Roman Curative Hospital

Roman Curative Hospital ستاسې روغتیا، زموږ ژمنتیا

یو ناروغ چې ۳۳ کاله عمر یې درلود د شپږ کالو راهیسې د ملا او د چپې پښې له دردونو څخه یې شکایت درلود چې زیاتو داکتر صاحبان...
02/04/2026

یو ناروغ چې ۳۳ کاله عمر یې درلود د شپږ کالو راهیسې د ملا او د چپې پښې له دردونو څخه یې شکایت درلود چې زیاتو داکتر صاحبانو ته یې مراجعه کړی وه زیاتې دوایانې هم استعمال کړی وی خو هیڅ نتیجه یې نه وه ورکړی.

نوموړي رومان صحت روغتون ته مراجعه کړې وه. د لازمو معایناتو وروسته تشخیص شو چې ناروغ د ملا فقرو کې په L5 او S1 ساحه کې (Protruded disc) عصبي رګ د فشار لاندې راغلی دی.
چې د محترم متخصص صاحب نیرو سرجن حکمت الله قانع لخوا نن د ملا بریالي عملیات (Fenestration) ورته وشو.
رومان صحت روغتون ژمن دی چې د کونړ ولایت درنو خلکو ته معیاري باوري او پر وخت روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
📞 د نورو معلوماتو او د وخت اخیستلو لپاره اړیکه: 0702003435 – 0772443435
📍 پته: کونړ ولایت اسعدآباد ښار چینار ډبه رومان صحت روغتون

01/04/2026

د عبدالمجید د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی د خپل پلار د درملنې لپاره رومان صحت روغتون ته مراجعه کړې وه هغه د روغتون له خدماتو څخه خوښي څرګنده کړه او د وړاندې شوو خدمتونو ستاینه یې وکړه.
🏥 رومان صحت روغتون تل هڅه کوي چې د کونړ ولایت ګرانو خلکو ته معیاري پر وخت او باوري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
📞 د اړیکې او وخت اخیستلو لپاره: 0702003435
0772443435
📍 پته:
کونړ ولایت، اسعدآباد ښار، چینار ډبه – رومان صحت روغتون

عاجله خبرتیا!! د کونړ ولایت درنو اوسېدونکو!د وروستیو حالاتو له امله چې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې په کونړ ړندې مرمۍ،...
29/03/2026

عاجله خبرتیا!!

د کونړ ولایت درنو اوسېدونکو!
د وروستیو حالاتو له امله چې د ډیورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې په کونړ ړندې مرمۍ، مزایل او توپونه توغول کېږي، زموږ روغتون چمتو دی چې په ټولو بیړنیو حالاتو کې اړمنو هېوادوالو ته وړیا عاجل خدمات وړاندې کړي.

زموږ خدمات:
✅ ۲۴ ساعته بیړني خدمات — وړیا
✅ مسلکي ډاکټران او روزل شوی ټیم
✅ عصري تجهیزات او پر وخت درملنه — وړیا
✅ امبولانس او عاجله رسېدنه — وړیا

زموږ موخه: د انسان ژوند ژغورل — پرته له هر ډول لګښت څخه
په دې سختو شېبو کې د خپل ولس تر څنګ درېدل زموږ مسؤلیت دی.

وطن زموږ ګډ کور دی.
خدمت د انسانیت لپاره
د نورو معلوماتو لپاره اړیکه ونیسئ:
0702003435
0772443435
پته:
کونړ ولایت، اسعداباد ښار، چینار ډبه – رومان صحت روغتون
مهرباني وکړئ دا خبرتیا له نورو سره هم شریکه کړئ، تر څو هر اړمن کس پر وخت مرسته ترلاسه کړي.

د پوزې هډوکي (Nasal Bone) د کسر عملیات په بریالیتوب سره ترسره شوپه رومان صحت روغتون کې د پوزې د هډوکي د کسر عملیات د متخ...
28/03/2026

د پوزې هډوکي (Nasal Bone) د کسر عملیات په بریالیتوب سره ترسره شو
په رومان صحت روغتون کې د پوزې د هډوکي د کسر عملیات د متخصص ډاکټر محمد شفیق رحیمي له‌ خوا په بریالیتوب سره ترسره شو.
ناروغ (پایواز) د عملیاتو وروسته خپله بشپړه خوښي او رضایت څرګند کړ او د روغتون له خدماتو څخه یې مننه وکړه.

