05/03/2026
د عامې روغتیا ریس د کونړ ولایتي دوه سوه ۲۰۰ بستریز روغتون د تعمیر د اعمار د چارو څخه څارنه وکړه.
نیټه: ۱۴۴۷/۹/۱۶-۱۴۰۴/۱۲/۱۴
داچې د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست د چتر لاندې د ولایتي ۲۰۰ بستریز روغتون د تعمیر د اعمار چارې جریان لرې د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریس محترم قاري مظفرخان مخلص د ذکر شوي تعمیر د اعمار د چارو څخه لیدنه وکړه د روغتون د مختلفو برخې وکتلې نوموړې د یاد تعمیر قراردادې امارتي تصدۍ ( د ښار او کور جوړولو) ادارې ددغه پروژې اړوند فني مسولینو څخه د شوي قرارداد مطابق د چارو د تکمیل غوښتنه وکړه.
هیره دې نه وي چې ددغه تعمیر د اعمار سره به د کونړ او نورستان ولسونه په یو معیاري تعمیر کې روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته لاسرسي پیدا کړي.
د عامه اړیکو او نشراتو څانګه