28/07/2025
د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه د څېړنيزو پروژو پايلې شريکې شوې.
سيد جمال الدين افغاني پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځي د ارواپوهنې څانګې (۲۵) تنو محصلينو له لوري د ترسره شويو ساحوي څېړنو پايلې د یوې غونډې په ترڅ کې د پوسټر پرېزېنټېشن له لارې د پوهنتون مسؤلینو، استادانو، محصلینو او د ولایتي ادارو له استازو سره شريکې شوې.
غونډې ته د ياد پوهنتون رييس شيخ عبدالمالک محسن د علم او څېړنې پر ارزښت او اهميت تفصيلي خبرې وکړې او په دې برخه کې يې محصلين لا نورو نوښتونو ته وهڅول او هغوی ته يې د خدمت او تر فراغت وروسته د مسؤليت په تړاو لازمې توصيې وکړې.
د ښوونې او روزنې پوهنځي رييس پوهنيار مولوي خانزاده حنيفي د ارواپوهنې په اهميت خبرې وکړي او هم يي د پوسټر له لارې د پايلو شريکول د يادې څانګې نوښت وباله او نورو څانګو څخه يې د ورته اقدام غوښتنه وکړه.
ارواپوهنې څانګې آمر پوهنيار عبدالرحمن عابد په خپل وار د غونډې برخهوالو ته د ياد پروگرام په تړاو معلومات وړاندې کړل، د استادانو او محصلينو هڅې ېی وستايلې، د اړونده خواوو څخه وغوښتل چې د ارواپوهنې څانګې د استادانو او محصلینو سره د ورته څېړنو په ترسره کولو کې همکاري وکړي په پاي کې د غونډې ګډونوالو څخه يې مننه وکړه. ورپسې محصلينو د خپلو څېړنو پايلې د غونډې گډونوالو ته د پوسټر پرېزېنټېشن په بڼه وړاندې کړي.