Malikzai Crystal Dental Clinic

Malikzai Crystal Dental Clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Malikzai Crystal Dental Clinic, Medical and health, Ghazni.

23/11/2024

رحم کول او مهربان اوسیدل غټ زړه ته اړتیا لری
خو په مهربانی پوهیدل شعور ته اړتیا لری

21/07/2024
دی کابل ډاکتر صاحبانو غږ می درځي
15/07/2024

دی کابل ډاکتر صاحبانو غږ می درځي

غاښ تعريف:غاښ د سپين رنګه کلکو مقاومو انساجو څخه عبارت دى کوم چى الويول هډوکى په ساکت کى نصب شوى دى. خولى جوف ته په طبعى...
20/09/2023

غاښ تعريف:
غاښ د سپين رنګه کلکو مقاومو انساجو څخه عبارت دى کوم چى الويول هډوکى په ساکت کى نصب شوى دى.
خولى جوف ته په طبعى ژبه کى oral cavity وايې ، هر انسان لرونکى د دوه ژامو دى. پاس ژامى ته aupper jaw او لاندى ژامى ته lower iaw وايې چى د پاس ژامى لپاره د maxilla کلمه استعماليږى او لاندى ژامى لپاره د mandibulla کلمه استعماليږى.

د تولد په وخت کى د خولى په جوف کى هيڅ کوم غاښ شتون نلرى ، خو وخت په تيريدو سره په مختلفو مرحلو کی مختلف غاښونه eruption يا خروج کوى .

په عمومى ډول غاښونه په دوه برخو ويشل شوى دى
لمړى primary tooth يا شيرى غاښونه
دويم adult tooth دايمى غاښونه .

کوچنيانو غاښونه عموما 20 دانى دى ، لس په پاس ژامه کى او لس په لاندى ژامه کى دى .
شيرى غاښونه په 6 مياشتنى کى په خروج پيل کوى چه تر درى کلنى پوری بشپړ کيږى يعنى 7 کلنى پورى باقى پاتى کيږى او د 7 کلنى وروسته دايمى غاښونه خروج کوى او شيرى غاښونه تول غورځيږى.

دايمى غاښونه يا Adult Tooth دايمى غاښونه تول 32 دانى دى 16 په پاس ژامه کى او 16 په لاندى ژامه کى دى.
دايمى غاښونو 7 کلنى نه تر 14 کلنى پورى خروج کوى عقل دندان ( اخير مولر ) يا دريم مولر د 17 نه شروع ان تر 30 کلنى پورى خروج کوى.

د ماشومانو غاښونه په درى ډوله دى:
1_Molar
2_Canine
3_Incisors
ماشومان پريمولر غاښونه نلرى.

دايمى غاښونه په څلور ډوله دى:
1_Incsors
2_Canine
3_Premolar
4_Molar
اناتومى له نظره غاښ درى برخو څخه جوړ دى:
1_Crown
2_Neck
3_Root
هستولوژي ساختمان له نظره په څلور ډٶله دى:
1_Enamel
2_Dentin
3_Pulp
4_Cement
د غاښونو سطحى هر غاښ پينځه سطحى لرى:
1_buccal surface
2_lingual surface
3_occlusal surface
4_incisial surface
5_platinal surface

غاښونه کسپونه لرى چه د غاښ راوتلى برخى ته کسف ويل کيږى.
قدامى کسف نلرى کانين يو يو کاسف لرى پريمولرى دوه دوه کسفونه لرى پاس ژامى او لاندى ژامى فرق کوى پاس ژامى مولرونه څلور څلور کسفونه لرى او لاندى ژامى مولرونه 5 کسفونه لرى.

❗️غاښ دهستولوژى له نظره له دوه ډوله انساجو جوړ دى
نرم انساج
او سخت انساج
په سختو انساجو کې
Enamel
Dentin
Cement
شامل دى
په نرمو انساجو کې يوازې
pulp
بيا پولپ په دوه ډوله دى
تاجي پولپ
او جزري پولپ

❗️د غاښونو دندى:
1_ د ښکلا له نظره ډير د اهميت وړ دى.
2_ د خبرو کولو دنده په غاړه لرى.
3_ دنده ژولو دنده په غاړه لرى.

