ایمل مومند متخصص امراض داخله، اطفال و فامیلی مدیسن

نګین کرګرد انسان د بدن د ژغورنې/ ایمون (immune system) یا معافیتی سیستممعافیتی سیستم زمونږ د بدن یوه لویه برخه ده چې انس...
24/09/2024

نګین کرګر
د انسان د بدن د ژغورنې/ ایمون (immune system) یا معافیتی سیستم
معافیتی سیستم زمونږ د بدن یوه لویه برخه ده چې انسان د مرضونو، د حجراتو د بدلون او ویروس او باکتریاو نه امان کې ساتې. خو معافیتی سیستم هم کیدای شی چې کمزوری شی او روغتیا لپاره لوی ګواښ باندی بدل شی. یعنی هم د مرض په وړاندی معافیت ورکوی او که معافیتی سیستم کمزوری شی نو ر روغتیا لپاره ګواښ کیدای شی.
داسی یو مغلق سیستم زمونږ د انسانانو په بدن کې څرنګه وظیفه لری؟
نارینه او ښځینه مختلف معافیتی سیستم لري. ماشومان کمزوری معافیتی سیستم لری. په لویانو کې کولمې د معافیتی سیستم یوه لویه برخه تشکیلوې. د معافیتی پیاوړی سیستم درلودل مهم دی ځکه په کولمو کې هغه څه چې مونږ خورو هلته جذبیږې. د کرونا د وبا نه را په دیخوا د معافیتی سیستم په هکله خورا زیات څیړنیز مالومات ترلاسه شو. او حتی د مرضونو د تداوی لپاره نوی هېلې پیدا شوی، یعنی دا مالوم شو چې زمونږ معافیتی سیستم ډیر څه نوی لاس ته راوړلې شي. په لمړی سر کې دا تصور کیده چې معافیتی سیستم مونږ د مکروبونو په وړاندی خوندی ساتې، خو اوس مالومه شوه چې د نورو ډیرو خطراتو څخه مونږ ساتې مخصوصن سرطان.
دا چې یو انسان پیاوړی یا کمزوری معافیتی سیستم لری، ډیرو عوامل یی سبب کیدای شی. ځکه معافیتی سیستم په ټول بدن کې خپور دی او یو مشخص ځای په بدن کې لکه نور د بدن غړی نلرې. خو د بدن ځینې غړی شته مثلاً د هډوکو مغز، تیموس غده، لمف غډی او ډیره لویه برخه یی په کولمو کې وجود لری. تقریباً اویا فیصده معافیتی حجرات په کولمو کې دی او نور په ټول بدن کې حرکت کوی. د نوی زیږدیلی ماشوم معافیتی سیستم ډیر کمزوری وی خو د پیدایښت نه وروسته د ماشوم چاپیریال سره وده کوي. نوی څیړنو د المان د ایپیندورف کلینک په څیړنو کې خودلی دی چې د طبیعی ولادت ماشوم نسبت د عملیاتی ولادت ماشوم په پرتله قوی معافیتی سیستم لری، ځکه په طبیعی ډول پیدا شوی ماشوم د زیږیدو په وخت کې د بیلابیلو مکروبونو سره مخ کیږې او معافیتی سیستم یی زر وده کوې، د عملیاتی ماشوم په نسبت چې په یو تعقیم شوی محیط کې پیدا کیږې او د مکروب او الرجې په وړاندی کمزوری وی. همدارنګه د معافیتی سیستم لپاره د ماشومانو لمړی کال ډیر مهم دی ځکه هغه ماشومان چې د مور په شیدو تغذیه کیږې، د هغه ماشومانو په پرتله چې پوډری شیدی خوری پیاوړی معافیتی سیستم او ښه روغتیا لری.
د کرونا د وبا نه پس ډیرې ماشومان د نظافت او د ماسک اچولو له کبله دروغتیای ګواښ سره ځکه مخامخ شو چې ددوی معافیتی سیستم د مکروبونو ویروس او زهری حجراتو په وړاندی کمزوری شوی و.
