S M C

S M C the best choice for the best treatment.
24 hours online health services

23/10/2024

خبرتیا!
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په پام کې لري ترڅو د UNFPA په مالي او د AFGA مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د ننګرهار سیمه ییز روغتون په نسايي ولادي وارډ کې د کابل میرمن ملالۍ زیږنتون د متخصصینو پرمټ د ختيځ زون هغه ښځينه ناروغانو لپاره چې په ولادي ډول فیسټولا (Fistula) ناروغي ولري، وړیا عملیاتونه پيل کړي.
هغه ناروغان چې ډک او تش ادرار یې په یوه لاره وي او یا هم خپل ادرار نشي کنټرولولی سر له سبا څخه دې سیمه ییز روغتون ته د معاینې لپاره مراجعه وکړي ترڅو ناروغي یې معلومه او د عملیات لپاره اماده شي.
د یادونې وړده چې یادو ناروغانو د عملیات او بستر ټول مصارف نوموړې مؤسسه ورکوي.
دثواب لپاره یی شریک کړی ترڅو زموږ غریبه ټولنه تری ګټه واخلی مننه

02/09/2024
08/04/2024

قابله صرف لاندي 4 عمده وظايف لري
ANC
PNC
Normal Delivery
Familly planning
له طبابت نه رشخند جوړول ندي پکار

14/11/2023

علماوو د سرطاني حجرو لپاسه داسې يو ځانګړی پروتين (CD95) او د هغه د فعالولو درمل کشف کړي چې په فعالولو سره يې سرطاني حجرې وژل کېږي.
داسې اميد شته چې په نږدې راتلونکي کې به سرطان له يوه ناعلاجه ناروغۍ څخه د درملنې وړ ناروغۍ ته واوړي.

27/09/2023

دنارينه اولاد په زيږولو کې نر دى که ښځه؟

سړی 23 کروموزومونه لري او ښځه 23 کروموزومونه لري. خو ښځه XX او نر د XY کروموزومونه لري. ټوټل 46 کروموزومونه یوځای د ماشوم جینونه جوړوي.
که د سړي اکس د ښځې له اکس سره ګډ شي، نو اکس د نجلۍ پیدا کیږي. او د سړي Y د ښځې سره یوځای کیږي، XY هلک جوړوي.
هلک زیږول د نارینه کار دی ځکه ښځه د XX کروموزوم او د نارینه Y کروموزوم لري. خو د اولاد د نه زېږولو لپاره سړی د خپلې ناپوهۍ له امله ښځې ته طلاق ورکوي.

چین لومړنی هېواد شو چې د تنفس کېدو وړ کورونا واکسینو ته یې اجازه ورکړه.د کنسینو شرکت له خوا جوړ شوی تنفس کېدونکی واکسین ...
06/09/2022

چین لومړنی هېواد شو چې د تنفس کېدو وړ کورونا واکسینو ته یې اجازه ورکړه.
د کنسینو شرکت له خوا جوړ شوی تنفس کېدونکی واکسین د ستنې واکسین ته ورته مواد په ځان کې لري.
دغه واکسین چې Covidecia نومېږي د غبار یا لړې په شان دی او جوړوونکی شرکت یې وايي چې یوازې یو وار تنفس کول یې کافي دي.
د برتانیا او امریکان په ګډون د ځینو هېوادونو شرکتونه پر دې بوخت دي چې کورونا ته د پوزې سپرې په څېر واکسین جوړ کړي.

05/08/2022
د ينى التهابات Hepatitis ژیړی یا hepatitis يا د ځیګر التهاب د بکترياوو او پرازيټونو بعضو وايروسونو لکه A،B،C،D،Eوایرسونو...
05/08/2022

د ينى التهابات Hepatitis
ژیړی یا hepatitis يا د ځیګر التهاب د بکترياوو او پرازيټونو بعضو وايروسونو لکه A،B،C،D،Eوایرسونو پواسطه منځ ته راځي چى دلته مونږ د په B ‌‌‌‌‌‌ډول یا Hepatitis B اړوند مطالعه کوو چى په عامه ژبه د تور زيړى په نوم ياديږى.
Hepatitis B
تور زیړي له ناروغ انسان څخه روغ انسان ته په لاندنیو ممکنو لارو انتقالیږي
1-جنسى اړيکى.
2-د وينى تماس.
3-که چرته یوه ښځينه تور زیړی ولري اوبیا حمل واخلي نو ددغې مور په رحم کې موجود ماشوم پدې مکروب اخته کیدای شي.

