
12/12/2022
د سترګی پرده یا cataract :
دسترګی پرده عبارت د هغه حالت څخه چی په هغه کی دسترګی طبیعی عدسیه یا lens خړ شوی وی او نور ته د تیر یدو اجازه نه ورکوی چی په پایله کی شخص یو شی سم نشی لیدلای، او فکر کوی چی کومه پرده یی په سترګو راغلی پداسی حال کی چی کومه پرده موجوده نه وی بلکه عدسیهlens خړه شوی وی. په لومړی مرحله کی شخص احساس کوی چی په دود یا لوګی اویا وریځی کی ګوری بیا کله چی دlens خړوالې نور هم زیات شی بیا لید دیر خرابیږی او حتی د لاس کوتی نشی شمیرلی ان تر دی چی د چراغ رڼا که یی مخ ته ونیسی نشی یی لیدلای.
کله کله په لومړیو مراحلو کی شخص سپوږمۍ دری څلور دانی ګوری.
دا طبعیlens په نورمال حالت کی شفاف او روښانه وی .
دنده یی په شبکیه یا retina باندی د نور انکسار دی چی په پایله کی انځور جوړیږی، دا lens الاستکی خاصیت لری چی د نژدی او لیری لید لپاره خپل پنډوالی ته تغیر ورکوی . د 40 کلنی وروسته د عدسې دا الاستکی خاصیت کمیږی چی په پایله کی د شخص نژدی لید خرابیږی او د نژدی لید عینکوته اړه پیدا کوی چی په طبی استطلاح کی ورته presbyopia وایې.
دا طبعی lens دسترګی د ګاټی په داخل کی د iris شاته او د vitreous مخکی برخه کی موقعیت لری، قطر یی په اوسط ډول 10mm او پنډوالی یی4mm دی
د انکسار قدرت یی 20 دیوپتره دی
65% د اوبو او 34% د پروتین، شحم ، کاربوهایدریت، اسکروبیک اسید ، ګلوتاتایون او غیر عضوی مالګو (1%)څخه جوړ شوی.
د سترګی پرده په هغه وخت کی چی لید خراب کړی اوشخص ته په لید کی ستونزه وی نو باید عملیات شی.
دسترګی پرده پرته د عملیات بله درملنه نلری .
درملنه یی د جراحی پواسطه د lens لیری کول او په عوض یی بل مصنوعی lens ایښودل دی.
څو ډوله جراحی عملیاتونه د اجرا وړ دی چی د ټو لو څخه ښه طریقه یی phacoemulsification او foldable lens implantation ده خو نسبتا قیمت یی لوړ دی .