21/01/2026
د چاغښت لپاره د ډکسامیتازون او سیفروهیپټاډین ګولیو استعمال
نن سبا ډېر کسان د وزن زیاتولو لپاره د Dexamethasone او Cyproheptadine ګولۍ بې له ډاکټري مشورې کاروي، حال دا چې دا کار د روغتیا لپاره ډېر خطرناک دی.ډکسامیتازون یو قوي سټیروئید دی. وزن چې پرې زیاتېږي، اصلي چاغښت نه بلکې د بدن پړسوب او د اوبو ساتل دي. شخص فکر کوی چې ګویا چاغ شوم خو دا چاغیت کاذب ده.
اوډیرۍ ستونزې لکه د شکر ناروغي، د وینې لوړ فشار
Cushing syndrome (مون فېس، غوړ غاړه)
د هډوکو کمزوري (Osteoporosis)
د ماشومانو د قد درېدل، د بدن دفاعي سیستم کمزوری کېدل
هورموني ګډوډي او ناڅاپي بندولو خطر پیدا کوی
او همدا رنګه سیفروهیپټاډین د الرجۍ دوا ده چې اشتها زیاتوي، خو شدید خوب راوړی، د معدې او کولمو ستونزې جوړوي، وزن زیاتوالی یې غیرصحتمند دی دواړه یوځای استعمال یې لوی خطر جوړوی
د بدن د چاغښت لپاره متوازن غذا، پروټین لرونکې خواړه، منظم سپورټ او د سوء هضم او جذب درملنه او د فشار یا ستریس څخه ځان ساتل دی.
✍️