27/01/2020
کرونا ویروس
یو خطرناکه ویروسی ناروغی ده چه په کال 1960 کی کشف شوه. دا ویروس خارجی سطحه باندی د کرونا په نامه یو تاج لری چه کرونا په لاتینی ژبه کی تاج ته ویل کیږی، نو لدی امله د کرونا په نامه یادیږی.
دا ویروس په انسانانو کی د تنفسی سیستم مصاب کیدو سبب کیږی. چه د یو عادی زکام نه شروع تر یو حاد او شدید تنفسی سندروم (SARS) رامنځ ته کوی چه د
MERS- Cov (Middle East Respiratory Syndrome Coronavirus)
په نامه هم یادیږی . ځکه چه لومړی واقعه په عربستان سعودی، قطر او چین کی لیدل شوی وه.
دا ویروس شپږ مهمی انواعی لری.
1- 229E- Alpha Corona Virus
2- NL63- Alpha Corona Virus
3- OC43- Beta Corona Virus
4- HKU1-Beta Corona Virus
اعراض و علایم : د پزی بهیدل ، سر دردی ، ټوخی ، نفس تنګی ، ستونی درد، تبه ، ستړیا ، ضعیفی سبب کیږی.
منشا: د دی ویروس منشا تر اوسه سمه مشخصه نده اما زیات احتمال یی حیوانات او مرغان شادی ، موږک ، اسمان څکالی (خفاش) او سپی دی چه انسانانو ته تری انتقالیږی.
مخنیوی : د مریض سره د تماس نه وروسته باید لاسونه ، سترګی ، پزی ته یو نه وړل شی، باید لاسونه په ګرمو اوبو او صابون سره ومینځل شی.
انتقال : د یو مریض نه سالم شخص ته د پرنجی ، ټوخی ، لاس ورکول او د مریض ماچ کول او د یوی پیالی څخه استفاده کول دی.
دا ویروس تر اوسه پوری متاسفانه کوم واکسین نه لری اما یوه دوا چه د K22 په نامه چه د ویروس د تکثر څخه مخنیوی کوی جوړه شوی ده ، که چیرته یو انسان په دی ناروغی اخته شی او بیرته جوړ شی امکان لری چه دوباره بیا پدی ناروغی اخته شی ځکه چه ددی انټی باډی دایمی ندی او څلور نه تر شپږو میاشتو پوری دوام لری.
د عامی روغتیا وزارت څخه مو دا هیله ده چه کوم مسافرین د ذکر شوی هیوادون څخه افغانستان ته تشریف راوړی باید صحی معاینات یی ترسره شی تر څو نورو افغانانو ته د انتقال مخنیوی وشی. خصوصا چین هیواد څخه.
نوټ : باید د کرونا ویروس او رینو ویروس تر منځ تشخیص او تفریق وشی