ویروس باکتریا پرازیت د انسانانو ژوند ته لوې خطر دی او کله چې دا په لمړی ځل د پوستکې یا د پزی یا نورو تنفسی غشا له لاری بدن ته ورسیږې، نو د انسان بدن لمړی دفاعی عکس العمل ښکاره کوې.
د انسان د معافیت سیسټم دوه مهمې برخې لرې چې دواړه یو ځای کارکوې: طبیعي معافیت سیسټم او د حالتو سره برابر شوی یا زده شوی د معافیت سیسټم:
innate immune system and the adaptive immune system
د معافیت طبیعي سیسټم د پیدایښت نه موجود وی او د بهرنی حجراتو په وړاندی عکس العمل ښکاره کوې. پروټینونه ، نیتروفیل ، کیلر او فاګوسیتیک حجرې دي، دا حجری هغه حجری چې خارجی حجرات له منځه وړی . دا حجرات باکتریا او ویروس په چټک ډول پیژني او له مینځه یی وړې، مثلاً سملاسی باکتریا او ویروس پیژنې او وجود ورسره عکس العمل ښکاره کوې. طبیعی سیستم دا ځانګړنه لری چې دغه مکروب او ویروس یی په یاد پاتې وی او د دوهم او دریم ځل لپاره انسان ته معافیت ورکوی او همدا چلند د واکسین د استعمال نه هم پیدا کیږې، ځکه وجود د واکسین په ذریعه تزریق شوی مالیکول په یاد ساتی او د مرض مخنیوی کوی.
د زده کړی شوی یا ادپتیف معافیتی سیستم دوه مهمی حجری بی او تی حجری نومیږې. دواړه د هډوکو په مغز کې جوړیږې او بیا ټیموس چې د دوه سږو منځ کې د سینی سره یوه غده ده هلته ځې. که دا تی او بی حجرات نه وی ماشومانو ته سختې ناروغی پیدا کیږې. د کال ۲۰۱۹ نه راپه دیخوا په المان کې نوی زیږدلی ماشوم لپاره داکتران د وینی د معاینی په واسطه د تی حجراتو کچه مالوموی یا معاینه کوی. دا معاینه مالومی چې تی حجرات شتون لری یا د معافیتی سیستم کوم مشکل وجود لری.
ځینې ماشومان داسی پیدا کیږې چې دوې تی حجرات نلری او د ډیر سخت کمزوری معافیتی سیستم سره ژوند کوی ددی لپاره د هډوکې د مغز ترانسپلانت تداوی موجوده ده. د تی حجراتو تر څنګ نور حجرات چې بی حجرات نومیږې هم په ادپتیف معافیتی سیستم خورا لوی رول لوبوی.
مثلاً د ویروس یا باکتریا په وړاندی بی حجرات انتی بادی د پلازما حجراتو نه د بدلیدو وروسته تولیدوی ، یعنی لمړی په پلازما حجراتو بدلیږې او بیا انتی بادی تولیدوی. مثلاً د کرونا ویروس په وړاندی د انسان د وجود عکس العمل. یعنی دا انتی بادی ویروس(انتیجن) پیژنې. انتی بادی په وجود کې ډیر مهم دی چې د ویروس یا باکتریا په وړاندی پیدا کیږې یا د واکسین له امله پیدا کیږې. ځینې خلک د ارثی مشکلاتو له کبله انتی بادی نشی جوړولی. یعنی په جین یا ارثی مالوماتو کې یی مشکل وی. دی مرض ته bruton syndrome وایی. دا مرض د پیدایښت نه څو میاشتی وروسته لیدل کیږې، لکه بعضی د غدواتو پیدا کیدل په ستونې کې یا د بدن په نورو اعضاو کې د وینی د معاینی نه وروسته مالومیږې چې داسی ماشومان بی حجرات نلرې. دا ماشومان انتی بادی نشی جوړولې او باید دا انتی بادی اقلاً میاشت کې یو ځل ورته تزریق شی. تر څو چې دا ماشومان دا انتی بادی اخلې کړلای شی نورمال ژوند وکړی. اکثراً انسانان بی او تی حجرات لری خو کله چې یو غیر اشنا ویروس یا مرض راشی نو د دوی معافیتی سیستم یی په وړاندی کمزوری وی او انتی بادی نشی تولیدولې. مثلاً په لمړی ځل د کرونا ویروس سره د انسانانو مخامخ کیدل.