رومان صحت روغتون تل هڅه کوي چې د کونړ ولایت درنو ولسونو ته باوري، معیاري او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
📞 د اړیکې شمیرې: 0702003435
0772443435
📍 پته: کونړ ولایت اسعدآباد ښار چینار ډبه رومان صحت روغتون

جمعه مبارک په انځور کې دا آیت لیکل شوی:"إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ"...
27/03/2026

جمعه مبارک

په انځور کې دا آیت لیکل شوی:

"إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَهُمْ أَجْرٌ غَيْرُ مَمْنُونٍ"
(سورة الانشقاق: ۲۵)

بې‌شکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی او نېک عملونه یې کړي،
د هغوی لپاره داسې اجر دی چې هېڅکله نه ختمېږي (بې‌پایانه او دوامداره دی).


24/03/2026

د رحمن الله د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی د خپل ماشوم د درملنې لپاره رومان صحت روغتون ته مراجعه کړې وه او د روغتون له خدمتونو څخه یې خپل رضایت څرګند کړ.
🏥 رومان صحت روغتون تل هڅه کوي چې د کونړ ولایت درنو ولسونو ته غوره، معیاري او باوري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.
📞 د لا زیاتو معلوماتو او د وخت اخیستلو لپاره له لاندې شمیرو سره اړیکه ونیسئ:
0702003435
0772443435
📍 پته:
کونړ ولایت، اسعدآباد ښار، چینار ډبه – رومان صحت روغتون

📢 خبرتیا!د کوچني اختر د څلورمې ورځې څخه نیورو سرجن ډاکټر حکمت الله قانع د عصبي جراحي ناروغیو په برخه کې د کونړ درنو ولسو...
21/03/2026

📢 خبرتیا!
د کوچني اختر د څلورمې ورځې څخه نیورو سرجن ډاکټر حکمت الله قانع د عصبي جراحي ناروغیو په برخه کې د کونړ درنو ولسونو په خدمت کې دی.
🏥 رومان صحت روغتون ژمن دی چې د کونړ ولایت اوسېدونکو ته باوري او معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
📞 د لا زیاتو معلوماتو او د وخت اخیستلو لپاره اړیکه ونیسئ:
0702003435 – 0772443435
📍 پته:
کونړ ولایت، اسعدآباد ښار، چینار ډبه، رومان صحت روغتون

20/03/2026

رومان صحت روغتون د اداري او مالي مسؤول انجنیر شبیر سحر د کوچني اختر مبارکۍ پیغام!
🏥 رومان صحت روغتون تل هڅه کوي چې د کونړ ولایت درنو ولسونو ته د غوره او معیاري درملنې خدمتونه وړاندې کړي.
📞 د نورو معلوماتو او د وخت اخیستلو لپاره له موږ سره اړیکه ونیسئ:
0702003435
0772443435
📍 پته:
کونړ ولایت، اسعداباد ښار، چینار ډبه – رومان صحت روغتون

د کوچني اختر د مبارکۍ پیغامد رومان صحت روغتون رهبري د کوچني اختر د رارسېدو له امله د هېواد ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګ...
18/03/2026

د کوچني اختر د مبارکۍ پیغام

د رومان صحت روغتون رهبري د کوچني اختر د رارسېدو له امله د هېواد ټولو مسلمانانو، په ځانګړې توګه د روغتیايي سکتور درنو کارکوونکو او د دې روغتون محترمو مراجعینو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.
له لوی الله (ج) څخه هیله لرو چې زموږ روژې، عبادتونه او نېک عملونه قبول کړي او دا مبارکه ورځ دې د روغتیا، خوښۍ او هوساینې پیغام راوړونکې وي.
موږ د دې مبارکې ورځې په مناسبت ټولو ناروغانو ته د بشپړې روغتیا هیله لرو او دعا کوو چې الله تعالی دې زموږ هېواد ته سوله، ثبات او سوکالي نصیب کړي.
کوچنی اختر مو مبارک شه!

