16/01/2024
د واخان ارزښت
واخان د ورېښمو پخوانۍ لار خو د نړۍ راتلونکی څلور لاری دی
واخان چې د افغانستان او سيمي لپاره د ژوپولټيک او ژوايکونوميک موقيعت درلودونکی دی چې ورځ تر بلې يې ارزښت لوړېږي دا چې ورځ تر بلې د سمندري لارې پيچلې کېږي نو د وچو لارو ارزښت هم ورسره لوړېږي
واخان د افغانستان لپاره نښلونکی څلور لاری خو د چين لپاره د ژوند نوی هيله ده ځکه چين اوس په دې لټه کې دی ترڅو د وچې لارې منځي آسيا،اورپا او افريقا سره ځان ونښلوي چې واخان تر ټولو غوره لاره بلل کېږي
چين د افغانستان له لارې د ايران او د ايران له لارې د ترکیې څخه په تېرېدو سره اورپايي بازارونو سره نښلول کېږي
بلخوا بيا د ايران له لارې له عراق... سره نښلي همدارنګه د چابهار بندر له لارې عربي هېوادونو او د سويس کانال له لارې اورپا او افريقا ته ځان رسوي چې په دې توګه تر ټولو نږدې تمامېږي
بلې خواته بيا له ايران ،ترکمنسان او عربي هېوادونو.... څخه انرژی او خام مواد راولېږدوي چې اوس مهال چين ورته بې حده زيات اړتيا لري
چين په 2022 کې د 600 مليارده ډالره تجارت کړي که چېرې د واخان له لارې د 400 سوه مليارده ډالري تجارت وکړي نو موږ ته بايد څه پاسه 6 مليارد ډالره ټکس راکړي
دا دې ترڅنګ موږ کولای شو د ګلګت بلتستان له لارې له هند سره هم ځان ونښلوو
واخان يوازې د تجارت لپاره نه بلکې د ګرځېدو یانو لپاره هم غوره موقيعت درلودونکی دی چې د نړۍ زيات شمير سيلانيان راجلبی شي د ښو عوايدو ترڅنګ ځوانانو بوختياوې هم رامنځته کوي
موږ بايد په واخان کې د ډاډه امنيت په موخه هلته دوه نظامي ليوا ولرو دا ليواوې بايد چرکي ،ځمکني، توپچي او هوايي ځواک ټولي ولري چې هر ډول حالاتو ته چمتو وي او په وخت يې مخه ونيسي او ترڅنګ بايد پراخ سړکونو او د ژوند اسانتياوو لپاره چټک ګامونه واخیستل شي
واخان بې حده زيات ارزښتناک او اړين دی بايد لا نورې څېړنې او ارزونې يې وشي ځکه
واخان د نړۍ بام دی دا بام رغونه او خوندي چت غواړي
واخان د افغانستان سر دی دا د سرونو په بیه ساتنه غواړي
واخان د نړۍ نښلونکي څلور لاری دی دا پاخه سرکونه ، پخې لارې ، تجارتي او اقتصادي مرکزونه غواړي
واخان د اقتصادي زړه دی دا زړه د خونديتوب لپاره قوي پښتۍ غواړي
واخان د افغانستان د ښیرازۍ کیلي ده دا کیلي هوښيار ځانګړي ساتوونکي او ځانګړي کوډونه غواړي
واخان د سوکاله افغانستان هيلې او ارمانونه دي دا ارمانونه او امانتونه پوره کول غواړي
واخان د افغانستان ځانګړې ستراتيژيکه او جيوپليټيک سيمه ده دا ولس د ابادلو په موخه راوېښول او راټول غواړي
مينه او مننه
کاپي
حميدالله قربان