❗️د غاښونو د خرابيدو عوامل څه شى دى؟
1_ نشه يې توکى. .
2_ قندى مواد .
3_ الکول او مشروبات
4_ عمر
5_ ارثيت دى
6_ ضربى
او داسى نور

❗️د خولى او غاښونو د حفظ الصحى نه مراعتول کومى ناخوالى رامنځته کوى؟
1_ ستونى امراض
2_ د وريو التهابات
3_ تنفسى ستونزى
4_ د خولى سرطان
5_ د غاښونو رژيدل ماتيدل او تويدنه
او داسى نور

❗️څه ډول د غاښونو له خرابېدو مخنيوى کوى شوو؟
لمړى تر ټولو مهمه خبره د خولى حفظ الصحى لپاره د غاښونو برش او کريم استعمال دى دوه وخته
دوهم مسوک استعمال دى
درېمه خبره په زياته اندازه د پاکو اوبو استعمال دى څلورم dental floss استعمال دى يا د غاښونو تار
پينځمه د زياتو قندى موادو څخه ډډه کول
شپږم سهار لخوا يو ګيلاس شيدو څښل
اووم د ليمو او ګرمو اوبو په واسطه غړه غړه کول

❗️د غاښونو پياوړتيا لپاره صحى خواړه:
1_ کلسيم:
دا د غاښونو اصلى برخه ده نو له همدى امله کليسم خورا اړين دى کليسم په زياته برخه په لاندى محصولاتو کى موندل کيږى شيدو کى لوبيا بادامو کى شاتو کى انګور کى سبزيجاتو کى او ميوو کى او داسى نور
2_ ويټامين ډي:
ډير ٶيټامين په جګر او کب کى موندل کيږى .
3_ فاسفورس:
زيات په شنه مڼه کى غوښه کى کى جيګر کى او داسى نور.
4_ فلواريډ:
مونږ په دوه طريقو اخلو اول د خولى له لارى دويم په دواګانو کى راځي مثال کريمونو کى او داسى نور فلورايد زيات په اوبوکی ، په ونو کى، پاڼو کى، ميوو کى، سبزيجاتو کى او مصالحو کى موندل کیږی.
کاپی

د غـــاښ د کــانــال/کــانالونو درمـــلـنــهRoot Canal Treatment or Endodontic treatmentلیکنه او کړنه: ډاکټر فضل الرحمن ...
19/08/2023

د غـــاښ د کــانــال/کــانالونو درمـــلـنــه
Root Canal Treatment or Endodontic treatment

لیکنه او کړنه: ډاکټر فضل الرحمن صادق

د غاښ د تداوی هغه پروسیژر دی په کوم کې چې د د غاښ مرضی او خراب شوی/نيکراټيک عصب/پلپ لری کیږی او پرځای ئ نور د مایکروب ضد مواد ځای پرځای کیږی ترڅو د نورو مایکروبونو مخه، ونیسی موجوده مایکروب له منځه یوسی او د غاښ ګیرچاپیره د جوړیدو وړ انساج ورغوی.

د غاښ د عصب التهابی حالت یا پلپائیټس pulpitis) اکثره وخت د درد سبب کیږی، که چیرته دغه حالت غیری رجعی یا irreversible pulpitis حالت ته داخل شوی وی نو غاښ باید RCT شی یعنی عصب ئ لری او پرځای ئ نور مناسب مواد ځای پرځای شی.

د غاښ د کانالونو تداوی یوه عامه تداوی ده چې د امیریکن اسوسیشن اف اینډوډانټیکس د رپورټ له مخی تقریبا هر کال د امریکا په متحده ایالاتو کې څوارلس میلیونه (۱۴۰۰۰۰۰۰) غاښونه آر سی ټی (RCT) کیږی چې %۹۵ کامیابه پایلی لری.

احتیاط
هرکلن چې یو غاښ RCT شی، نو غاښ باید سم له واره کراون یا پوښ شی، ترڅو په مکمل ډول سره له انتاناتو محفوظ شی.
که څه هم د غاښ آر سی ټی او پوښ کول قیمته تمامیږی خو که چیری هم دغه ناروغ غاښ تداوی نه شی یعنی ار سی ټی نه شی او پوښ نه شی، نو بیا به ناروغ یا امپلانټ کوی او یا به د غاښونو برج یعنی ویستل شوی غاښ به داسی عیوض کوی چې دوه مجاویر غاښونو ته ه پوښونه ورکوی او په منځ کې به مصنوعی غاښ د پوښونو سره وصلوی کوم چې نسبت ارسی ټی او پوښ کولو ته څو چنده قیمته تمامیږی.

