Popalzai Dental Clinic پوپلزی دغاښونو کلينک

Popalzai Dental Clinic پوپلزی دغاښونو کلينک زما هدف زما هیله ده
زما هیله له هرې لارې دردمن او بیچاره خلګو ته خدمت کول دي.

13/04/2025

غاښونه باید په منظم او صحتمند ډول وساتل شي څو له خرابی، درد، او نورو ستونزو څخه خلاص اوسې. دلته ځینې مهمې لارې دي چې د غاښونو د ساتنې لپاره باید تعقیب شي:

۱. د غاښونو منظم برس کول:

ورځ کې لږ تر لږه ۲ ځله (سهار او ماښام) د غاښونو برس کول اړین دي.

د فلورايد لرونکي غاښ مینځونکي (toothpaste) څخه کار واخلئ.

برس باید نرمه (soft) وي او هر درې میاشتې وروسته یې بدل کړئ.

۲. د غاښونو منځ صفا کول:

د غاښ منځ صفاکوونکي تار (dental floss) یا اوبو سپرې (water flosser) څخه کار واخلئ، تر څو خوراکي پاتې شوني لرې شي.

۳. صحي خوړنچاري:

له شکري خوړو، خوږو مشروباتو او ډير تېلو خوراکونو ځان وساتئ.

ميوې، سبزيجات، شيدې، مغز لرونکي خوراکونه د غاښ لپاره ګټور دي.

۴. منظم د غاښ ډاکټر ته تلل:

لږ تر لږه هر شپږ میاشتې وروسته د غاښ ډاکټر ته د کتنې لپاره لاړ شئ، که څه هم کومه ستونزه نه وي.

۵. د تنباکو او سګرټو نه ځان ساتل:

سګرټ او نسوار د غاښونو، ګیجو (لثو)، او خولې سرطان سبب کېدای شي.

۶. د غاښ ژغورنې وسایل:

که ورزش کوې، د غاښونو د ژغورنې لپاره mouthguard وکاروه.

جلوگیری از دلبدی در بارداری______تهوع و دلبدی در بارداری بخصوص ماه‌های اول، دوم و سوم کاملا طبیعی است که هر خانم باردار ...
07/09/2024

جلوگیری از دلبدی در بارداری
______
تهوع و دلبدی در بارداری بخصوص ماه‌های اول، دوم و سوم کاملا طبیعی است که هر خانم باردار تجربه میکند.
اما این دلبدی ها با میزان های مختلف در خانم‌ها ظاهر میشوند، در یکی کم و در دیگری بیش از حد.
در این بخش علت دلبدی های بیش‌از حد بارداری را برای شما بیان داشته و راه های مبارزه با آن را توصیه خواهیم نمود.
__ علت اساسی دلبدی بیش‌از حد
در بارداری کمبود ویتامین B6 در بدن خانم باردار است.
ویتامین B6 نقش بسیار مهم در رشد ذهن جنین، متابولیسم گلوکز، عملکرد سیستم دفاعی و تشکیل خون در بدن خانم باردار بازی میکند.
و همچنان میتواند تهوع و دلبدی های بیش‌از حد را در خانم باردار کاهش دهد.
ویتامین B6 همچنین در سوخت‌وساز پروتئین و کربوهیدرات‌ها در بدن خانم باردار کمک میکند و به شکل‌گیری گلبول‌های سرخ خون، آنتی‌بادی‌ها و سیستم پیام‌رسان‌های عصبی جنین نقش ایفا میکند.
__علائم کمبود ویتامین B6
کمبود های خفیف ویتامین B6 غیرمعمول نیست، اما کمبودهای شدید آن زیاد است.
موارد زیر نشانگر کمبود ویتامین B6 در بدن خانم های باردار میباشند.
1- آفت و التهاب بر روی زبان.
2- تبخال

اوس کولای شئ چه خپل غير منظم غاښونه ارتودنسي (سيم پيچي) دقره باغ په بازار کې تر سره کړئ..آدرس قره باغ بازار پوپلزی دغاښو...
09/07/2024

اوس کولای شئ چه خپل غير منظم غاښونه ارتودنسي (سيم پيچي) دقره باغ په بازار کې تر سره کړئ..
آدرس قره باغ بازار پوپلزی دغاښونو کلينک..وټسپ # 0798009582

03/03/2024
12/08/2023

لیمبو
د لیمو ۱۸ مهمي ګټې، او په ورځنيو چارو کې د هغه استعمال:

لیمو په خپل ځان کې ډیري ګټي لري، او حتی د ډیرو ګټو له وجې ورته د پوره دوا خانې لقب ورکړه شوی، ځینې ګټې يې په لاند توګه درسره شریکوو.

