Al Khair Homeopathic clinic

Al Khair Homeopathic clinic Medical and health information

18/10/2025
*انګور د روغتیا خزانه 🍇 ، د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي > " انګور د طبیعت یو له غوره ډالیو څخه دی چې د بدن انرژي لوړوي او ...
30/08/2025

*انګور د روغتیا خزانه 🍇 ، د بدن دفاعي ځواک پیاوړی کوي

> " انګور د طبیعت یو له غوره ډالیو څخه دی چې د بدن انرژي لوړوي او ګڼ روغتیایي ګټې لري ."

*🩺 د انګورو 10 مهمې ګټې :*

1️⃣ د زړه او رګونو روغتیا پیاوړې کوي .
2️⃣ د وینې فشار منظموي .
3️⃣ د بدن دفاعي ځواک ( معافیت سیستم ) زیاتوي .
4️⃣ د هاضمې د ښه کېدو لپاره ګټور دی .
5️⃣ د وینې د پاکوالي او تازه والي سبب ګرځي .
6️⃣ د دماغ حافظه او تمرکز پیاوړی کوي .
7️⃣ د سرطان د مخنیوي لپاره مهم انتي‌اکسیدنټونه لري .
8️⃣ د پوستکي ځوان ساتلو او روښانه کولو کې مرسته کوي .
9️⃣ د وینې د شکر کچه په اعتدال کې ساتي .
🔟 د ستړیا او کمزورۍ په لرې کولو کې مرسته کوي .

*❤ معلوماتو ته زړونه ورکړئ !*

د میرګي په ناروغ چې ڪله حمله راشي بايد موږ څه وڪړو؟- ڪه په خطر ڪې (مثلاً د سړڪ په غاړه يا په ڪور ڪې تنور ته نېږدې) نه وي...
25/08/2025

د میرګي په ناروغ چې ڪله حمله راشي بايد موږ څه وڪړو؟

- ڪه په خطر ڪې (مثلاً د سړڪ په غاړه يا په ڪور ڪې تنور ته نېږدې) نه وي مه يي ښوروئ
- ڪه په ځمڪه يي سر اېښی وي تر سر يي يو نرم ښی لڪه بالښت ور لاندې ڪړئ
- ڪه یې سختې او تنګې جامې په تن وي هغه سستې ڪړئ او تڼۍ یې ورخلاصې ڪړئ
- د ناروغ په خوله ڪې هیڅ شی مه وراچوئ
- ڪه حمله له پنځو دقیقو څخه زیاته شوه نو سمدلاسه یې روغتون ته ورسوئ
- څه وخت چې د ميرګي حمله و دريږي نو ناروغ په څنګ څملوئ تر څو ستونې ته يې څه لاړ نشي
- هملته ورسره پاتې شئ او په ډيره نرمۍ او ارامۍ ورسره خبري وڪړئ
- د حملې د پيل او پای وخت په ياد وساتئ او يا يې ولېڪئ
- ڪه ناروغ ځان زخمي ڪړی وي او يا له حملې وروسته په تنفس کولو ڪې ورته مشکلات پېدا شي په بېړه يې تر روغتونه ورسوئ
په هومیو پهتیک کی یی په خه دول سره تداوی کیږی
الخیر هومیو پهتیک کلینک ته مراجع وکړی ۔
ادرس۔ګردیز غزنی لین ښاروالی نوی مارکیت دوهم منزل
اړیکو شمیره۔٠٧٧٧١٧٦٩٦٩

‏د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶مې کالیزې د رارسېدو په مناسبت ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وایم
19/08/2025

‏د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶مې کالیزې د رارسېدو په مناسبت ټولو ګرانو هېوادوالو ته مبارکي وایم

 #وينه( Blood)_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او ز...
16/08/2025

#وينه( Blood)
_وينه(blood):وينه يو منضم نسج (Connective tissue)ده چې په مایع شکل قرار لري او معمولا د وينې په رګونو او زړه کې د دوران په حالت کې وي

د وينې اهمیت( blood importance)
1—وينه د ژوند مايع ده( blood is fluid of life) ځکه چې انسان دژوند کولو لپاره اکسيجن ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان د بدن هري برخي ته د اکسيجن رسولو دنده په غاړه لري
2—وينه د ودې مایع ده( blood is fluid of growth) د انسان بدن په خپله اندازه د ودې کولو لپاره انرژۍ ته ضرورت لري نو همدا وينه ده چې د انسان بدن لپاره انرژۍ جوړوي او د بدن هري برخي ته يي رسوي
3—وينه د صحت مايع ده( blood is fluid of health)ځکه چې همدا وينه ده چې د انسان بدن د ناروغيو په وړاندې محافظه کوي او همدارنګه همدا وينه ده چې د انسان په بدن کې فاضله او غیري ضروري مواد ترلاسه کوي او اطراحي غړو ته يي رسوي ترڅو د بدن څخه ووځي

د وينې خصوصيات( properties of blood)
_رنگ (color):وینه سور رنګ لري
شرياني وينه اتشي سور رنګ یا پوخ سور رنګ( scarlet red)لري ځکه چې په زياته اندازه اکسيجن لري
_وريدي وينه ارغواني سور(purple red)رنګ لري ځکه چې په زياته اندازه کاربن ډاي اکسا

څه لپاره استعمالیږی راځی ذده یی کړوAvena sativa                                   (جوی – اوټس) هومیوپهتیک دو🔹 د Avena sa...
16/08/2025

څه لپاره استعمالیږی راځی ذده یی کړوAvena sativa

(جوی – اوټس) هومیوپهتیک دو

🔹 د Avena sativa Ø (Mother tincture) نښې او استعمالونه:

1. عصبي ستړیا (Nervous exhaustion)
د ډېر فکري کار یا د مطالعې وروسته ستړیا.
د عصبي فشار، امتحانونو او ذهني اضطراب وروسته کمزورتیا.
د اضطراب، وېری، او بې‌صبري سره مل ضعف.

2. بې خوبۍ (Insomnia) 😴
کله چې خوب نه راځي د اعصابو له زیاتې فعالیت یا فکرونو له امله.
په ځانګړي ډول د زده کوونکو او ډېر کار کوونکو کسانو لپاره.

3. جنسي ضعف (Sexual debility)
په نارینه کې د جنسي ضعف، احتلام، د میل کمښت.
په ښځو کې د اعصابي ضعف له امله د جنسي سردمزاجي.
د ځوانانو د ځان‌ارضایۍ (ma********on) یا د جنسي زیات استعمال له امله کمزورتیا.

4. د نشې پرېښودو کې (De-addiction remedy)
د سګرټو، چرس، هیروین او الکولو پرېښودو کې مرسته کوي.
د نشه پرېښودو پر مهال د اعصابو کمزورتیا، اضطراب او بې‌خوبي له منځه وړي.

5. د زړه او وینې کمزورتیا
د زړه ضربان زیات، د اعصابو فشار له امله لوړ فشار.
د زړه د ستړیا او ټیټ انرژۍ حالت.
6. د ناروغۍ وروسته ضعف (Post-illness debility)
د اوږدې ناروغۍ یا تبې وروسته د بدن کمزورتیا.
په ماشومانو او بوډاګانو کې د بدن عمومي سستوالی.

🔹 د استعمال طریقه:

Avena sativa Ø (Mother tincture):
20 – 30 څاڅکي په نیم ګیلاس اوبو کې، ۳ ځله په ورځ کې.

د کورس موده د متخصص په مشوره ټاکل کېږي.

الخیرهومیو پهتیک کلینک ګردیز
اړیکو شمیره 0777176969

دکوم گروپ وينه لرونکي خلګو  واده (ازدواج) خطرناکه دى ؟ دواده يا ازدواج په موضوع کي دويني دګروپو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کل...
15/08/2025

دکوم گروپ وينه لرونکي خلګو واده (ازدواج) خطرناکه دى ؟
دواده يا ازدواج په موضوع کي دويني دګروپو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کله چه دښځينه دوينى ګروپ منفى ار ايچ -Rh وى او دنارينه دوينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh وى ازدواج کول يي دماشوم لپاره خطرناكه دى.

کله چه يو منفى Rh ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh ګروپ سره ازدواج وکړى نو ددوى راتلونکى ځيږونکى ماشوم تعقيبول مهم او اړين دى او دوه حالت امکان لري

که دمورپه نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره يوشان را ووځى دماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه ديو دعادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

که دمور په نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره ضد راووځى يعنى دماشوم دوينى ګروپ مثبت ار ايچ +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى،ژيړى،دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .

کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه ازدواج سره وکړى څه بايد وشى؟؟؟

دحامله توب په اته ويشتمه 28 هفته کى د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟
که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه بيچکارى چه د Rh0 Immune globulin په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى بيکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وى دابيچکارى .
او که چيرى تيسټ مثبت راووځي دا پدى معنى ده چه دمور دفاعى سيستم دماشو دوينى حجرى تر حملى لاندى نيولى او دحجرو په له منځه وړلو يي شروع کړى ده پدى وخت کى دبيچکارى لگول ومورته هیڅ ګټه نلری .
کله چه کومبز تيسټ coombs test مثبت وى پدى وخت بايد دمور په نس کى دماشوم تعقيب وشى چه دمور ددفاعى سيستم له خوا وماشوم ته څومره ضرر رسيدلی دی.
اول دماشوم دوينى مقدار کتل کيږى چه څومره وينه يي ورضايع کړى ،بعضى وختونه ددى اشد ضرروت پيداکيږى چه ماشوته دمورپه نس کى باید وينه ورکول شي ځکه دشديدى کم خونى سره مخ وى.

دوينى دمقدار دمعلومولو څخه وروسته دژيړى مقدار ،دزړه غيرى عادى حالت او داسى نورو شيانو څيړلوته يي ضرورت دى چه بايد وڅيړل شى . مننه

پاڼه لایک فالو او #شیر کړئ

13/08/2025

قبضیت_(Constipation) د کولمو فعالیت کمښت دی چې له امله یې ناروغ په سختۍ سره یا په کمې اندازې سره ګېډه خالي کوي. د قبضیت عامې نښې نښانې عبارت دي له:

1. د ګېډې درد یا پړسوب
2. سخته یا وچه مدفوع
3. په کمې اندازې سره تشېدل (لږ تر لږه درې ځله په اوونۍ کې)
4. د بشپړې تشېدل نه احساسول

د قبضیت اسباب:
- د فایبر یا اوبو کم استعمال
- فزیکي فعالیت کم
- د ځینو درملو کارول
- فشار یا روحي ستونزې

تداوي:
1. د فایبر زیاتول: تازه مېوې، سبزیجات او د غلې دانې وکاروئ.
2. د اوبو زیات څښل: د ورځې له ۸ څخه تر ۱۰ ګیلاسه اوبه څښل ګټور دي.
3. فزیکي فعالیت: هره ورځ فزیکي حرکت لکه مزل کول د کولمو فعالیت ښه کوي.
4. درمل: که اړتیا وي، ډاکټر د نرمونکو یا محرک درملو توصیه کولی شي.
الخیر هومیو پهتیک کلینک ګردیز
اړیکو شمیره 0777176969

Address

Ghazni Line
Gardez
2201

Telephone

+93777176969

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al Khair Homeopathic clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram