04/05/2024
ځينو کسانو کښي خاصتا شځينه جنس، شکري ناروغانو او زړو کښي د زړه د حملې ناروغان د معدې په درد ډاګټر ته مراجعه کوي.
ځيني ناروغانو ته بيا د زړه د حملې په وخت کښي دلبدي، استفراقات او اسهالات پيدا کيږي ځينو ته بيا شديد قبضيت پيدا کيږي. په هر صورت
ناروغان اکثرا د معدې اړوند شکاياتو په لوحه ډاګټر ته مراجعه کوي او ډاګټر صاحبان ډېر وختونه د زړه طرفته نوي متوجې نو د زخم معدې دوا باندى ناروغ رخصت کوي, يا ناروغ ته سمدستي د اسهالاتو له وجهي پريمانه مايعات شروع کړي يا د قبضيت کشا دواوي ناروغانو ته ورکړي رخصت يى کړي. ډېر ناروغان خپل ږوند ددې کاري خطا وروسته د لاسه ورکوي.
!
کله چه د شکري ناروغ يا که ناروغ شځينه وه يا د ډېر وخت وو ناروغ او ناروغ د معدې د درد سه شکايت کوي يا دلبدي يا استفراقات ورته پيدا سوي وه تاسي حتما ناروغ ته اول د زړه ګراف اخلي که تاسي نه پوهېدلاست يو داخله متخصص يا قلبي ډاګټر ته يى ګراف ورشکاره کړي يا يى په واټساف کى ور وليږى نظر يى واخلي چه د زړه حمله يى تاييد يا رد سي. که د زړه حمله وه نو ناروغ به پياده نه بلکې په تذکره يا ترالۍ کى تر موتر پوري ورسوي او په موتر کي به يى تر شفاخانې پوري ورسوي په شفاحانه کي به ترالي کي ناروغ په احتياط واچوي تر قلبي ډاګټر پوري به يى ورسوي دوه قدمه د پياده تګ اجازه به نه ورکوي.
ډاګټر صاحب يو بل کار هم وکړه Dispirin 300mg ملي ګرامه په خوله کى ورواچوه او يو درې سوه ملي ګرامه Clopidogrel او څلوېښت ملي ګرامه Rosovastatin ورکړه چه په اوبو يي تېره کړي. او که دي تحت الجلدي Enox ورکړل نو بدي د ناروغ سره شه پوره کومک کړي وي.
د زړه د ناروغ سره لږ بې احتياطي دېر وختونه نه جبرانېدونکي وي نو پوره احتياط او توجو پکار ده.
څرګند
کاپي