د کرونا ویروس د لوړ عمر انسانانو لپاره یو جدی ګواښ و او د وبا د پیل نه شپږ اشاریه نهه میلیونه مړینې د کرونا له کبله د روغتیا په نړیوال سازمان کې ثبت شوی دي. ښایی چې کره شمیره یی دری ځله ددی شمیرې نه لوړه اوسی. د وبا نه وروسته دا مالومه شوه چې اکثریت خلک ددی نه نه مړه کیدل چې ویروس زیات تکثر کړی دی خو علت یی دا و چې په وجود کې یی التهابی حجرات ډیر زیات و او د مړینی علت یی هم دغه بیساری لوړ التهاب و. سره له دی چې دا مړینی په ټوله نړۍ کې وه خو د امریکا په نیویارک ښار کې بسیاری د پاخه عمر خلک او هغه کسان چې روغتیایی ستونزې یی درلودلی د دی ویروس له کبله یی ژوند د لاسه ورکړ. ددی علت څه وه؟
علت یی د ضعیفه معافیتی سیستم درلودل و، په ماشومانو او ځوانانو کې کله چې د تی حجرات معاینه شوی دی نو دا مالوم شوی دی چې دوی خورا زیات تی حجرات لری او د ویروس او باکتریا په وړاندی مقاومت ښکاره کوی کوم چې په ناروغه او پاخه عمر انسانانو کې کم دي. یعنی ماشومان او ځوانان د ویروس د ډیری کمی کچې سره هم معافیتی عکس العمل ښکاره کوی. روغ معافیتی سیستم د عمر سره دومره زیات تړاو نلری ، پاریس کې د لویی پاستور په کلینیک کې د یوی لوی تجربې چې تقریباً زرو کسانو پکې د فرانسی څخه برخه اخیستی ده دا موندلی دی چې کوم عوامل د انسان د معافیتی سیستم په پیاوړتیا او کمزورتیا اغیزه لرې.
په دی تجربه کې دی زرو کسانو د خپل ژوند په هکله خورا زیات مالومات شریک کړل چې د خوراک، واکسین او د ژوند د طریقی د سوالونو ځوابول پکې و. همدارنګه ددی کسانو د وینی معاینه وشوه او ددوی وینه د مختلفو مرضونو د تنبیه کوونکې ویروس او باکتریا سره تحریک شوه، ځکه دی تجربې سره د باکتریا او ویروس په وړاندی معافیتی عکس العمل څرګندیده. پس له څو کلو تجربو نه دا مالومه شوه چې په معافیتی سیستم پنځه عوامل ډیر زیات اثر لرې. لمړۍ ارثی عوامل دوهم عمر، دریم جنس(ښځه یا نارینه) ، څلورم سګرت یا الکهول او پنځم چې مونږ د سایتومیګالو ویروس سره کله مخامخ شوی یو او که نه؟
Cytomegalovirus (CMV)
دا ویروس یو غیر فعال ویروس دی چې په ماشومانو او لویانو کې شتون لری. او د تبخال یا هرپس ویروس د ګروپ څخه دی، ډیر وخت کوم علایم نلری او یا د ریزش په شکل علایم لری.
سی ام وی ویروس په وینه کې پیدا کیږې ، خو هغه وخت مشکل جوړوی چې کله د تداوۍ لپاره د بدن د کوم غړی ترانسپلت وشی.
د پاستور د انستیتوت څیړنې دا هم وښوده چې نارینه او ښځې ډیر مختلف معافیتی سیستم لری.
