
17/05/2025
ستاسو په بدن کې د پوستکي دا ډول کوچني غوټې (Skin Tags) دي؟
دا ولې پیدا کېږي؟
دا د یو راتلونکي مرض نښه ده. کله چې د بدن دننه انسولین زیات شي، خو بدن یې کارولی نشي، نو دا حالت ته په طب کې د انسولین مزاحمت (Insulin Resistance) وايي.
کله چې دا مزاحمت زیات شي، نو بیا دا شوګر (شکر) ته لاره هواروي.
دا کوچني غوټې دا ښيي چې ستاسو بدن کې د انسولین مزاحمت پیل شوی دی.
د انسولین مزاحمت معلومولو لپاره کوم ټیسټونه دي؟
1. لس (10) ساعته له نهاره وروسته د یوې معتبرې لابراتوار نه Fasting Insulin Serum ټیسټ وکړئ. نتیجه باید د حد دننه، خو تر ټولو کمه کچه ته نژدې وي.
یا
2. لس (10) ساعته له نهاره وروسته دا دوه ټیسټونه وکړئ:
Triglycerides
HDL
که چېرې تاسو Triglycerides ÷ HDL وکړئ او نتیجه له 1.5 څخه زیاته وي، نو دا مانا لري چې انسولین مزاحمت پېل شوی دی.
اوس وخت کي هر پنځم کس شکر لري. د شکر له خطرناکو عواقبو ځان وساتئ.