18/04/2025
د شکر ناروغي څه ډول ناروغي ده، ډولونه یې، اعراض او علایم یې او درملنه یې
لیکوال:ډاګتر عبدالقیوم ایوبي( د میرویس حوزوي روغتون سرطبیب)
شکر (Diabetes) یوه مزمنه، خطرناکه، میتابولیک او ډېره عامه ناروغي ده چې په ټولنه کې ډېر خلک پرې اخته دي.
لکه څرنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، په دې ناروغۍ کې بدن د وینې له ګلوکوز (بورې) څخه استفاده نسي کولای او نه یې ذخیره کولای سي، چې له امله یې د وینې د ګلوکوز کچه لوړیږي.
لوړه بوره(ګلوکوز) کولای سي د عصبي حجرو، سترګو، ګردو او نورو غړو ته زیان ورسوي.
که تاسې په دې ناروغۍ اخته یاست، دوه حالتونه ممکن دي: ⬅ یا مو بدن پوره اندازه انسولین نه تولیدوي
⬅ یا هم بدن له انسولین څخه په سمه توګه استفاده نسي کولای
انسولین هغه هورمون دی چې د پانقراص (پانقریاس) لخوا تولیدیږي، او ګلوکوز د وینې له لارې حجرو ته انتقالوي ترڅو هلته د انرژۍ د تولید لپاره وکارول سي یا هم ذخیره سي.
د شکر دوه ډولونه دي:
1. لومړۍ نوعه شکر:
په دې ډول کې بدن د انسولین تولید بشپړ بندوي. دا حالت اکثراً په کوچنی عمر کې پیښیږي، او هغه وخت منځته راځي کله چې د پانقراص شاوخوا ۷۰-۸۰٪ بیټا حجرې له منځه لاړې سي.
یادونه: که پر وخت تشخیص او درملنه و نه سي، دا ډول شکر کولای سي ناڅاپي مړینې هم رامنځته کړي.
2. دوهمه نوعه شکر:
په دې ډول کې یا بدن کافي اندازه انسولین نه تولیدوي، یا حجرو کې د انسولین پر وړاندې مقاومت پیدا سوی.
د شکر عامې نښې:
-زیاته اشتها او پرخوري
-ډېره تنده
-د ادرار تکرار
-د وزن کموالی
-ستړیا او بېحالې
-د سترګو د لید خرابوالی
-د زخمونو ناوخته ښه کېدل
ځانګړې نښې:
نارینه وو کې:
-د جنسي لیوالتیا کموالی
-د جنسي فعالیت ستونزې ( د نعوظ اختلال )
-د عضلاتو کمزوري
ښځو کې:
-د ادرار د لارو التهابات
-د پوستکي فنگسي انتانات
-د پوستکي وچوالی
-خارښت
کوم کسان د شکر له خطر سره مخ دي؟
هر څوک پرې اخته کېدلی سي، خو هغه کسان چې د کورنۍ سابقه لري، زیات په خطر کې دي. نور عوامل دا دي:
-چاغښت
-لوړه چربي یا کولیسټرول
-لوړ فشار
-د فزیکي فعاليت کموالی
-عمر (له ۴۰ کلنۍ پورته کسان چې اضافه وزن لري)
د شکر درملنه څنګه ده؟
د شکر درملنې موخه دا ده چې:
-نښې له منځه یوسی
-ناروغ ته عادي او راحت ژوند برابر کړی
-د ناروغۍ له پیچلتیاوو مخنیوی وسي
عمومي اصول دا دي:
1. مناسب غذايي رژیم
2. بدني فعالیت (ورزش)
3. طبي درمل
غذايي رژیم:
ممنوع خوراکونه:
-هر ډول خواږ شیان، بوره، یا هغه خوراکونه چې بوره پکښې زیاته وي
محدود خوراکونه:
-غنم، غوښه، ښوروا، کچالو، لوبیا، نخود، هګۍ، پنیر، تازه او وچه مېوه
غوره او ښه خوراکونه:
-ترکاري، سوپ، رومیان، د لیمو اوبه، چای، قهوه
بدني فعالیت:
-ورزش انساج او اعضلات د انسولین پر وړاندې حساس کوي
-د غوړو او قندونو مصرف لوړوي
-د ورځي لږ تر لږه یو ساعت پیادهروي اړینه ده
درمل:
انسولین او نور درمل چې د وینې د ګلوکوز کچه کنټرولوي.
د اول نوعه شکر ناروغان:
-باید هره ورځ له بهر نه انسولین واخلي، ځکه بدن یې انسولین نه تولیدوي.
د دوهم نوعه شکر ناروغان:
-باید پر رژیم او فزیکي فعالیت ډېر تمرکز وکړي
-له وخت سره د درملو تاثیر کمېږي، او کله ناکله دوې نسخې یو ځای ورکول کیږي
انسولین وه بدن ته د خاصو ستنو له لارې تزریق کیږي:
-د بازو شاته، د ورانه مخ، شا او خېټه یا نس په مختلفو برخو باندي
-د زخمونو د مخنیوي لپاره باید د تزریق ځای وخت پر وخت بدل سي.
-مشهور خوراکي درمل معمولا Metformine دي جي په لمړیو پړاونو کي کارول کیږي.