د مخکینیو مالوماتو په اساس دا جوته شوی ده چې نارینه د مکروبی او ویروسی ناروغیو په وړاندی ضعیفه دی او ښځې د معافیتی سیستم یا التهابی امراضو په وړاندی کمزوری دې. لکه څرنګه چې وویل شو معافیتی حجرات د نارینه یا ښځو په وجود کې په وینه کې دومره نشته لکه څومره چې په لمفاوی سیستم، کولمو، سږو، او د هډوکو مغز کې موجودی دي. دا حجرات د یو ورزشکار یا هنرمند په څیر باید تمرین وکړی تر څو د مرض پهٔ وړاندی پیاوړی اوسی، ددی لپاره مونږ انسانان یو روغ میکروبیوم یا د کولمو روغو مکروبونو مجموعی ته ضرورت لرو. ددی لپاره مونږ باکتریا ویروس او فنګس( میکروبیوم) ته ضرورت لرو چې په کولمو کې موجود دی، زمونږ معافیتی سیستم دا مضر مکروب د مفید مکروبیوم سره پرتله کولای شی.
د لویی پاستور په انستیوت کې د شلو کلو راهیسی تجاربو معافیتی سیستم او د کولمو د میکروبیوم (ویروس، باکتریا، فنګس) څیړنو دا جوته کړې ده چې د یو روغ معافیتی سیستم لپاره د میکروبیوم صحت یو مهم فکتور دی. ځکه په کولمو کې تقریباً دری نه تر څلورسوه مختلفه باکتریاوی موجودی دی دا مختلف ډول باکتریاوی د روغ صحت لپاره خورا مهمې دي. ځکه دا میکروبیوم مختلف وظایف لری لکه د ویتامین جوړول، د هاضمی او د خوراکې موادو د جذب وظیفه لری. د کولمو ماحول مونږ کولای شو چې د یوی ټولنې سره پرتله کړو چې دی ټولنه کې مختلقه انسانان شتون لری او مختلفی مهمې دندی د یوی ټولنې د هوساینې لپاره لری. خو د یو قوی سیستم لخوا اداره کیږې که چیرته یو پکې. ناروغه شی یا د یو بل ځای ونیسی.
هغه کسان چې د هاضمی مشکل لری او یا د نس درد نه شکایت کوی اکثراً د کولمو د میکروبیوم د کمښت سره مخامخ وی. دغه میکروبیوم ته باید ماشومتوب نه پاملرنه وشی، دا هم کیدای شی چې په پورته عمر کې یی لږ څه منظم کړی. هغه کسان چې ډیری وخت د کولمو د مرضونو نه په عذاب وی هغوی د معافیتی سیستم ناروغی هم لرې. ځکه کولمې هغه د بدن غړی دی چې ډیر څه ورته د بهر نه راځې نو په کولمو کې د معافیتی سیستم ونډه ډیره ضروری ده. د کولمو او د معافیتی سیستم روغتیا لپاره یو مضر فکتور د خیټې غوړ دی یا visceral fat چې د خیټې په ناحیه کی موجود دی . دا د ډیر کاربوهایدرایت او غوړ خوراکونو اه وجی پیدا کیږې او په وجود کې التهابی امراضو ته وده ورکوی، یعنی کله چې التهاب پیدا کیږې معافیتی سیستم هم فعالیږې. د یو پیاوړی او روع معافیتی سیستم لپاره خوراکې رژیم ډیر مهم دی چې اول سر کې باید د خوراکې رژیم نه خواږه یا بوره لیرې کړی شی. او همدارنګه پروسس شوی خواړه یا چې ای نمبرز پکې وی، ، انرژی څښاک، او د تترا پک یا د ډیرې مودی ساتل شویو خوراکونه ونخوړل شی، ددی په ځای تازه میوه او ترکاری په غذایی رژیم کې اضافه شی، ځکه د کولمو د باکتریا به بیرته رغولو کې مرسته کوې.
د صحی خوراک یعنی کم غوړ او کمو خوږو تر څنګ د یو پیاوړی معافیتی سیستم لپاره سپورت هم ډیر مهم دی.
