Dr M Sharif Forqani \ پوهنمل ډاکټر محمد شریف فرقاني

Dr M Sharif Forqani \ پوهنمل ډاکټر محمد شریف فرقاني پوهنمل ډاکټر محمد شریف فرقاني

I have reached 7.5K followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
06/05/2024

I have reached 7.5K followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉

شنبه، د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د حوت مياشتې ۱۲ مه نېټهد لوړو زده کړو وزارت او Canadian Virtual Medical University يا د کاناډ...
02/03/2024

شنبه، د ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د حوت مياشتې ۱۲ مه نېټه

د لوړو زده کړو وزارت او Canadian Virtual Medical University يا د کاناډا‌ د آنلاين ( پرليکه ) طبي پوهنتون ترمنځ د‌ طب پوهنځيو د محصلینو د ظرفيت لوړولو په هدف د رامنځته شوي هوکړه ليک په اساس چې له مخې به يې د‌ هيواد په ټولو طب پوهنځيو کې د Lecturio/ Cyber Patient آنلاین پروګرام تطبيق شي. د ياد پروګرام د امتحاني پړاو د پيل په موخه به د دواړو خواوو د توافق له مخې د هيواد د ټولو طب پوهنځيو له هر پوهنځي څخه ۱۵ تنه محصلين او د هغوئ لارښود استادان په نوموړي پروګرام کې دګډون لپاره ګمارل کيږي، چې په برياليتوب سره د امتحاني پړاو د بشپړېدو وروسته به نوموړی پروګرام لپاره ټولو محصلینو او استادانو ته د Access يا لاس رسي حق ورکول کيږي. په همدې مناسبت نن پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي د ادارې لخوا د طب پوهنځي د هر ټولګي له لسو ممتازو محصلینو څخه چې شاوخوا ۶۰ تنه محصلين کيږي، د انګليسي ژبې ازموينه واخيستل شوه. چې د پايلو تر اعلان وروسته به بريالي محصلين په نوموړي Pilot Project يا امتحاني پړاو کې برخه اخلي.
د‌ يادونې وړ ده چې د‌ ياد پروګرام په برياليتوب سره به په ټول هېواد کې د طبابت د زده کړې بهير تر ډېره بريده معياري شي.

خبرتيا!!!په پام کې ده چې سبا دوشنبې چې د حوت مياشتې له ( ۷ ) مې نيټې سره سمون خوري د افغانستان په وخت ماسخوتن په ( ۳۰ : ...
25/02/2024

خبرتيا!!!

په پام کې ده چې سبا دوشنبې چې د حوت مياشتې له ( ۷ ) مې نيټې سره سمون خوري د افغانستان په وخت ماسخوتن په ( ۳۰ : ۸ ) بجو د هيواد دننه د ټولو دولتي او خصوصي طب پوهنځيو د محصلینو د ظرفيت لوړولو او د هيواد په داخل او بهر کې د مېشتو استادانو او متخصصينو ترمنځ د طبابت اړوند نويو معلوماتو او تحقيقاتو د شريکولو په هدف آنلاين ( پرليکه ) د لکچرونو لړۍ رسمأ پيل شي. تر څو د طب محصلين او ځوان ډاکټران د طبابت په اوسني عصر کی د رامنځته شويو پرمختګونو څخه خبر او د خپل هيواد د ناروغيو په وقايه، تشخيص او درملنه کې ترې مناسبه او سالمه ګټه پورته کړي. چې په نهایت کې به ان شاء الله د ناروغانو د علاج په برخه کې په بهرنیو هېوادونو باندې اتکا راکمه او تر ډېره بريده به ناروغان په هيواد کې دننه د نړيوالو طبي معيارونو څخه د باخبره متخصصو کادرونو لخوا تداوي کيږي.
د هيواد په ګوټ ګوټ کې له ټولو محترمو استادانو، متخصصینو، ډاکټرانو او د طب له محصلينو څخه هيله کيږي چې زموږ د انلاين لکچرونو د لړۍ د پيل په پروګرام کې چې د امريکا په جميکا ميډيکل سنټر کې د سينې د ناروغيو او د ICU د متخصص پروفيسور ډاکټر محمد اکرم بابري صيب لخوا په Cardiogenic Shock باندې پيل کيږي، له موږ سره ګډون وکړي.
د يادونې وړ ده چې دا پروګرام به د Zoom meeting له لارې وړاندې کيږي. د Zoom لينک د لاندې واټساپ شميرې له لارې تر لاسه کولی شئ.

Join Zoom Meeting
https://us06web.zoom.us/j/86128881680?pwd=V3K1TEnNsRbgHJrnL3bpcbyRulCzsA.1

Meeting ID: 861 2888 1680
Passcode: 949347

چارشنبه د‌ ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د حوت مياشتې ۲مه نېټهنن چارشنبې پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي په کتابتون کی د راتلونکو ۵ کلونو...
21/02/2024

چارشنبه د‌ ۱۴۰۲ هجري شمسي کال د حوت مياشتې ۲مه نېټه

نن چارشنبې پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي په کتابتون کی د راتلونکو ۵ کلونو ( ۱۴۰۳ - ۱۴۰۷ ) لپاره د ستراتيژيک پلان د تدوين کنفرانس ترسره شو.
هغه غونډه چې له همدې امله د طب پوهنځي د ټولو استادانو او اداري کارکوونکو په شمول جوړه شوې وه، پيل يې د طب پوهنځي د استاد محترم پوهنمل ډاکټر محمد شفيع شريف لخوا د قرانکريم په څو مبارکو آيتونو سره اوشو. د کنفرانس په پيل کې د طب پوهنځي رييس محترم پوهنمل ډاکټر محمد شريف فرقاني د غونډې برخوالو ته پرانستونکې وينا وکړه او په تېرو پنځو کلونو کې يې د طب پوهنځي په لاسته راوړنو د غونډې له برخوالو سره معلومات شريک کړل او همدا راز يې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د طب پوهنځي او اړوند کادري روغتون مهمې اړتياوې په ګوته کړې او د دې ترڅنګ يې د تحقيقاتو، نصاب او د ازموينو د بهير په لا زيات شفافيت ټينګار وکړ.
وروسته له‌ دې د طب پوهنځي د ستراتيژيک پلان د کميټې د آمر محترم پوهنمل ډاکټر اختر محمد توتاخېل لخوا د طب پوهنځي د اوسني وضعيت له اجمالي تحليل وروسته د ستراتيژيک پلان د کميټې لخوا د راتلونکو پنځو کلونو لپاره تدوين شوی ستراتيژيک پلان د طب پوهنځي له ټولو استادانو سره د پريزينټیشن له لارې شريک کړ. په پای کې ټولو استادانو د نوي ستراتيژيک پلان په اړه خپل وړانیزونه او نظريات د ستراتيژيک پلان د کميټې آمر محترم توتاخېل صيب ته وړاندې کړل، چې د ستراتيژيک پلان د کميټې له کتو او تحليل وروسته به په نوي ستراتيژيک پلان کې ځای پر ځای شي. په پای کې ياد ستراتيژيک پلان په اصولو کې د طب پوهنځي د ادارې او استادانو لخوا تائيد شو او غونډه د دعايې په ويلو سره پای ته ورسېده.

کاپي : پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي پاڼه.

د Canadian Virtual Medical University د استازي سره د هېواد د طبي زده کړو پر پراختیا او محصلانو ته د لازمو اسانتیاو چمتوک...
05/02/2024

د Canadian Virtual Medical University د استازي سره د هېواد د طبي زده کړو پر پراختیا او محصلانو ته د لازمو اسانتیاو چمتوکولو په موخه د همغږۍ ناسته تر سره شوه

دغه ناسته چې نن یکشنبه د روان کال سلواغې پر ۱۵ مه په کابل طبي علومو پوهنتون کې د دغه پوهنتون د رئيس دوکتور مفتي اسدالله نجات په مشرۍ په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزارت د علمي برنامو د پراختیا رئيس انجنیر سردارولي صالحي د پکتیا، خوست، او البیروني پوهنتونونو د طب پوهنځیو ریسانو سربیره د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري، علمي او محصلانو چارو مرستیالانو هم حضور درلود تر سره شوه.

په غونډه کې د کاناډايي مجازي طبي پوهنتون (CVMU) استازي ډاکتر کریم قیومي په افغانستان کې د طبي زده کړو د محصلانو لپاره د لازمو آسانتیاوو، امکاناتو او محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه خپل اړین معلومات او طرحې وړاندې کړې.

د غونډې په پای کې د ګډونوالو له لوري د نظرونو تر شریکولو وروسته لازمې پرېکړې ونیول شوې.

02/02/2024

حضرت ابن عمر رضى الله عنه د نبي کريم صلى الله عليه وسلم نه ارشاد نقل کوي فرمايئ: درې ډوله خلک به د حساب او کتاب په وخت کې د عرش د سيوري لاندې د مشکو په غنډيو باندې بې غمه ناست وي: يو هغه ډول خلک چې د الله د رضا لپاره قرآن لولي او داسې امامت کوي چې خلک ترې رضا وي. بل هغه ډول خلک چې د الله د رضا لپاره خلک لمانځه ته رابلي او بل هغه ډول خلک چې له خپل رب سره نيکه رابطه ساتي او له مخلوق او ما تحتو کسانو سره هم نيکې اړيکې ولري.

28/01/2024

د نیکو خلکو منهج او کړنلاره دا وي چې يا د خير خبرې کوي او يا چوپتيا غوره کوي، دا ځکه چې د انسان سلامتيا د هغه د دواړو ژامو ترمنځ قرار لري.

سه شنبې: ۱۴۴۵/۷/۱۰وړمه ورځ پکتيا پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې پکتيا پوهنتون د علمي مرستیال محترم پوهنمل عبدالله مسلم...
23/01/2024

سه شنبې: ۱۴۴۵/۷/۱۰
وړمه ورځ پکتيا پوهنتون د کنفرانسونو په تالار کې پکتيا پوهنتون د علمي مرستیال محترم پوهنمل عبدالله مسلم په مشري د طب او اقتصاد پوهنځيو لپاره د علمي کادرونو د جذب ازموينه ترسره شوه. په ياده ازموينه کې چې د تقرر او ترفيعاتو د کميټې د غړو سربېره د طب پوهنځي د بېلابېلو څانګو آمرينو او ګڼ شمیر استادانو برخه درلوده، د ازموينې پيل د قرآن کریم د څو مبارکو آيتونو او علمي مرستیال محترم پوهنمل عبدالله مسلم صيب په پرانيستونکې وينا سره اوشو. ښاغلي مسلم صيب د ازموينې ګډونوالو ته د ازموينې د‌ ترسراوي بهير روښانه کړ او ډاډ يې څرګند کړ چې ازموينه به د بشپړ شفافيت او د عدالت اصل ته په پام سره اخيستل کيږي. د ازموينې په پای کې د طب پوهنځي بېلابېلو څانګو ته څلور تنه نوماندان هر يو محترم ډاکټر محمد انور سيال، محترم ډاکټر باقي بلال امرخیل، محترم ډاکټر نصرت شاکر او د داخله ناروغيو متخصص محترم ډاکټر محمد نسيم احمدزی بريالي شول. د طب پوهنځي اداره او استادان نوموړو ځوانو علمي کادرونو ته پکتیا پوهنتون په طب پوهنځي کې د استادانو په توګه د ګمارنې له امله خپل د مبارکۍ مراتب وړاندې کوي او په راتلونکي کې ورته د نورو برياوو هيله لري.

11/01/2024

نبي کريم صلی الله عليه وسلم فرمایي!
څوک چې پر ما باندې يو ځل درود ووايي، په هغه به ملايکې درود ووایي، پر چا چې ملايکې درود ووايي، پر هغه به الله تعالی خپل رحمت نازل کړي، او پر چا چې د خدای پاک رحمت نازل شي، نو په ځمکه او اسمانونو کې به داسې څوک پاتې نه شي چې په هغه درود ونه وايي.

انا لله وانا اليه راجعونيوې مرمۍ چې قيمت به يې له ۵۰ افغانيو لوړ نه وي، د يو ډېر او لوړ ارزښت لرونکي علمي انسان ژوند واخ...
28/12/2023

انا لله وانا اليه راجعون
يوې مرمۍ چې قيمت به يې له ۵۰ افغانيو لوړ نه وي، د يو ډېر او لوړ ارزښت لرونکي علمي انسان ژوند واخیست. په دې ټولنه کې چې ارزښتونه ډېر کم پالل کيږي، د يوه کوچني ماشوم رالويول او بيا يې داسې درجې ته رسول چې په سلګونو محصلینو، په لسګونو استادانو او په زرګونو عامو خلکو ته يې ډېر خير رسيده، ډېر سخت کار او ډېر وخت او صبر ته ضرورت لري، خو په افغاني ټولنه کې چې د سيواد کچه يې ډېره ټيټه ده، ځيني وحشي صفته او ظالم خلک د يوه عالم انسان ژوند په يوې مرمۍ په ډيرې بې رحمۍ‌ او په يوه شيبه کی ورختموي.

شهيد پوهنوال ډاکټر عبدالغفار همدرد يو عادي انسان نه وه، هغه د روغتيا په برخه کې د يوه تکړه او مخلص متخصص په توګه د خپلو خلکو د صادقانه خدمت تر څنګ په کابل طبي پوهنتون کې د يوه ښوونکي او د اکمال تخصص او د علمي برنامو د انکشاف د يوه منتظم په توګه خپلو هيوادوالو ته خدمات وړاندې کول. چې په شهادت سره يې درې لويې تشې رامنځته شوې.
پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي اداره او استادان د همدرد صيب په شهادت خپل د خواشينۍ او خواخوږۍ ژور مراتب د شهيد همدرد صيب درنې کورنۍ، د کابل طبي پوهنتون مشرتابه او ټول ملت ته وړاندې کوي.

پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي رييس پوهنمل ډاکټر محمد شريف فرقاني

د پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي پاڼه

پوهنيار ډاکټر محمد ياسين جمال صيب پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي په وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام په منظوري د ...
21/12/2023

پوهنيار ډاکټر محمد ياسين جمال صيب پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي په وړانديز او د لوړو زده کړو وزارت د محترم مقام په منظوري د طب پوهنځي د مرستيال په توګه وګمارل شو‌.
د يادونې وړ ده چې له دې وړاندې د طب پوهنځي د اطفالو د داخلې استاد محترم پوهنمل ډاکټر مائيل خان منګل په ياد بست کار کولو. په بېلابېلو برخو کې د طب پوهنځي لپاره د منګل صيب خدمات د ستاینې وړ دي، چې په همدې تړاو د طب پوهنځي د استادانو په ګډه ناسته کې د طب پوهنځي د رييس پوهنمل ډاکتر محمد شريف فرقاني لخوا منګل صيب ته د خپلې ادارې او د پکتيا پوهنتون د رياست لخوا دوه ستاينليکونه ورکړل شول. او د دې ترڅنګ محترم جمال صيب د طب پوهنځي د مرستيال په توګه رسماً معرفي شو. د طب پوهنځي اداره د منګل صيب د غوره خدمتونو قدرداني کوي او له لوی څښتن تعالی څخه ورته د نورو برياوو هيله کوي او جمال صيب ته په خپل نوي رسالت کې د بشپړ برياليتوب هيله لري.

په درنښت

د طب پوهنځي د ادارې لخوا

کاپي: پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي پاڼه

ډاکټر وسیم الله سلطاني د ميرزا علي زوی په ۱۳۹۵ هجري شمسي کال کې پکتيا پوهنتون طب پوهنځي ته بريالی او په ۱۴۰۲ هجري شمسي ک...
16/12/2023

ډاکټر وسیم الله سلطاني د ميرزا علي زوی په ۱۳۹۵ هجري شمسي کال کې پکتيا پوهنتون طب پوهنځي ته بريالی او په ۱۴۰۲ هجري شمسي کال کې له نوموړي پوهنځي څخه په کادر کې فارغ شو. اوس ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي عمومي جراحي ديپارټمنت ته د آزاد رقابت له لارې د استاد په توګه بريالی شوی دی.
سلطاني صيب ته د دې سترې علمي بريا مبارکي وړاندې کووم او په راتلونکي کې ورته د نورو برياليتوبونو هيله لرو.

پوهنمل ډاکټر محمد شريف فرقاني پکتيا پوهنتون د طب پوهنځي رييس

Address

Gardez

Telephone

+93777077087

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr M Sharif Forqani \ پوهنمل ډاکټر محمد شریف فرقاني posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr M Sharif Forqani \ پوهنمل ډاکټر محمد شریف فرقاني:

Share

Category