16/03/2026

نعمان شاه د افغانستان د نولس کلنې ملي لوبډلې تکړه لوبغاړی چې دا مهال د رومان صحت روغتون لوبډلې په ګټه لوبه کوي د رومان صحت روغتون له مشرتابه څخه د زړه له کومې مننه څرګندوي. هغه وایي چې د ځوانانو د هڅونې او ملاتړ په موخه د داسې ورزشي ټورنمنټونو سپانسر کول د ستاینې وړ کار دی.
نوموړی د رومان صحت روغتون دا نوښت د ځوانو لوبغاړو د تشویق او د سپورټ د ودې لپاره مهم ګام بولي او زیاتوي چې د کونړ ولایت د ولسونو لپاره د داسې یو معیاري او پرمختللي روغتون جوړېدل د خوښۍ او ویاړ خبره ده.

🏥 رومان صحت روغتون تل هڅه کوي چې د کونړ ولایت درنو ولسونو ته د غوره او معیاري درملنې خدمتونه وړاندې کړي.
📞 د نورو معلوماتو او د وخت اخیستلو لپاره اړیکه ونیسئ:
0702003435
0772443435
📍 پته:
کونړ ولایت، اسعداباد ښار، چینار ډبه – رومان صحت روغتون

15/03/2026

د کونړ ولایت په اسعداباد ښار کې د رمضان لس اوریز کرکټ جام سیالي چې د رومان صحت روغتون له لوري سپانسر شوې دي په بریالیتوب سره روانې دي. دا سیالي د ځوانو لوبغاړو د هڅونې او د سپورټ د ودې په موخه ترسره کېږي.
د کونړ کرکټ بورډ رئیس عطاءالرحمن صافي د رومان صحت روغتون له مالي ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه وکړه. نوموړي وویل چې په داسې شرایطو کې د سپورټ او لوبغاړو ملاتړ د ټولنې لپاره ډېر مهم دی او رومان صحت روغتون تل د کرکټ لوبغاړو د تشویق او ملاتړ په برخه کې مثبت رول لوبولی دی.
همدارنګه نوموړي د رومان صحت روغتون د معیاري او باوري طبي خدماتو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دا روغتون د کونړ د ولسونو ته پر وخت، معیاري او د باور وړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
🏥 رومان صحت روغتون تل هڅه کوي چې د کونړ ولایت درنو ولسونو ته د غوره او معیاري درملنې خدمتونه وړاندې کړي.
📞 د نورو معلوماتو او د وخت اخیستلو لپاره اړیکه ونیسئ:
0702003435
0772443435
📍 پته:
کونړ ولایت، اسعداباد ښار، چینار ډبه – رومان صحت روغتون

Kunar Cricket

د رومان صحت روغتون د رمضان لس اوریز جام سیالۍ دوام لري 🏏د رومان صحت روغتون د رمضان لس اوریز جام سیالیو لړۍ په ښه ډول روا...
14/03/2026

د رومان صحت روغتون د رمضان لس اوریز جام سیالۍ دوام لري 🏏
د رومان صحت روغتون د رمضان لس اوریز جام سیالیو لړۍ په ښه ډول روانه ده. د رومان صحت لوبډلې په خپلو پنځو ترسره شوو سیالیو کې پنځه بریاوې خپلې کړې دي او په دې سره یې د سیالیو بل پړاو ته هم لار پیدا کړې ده.
رومان صحت روغتون تل هڅه کوي چې د معیاري روغتیايي خدمتونو ترڅنګ ټولنیزو او سپورټي فعالیتونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو یوه سالمه ټولنه او سالم نسل وروزل شي.
راشئ چې د سالمو سیالیو ملاتړ وکړو او د سپورټ له لارې د یووالي او روغتیا پیغام خپور کړو.
رومان صحت روغتون د کونړ ولایت درنو ولسونو ته باوري، معیاري او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
📞 د نورو معلوماتو او وخت اخیستلو لپاره اړیکه ونیسئ:
0702003435 – 0772443435
📍 پته:
کونړ ولایت، اسعدآباد ښار، چینار ډبه – رومان صحت روغتون

Address

Kunar
Asadabad
2801

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Roman Curative Hospital posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Category