د تور زيړې يا ينى د التهاب اعراض او علايم:
تور زیړی ‌‌‌‌‌‌په ‌‌‌‌‌‌ډیرو انسانانو کې د کومى خاصى نښى نلري مګر لمړنۍ نښې یې په لاندې ‌‌‌‌‌‌ډول کيداى شي وى.
1-زکام،ټوخی،تبه
2- د پوستکي او د سترګو ژیړوالی
3-د وجود ستړیا او خستګی
4-ده‌ زنګونونو او ورنونوخفیف دردونه
5-د اشتها کمیدل،زړه بدوالی او کانګې
6-د لړمون یا ځیګر دردونه
7-د ‌‌‌‌‌‌ډکو او تشو متیازو ژیړ رنګ
8- د پوستکي خارښت
9-د وزن کمیدل

د تور زيړى يا د ينى د التهاب خراب انزار که تداوى نشى:

1-ينى دردناکه پړسیدل
2-دځیګر سیروسیس چى ځيګر پکى تخريب او واحدات يى
نکروز شوى وى.
3- ينى سرطا او کوما او بې هوشي

تداوى يا درملنه:
Tab: Enticavir 0.5mg /1mg 1*1
cap: vita_E 400mg 1*1
Tab : sillver 1*1
Tab: Rbavirin 400mg 1*2
د تداوى د دريو مياشتو څخه تر 9 نهو مياشتو انټروال کى ترسره کيږى.

02/08/2022

1. د وینې فشار: 120/80
2. نبض: 70 - 100
3. د تودوخې درجه: 36.8 - 37
4. تنفس: 12-16
5. هیموګلوبین: نارینه (13.50-18)
ښځې (11.50 - 16)
6. کولیسټرول: 130 - 200
7. پوتاشیم: 3.50 - 5
8. سوډیم: 135 - 145
9. ټرای ګلیسریډ :150- 220
10. په بدن کې د وینې اندازه: PCV 30--40
11. شکر: د ماشومانو لپاره (70-130)
لویان: 70--115
12. اوسپنه: 8 - 15 mg
13. د وینې سپین حجرېWBC: 4000 - 11000
14. پلیټلیټ: 150,000 - 400,000
15. د وینې سره حجرې RBC : 4.50-6 ملیونه.
16. کلسیم: 8.6 - 10.3 mg/dL
17. ویټامین D3: 20 - 50 ng / ml (نانوگرام فی ml)
18. ویټامین B12: 200-900 pg/ml