هرکلن چې د یو ناروغ RCT کو نو باید د ناروغ د طبی تاریخچی ترڅنګ د غاښونو تاریخچه هم وپښتو چې لاندی برخی لری.

۱: د یو ناروغ طبی او د غاښونو د مختلفو حالاتو تاریخچه واخیستل شی.
۲: دناروغ عمده شکایت یعنی chief complant په شمول د ناروغی مدت، قوت، او د درد نوعه وپښتو.
۳: راډیوګرافیک مطالعات باید په سمه توګه وکړی شی.
۴: د غاښ د عصب او د غاښ د ګیرچاپیره انساجو معائینه ترسره شی.
۵: کلینیکی ابجکټیب معائینات ترسره شی.
۶ تفریقی تشخیص او نتیجه باید لاس ته راوړو.
۷: د تداوی پلان نیول او پرګنوسیس په هکله فکر وکړی شی.
۸: د تداوی مدت یا ډیوریشن او د هغی په هکله یو لنډ قانع کونکی معلومات درلودل.

د رضایت خبر Inform Concent

هر کلن چې اینډوډانټیک تشخیص ترسره شی، ګټی، خطرونه، د تداوی پلان، مصارف، او د اینډوډانټیک تداوی عیوضی لاري چاری ټولی باید د ناروغ او یا د ناروغ د ورثو سره شریک کړی شی ترڅو ناروغ یا د تداوی دپاره موافقه وکړی او یا له تداوی څخه انکار وکړی.

د درملنی پرمهال باید دغه لاندی نقاط په نظر کې ونیول شی.

۱: Dental Dam ربرډم یا

په ۲۰۱۰ کال کې AAE یا امیرکن اسوسیشن اف اینډوډانټیکس په غیری جراحی توګه د RCT د پاره ربرډم استعمال لازمی وګرځوه.
ربرډم استعال علاوه له دې څخه چې غاښ وچ او د خولی د باقی محیط څخه جدا کوی نوري ګټی هم لری لکه د RCT فائیلونو د بلعه کولو څخه مخنیوی، او د مايکروضد کیمیاوی موادو د بلعه کولو څخه مخنیوی کوی او همدارنګه د ناروغ ډراپلیټس نه پریږدی چې مستقیما د خولی د بیرونی محیط سره په تماس راشی.

اناټومیک مغلق والی Anatomical Complexity
د غاښ د کانالونو مورفولوجی یو کمپلیکس او مغلق سیسټم دی کوم چې په زیاته اندازه لرونکی دداسی نقطو دی چرته چی لاسرسی یو مشکل او حتی ځینی وخت ناممکن دی، لکه په غیر نارمل توګه د ډیرو ریښو موجودیت، یوه ریښه په څو څانګو تقسیم کیدل، ددوه یاڅوریښوترمنځ په افقی توګه د اضافی عصبی کانالونو شتون، دریښی ټکر د مجاویرو عصابی ریښو سره، د ریښو موجودیت په مګزیلری ساینسونو کې او یا ډیر نژدیکت دغو جوفونو ته،د ریښو د حد نه ډیره انحناء، د ریښو دکانالونو بندیدل د منرالی موادو په ضریعه یعنی کلسیفايډ کانالونه چې داتول هغه څه دی چې یو ډاکټر مجبوروی ترڅو له ځان څخه سوال وکړی چې
آیا زه تخنیکی مهارت، مناسب ټرینینګ، او هغه وسایل لرم کوم چې د RCT د پاره اړین دي؟

2- D and 3 - D radiographic images.

د RCT پراسیس له شروع څخه له مخی راډیوګراف یو له مهمو وسیلو د تشخیص څخه دی کوم چې د غاښ د کانال/کانالونو د تداوی لپاره حتمی دی.
یو ساده بایټ وینګ bitewing راډیوګراف یو سم او صحح دوه اړخیز پراجکشن د غاښ د چیمبر او د چیمبر د اوږدوالی په هکله ورکوی،
که څه هم مکمل تشخیص د پیری اپیکل انټرا اُرل راډیوګراف پر مرسته یو ستونزمن کار دی.

په سمه توګه زاویه لرونکی پیری اپیکل فلم
Well-angulated periapical film
باید یو سم زاویه لرونکی راډیوګراف واخیستل شی په کوم کې چې د ایکسری مشین کون /cone سیده mesio-oblique او یا disto-oblique ډول برابر یږی.