ورزش په معافیتی سیستم څه اغیزه لرې او څومره ورزش ګټور تمامیږې؟
څیړنو مالومه کړی ده چې ورزش د معافیتی سیستم او د مدرنه ناروغیو لکه شکر ، د وینی غوړ او لوړ فشار سره مستقیمه اغیزه لری. د معافیتی سیستم، سپورت او زیات عمر سره څه اړیکه لری ، که سپورت وشی او یا نه؟
ایمیون ایجینګ immune aging یو طبیعی پروسه ده خو دخوراک او ورزش پوری اړه لری چې دا پروسه چټکه وی او یا نه. د یوی تجربی په اساس چې پکې د پنځه پنځوسو نه پورته عمر لرونکی اشخاص شامل و دا وښوده چې هغه کسان چې ورزش کوی او صحی خوراک کوی ددوی ایمیون ایجینګ پروسه ډیره چټکه نه وی او د مرضونو أه وړاندی یی مقاومت زیات وی. ورزش، صحی خوراک، پوره خوب، کم سترس او ویتامین ډی د یو پیاوړی معافیتی سیستم درلودلو نسخه ده.
سترس په معافیتی سیستم څه اغیزه لرې؟
د زړه او وینی د دوران څیړنو د سترس او معافیتی سیستم د اړیکې څخه په موږکانو باندی تجاربو د مضمن سترس او کاردیو وسکولار یا د زړه او د وینی د دوران اړیکه د وینی د معاینی نه وروسته د تی حجراتو بی حجراتو او نورو دد دفاعی سیستم حجراتو کچه مالومه کړی ده. او د کنترول ګروپ سره چې سترس یی نددرلوده مقایسه کړی ده. دوی دا نتیجه موندلی ده، هغه موږکان چې په مضمن ډول سترس درلود او د کرونا او انفلونزا ویروس سره مکروبی شوی و ددوی د د نتروفیل حجراتو کچه لوړه او د بی او تې حجراتو کچه ډیره ټیټه وه. چې نتروفیل چې د باکتریا یا ویروس په وړاندی پیدا کیږې، او د طبیعی معافیت سیستم برخه ده او بی او تی حجرات د ادپتیف یا زده شوی معافیتی سیستم برخه ده. د بی او تی حجراتو کچه حتی ددی تجربو د ونډه اخیستونکو د هډوکو په مغز کې کمه شوی وه او نه یی شو کولای چې یو قوی معافیتی عکس العمل راڅرګند کړی. ددی څیړنې نتیجه دا وه چې د انفلونزا ، کرونا او ویروسی ناروغیو په وخت کې د مضمن سترس درلود د مرض د وخیم والی سبب ګرځې او حتی کیدای شی د مړینی علت یی کمزوری معافیتی سیستم د سترس او ویروس سره یوځای شی. ځکه دی حالت کې بدن پیاوړی معافیتی عکس العمل نشی ښودلي.
همدارنګه د ویرچیول ریالتی یا مجازی حقیقت تجاربو په انسانانو کې د واکسین نه پس د سترس یا د راحتۍ په وخت کې پس د نیم ساعت تجربې دا وښوده چې د مضمن سترس وخت کې د انسان بدن د فایټ او فلایت ( جګړه، او تیختې ) په حالت کې وی ځکه دوی خپل ټول طاقت د ژغورنې لپاره پکاروې، او بیړنۍ حالت ورته پیښیږې، ددی نه دا جوته شوې ده چې سترس د یوی ناروغۍ د تشخیص لپاره مهم فکتور دی که چیرته دا سترس دایمی شی د ادپتیف معافیتی سیستم د ډیر ضعیفه کیدو سبب ګرځې، چې بیا انسان د مرضونو په وړاندی نشی کولای پوره معافیت ولري.
خو کله کله معافیتی سیستم د بدن حجراتو باندی اثر کوی او دا روغی د منځه یی وړی چې په نتیجه کې یی اتوایمون مرض پبدا کیږې لکه کله چې په پوستکې اثر وکړی ایکزیما پیدا کیږې، یا که په مفاصلو اثر وکړی ارترایتس پیدا کیږی یا هم په پاتقرانس غدی اثر کوی چې د لمړی ډول شکر مرض سبب ګرځې دا ټول اتوایمیون مرضونه دی.
ددی لپاره چې دغه اتوایمیون عکس العمل او نوی تداوی اختراع شی باید ډیرې څیړنې وشی چې په هدفی ډول دغه د وجود عکس العملونه وپیژندل شې.

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Medical doctors and Medical students posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share