Khatiz Public Health Association

  • Home
  • Khatiz Public Health Association

Khatiz Public Health Association Khatiz Public Health Association is a professional Association establish by a group of public health experts.

It aims to promot and protect the health of the Afghan Population. Advocates for a better Lifestyle and living conditions.

هارورډ میدیکل سکول
30/09/2024

هارورډ میدیکل سکول

23/09/2024

نوی څیړنې :
ژباړه:
ډاکټر سید حبیب آروال
د جورج واشنګټن پوهنتون دطب پوهنځي رئیس په دې باور دی چې دلویانو مغز د عامو خلکو په پرتله ډیر غښتلي دي.
په دې عمر کې د ټول مغز یعنی دمغز دکري دکیڼ اوښي اړخ دواړه برخې همغږي کیږي، کوم چې زموږ ابتکاري او فکري امکانات زیاتوي.
له همدې امله د 60 کالو څخه پورته خلکو کې تاسو کولی شئ ډیری شخصیتونه او نوختونه ومومئ چې خپل تخلیقي فعالیتونه یې پیل کړي دي او ښکلي نظریات وړاندې کوي.
هو،دماغ په زړخښت کې هغومره ګړندی او چټک نه دی لکه څنګه چې په ځوانۍ کې و.
خو، مغز د انعطاف وړتیا ترلاسه کوي.
لکه څنګه چې موږ ډیر عمر ولرو هغومره به د ښوو پریکړو کولو امکانات ولرو، او منفي احساساتو ته به لږ وخت ورکوو.
د انسان د فکري فعالیت لوړوالی د ۷۰ کلنۍ په شاوخوا کې ځکه منځ ته راځي چې مغز په پوره ځواک سره کار پیل کړی وي.

د وخت په تیریدو سره، په مغز کې د مایلین مقدار زیاتیږي، هغه ماده چې د نیورونونو ترمنځ د سیګنالونو چټک انتقال اسانوي. له همدې امله، فکري وړتیاوې د اوسط په پرتله 300٪ زیاتیږي.

همدارنګه په زړه پورې حقیقت دا دی چې د 60 کلونو وروسته یو سړی کولی شي په ورته وخت کې د مغز ټوله کره وکاروي. دا تاسو ته اجازه درکوي څو ډیری پیچلې ستونزې هم حل کړئ.

• د مونټریال پوهنتون پروفیسور مونچي ایوري په دې باور دی چې د لویانو دماغ داسې لاره غوره کوي چې لږ انرژي مصرف کړي، غیر ضروري توکي له منځه یوسي او د ستونزو د حل لپاره مناسبې پریکړې وکړي .
• په دې اړه یوه څیړنه ترسره شوه چې د مختلف عمر وګړو په کې برخه اخیستې وه.
• ځوانان د ازموینې اخیستو پر مهال ډیر مغشوش وه، پداسې حال کې چې د 60 کلونوڅخه پورته خلکو سمې پریکړې کولې.

راځئ چې د 60 څخه تر 80 کلونو عمر کې د دماغ ځني ځانګړتیاوې وګورو.

1. لکه څنګه چې پوهیږئ، د دماغ نیورونونه نه مري، خو د دوی ترمنځ اړیکې په ساده ډول له لاسه ورکول اویا ضعیفه کیدای شي. یعنې چټکتیا د لاسه ورکوي.

2. په دماغ کې ګډوډي او هیرول د معلوماتو د زیاتوالي له امله رامینځته کیږي.
نو، تاسو اړتیا نلرئ په خپل ټول ژوند کې په کوچنیو شیانو تمرکز وکړئ، او ټول معلومات مغز ته وسپارئ.

3. د 60 کلنۍ څخه، یو سړی د ځوانانو په څیر د تصمیم نیولو په وخت کې یوازې د دماغ نیمه برخه نه کاروي، بلکې دواړه نیمې کرو څخه کار اخلي یعنی ټول مغز کاروي.


پایله:
که یو څوک سالم ژوند ولري، فعال کس وي، ښه فزیکي فعالیت ولري او په ذهني توګه په بشپړه توګه فعال وي، نو ددوی فکري وړتیاوې د عمر په تیریدو سره نه کمیږي، بلکه وده کوي،
اودوی د 80-90 کلونو په عمر کې د فکر لوړې درجې ته رسيږي.