په دغه ټکټیک کې اکثره وخت د غاښونو د ریښو دری اړخیز 3D جوړښتونه ښکاریږی او anatomic complex ئ څرګندیږی.
روښنائ، رنک، فرق، او شفافیت د یو ډجیټل ایکسری په مرسته په اسانه توګه څرګندوی تر څو پټ نقاط په سمه توګه څرګند کړی لکه کلسیفایډ کانالونه، غیری تداوی
تداوی شوی کانالونه، د ریښی خرجی ریزرپشن یا تحلل، د ریښی داخلی ریزرپش، پلپ سټون، په کانال کې د فائیل موجودیت، اُور ابچوریشن، او داسی نور.

دایوه عامه خبره ده چې بعضی کوچنی او لوی پتوسیس او اناټومیک نقاط په 2D راډیوګراف کې نهمعلومیږی، چې دغه مشکیل یا د راډیوګرافیسټ په واسطه او یا هم د ټیکنالوجی محدودیت وجه کیدای شی.
په تری ډی کون بیم کمپیوټیډ ټموګرافی 3D Cone Beam-Computed Tomography د غاښونو د پیری اپیکل زخمونو تصاویر اخیستل کیدای شی او نور اناټومیک جوړښتونه پهcoronal(anterior-posterior) , (Axil(transvers,
sagital( left-right) هم اخیستل کیږی چې دغه scaningوسایل د پورته ذکرشو محدودیتونو ضامن دی.

Instrumentation.

د غاښ کانالونه اکثره وخت فکر کیږی چې هموار او مخروطی جوړښتونه لری، خو دغه تصور هیڅ وخت د غاښ د کانالونو د پیچیده او مغلق سیسټم اناټومیک جوړښت ترجمانی نه شی کوی، دغه جوړښتونه غیر متناظر ډول او یا بیضوی شکل ته ورتوالی لری خو نور اناټومیک نقاط لکه د ریښو څانګی، دوه اړخیز کانالی ارتباطونه او د اضافی عصبی کانالونو موجودیت هغه څه دی چې د غاښ کانالی سیسټم مغلق کوی.
د غاښ د کانال مغلقه اناټومی باید په نظر کې ونیول شی کوم چې د غاښ د کانالونو د پراخوالی او برابرولو دپاره او د کانالونو د ابچوریشن د پاره اړین دی.
اُوسنیو ریسرچونو خودلی ده چې NiTi Rotary نایټای یا نیکل ټیټانیم وسایلو استعمال کوم چې په ډیره پیمانه د کانالونو اصلی جوړښت په مرکزی شکل سره ساتی او دکانال مرکزی طبعی جوړښت تعقیبوی په داسی حال کې چې سټینلیس سټیل stainless steel د کانال طبعی جوړښت ته تغیر ورکوی او کانال د مرکزی نقطی څخه لیټرل یا یو اړخیز ډول سره انتقالوی.

ضدعفونیت یا له انتان څخه پاکونه Disinfection

ددې دپاره چې د اینډوډانټیک ناروغیو په مائیکروبیالوجیک اټیلوجی باندی بحث وکړو، د غاښ د ګیرچاپیره انساجو التهاب یا پیروډانټایټیسټ او ضدعفونیت هغه مهم نقاط دي چې د ټولی معالجی مهمه برخه تشکیلوی.
موجوده د پاکوالی او شکل ورکولو میتډونه ناممکین بریښی چې د غاښ د کانالونو ټول مائیکرو اورګانزمونه له منځه یوسی.
دوه عمده وجوهات چې د انتاناتو د بقا سبب کیږی عبارت دی له ۱: هغه مقاوم مائیکرواورګانونه کوم چې په بایو فلم کې باقی پاتی کیږی، ۲: د کانال مغلق جوړښت چې حتی د مکمل میخانکی وسایلو له استعمال څخه وروسته هم مائیکرو اورګانونه باقی پاتیدکیدای شی.
همدارنګه توګل شوی انتانی نیکراټیک انساج امکان لری چې له یو صحح میخانکی وسایلو له استعمال بعد د کانالونو له مغلق سیسټم له وجهی باقی پاتی شی.
دایو منل شوی حقیقت دی چې د موجوده پرمختللی ټیکنالوجی باوجود د غاښ د کانالونو مغلق سیسټم ته لاسرسی یو ناممکن کار دی نو ځکه د اریګیشن او په کافی اندازه د مائیکروب ضد محلولونه او موادو استعمال په کانالونو کې که هغه په پسیب/passive یا اکټیب/active ډول وی چې د اکټیب استعمال د پاره مخصوص نیډلز استعمالیږی چې د side-vented needles په نوم یادیږی.
مناسب ډیس انفیکشن محلول په مناسب حجم سره باید د کانال د شیپینګ او کلینینګ پراسیس پرمهال استعمال شی.
د کانالونو ډیس انفیکشن او پاکوالی مستقیماً زمونږ د توانائ پوری اړه لری چې تازه محلول د کانال په داخل کې د شیپینګ پراسیس تر اخیره استعمال کړو ترڅو شیپینګ پراسیس په اسانه توګه اجراء کړی شی او د کانالونو ډیبریډ شوی زرات، نیکراټیک انساج او د بکټیریا/بکټیری مړه او یا نیمه مړه حجرات له کانالونو خارج کړو.