۱- لیمو د هر رنګه وایرسونو سره تضاد لري، ځکه نو د زکام، پزه بهیدنه، سترګي بهیدنه، او دې ته ورته ټولو امراضو څخه انسان ساتي، لیمو د ویټامین سي خزانه بلل کیږي، او ویټامن سي عموما د داسې مرضونو تر ټولو غوره علاج بلل کیږي، د زکام په حالت کې که لیمو د ګرمو اوبو او چایو سره وخوړل شي، ډیر ګټور تمامیږي.

۲- لیمو د پښتورګو مرضونو لپاره ګټور ثابتیږي، د پښتورګي ډبره او خاوره له منځه وړي، او ټول هغه جراثیم وژني، چې د بولو په مجرا کې ژوند کوي.

۳- د بندونو د دردونو مخه نیسي، او روماتیزم په علاج کې ښه رول لوبوي، او همداسي اعصابو ته ارام ورکوي.

۴- که وڅښل شي، او یا په جلد باندي ولګول شي، د جلدي حساسیت لپاره ګټور تمامیږي.

۵- د ملریا، کولیرا، او ټای پایډ څخه د ژغورني لپاره کارول کیږي.

۶- د وټامن سي او روټین (Rutin) په نامه د مادې د موجودیت له کبله د رګونو دیوالونه تقویه کوي.

۷- د ښځو لپاره : په رحم کې دننه د ویني بهیدنه کمه وي.

۸- د صحت په ساتنه کې ګټور تمامیږي، او همداسي د جسم قوت مدافعه تقویه کوي.

۹- د مخدره موادو د نشې څخه د علاج لپاره کارول کیږي.

۱۰ – که هر سهار یوه ګلاس اوبو ته یوه قطره لیمو واچول شي، د جګر د ساتنې او په صفايي کی مهم رول لوبوي، او معده د زهریاتو څخه پاکه وي.

۱۱- په جسم کې طبیعي توازن ساتي.

۱۲- د سټریک په نامه تیزاب (Citric acid) په لیمو کې وجود لري، کوم چي په پښتورګو کې د کالشیم پاته شوني او ډبرې جوړیدني مخه نیسي.

۱۳- د سرطاني او خبیثو اورامو د نمو مخه نیسي، او نه پریږدي چې هغه په چټکۍ سره وده وکړي، ځکه چې په لیمو کې جلیکوسایډس فلاون (glycosides flavone) وجود لري.

۱۴- د معدې چینجي له منځه وړي.

۱۵- د ویني فشار تنظیموي، او که چیري د ویني فشار لوړ سي، نو تر ټولو اسانه او چټک علاج یې مریض ته د لیمو جوس ورکول دي.

۱۶- د تنفسي امراضو لکه ربو د جانبي عوارضو مخه نیسي، او د ناروغي په تخفیف کې ګټور تمامیږي.

۱۷ – د سترګو د ډیرو مشکلاتو لپاره مفید مواد لري، ځکه چې په لیمو کې هسپیریډن (Hesperidin) په نامه ماده موجوده ده، کومه چې د سترګو د ډیرو مشکلاتو د مخنیوي لپاره کارول کیږي، او دسترګو دید صفا کوي.

۱۸- او څوک چې په شوګر مرض مبتلا وي، دهغه په وینه کې د شوګر د توازن سبب ګرځي.

***په ورځنیو چارو کې د لیمو استعمال او ګټي***:

۱- لیمو که په بدن باندي د زیتون د تیلو سره ولګول شي، نو دا ډیره زیات ګټور تمامیږي، او خصوصا په جلد کې چې کومي خلایاوي مړې شوي وي، د هغوی په را ژوندي کیدو کي مهم رول لري، او همداسي جلد ډیر ملایم او تر وتازه کوي، او همداسي د تورو داغونو څخه د علاج لپاره کار امد ثابتیږي.

۲- د وریښتانو د ښه علاج لپاره لیمو ډیر مهمه دوا ده، د لیمو جوس د وریښتانو غوړزګي ختموي، او د هغه غدې چې غوړي را باسي، تنظیموي، په شامپوګانو کې مهم جز همدا لیمو وي، خو باید هغه شامپو اختیار کړه سي، چې د رشتیا لیمو په کښي اضافه شوی وي. که د لیمو پوستکي جوش کړه سي او بیا د لمبېدو او وریښتانو د پریوللو وروسته په هغو اوبو غوړیږي، نو دا به وریښتانو ته ډیره ځلا ورکړي، او وریښتان به د ریچو او سپږو څخه وساتي.

۳- د غسل وروسته د خولو د بوی ورکولو لپاره هم کارول کیدای سي، او جسم د ښه بوی لپاره مهم رول لوبوي.

۴- د غاښونو د ژیړوالي د خاتمې لپاره هم ښه کار کوي، چې د غاښونو د کریم سره وکارول سي، او یا په یو ټکره باندي لیمو واچول شي، او غاښونو باندي وموښل شي.

۵- د نوکانو د تقویت او ښایست لپاره هم کار آمد ثابتیږي، چي د زیتون د تیلو تر څنګ په لیمو باندي نوکان غوړ سي.

20/06/2023

د غاښونو چیچل یا برکسیزم Bruksizm څه شی دی، لاملونه یې څه دي او درملنه یې څه ده؟

ایا پوهیږئ چې یو لاشعوري او غېر ارادي عمل یا کړنه کولای شي چې ستاسې د غاښونو ژوند له وخته مخکې پای ته ورسوي، یعنې په دې ډول ښایي د غاښونو له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ شو او خپل غاښونه له وخته مخکې له لاسه ورکړو.
دې پروسې ته په طبي ژبه برکسیزم ویل کېږي او په عام ډول دې حالت د غاښونو د چیچلو ستونزه ویل کېږي، چې ښایي زیاتره خلک ورسره مخ شي یا ډېر خلک یې ولري.
زیاتره خلک په تېره بیا ماشومان د شپې له خوا د غاښونو چیچلو عادت لري. همدغه راز په غوسه کې غاښونه چیچل خو یوه مشهوره خبره ده؛ خو مشران یا سپین ږیري په دې باور دي، کله چې ماشومان د وېرې احساس وکړي یا بد خوب وویني نو په دې حال غاښونه چیچي.
د دې تر څنګ دا خبره هم زیاته مشهوره ده چې کله د ماشومانو په خېټه کې چينجي وي یا په خېټه کې د چینجیو ستونزه لري، نو هغوی د غاښونو چیچلو ستونزه لري یا غاښونه چیچي، چې دا یوه تجربه شوې خبره ده.
برکسیزم څه شی دی؟
د برکسیزم یا غاښونو چیچلو په ستونزه کې ناروغ شخص اکثره وخت د ویښي په حالت کې د غاښونو په چیچلو پیل کوي، چې دا ستونزه په ماشومانو او لویانو کې یو شان لیدل کیږي، چې تر ټولو ډېر زیان یې غاښونو ته رسیږي ځکه چې دا د غاښونو پورتنۍ طبقه خرابوي.
د غاښونو چیچل کیدای شي زیاتره لاملونه ولري، چې د فزیکي او رواني اختلالات له امله وي او د برکسیزم ډولونه کې دوه ډوله وي چې یو ته یې د ویښې یا بیدارې او بل ته یې د خوب برکسیزم ویل کېږي.
د بیدارې یا ویښې برکسیزم:
په دې حالت کې انسان د ویښې په حالت کې خپل غاښونه چیچي. معمولاً رواني اختلالات، فشار، ذهني یا احساساتي ستونزې او غوسه او داسې نور د دې لامل کېږي.
د خوب برکسیزم:
دا ډول یې په ماشومانو کې ډېر عام وي، چې د دې ډول اضطراب قرباني کس حتی په دې نه پوهېږي چې هغه د خوب کې خپل غاښونه چیچي، چې د خوب اختلال ګڼل کیږي او زیاتره وختونه په لویانو کې هم لیدل کېږي.
لاملونه:
طبي کارپوهان د برکسیزم لاملونه اختلال، اضطراب، اوږدمهاله یا لنډمهاله صدمه، د خوب محرومیت، میرګي او ډیمنشیا ګڼي. همدغه راز د سګریټ څکول او د کافین زیات اسعمال هم د دې ناروغۍ احتمالي لاملونه کیدای شي او د ژوند نامناسب طرز هم لامل دی.
د بېلګې په توګه د خوب نشتوالي یا په پرلپسې توګه له اوه تر اتو ساعتونو پورې ویښ پاتې کېدل، ټلویزیون یا موبایل ته کتل او د غاښونو د درملنې د جانبي عوارض هم د برکسیزم لاملونه دي.
درملنه:
د طبي کارپوهانو په وینا، په برکسیزم ناروغۍ کې کومې ځانګړې درملنې ته اړتیا نشته، د ژوند د طرز په بدلون او د خوب په ښه کولو سره دغه ستونزه تر ډېره حده کنټرولېدای شي، خو کله ناکله د یوې جدي ناروغۍ نښه هم وي، نو له همدې امله له ډاکټر سره مشوره کول ډېر اړین دي