* د هغو کسانو لپاره لارښوونې چې 40-50- 60 کاله عمر یی رسیدلي دي:
*لومړی مشوره:*
تل اوبه وڅښئ که تاسو د تندې احساس کوئ یا نه ... ترټولو لوی روغتیایی ستونزې او ډیری یې د ډیهایډریشن له امله دي. په ورځ کې لږترلږه 2 لیټره یا(24 ساعته)
*دوهمه مشوره:*
سپورت وکړئ حتی کله چې تاسو د خپل مصروفیت په اوج کې یاست ... بدن مو باید حرکت وکړي، که یوازې په پښو تګ وي ... یا لامبو وهل ... یا هر ډول سپورت. * د تګ پیل کول ښه دي عقلاً 30 دقیقی .
*دریمه مشوره:*
خواړه کم کړئ ...
د ډیر خوراک کولو لیوالتیا پریږدئ ... ځکه چې دا هیڅکله ښه نه راوړي. خپل ځان مه محروموئ، مګر مقدار کم کړئ.
پروټین، کاربوهایډریټ لرونکي خواړه یو اندازه وخورئ.
*څلورم نصیحت*
هرکله موټر مه کاروئ پرته لدې چې بالکل اړین وي .
هڅه وکړئ په خپلو پښوباندی ودریږئ او قدم واخلی هغه څه چې تاسو یې غواړئ هغه کیږی انشاالله(د خوراکي توکی کی همیشه سبزیجات استعمال کړی
*پنځم نصیحت*
غوسه مه کوه...
غوسه مه کوه...
غوسه مه کوه...
اندیښنه مه کوئ هڅه وکړئ فضولو خبری له پامه وغورځوی
خپل ځان په فشار لرونکي حالتونو کې مه ښکیلوئ دا ټول روغتیا خرابوي او د هغه روحیه غلا کوي. یو نانی غوره کړئ چې تاسو ورسره آرام احساس کوئ. د هغو خلکو سره خبرې وکړئ چې مثبت فکر ولری او غوږ خبرو ته نیسی
*اوومه نصیحت *
د چا لپاره ځان مه ځوروئ، یا د هغه څه لپاره چې تاسو یې نشي ترلاسه کولی،
او نه هم هغه څه چې تاسو یې نشئ کولی.
هېر یې کړئ، هېر یې کړئ
*اتم نصیحت*
عاجزي .. بیا عاجزي .. د پیسو ، وقار ، واک او نفوذ لپاره ... دا ټول هغه شیان دي چې او غرور له امله خرابیږي ..
عاجزي هغه څه دي چې خلک تاسو ته د مینې سره نږدې کوي.

27/07/2022
زيـړى څـه دول ناروغى:هيپاټيټ دوينـو د حجرو پړسوب يا التهاب او ويجاړيدو ته زيړى ويل کيږى،چى د بيلا بيلو عواملو لکه ميکروب...
22/04/2022

زيـړى څـه دول ناروغى:

هيپاټيټ دوينـو د حجرو پړسوب يا التهاب او ويجاړيدو ته زيړى ويل کيږى،چى د بيلا بيلو عواملو لکه ميکروبونو،درملو،ارثى ناروغيو،الکلو او مشروباتو د کارولو له کبله رامنځته کيږى
هيپاټيټ ناروغى ډيـر دولونه لرى لکه A,B,C,D, او E اوس غواړم چى په هغه څـه بحث وکـړم کوم چى زياتره خلک د هغه په بارکې اګاهى نه لرى او د يو عادى ناروغى په سترګه ورته ګورى او په افغانستان کى زیاتره خلک ورسره مخ دی.
هيپاټيټ B يا تور زيړى:
دا د جیګر يوه دير خطرناکه ويروسى،سارى او التهابى ناروغى ده چى ځانګړى تداوى نه لرى خو د مخنوى وړ ده.
دا ويروس چى کله د انسان وينى ته داخل شى په ديره اسانه توګه ځان وينى ته رسوى او د هغه په تخريب پيل کوى چى بيا وروسته له شپږو مياشتو نښې نښانې ښكاره كوي .
تور زيړى د نړى د عامى روغتيا يوه لويه ستونزه ګنل کيـږى ،او دا ويروس کولاى شى په هر عمر کى خلک اخته کـړى له لويانو څـخه تر نوي زيـږيدلى ماشومانو پورى.
او په ټـوله نړى کې 240 میلیونه کسان د تور زيړى په ناروغى اخته دى او هر کال تر 686000 زيات کسان د تور زيړى د ويروس له کبله مرى چى زياتره يى د وينى د سرطان يا خرابوالى له امله دى.
تور زيړى په دوه ډوله دى:
۱- کرونيک يا مزمن تور زيړى
۲- اکيوت يا حاد تور ريړى
۱- مزمن تور زيړى دا يو دير خطرناکه ويروس ده چى تر ډيـره وخته په وجود کى کوم نښى نښانى نه ښکاره کوى،چى په د حالت کې کولاى شى دير نورو کسانو ته انتقال شى،او ځنى وخت د اوږد مهال لپاره د انسان په وجود کې پاتى کيږى يا موجود وى چى د ناروغ کس د وينى د سرطان او خرابوالى سبب ګرځى، او دا ډول پيښى په ماشومانو کى ډيرى زياتي ليدل کيږي چى د مرګ سبب هم ګرځى.
۲- اکيوت يا حاد تور زيړى دا ويروس د لنډ مهال لپاره د انسان په وجود کى پيدا کيـږي چى له تداوى وروسته ناروغ په بشپړه توګه شفا پيداکوى، چى د جدى تداوى اړوند پاملرنى په صورت كې د ناروغ وينى يا جګر ته کوم زيان نه رسيـږي.
د هيپاټيټ يا تور زيړى د تشخيص لپاره اسانه لاره د وينى ازميل دى که چيرى تاسو په خپل ځان شک ولرى.
د تور زيـړى د خپريدو لاملونه:
۱- د اخته کس د وينى يا بدن د نورو مايعاتو سره د مستقيمى اړيکى له لارى.
۲- د اخته کس سره د ناخوندى جنسى اړيكو له لاري (پرته له کاندم چخه ) .
۳- د اخته مور څـخه ماشوم ته د زيـږيـدنى پـر مهال.
۴- د هغه سامانونو سره د اړيکى په واسطه چى د ناروغ په وينه او يا نورو مايعانو ککړ وى لکه دغاښو برس، پاکی ګانى، د سر د خريلو ماشين ، د سينګار توکى، د سلمانى سامان ،لکه د خال وهلو ستن، د غوږ سورى کولو سامانونه او نور د غاښونو او جراحى سامان .
د هيپاټيټ B ويروس د کومو لارو څـخه نه انتقاليژي ؟
د اخته کس سره د لاس په ورکولو، ښکلولو،غيژ کى نيولو،ډودى خوړولو، کيناستلو، پرنجى، ټـوخى، خبرو کولو، او يا د کار په وخت کى د معمولى اړيکو له لارى.
ايا د هيپاټيټ B واکسين خوندى دى؟
د تور زيړى واکسين د خوندى واکسينو له ډلى څـخه دى چى د تور زيړى د مخنوى په برخه که تر 95 په سلو کى کټور تمام شوى.
د تور زيړى د مخنوى لپاره وقايوى تدابير:
۱- د هيپاټيټ B د واکسين په کولو سره تر ډيره د مخنوى وړ دي، او هغه ماشومان چى عمرونه يى تر يو کال کم دى بايد واکسين شى.
۲- هغه لويان چى د تور زيړى د اخته کيدو له خطر سره مخ دى بايد واکسين شي .
۳- د تور زيړى په څير د وژونکو ناروغيو د اخته کيدو د مخنوى لپاره د کارول شويو ستنو او پاکى ګانو چخه ډډه وکـړى.
۴ـ که چيرى اميدواره ښځه په تور زيړى اخته وى بايد په روغتيايى مرکز کى ولادت ورکړل شى.
۵- که چيرى ښځه يا ميړه په تور زيړى اخته وى نو د جنسى تماس په وخت کى بايد له کاندم څخه استفاده وکـړى.
۶- د اخته کس د وينى له مستقيم تماس څخه ډډه وکـړى.
۷- خپل د غاښونــو برس، مسواک او د ږيـرى د خريلو سامان او يا د ارايش سامان له نورو خلکو سره مه شريکوى.
۸- هغه وسايط يا سامان چى تظمين شوى نه وى د غاښ ايستلو او جراحى څـخه ډډه وکـړى.
۹- مخکى له د چى چاته وينه ورکـړى لمړى خپله وينه د تور زيړى لپاره معاينه کـړى.
د هيپاټيټ يا تور زيړى نښى نښانى په ناروغ کى څـه دي؟
۱- د پوستکى او سترګو ژيړ کيدل.
۲- د تشو متيازو د رنګ توريدل.
۳- د اشتها کميدل او د زړه بدوالى.
۴- شديده ستومانى.
۵- تبه.
۶- د بندونو درد .
۷- د خيټى درد او باد

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when S M C posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to S M C:

Shortcuts

  • Address
  • Alerts
  • Contact The Practice
  • Claim ownership or report listing
  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share