د غاښ د پاک شوی کانالونو ډکول یا ابچوریشن/Obturation
په زیاته اندازه استعمالیدونکی مواد کوم چی د هستی/core په توګه د غاښ د کانالونو د ابچوریشن لپاره استعمالیږی عبارت دی له ګټاپرچا /Gutta percha or GP Points څخه کوم چې په ټوله نړۍ کې استعمال لری.
د ګټاپرچا یا ګټا پرکا استعمال د غاښونو په طب کی له سانچری یا سل کالو څخه ډیر دی چې به کیمیا وی توګه عبارت دی له( polyisoprene(a crystallone polymer څخه چې په دغه فرموله کې شل سلنه %۲۰ ګټاپرچا او باقی پاتی برخه اکثره زینک اکسائیډ/zincoxide دی.
د نورو موادو په نسبت ګټاپرچا مناسب مواد دی چې د کانالونو د ډکولو دپاره استعمالیږی، چې د ریښی مغلق سیسټم ددغه موادو به مرسته ښه ډکیدای شی.
هغه تخنیکونه چې د کانالونو د ډکولو دپاره په کار وړل کیږی عبارت دی له
لیټرل کانډنسیشن/ Lateralbcondensation د سپریډر /spreader په مرسته، ګرم عمودی ټیکنالوجی په کوم کی چی ګرمونکی وسیله استعمالیږی او یا هم هغه ګتاپرچا چې د روټری فائیل څخه تاوه شوی وی او په اون کې د ګرمیدو وروسته د غاښ کانال کې ځای پرځای کیږی.
دغه ټول صحح میتډونه دی خو په دغومره تفاوت سره چې دګرم عمودی ټیکنالوجی په زیاته اندازه قیمته تمامیږی..
سیلور پاینټز Silver points
د شواهدو پر اساس څلور لسیزو راهیسی سیلور پاینټز اوس د کانال ډکونکو موادو په صفت نه استعمالیږی چې وجه ئ د
لمړنی ابچوریشن په سمه توګه نه ترسره کیدل دی او د وخت په تیریدو سره سیلور پاینټز خپل جوړښت ته بدلون ورکوی او ورستیږی کوم چې د کانال د خرابیدو باعث کیږی.
په ۲۰۱۳ میلادی کال کي د امیریکن اسوسیشن اف اینډوډانټیکس یا AAE د سیلور پاینټز استعمال د کانال تداوی کونوکو موادو په صفت ممنوع اعلان کړ.
N2 surgent paste
هغه پیسټ فارم مواد یعنی خمیره شکله مواد چې کوم چې د ریښی د اپیکل فورامین څخه تیریدی شی باید استعمال نه شی ځکه دغه مواد د همیشنی نیورولاجیک انجری سبب کیږی د مثال په ډول پارافارملډیهایډ سیلینټ کوم چې سایټو ټاکسیکلی غیری محفوظ دی باید استعمال نه شی.
دغه رنګړمواد د انډوډانټیکس د پریکټس د معیار څخه ښکته مواد دی او استعمال ئ د ګټی پرځای زیان رسوی.