30/11/2022

پوپلزی دغاښونو کلینک دژمي په رارسیدو سره په ټولو بخشو کې ٢٠ فیصده تخفیف اعلان کړی دوستان دې خبر وي..

دغاښونو ډکول ٢٠ % تخفیف
دغاښونو کښل ٢٠ % تخفیف
دغاښونو پوښول ٢٠ % تخفیف
ډینچر ( پلاستکي ژامي) ٢٠ تخفیف
ارتو دنسي (سیم پیچي) دغیر منظم غاښونو منظمول ٢٠ % تخفیف
امپکټ غاښونه کښل ٢٠ % تخفیف.
پته قره باغ بازار دخلیل احمد درملتون ته څیرمه

15/10/2022

څه باید وکړو ترڅو مو د خولی حفظ الصحه ( دخوله صحتمندی) ترلاسه کړی وي؟

د غاښونو برشکول، دغاښونو دتار استعمال، او دخولی وینځل د خولی حفظ الصحی لپاره اړین او لازمی کار دی.
دخولی دپاکوالی لپاره باید د غاښونو کریم (toothpaste) دهمیش لپاره استعمال کړی شی، د غاښونو برشکولو ټکټیک باید په سمه توګه عملی شی، ورځینی عدت د سوډا (Soda) چې عبارت دی له پیپسی، کوک، سیون اپ، مرینډا، ډیو، فانټا له استعمال څخه ځان ساتنه وکړی شی، دسیګرټ څښل او نسوارو داستعمال سره دښمنی اعلان شی.
د Tufts پوهنتون دغاښونو طب کم چې په بوسټن (Boston) کې موقعیت لری (Tufts University School of Dental Medicine) د خولی دپاک ساتلو لپاره لاندی لارښونی توصیه کوی.

۱؛ دغاښونو ډاکټر ته د معائینی (check up) لپاره تګ.
که چیری تاسی دغاښونو معائینی لپاره د غاښونو ډاکټر ته مراجعه ونه کړی، نو دهغه چاپه لیسټ کې شاملیږی څوک چې په کال کې یوځل هم دغاښونو ډاکټرته دمعائینی لپاره مراجعه نه کوی او له غاښونو ډاکټر څخه ویره (Dental phobia) لری، یا دخولی اوغاښونو دصحت په هکله بی پروا ئ کوی او یا هم د رقم (پیسو) دلګښت په هکله سختی کوی مګر برعکس د ریګولر معائینی پرځای دوه چنده وخت، څوچنده مصرف او څوچنده صحی تکالیفو سره د ریګولر معاینی دبی پروا ئ له وجی مخامخ کیږی.
امریکائ غاښونو ټولنه ( American Dental Association) دهغه چاپه باره کې څوک چې د ریګولر معاینی لپاره دغاښونو ډاکټرانو ته مراجعه نه کوی داسی وینا لری،
دغه رنګ اشخاص به دډیرو امراضو سره مخامخ کیږی لکه دغاښونو خرابوالی یا په عامه اصطلاح سره دغاښونو چینجن کیدل ( dental decay or dental caries) د وری امراض (gum diseases)، د خولی سرطان ( oral cancer) د غاښونو دتاج ګیرچاپیره التهاب (pericoronitis) دغاښونو ګیرچاپیره اوتارو التهاب ( periodontitis) دغاښونو دریښودلاندنی څوکی دانی یا ابسیس ( periappical abscess) اونور سیسټمیک امراض چې دخولی د سټریپټوکاکسی ( oral streptococci) سره تړاولری لکه mediastinal abscess, meningitis, vertebral osteomylitis, hepatobiliary abscess, bacterial endocarditis, چې bacterial endocarditis ئ ډیرمعمول دی چې %۲۷ د میوټانز سټریپټوکاکسی ( mutans streptococci) له وجی منځ ته راځی.
په ابتدائ حالت کې کله چې د خولی اوغاښونو امراض دتداوی وړوی، په ناروغ باندی مصرف یا لګښت هم کم راځی او صحت ته ئ هم لږ چیلینج متوجه وی، مګر هرکلن چې دغه امراض وخیم اوsevere او agressive حالت غوره کړی بیا نه یوازی داچې ناروغ ته ستر مالی زیان اړوی بلکی د ټول عمر لپاره ئ یا معیوب کوی او یا ئ دژوند سره اړیکی قطعه کوی.

۲؛ د کلونو شمیرل (count the years) .
نوی قدم وهونکی ماشومان (toddlers) او زلمی اشخاص دغاښونو امراضوته توجه نه کیږی مګر هغوی هم لکه د نورو د خولی حفظ الصحی ته ضرورت لری.
هرکلن چې ماشوم یوکلن شی باید دغاښونو ډاکټر ته د معاینی لپاره یوړل شی اوکله چې ددې جوګه شی چې دخپل بوټانو مزی وتړړلی شی، نو باید په دې پوهه وی چې څرنګه کوی شی خپل غاښونه پاک وساتی.

۳؛ د سوډا (soda) استعمال ترکول لکه پیپسی، کوک، مرینډا، سیون اپ، پانټا، ډیو، وغیره
دا مشروبات یوه اندازه مزه لری مګر د غاښونو لپار د دښمن په صفت کارکوی.
په دغومشروباتو کې دوه شیان چې عبارت دی له فاسپوریک اسیډ (phosphoric acid) او سیټریک اسیډ ( citric acid) څخه چې د غاښونو بیرونی طبقه یا enamel له منځه وړی په دی میکانیزم سره چې د غاښونو د انامل منرالونه تجزیه کوی، دغاښ سطحی نرموی، او د غاښونو مقاومت د بکټیریاو په مقابل کې کموی او د ډینټل کریس لپاره موقع مساعدوی.
د سوډا پرځای تازه اوبه استعمال کړی، او که غواړی چې اوبه زیاتی وڅښی، نو ځینی بی ضرره ذائیقی د اوبو سره ګډی کړی ترڅو داوبو څښلو ته مو زیات تشویق کړی.
۴؛ له زیاتی خوږی ( بوری، قندونو، چکلیټ، ایسکریم.....) استعمال څخه ځان وساتی.

خوږه په زیاته پیمانه دغاښونو د خرابوالی سبب کیږی.
قندونه د بکټیریاو لپاره بهترینه غذا ده او همدارنګه په خوله کې د خولی طبعی PH اسیډی کوی او په اسیډی محیت کې دغاښ سپینه طبقه په اسانی سره تجزیه اوله منځه ځی او همدارنګه قندونه نښتونکی یا چسپینده یا adhesive صفت لری چې د میکروبی پلک (plaque) د غاښونو سطحو سره په جوښت تماس راولی او د غاښونو او وریو دامراضو باعث کرځی.
هغه اسیډ چې د خوږي له استعمال څخه په خوله کې منځ ته راځی ددی قدرت لری ترڅو دغاښونو سپینه طبقه یاenamel په شلو ( ۲۰) دقیقو کی کمزوری او مقاومت ئ کموی.
باید له زیاتی خوږی استعمال څخه ځان وساتل شی او دهر خوږ شی له استعمال وروسته مسواک استعمال او په اوبو سره صفاشی.

۵؛ سیګرټ څښل پریښودل (quit smoking).

په سیګرټ کې موجود نیکوټین ( ni****ne) او توربخنه ماده یا ټار (tar) چې د تمباکو دسوځیدو څخه منځ ته راځی نه یوازی د غاښونو سپین رنګ په زیړ رنګ بدلوی بلکی د غاښونو سخته طبقه یا enamel له منځه وړی او د dental decay لپاره موقع برابروی ددی ترڅنګ سیګرټ څښل د خولی مخاطی غشاء خاموی اوپه خوله کې زخمونه ( oral sores) منځ ته راوړی کم چې د بکټیریاو لپاره محفوظه مورچل او د امراضو دتولید مهمه سرچینه جوړوی.
اوحتی د تمباکو کیمیکلز ( chemicals) دخولی سرطان ( oral cancer) هم منځ ته راوړی.

۶؛ د یو سالم برش استعمال.
یو داسی د غاښونو برش استعمال کړی کوم چې نرم تارونه ( soft bristles) ولری، د غاښونو دبرش سم او صحح ټکټیک په کار واچوی، د غاښونو برش باید له دوه یا دری میاشتو څخه ډیر استعمال نه شی، که چیری د غاښونو برش تارونه له دوه میاشتو څخه مخکی کاږه شی او یا ئ سرونه پڅ شی، نو بیا باید د نوی برش په رانیولو کې ځنډ ونه شی ځکه د برش کاږه او بی نظمه تارونه وری زخمی کوی.

۷؛ د غاښونو پاکولو سم او صحح ټکټیک څخه کار اخیستل.

دا هر چا ته معلومه ده چې دغاښونو برش او کریم د ورځی دوه ځلی لازمی او ضروری خبره ده مګر ددغی ترڅنګ د غاښونو برش داسی استعمال شی چې د غاښونو دبرش تارونه دوری دلائین سره %۴۵ درجی زاویه جوړه کړی، د برش تارونه باید د وری په لوری وی، او برش ته نرم، لنډ، او دائیروی حرکات ورکړ شی، باید دبرش لاندی په یو وخت کې دوه نه تر دری غاښونه راشی، او دهر غاښ سطحه له لس الی پنځه لس کرتی د برش په واسطه پاکه شی، د غاښونو برش ته باید زیات فشار ورنه کړ شی او له ټاکلی اندازی څخه زیاد برش هم نه شی چې زیات استعمال ئ غاښونه زخمی کوی، وری شاته ټیله کوی او دغاښونو دریښو د لوڅیدو سبب کیږی چې پایله ئ دغاښونو شدید بریښ دی.

۸؛ د غاښونو دتار استعمال (flossing) .

دایو ساده او اسانه کار دی کم چې د غاښونو دصحتمندی ضامن دی.
څرنګه چې د غاښونو برش استعمال سم او ناسم ټکټیک لری همدارنګه د غاښونو تار (dental floss) هم دی.

تقریبا دودیرش سانټی میټر( 32cm) د غاښونو تار په داسی توګه د خپلو منځینیو کوتو (middle fingers ) څخه تاوکړی د دواړوشهادت او غټو ګوتو (index fingers and thumbs) په کومک ئ مضبوط ونیسی چې ددواړو لاسونو دګوتو ترمنځ د تار اوږدوالی دوه انچه وی، د غاښوترمنځ فاصلو ته ئ په احتیاط سره داخل کړی او د د غاښونو څنګونو سطحي پری داسی وسولوی ترڅو نښتی غذائ مواد او میکروبی پلک له منځه یوسی، هرکلن چې ددوه غاښونو ترمنځ سطحی پاکی شی بیا دڅنک غاښونوترمنځ سطحی پاکی کړی مګر داهم یاد وساتی چې د سطحو د تبدیلی پرمهال استعمال تار د هغی منځنی ګوتی څخه تاو کړی کم څخه چې په ابتداکې لږ تار تاوشوی وه او دغیری پاکو دغاښوترمنځ فاصلو لپاره نوی تار له هغی منځینی ګوتی څخه اوږد کړی کم چې د پاک تار لپاره خاصه شوی ده.
کاپي د Dr Naim Nawabi له واله

05/10/2022

د غاښونو ناروغي څرنګه پيلېږي؟

لومړۍ برخه

کله چې غاښونه د ورځې دوه ځلې برس نه شي؛ نو په غاښو باندې يو سپين رنګه پوښ جوړيږي چې په لاتين کې ورته plague وايي. دا plague په عادي اوبو تېرولو سره دغاښونو له سطحې نه پاکېږي : دغه سپين رنګه پوښ يا طبقه چې د غاښونو د نه مينځلو له کبله په غاښو باندې منځ ته راځي ٧٠٪ له باکټریاوو څخه جوړېږي او نوره پاتې برخه يې له پاتې شويو غذايي موادو، پروټين، خوږه يا ګلوکوز، مالګه اوبو جوړېږي.

02/10/2022

★د وینې ټيټ فشار*[Hypotension]
داسې یو حالت دی، چې د انسان زړه په کافي اندازه وينه نه پمپموي. دا حالت تقریباً ډېرو انسانانو ته ورپېښېږي. خو کله چې علایم ښکاره او بارز شي په دې معنا ده چې وضیعت خطرناک دی، نو ژر تر ژره یې درملنه پکار ده.
کله چې د زړه او مغزو ترڅنګ د بدن نورو مختلفو غړو ته په مناسبه اندازه وینه و نه رسيږی نو د انسان بدن سم کار نه کوي. همدارنګه پر له پسې د ټيټ فشار حالت کې ژوند تېرول ستاسو د فکري تمرکز قوت کمزوری کوي.
د وينې ټيټ فشار څو درجې وي؟
که څه هم په بېلابېلو وګړو کې دا درجه فرق کوي، مګر بیا هم له "۹۰" درجو ښکته ټيټ فشار بللای شو. په داسې وخت کې باید ژر تر ژره ددې درجې د پورته کولو په فکر کې شئ.
★علایم★
په ځينې مواردو کې د وينې ټيټ فشار ستاسو په روغتيايي حالت کې د یوې ستونزې ښکارندويي کوي. له همدې امله د وینې د ټيټ فشار علایم پېژندل مهم دي، تر څو ستونزه پر وخت حل شي. ځينې عمده علایم عبارت دي له:
ـ سر ګرځېدل
ـ بې هوښي
ـ زړه بدوالی
ـ په سترګو تیاره راتلل
ـ د فکري تمرکز له لاسه ورکول
ـ ستړيا
ـ د سترګو توروالی ورک کېدل
لاملونه:—
په عمده توګه د وینې د ټيټ فشار لاملونه په لاندې ډول دي:
ـ امیندواري
ـ د زړه ناروغۍ
ـ په بدن کې د اوبو کمښت
ـ په غدو کې اختلالات
ـ شدید عفونت
ـ د ځينو درملو اغېز
ـ د وينې بهېدل
ـ آنافیلاکسي (الرژيکي غبرګون)
ـ په غذايي رژيم کې د مغذي موادو کمښت
درملنه:
مهمه خبره دا ده، چې تاسو باید ډاکټر ته ولاړ شئ، تر څو ستاسو ناروغي معلومه کړی. خو وړاندې له دې چې ډاکټر ته ولاړ شئ، کولای شئ له ځینو ساده تګلارو ګټه واخلئ ترڅو فشار مو عادي حالت ته راشي.
لومړی:—(د لیــمو شربت)
که تاسو په کور کې لیمو او یا هم نارنج درلود نو بختور یئ. ژر تر ژره په یوه ګیلاس کې د لیمو او مالګې شربت جوړ کړئ او ناروغ ته یې ورکړئ. په لنډه موده کې به یې ستونزه حل شي.
دویم:—(د اوبو څښل)
لکه څرنګه چې مو پورته یادونه وکړه، د اوبو کمښت ستاسو د وینې فشار ټيټولای شي نو که همدا یې علت وي د اوبو څښل ستاسو فشار عادي حالت ته ګرځولای شي. د فشار د ټيټېدو په وخت کې هڅه وکړئ، چې ډېرې اوبه وڅښئ.
درېيم:—(له پښو ګټه اخيستل)
روغتيا پالان یو بل وړانديز هم کوي. کله چې فشار مو ټيټېږي کوښښ وکړئ د خپلو پښو لاندې بالښت کېږدئ او د سر طرف مو د پښو په پرتله ټيټ پرېږدئ. دا کار مو فشار کنټرولولای شي. یا هم کولای شئ خپلې پښې دېوال ته کېږدئ، په دې توګه به د پښو طرف د سر په پرتله پورته شي.

07/09/2022

دخولې بد بویي : لاملونه او حل لاري!

د خولي بدي بوي تقريبا %50 فيصده د ژبي څخه پاتی برخه يي د خولي لوړ طرف , غاښونه , د غاښو التهاب , مصنوعي غاښونه , دستوني التهاب , دهضمي سيستم ناروغي د پښتورگی(ګردو) ناروغی څخه سر چينه اخلي .

د ژبي څخه بوي په عمومي ډول د غذا خوړلو څخه وروسته د غذا کوم پاته شوني او پروټين چي پر ژبه پاتی کيږي هغه د باکتريا له طرفه پارچه او ټوټه کيږي د پارچه کيدو په صورت کي گاز او بوي تشکليوي بوي داسي بوي دي چي پر انسان ښه نه لګيږي

د خولي بوي څو ډولونه لري د بعضو څخه يي دلته بحث کوم
اول: دا بوي شخص خپله حس کولای شي چي خوله يي بوي لري مهم سببونه يي د شپي د خوب په وخت خوله وازه پاته کيدل د لاړو نشتوالي د خولي وچوالي خيرن يا چټل غاښونه د مصنوعي غاښونو نه پاکول …

دوهم : دا بوي شخص خپله نه حس کوي د مقابل شخص له طرف حس کيږي مهم سببونه يي د ستوني التهابونه , د پزي بنديدل او التهاب , د پزي مايع , الرژي…

دريم : دا بوي شکمن بوي دي شخص اطميناني ندي چي دا بوي دده څخه دي که د مقابل شخص دي سببونه يي د داخلي هضمي سيستم څخه سر چينه اخلي تر خولي پوري را رسيږي لکه د معدي مشکلات , ترخي اوبه خولي ته راتلل , بد هضمي ,قبضيت , په زيات مقدار د لبنياتو(شيدي,مستي) استعمال …

څلورم: د سږي(شش) څخه راوزي مهم سببونه يي لکه د شکري ناروغي حامله توب د دواګانو استعمال …

د حل لاره او تداوي يي:
اول يي بايد سبب پيداسي وروسته د سبب مطابق تداوي وشي
مثلا د غاښو برس کول , مسواک وهل , دالتهابي غاښو تداوي کول , د مصنوعي غاښو ښه پاک ساتل د ژاولو ژول هغه ژاولي چي شيريني ونلري , د خولي او پر ژبه باندي پرتي باکتريا سره مجادله کول, خوله پاکول, په بنده پزه بايد خوب ونکړي , شيريني مواد بايد لږ استفاده کړي , خواړه ښه ژول بيا تيرول , د غاښو د تار يا لرگي استعمال کول , د سګريټو پريښودل …
مننه ستاسي د ښي روغتيا په هيله

Address

Ghazni

Telephone

+93798009582

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Popalzai Dental Clinic پوپلزی دغاښونو کلينک posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Popalzai Dental Clinic پوپلزی دغاښونو کلينک:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category