Medical information طبی معلومات

Medical information طبی معلومات هدف می د اللهﷻ رضا لپاره د روغتیایی معلوماتو رسول او ټولنې ته خدمت کول دی. Dr.HN

14/03/2026


له سیاست ور ها خوا❗دا انځور ښه وګورۍ، ښه یې قیاس کړۍ او ښه یې وسنجوۍ😔دا زمونږ د افغانی ماشومانو او خوېندو هغه پاتې شلیدل...
13/03/2026

له سیاست ور ها خوا❗
دا انځور ښه وګورۍ، ښه یې قیاس کړۍ او ښه یې وسنجوۍ😔
دا زمونږ د افغانی ماشومانو او خوېندو هغه پاتې شلیدلی بوټونه او څپلکې دی چې تېره شپه زمونږ ناپاک دښمن په بمبارد کې ش......هـ...یدان کړل.
مونږ او تاسې د طبابت د مسلک پر لحاظ که بیا هم څوک له دې وروسته د ناپاکستان هغه درمل چې بدیل یې په هیواد کې لرو او شته دی، یا یې راوړی، یا یې ناروغانو ته لیکی او یا هم یې صفت کوی
دا به مو ددې وطنوالو او وطن سره ستره جفا او خیانت وی.
#هیله ده دا فکر عام او شریک کړۍ🙏

12/03/2026


11/03/2026



څېړنې ښیی چې  د هایپوکسیک اسکمیک انسیفالوپاتي (HIE) وروسته په ماشومانو کې د مور د شیدو د پوزې له لارې ورکولو (Intranasal...
10/03/2026

څېړنې ښیی چې د هایپوکسیک اسکمیک انسیفالوپاتي (HIE) وروسته په ماشومانو کې د مور د شیدو د پوزې له لارې ورکولو (Intranasal administration) په اړه وایی چې
د انسان د مور شیدې سټیم حجرې، د ودې فکتورونه، د التهاب ضد مواد او عصبي تغذیوي فکتورونه (neurotrophic factors) لري. د پوزې له لارې ورکول کېدای شي دا فعال بیولوژیکي مواد د بوی د عصبي لارو (olfactory pathways) له لارې مستقیم دماغ ته ورسېږي.
په دې ازمایښتي (pilot) څېړنه کې دا درملنه په ټولو ۱۰ ماشومانو کې ښه تحمل شوه او کومه جدي ستونزه ونه لیدل شوه.
په مخکې له وخته زیږېدلو ماشومانو کې د IVH (Intraventricular hemorrhage) ډېری میکانیزمونه د HIE سره ورته دي، لکه:
عصبي التهاب (neuroinflammation)
اکسیدیټیف سټرس (oxidative stress)
د نسج د بیا رغونې کمزوري
Hijrat Rahman Fida

 #خبرتیا
09/03/2026

#خبرتیا

07/03/2026

نوی زیږیدلو ماشومانو ته د ګهټی او نورو اضافی خوراکونو ورکړه او نقصانات یې:

ډاکـټر هجرت الرحمـن فـدا

په ټولنه کې یوه غلطه کړنه رایج شوی ده چې کله ماشوم نوی پیدا شی نو د ماشوم نیا یا کورکی کومه بله زړه ښځه نوی پیدا شوی ماشوم ته د مور د شیدو پر ځای ګهټی، کالک، چای، سپیرکۍ، بادیان، او یا هم ګلوکوز ورکوی چی دا ماشوم ته د ګټې پر ځای ګڼ شمیر نقصانات رسوی. معنې دا چې ماشوم مړیږی د مور شیدی نه خوری او وزن بایلی، د ماشوم د Entero hepatic circulation یا د ځیګر او کولمو د دوران د بیا بیا جذب له کبله د ماشوم ژیړی زیاتیږی،او همدارنګه ماشوم د پورته شیانو د هضم وړتیا نلری او د نس درد سبب کیږی.
نو ځکه د مور هغه اولنۍ شیدی چی کومی زیړ رنګ لری او Colostrum ورته ویل کیږی چې په زیاته اندازه پروتین، ویټامينونو او انټی باډي لری او ماشوم ته زیات ګټور تمامیږی ورکړه یې بسنه کوی.
ددې شیدو ورکړه د ماشوم او مور ترمنځ ارتباط قايموی او د مور په ذهنی ډول د ارامتیا سبب کیږې. او همدارنګه ماشوم تر شپږو میاشتو پورې له مختلفو انتانی ناروغیو څخه ساتی.

Hijrat Rahman Fida

په ماشومانو کې د سینه بغل (نمونیا) او تنفسي ناروغیسینه بغل د ماشومانو له خطرناکو تنفسي ناروغیو څخه ده چې که په وخت درملن...
06/03/2026

په ماشومانو کې د سینه بغل (نمونیا) او تنفسي ناروغی
سینه بغل د ماشومانو له خطرناکو تنفسي ناروغیو څخه ده چې که په وخت درملنه ونشي، جدي ستونزې رامنځته کولای شي.
🔎 د سینه بغل مهمې نښې:

تبه

چټک یا سخت تنفس

ټوخی

د سینې دننه تلل (Chest indrawing)

د شیدو یا خوړو نه خوړل

کمزوري او بې حالي

⚠️ کوم وخت باید ژر ډاکټر ته مراجعه وشي؟

ماشوم سخت تنفس کوي

شونډې یا نوکان شین رنګ اخلي

دوامداره لوړه تبه

ماشوم شیدې نه خوري یا ډېر بې حاله وي

🛡️ د مخنیوي لارې:

د ماشوم واکسینونه پر وخت کول

د خونې پاکه هوا او مناسب تودوخه

د ماشوم مناسب تغذیه

د سړې هوا څخه ساتنه

د ناروغو کسانو سره د تماس کمول

👨‍⚕️ پیغام د والدینو لپاره:
که ماشوم مو د تنفس ستونزه، شدید ټوخی یا تبه ولري، ژر روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړئ. په وخت تشخیص او درملنه د ماشوم ژوند ژغوري.
✍️ Dr. Hijrat Rahman Fida

04/03/2026

د روژې روغتیای ګټې 👨‍⚕️

ډاکټر هجرت الرحمن فدا

روژه یو مهم اسلامی او دینی عبادت دې، چې د انسان شخصیتی سمون، تقوا، شکرګزاری تعاون او رشد ته زمینه برابروی او په عیـن وخت کې بدن ته ځینی مهمی روغتیایی ګټې هم رسوی چې ځینې یې په لاندې ډول دی👇

◀د هاضمې سیستم ته استراحت ورکول
روژه نیول د هاضمې سیستم ته فعالیتونو ته استراحت ورکوي، ځکه چې د اوږدې مودې لپاره خوراک او څښاک نه ترسره کیږي. او دا کار د معدې، کولمو، او ځيګر د ښه فعالیت سبب ګرځي.

◀ د وزن کمښت او د وینې شکر کنټرول
روژه دکالوری د مصرف د محدودیت له امله د بدن اضافي وازګې یا غوړ سوځوي، ځکه بدن د انرژۍ لپاره د ذخیره شویو غوړو څخه استفاده کوي او وزن کموی، همدارنګه د وینې شکر کنټرولوي او د انسولین مقاومت کموي، چې د شکر ناروغۍ مخنیوی او کنترول کې رول لری.

◀ د زړه روغتیا ته ګټه
روژه د کولېسټرول او د وینې فشار کمولو کې مرسته کوي، چې دا د زړه د ناروغیو خطر کموي. طبی څېړنې ښيي چې روژه نیول د ښه کولېسټرول (HDL) کچه لوړوي او بد کولېسټرول (LDL) کچه کموي.

◀د دماغ او عصبي سیستم لپاره ګټوره ده
روژه دماغی فعالیت ښه کوي، حافظه او د تمرکز وړتیا زیاتوي، او د ستړیا مخنیوی کوي. همدارنګه، د الزایمر او پارکنسنیزم ناروغیو خطر کموي.

◀ د زهرجنو موادو څخه د بدن پاکوالی (Detoxification)
روژه د بدن څخه زهرجن مواد (ټوکسینونه) وباسي، ځکه چې بدن د اضافي موادو له منځه وړلو ته زمینه برابروي.

◀ د التهابي ناروغیو کمښت
روژه نیول د بدن التهابي (Inflammatory) حالتونه کموي، چې د مفصلونو درد، د هاضمې ناروغۍ، او ځینې سرطاني ناروغیو خطر کموي.

◀د اوږد عمر راز
څېړنې ښيي چې روژه نیول د حجرو د ځان خوړنه (Autophagy) پروسه فعالوي، چې د بدن د زوړوالي سرعت کموي او د عمر اوږدوالي ته ګټور ثابتېږي.

◀ د نفس کنټرول او ذهني ثبات
روژه د انسان ارادې قوي کوي، د صبر، زغم، او نفس کنټرول ته لار برابروی چې دا ټول ذهني او رواني روغتیا ته ګټور دي.

په عمومي ډول، روژه د بدن د فزیکي، رواني، جسمی او روحي روغتیا لپاره یو مهم او ګټور عمل ده چې د ژوند کیفیت او راز لوړوي.

Hijrat Rahman Fida

Address

Gardez

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical information طبی معلومات posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram