
01/09/2024
#سپرم یا منې
یوه سپین رنګه سریښناکه ماده ده چي د مقاربت په وخت کې د انزال په صورت کي د نارینه د اندام مخصوصه څخه د ښځې په رحم کې د هګــئ یا Ova سره یوځای کیږي او د اولاد د پیداکیدو سبــب کیږي.
دسپرم د معاینه کولو لاري چارې:
دمنـــي په فزیکې معاینه کي د مني رنګ، مقدار، PH، او بوي اندازه کیږې.
د مني په کیمیاوې معاینه کي د مني فرکتوز،ایستروجن،او 17 کیتوستراید اندازه کیږي.
✔ د مني په مایکروسکوپي معاینه کې د سپـــرم حرکت،جوړښت او مقدار اندازه کیږي.
د سپـــرم د جمــع کولو لپــاره هدایت:
1.مریض باید له 3 --- 7 ورځو ج**ع نه وي کړي.
2. منـــی باید دلاس او یا ج**ع پواسطه په غټ او پاک لوښــي کې واچول شي.
3. باید ژر تر ژره لابراتوار ته ورسول شي.
4. منې باید دکوټي د حرارت په درجه کي له 20---10 دقیقي کیښــودل شي ترڅو یی سریښناکه خاصیت ختــم شي.
د منــي PH القــلي دې 8 ---7.2
د منــي رنګونه:
سپـــین رنګ: د منــې سپــــین یا Milky رنګ Normal حالــت دي.
زیړ ته مایل: دا د چرک موجودیت ښایې چې دي حالت ته Super Active Infection هم وایي.
سور ته مایل: د وینې د موجودیت یا Prank Heam وجه کیدایشي.
دمنـي Viscosity لزوجیت یا سریښناکه حالت :
تازه راوړل شوي منــي سریښناکه وي نو په دي وجه پکې سپرمونه حرکت نشي کولائ نو په تازه منې کې د معاینې کول یوه غلطه طریقه ده.
د سپــرم ســر : د اوږد سر لرونکی سپــرم په اسانۍ سره Ova ته داخلیــدلي شي او القاح صورت نیسي ګرد وړوکی او یا هم لوي سر لرونکی سپرم هګۍ ته نشې داخلیدلی نو په دي صورت کې القاح صورت نه نیسې.
د سپرم لکۍ : وګورۍ چي د سپرم لکۍ موجوده ده که نه او یا وګورۍ چي د سپرم لکۍ غوسه ده که نه او یا هم وګورۍ چي سپرم د دوو لکیو لرونکی دی که نه د لکۍ نه لرونکي سپرم، د نیمه لکۍ لرونکی سپرم او یا هم د دوو لکیو لرونکی سپرم هګۍ ته نشي داخلیدلی نو په دغه حالت کې القاح صورت نه نیسي.
دسپرم یا منې مربوط ناروغۍ:
Nicrozo Spermia
سپرمونه موجود وي مګر اکثره یې مړه وي.
Aspermia
د کوشش باوجود هم د مني نه افرازیدل.
Oligo Spermia
د سپــرمونو مقدار له 20 میلیونو څخه کم وي.
Poly Spermia
د سپــرمونو مقدار له 350 میلیونو څخه زیات دی