د غاښ د تاجی برخی بندونه Coronal-Seal
حتی په بهتره توګه اینډوډانټیکس معالجه یا RCT هم ناکامیږی او د بیا ځل دپاره منتن یا re-infected کیږی که چیری د غاښ دریښی سیسټم یوځل بیا د هغو مائیکرو اورګانونو په واسطه کوم چې د خولی د محیط څخه لارپیداکوی او د غاښ کانالونو ته ځان رسوی،کانالونه انتانی کوی.
د ری انفیکشن د مخنیوی دپاره باید دغاښ کانال د اپیکس څخه تر کانال اورفیس پوری د یوی جامدی هستی او سیلر solid core and sealer پرمرسته بند یعنی سیل شی.
د ار سی ټی شوی غاښ کورونل لیکیج /coronal leackage یا تاجی لیک کیدنه د غاښ د بیاځل منتن کیدو یو ثابت عامل دی له کوم څخه چې مائیکرو.اورګانونه او غذائ مواد د کانال او بیا له ابیکس څخه تیریږی او د غاښ د ری انفیکشن سبب کیږی.
هغه غاښونه چې ار سی ټی شوی دی باید سم له واره په همیشنی ډول ډک او پوښ شی ترڅو د ری انفکشن مخه ونیول شی.

د انډوډانټبکس هدف دادی ترڅو د غاښ ګیرچاپیره انساجو ساتنه د بکټیریائ ککړتیا په مقابل کې ترسره کړو چې ددغی هدف دپاره د غاښ د کانالونو مناسب پاکوالی، جوړښت، شکل ورکول، دکانالونو ډکول او د غاښ په مناسب ډول ډکول او پوښول دی.

په درنښت،
کاپی
ډاکټر صادق له وال څخه

conventional implantپرون مو نور مریضانو  ته هم امپلانتونه وکړو د خپل هیواد ډاکتر مه تخربوی باور پری وکړی خارج ته د تللو ...
08/08/2023

conventional implant
پرون مو نور مریضانو ته هم امپلانتونه وکړو
د خپل هیواد ډاکتر مه تخربوی باور پری وکړی
خارج ته د تللو ضرورت نشته
الحمدالله اوس زموږ هیواد کی د غاښونو په طبابت کی
بهترینه او پر مخ تللی تداوی کیږی ستاسو باور موږ ته لا قوت راکوی

دیروز باز هم غرس دندانها داشتیم
مواقفانه حراجی غرس نمودن دندان پایان یافت
الحمدالله شکر گذار خداوند متعال استم
بخش دندان الی ضرورت رفتن به خارج نیست
اعتماد شما
قوت ما اس
ادرس شهر غزنی ایوبی مارکیټ منزل دو بلاک دو

د یو ډاکټر پوښتنه؟د غاښو برس څومره موده وروسته دکاره لویږي؟انګریز: یوه میاشت وروستهچینایی: دوه هفتې وروسته امریکایي: تر ...
27/07/2023

د یو ډاکټر پوښتنه؟
د غاښو برس څومره موده وروسته دکاره لویږي؟
انګریز: یوه میاشت وروسته
چینایی: دوه هفتې وروسته
امریکایي: تر درو میاشتو کار کوي
افغان: دغاښو برس هیڅکله دکاره نه لويږي!😲
ډاکټر: داڅنګه امکان لري؟
افغان: دغاښو برس خو په اول سر کي دغاښو پاکولو دپاره کاریږي، بیا دورېښتانو درنګولو دپاره په کار راځي،
دهغه څخ وروسته دماشینونو د پاکولو دپاره په ښه راځي،
دبوټانو په رنګولو اوپاکولو کي هم ښه دي.
او کله چې دبرس زلفان ورژیږي بیا په پرتوګ کي دپرتوګاښ اچولو دپاره هم په کار راځي!😉😉
کاپی

اړینه_خبرتیا🔔له ګاز نیولیو کسانو سره څه وکړو؟د درنو کورنیو، زده کړیالانو، زده کوونکو، او مسافرو د پام وړ:د یخنۍ په دې فص...
09/01/2023

اړینه_خبرتیا🔔

له ګاز نیولیو کسانو سره څه وکړو؟
د درنو کورنیو، زده کړیالانو، زده کوونکو، او مسافرو د پام وړ:
د یخنۍ په دې فصل کې موږ هر یو د خپل کور او اطاق د ګرم ساتلو لپاره له ګازي بخاریو، لرګیو او ډبرو سکرو څخه کار اخلو.
که پوره پام و نه کړو؛ د ګاز نیونې د بدې واقعې ښکار ګرځو چې د مړینې په شان په بدو عواقبو باندې پای ته رسېږي.
ګاز له (هایدروکاربن بوتان او پروپان) څخه تشکیل شوی دی. کله چې یو کس له ۱۰ (لسو) دقیقو څخه د زیاتې مودې لپاره دا ګاز بوی او تنفس کا، په وینه کې یې د اوکسیجن اندازه کمېږي او ځای یې کاربن نیسي.
د ډبرو سکاره (زغال) او لرګي هم د سوځېدو په وخت کې له ځانه د کاربن مونو اوکساید (دری کاربنه غاز) تولیدوي. دا غاز ډېر خطري او وژونکی دی. موږ هر ژمی په روغتونونو کې د کاربن مونو اوکساید له امله د پایزونینګ (ګاز نیونې) د داسې بدو واقعاتو شاهدان یو چې ناروغان یې له امله مري.
هر کله مو چې کوم کس ولید چې ګاز نیولی څه باید وکړئ.
په لومړي قدم کې باید هغه د کوټې څخه بهر و باسئ تر څو پوره اوکسیجن واخلي. که ناروغ په هوش و یا ویښ وو نو صافي او خوږې اوبه او یا لیمو او مستې ورکړئ.
یو پلاستیک یا پوقانه ناروغ ته ورکړئ تر څو یې پوف کا، دا کار د دې سبب کېږي چې د اضافی کاربن غاز له بدن څخه خارج شي او په ځای یې اوکسیجن واخلی او نصب شي.
که ناروغ د بې هوښۍ په حال کې وو هغه په اواره سطحه باندې پریباسئ.
خوله په خوله تنفس ورکړئ.
CPR/ د تازه ژوند ورکړې هڅې پیل کړئ.
په دواړو لاسونو د سینې د قفس په چپ لوري باندې یې فشار وارد کړئ.
د بې هوښۍ په حالت کې هیڅکله کوم خوراکي شیان (اوبه او خواړه) ور نه کړئ ځکه ناروغ کې اسپایریشن (سږیو ته د معدې او مرۍ د محتویاتو ګرځېدل)صورت نیسي چئ دا کار د ناروغ د بېړنۍ او حتمي مړینې سبب ګرځي.
که په لومړنیو مرستو باندې ناروغ، روغتیا نه مومي نو په ډېره بېړه هغه صحی مرکز یا روغتون ته و لېږدوئ او ژوند یې و ژغورئ.
نوټ: بخارۍ مو د شپې په لومړیو برخو کې بلې کړئ او کله چې خوب پیلوئ نو د بخارۍ له صافېدو، ګازی بخاریو له ګلیدو او بیرون ته له ایستلو، د دود له وتو او د هوا له صافوالي څخه ځانونه ډاډمن کړئ او بیا خوب پیل کړئ.

کاپی

ډینټل امپلانټ (dental implant)  په لمړی ځل په غزنی کی Dental implant غرس نمودن دندان اولین بار درغزنیډاکتر ملکزی ډاکتر ح...
04/01/2023

ډینټل امپلانټ (dental implant)
په لمړی ځل په غزنی کی

Dental implant غرس نمودن دندان

اولین بار درغزنی

ډاکتر ملکزی
ډاکتر حبیب
ملکزی کرسټل د غاښونو کلینیک
کلینیک دندان ملکزی کرستل
ادرس :د غزنی ښار کلاسبز ایوبی مارکیټ دوهم منزل

ملکزی کرستل دغاښونو کلینیک ډاکتر عبدالرقیب ملکزی ادرس .غزنی ښار د ورګون اډی ته مخامخ ایوبی مارکیټ دوهم منزل
08/12/2022

ملکزی کرستل دغاښونو کلینیک
ډاکتر عبدالرقیب ملکزی
ادرس .
غزنی ښار د ورګون اډی ته مخامخ ایوبی مارکیټ دوهم منزل

این ارتو   هم خلاص شدکلینیک زیبایی دندان ملکزی کرسټل  منظم نمودن دندانهای انحرافی ادری شهر غزنی. کلاه سبز ایوبی مارکیټ م...
11/11/2022

این ارتو هم خلاص شد
کلینیک زیبایی دندان ملکزی کرسټل
منظم نمودن دندانهای انحرافی
ادری شهر غزنی. کلاه سبز ایوبی مارکیټ منزل دوم

 ؟ایا غاښونه مو خرابیږی؟ نو دغه یی دا خرابیدو لاملونه دی.روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کې...
10/08/2022

؟
ایا غاښونه مو خرابیږی؟
نو دغه یی دا خرابیدو لاملونه دی.
روغتیاپوهان وایي، خوله او غاښونه د انسان د روغتیا هنداره بلل کېږي. که چېرې د غاښونو پاکوالي ته پاملرنه و نه‌شي، د غاښونو توروالی ياCaries په لومړي وخت کې درملنه نه‌شي، سربېره پر دې چې غاښونه له منځه ځي، خوله بد بوی پیدا کوي، میکروبونه ستوني او معدې ته داخلېږي او انسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کوي.
د غاښونو د خرابي ګڼ عوامل شته، خو یو شمېر کسان ورته فکر نه کوي او یا دغه عوامل په نظر نه ورځي. هغه عوامل چې د غاښونو د خرابوالي لامل ګرځي، ځينې يې دا دي؛
#نشه‌یي_توکي
نسوار، چرس، سګرېټ او نور نشه‌یي توکي د غاښونو روغتیا ته جدي زیان اړوي. د نشه‌یي توکيو لوګی د غاښونو تر منځ په فاصله کې خوندي پاتې کېږي چې له دې سره د ګڼو نورو ناروغیو سبب هم ګرځي.

ډېری ماشومان او لویان عادت لري چې نوکان په غاښونو پرې کوي، یا یې پرې زبېښي او موښي. دغه عادت د غاښونو مینا یا سپینوالي ته جدي خطر اړوي او همدا ډول په نوکانو کې راټول شوي میکروبونه مو د وجود نورې روغتیا ته هم جدي خطر لري.

ډېری ځوانان فکر کوي، بازارونو ته د تازه بېلابېلو ډولونو راغلو انرژیو او یخو مشروباتو په څښلو سره به چاغ شي، وجود به یې ورسره ښه شي او همدا ډول قوي به شي، خو نه یوازې چې دغه څښاک د دوی روغتیا ته ګټه نه لري، بلکې د غاښونو روغتیا ته هم جدي زیان اړوي. دغه څښاک غاښونه توروي، ورستوي یې او همدا ډول مو معدې ته هم جدي ګواښ پېښولای شي.
تر ډوډۍ خوړلو وروسته په غاښونو کې د خلکي وهل
ځينې کسان عادت وي چې څنګه ډوډۍ وخوري، د غاښونو د پاکوالي لپاره له ډکي استفاده کوي. ډاکټران وایي، دا عادت مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي او ورۍ مو ورسره زخمي کېږي.

په غاښونو د سختو بادامو، چهارمغزو او یا ځینو نورو خوراکي توکيو ماتول مو د غاښونو روغتیا ته زیان اړوي. د غاښونو د برېښ عوامل همدغه شيان دي.
ُرس_وهل
د سروې له مخې د نړۍ ۷۵ سلنه کسان د غاښونو بُرس په غلط ډول کاروي. دوی بُرس په افقي ډول د غاښونو شا او مخ ته موښي، پداسې حال کې چې بُرس باید په عمودي ډول وموښل شي او تر دوو یا دریو دقیقو په ورځ کې دوه
ځله استعمال شي
کاپیhafiz d c

دا یی هم اورتو ډیینټیکس 3
10/07/2022

دا یی هم اورتو ډیینټیکس 3

دا یی هم اورتوډینټیکس 2
10/07/2022

دا یی هم اورتوډینټیکس 2

دا یی هم اورتو ډینټیکس
10/07/2022

دا یی هم اورتو ډینټیکس

🦷 غاښونو د ایستلو حرکتونهډاکتر عبدالرقیب ملکزی 1) Mandibular molars : a-  apical gripb- lingual movementc- buccal moveme...
05/06/2022

🦷 غاښونو د ایستلو حرکتونه
ډاکتر عبدالرقیب ملکزی

1) Mandibular molars :

a- apical grip
b- lingual movement
c- buccal movement
d- slight rotation & extraction ..

2) maxillary molars :

a- apical grip
b- buccal movement
c- palatal movement
d- slight rotation & extraction

3) mandibular premolars :

a- apical grip
b- buccal movement
c- lingual movement
d- 1ry rotatory movement in case of 2nd premolar only *** as it has conical root

4) maxillary premolars :

a- apical grip
b- buccal movement
c- palatal movement
d- dilation & delivary

5) mandibular incisors :

a- apical grip
b- labial movement
c- lingual movement
d- dilation & delivary

6) maxillary incisors :

a-apical grip
b- labial movement
c- lingual movement
d- dilation & delivary

ډاکتر ملکزی

Address

Ghazni

Telephone

+93797292200

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Malikzai Crystal Dental Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Videos

Share