روغتیایي لارښوونې:
1) د سپینګیریتوب یازړخښت څخه مه وېرېږئ.
2) د فکري ودې لپاره هڅه وکړئ
3) نوي هنرونه زده کړئ .
4) د ژوند سره علاقه وښایاست
د خپلو ملګرو دوستانو او خپلاونو سره لیدنې وکړئ او اړیکې وساتئ، د راتلونکي لپاره پلان جوړ کړئ، څومره چې کولای شئ سفرونه وکړئ.
5) مارکیټونو، نندارتونونو او پارکونو ته تلل مه هیروئ.
6) یوازې وخت مه تیروئ، ځکه یوازیتوب د هر چا لپاره ویجاړونکی دی.
7) مثبت فکر ولرئ، تل په دې فکر کې ژوند وکړئ چې،
" ښه شیان او نتایج لاهم زما په وړاندې انتظار کوي!"

راځئ چې خوشحاله اوسو، خوښئ سره ژوند وکړو او زړه خوشحاله وساتو.

د سیپتمبر ۱۳ کال ۲۰۲۴ډاکټر سید حبیب آروال نن مې د ستر امریکايي انتروپولوجیست د باسټن پوهنتون د انتروپولوژی استاد چاچې په...
13/09/2024

د سیپتمبر ۱۳ کال ۲۰۲۴
ډاکټر سید حبیب آروال
نن مې د ستر امریکايي انتروپولوجیست د باسټن پوهنتون د انتروپولوژی استاد چاچې په افغانستان کې د ظاهر شاه له وخته په هر رژیم کي ډیر وخت افغانستان په ځانګړی توګه د افغانستان په شمال کې تیرکړی دی، نوم ئی پروفیسورتوماس دی، د افغانستان په اړه ډیرکتابونه او لیکنې لري د یونیم ساعت لپاره خبری او مجلس درلود.
دوی څو ځلی په خپلو مصاحبو او لیکنو کي دافغانستان قومې اختلافاتو ته اشاری کړی وی، ما پر دوی اعتراض کاوه او وکړچې داخبره درست نه ده دا اختلافات د ځنو سیاسی کړیو ځیګنده ده اصلاْ د قومونوتر منځ اختلاف نشته، نوځکه مو نن سره وعده کړی وه څو په دی هکله خبری وکړو، د افغانستان حقایق او قومې ورورولی مې ورته تشریح او بیان کړه. د نیکه مرغه چې دوي ځما سره په ډیرو خبرو توافق وکړ، توماس یو ښه څیړونکی دی، خو ټول محققین رښتنې معلوماتو ته ضرورت لرئ. که خدای کول د وعدی پر اساس به ځموږ دغه رازخبری اتری دوام ولرئ!
د متحد او پرمختللی افغانستان په هیله.
وسلام.

باور وکړئ ډیر خوند يي کاوه، کله مو چي دژمن ټیم سره یوځای د خوسټ په غرونو کې دزلزله زپلو مجبورو کورنیو لپاره دروغتیايي خد...
31/08/2024

باور وکړئ ډیر خوند يي کاوه، کله مو چي دژمن ټیم سره یوځای د خوسټ په غرونو کې دزلزله زپلو مجبورو کورنیو لپاره دروغتیايي خدماتو هلي ځلي کولي، دا مو په زړه تیریدل چې اوس مود خپل مسلک پراساس دولس یوڅه حق آداء کړ !

29/08/2024

ډاکټر سید حبیب آروال : مخکې د ویده کیدو دا څلوراصول مراعت کړئ!
1- دویدوه کیدوتردوه ساعته مخکې ګازاوانرژی لرونکې مشروباتو څښل منع دی.
2- قهوه اودرمل، د ویده کیدو نه لږ وخت مخکی درمل مه اخلی، بعضی کسان عادت لری چې څو ډوله تابلیت یا کپسول په یوځل یا ژرژر خولی ته اچوی چې دا کارد ټولواصولوخلاف دی، کیدای شي ستاسي په جګراو پښتورګو بد تاثیروکړئ او نوی ناروغی وزیږوي، که څوډوله درمل د ډاکټر په مشوره په یو وخت کې اخلئ، لږ ترلږه ۱۵ دقیقوڅځه زیاته فاصله ئی ترمنځ مراعت کړئ.
3- په ماړه یا ډک نس مه ویده کیږئ،
4- کوښښ وکړئ چې دتشویش سره ویده نه شئ، تشویش د مرضونومورده ، تشویشي کسان نه شی کولای حتی د ریزش مقابله هم وکړي!

01/08/2024
28/07/2024

د بریا ستر راز د خلکو په خبرو پسې نه ګرځیدل دي

18/07/2024
27/06/2024

د څو څیړنو په پایله کې وموندل شول چې د جاپان دپرمختګ دلایل یې څه وو!
لیکونکی : ډاکټر سد حبیب آروال

جاپان هیڅ ډول معدنیات او تیل نه لري، هر کال د سل ګونو خطرناکو زلزلو سره مخ کیږي، خوبیا هم د نړۍ دستراقصادي قدرتونو څخه شمیرل کیږي!
۱- تر ټولو مهم داچې په جاپان کې وخت ته ډیرارزښت ورکول کیږي. حتی څوک نشي کولای څو دقیقې هم ناوخته صنف یا کار ځای ته لاړ شي.
۲- په کار کې مړکیدل افتخارګڼل کیږي.
۳- د یو مدیر لپاره په کار کې ماتې د مرګ سره برابروي .
۴- هره ورځ استاذان او شاګردان ۱۵ دقیقې د مکتب د پاکي اونظافت لپاره کار کوي، تر څو یو با مسؤلیته پاک نسل او پاک محیط ولري.
۵- په ټولنه کې صفا کاران د صحت انجنران بلل کیږي، ډیر قدر لري د میاشتې ۵ زره ډالر معاش لري.
۶- دې ریشتېی (صفاکاری) ته داخلیدل آسان نه دی،که څوک غواړی باید شفاهي او تحریری امتحان تیرکړي اوښه تعلیمي اسناد ولرئ.
۷- دهیروشیمیا ښار د اتمې بمبار نه وروسته په لسو کلونو کې د پخوا په څیر ورغیدو.
۸-په جاپان کې د مبایل استعمال په ښاري موټر، ریل ګاډي اوعامه ځایونوکې بند دی، په مبایلونو کې د سایلنټ پرځای د اخلاق کلمه استعمالیږي.
۹-په جاپان کې معلمین تربل هرچا عزت او لوړمعاش یعنې د میاشتې ۷ نیم زره امریکایي ډالرمعاش لري.
د ابتدایی مکاتبو معلمین يي ټول ښځنیه دي، هغه ځکه چې هغوی د میندو په څیرزړه خوږی لري. په مکاتبو کې په لمړیو ۶ صنفو کې یو مضمون (د اخلاقو په لور) په نوم لوستل کیږي، تر څو شاګردان د نورو سره د تعامل لارې او چارو باندې وپوهیږي.
۹- سره د دې چې جاپانیان ښه اقتصاد لري خو هیڅ کورنۍ د ځان لپاره مزدورنه نیسي، باید هر څوک په خپله خپل کاروکړي.
۱۰- د مکتبونو تردولسم ټولګي د ناکامئ په نوم څه نه شته، ځکه دوی شخصیت جوړونه او استعدادونه پیدا کول غواړي نه ټکول!
۱۱- د ریل ګاډي اوبس راتګ په هرڅو دقیقو کی تنظیم وي، هلته د هر کال په پای کې د خلکو څخه معذرت غوښتل کیږي، که چیرې ریل ګاډی یا بس کومه ثانیه ناوخته راغلی وي.

26/06/2024

رهبري او لیډرشیپ:
په رهبري یا لیډرشیپ کې افرادوته انګیزه ورکول ډیررول لري.
دبیلګې په توګه، که دوه تنه دواړه په دورو ووهل شي، یو ته د وهلو تر څنګ وویل شې چې ته باید جزاء وګوری به خواکې ورته بد بد هم وکتل شي.
که دوهم کس هم ووهل شئ خو په خندا ورته وویل شې چې، دا ورزش دی ته قوي کیږې تاته تاوان نه رسوي.

په پایله کي به هغه لمړنی کس ډیروځوریږي حتی کیدای شې سخت ناروغ شی،
خو هغه دوهم کس رښتیا هم سپورټمین او قوي کیږي!!

وګورئ چې معنی او انګیزه څومره تأثیر لري !

تجربوثابته کړی ده چې، انګیزه ورکول د ماشومانو حتی د نباتاتو په رشد اووده کې هم اغیزه لري!

ډاکټر سید حبیب آروال

Address


Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khatiz Public Health Association posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram