
15/03/2023
شاته مړی پروت دی؛
او په فرش باندې دسترخوان هوار دی، داسې ښکاري چې چا همدا اوس ډوډۍ خوړلي وي او بیا ښه په آرامه سره د کفن دفن انتظام کوي.
دا دنیا ده؛ که ته یې او که نه یې، دا به همداسې روانه وي، دلته څوک ستا انتظار نه کوي، نه څوک ستا په مرګ باندې ډوډۍ پرېږدي او نه ستا په شتون او نشتون ژوند کول پرېږدي.
تاته څنګه ښکاري!؟
ستا په مړینه باندې به ستا خپلوان، ستا ملګری، ستا اولاد، ستا خور او ورور قران ولؤلي او تا پسې به یې وبخښي؟
دا اولاد به تا پسې قرآن ولؤلي چې ستا په ویلو باندې لمانځه ته نه پاڅیږي، دا خپلوان به تاته دعا وکړي چې تر اوسه دې ورسره دښمني نه ده ختمه کړې، دا ملګري به تا پسې فاتحه وکړي؟ چې نن ورځ ترې ته پور غواړې او هغه په تا ملنډې وهي، دا خور او ورور به ستا لپاره خیرات او صدقه ورکړي چې په یو اختر او بل اختر درسره ملاوېږي.
ای غافله انسانه!
هغه د خلوص زمانې اوس تېرې شوي دي، اوس قیامت رانږدې شوی.
دا داسې زمانه ده چې دلته څوک تا په ژوند نه یادوي نو د مرګ نه پس به دې څه یاد کړي.
د خپل اخرت غم پخپله وکړه! قران کریم ولولۀ، لمونځ وکړه، په چا ظلم مۀ کوۀ، د انصاف سره دا زندګي تېره کړه، پخپل لاس صدقې سره له دې
تل آزموینه سره پاتې شئ مننه
کاپی