Medical World طبي نړۍ

Medical World طبي نړۍ strange world

03/09/2025
صد مبارک ټول افغان ولس خو کله.چی راشید او دا بیراغ یو ځاي وینم ماته هر څه را کوی د نړی ټوله خوشي لکه چی ز ما وی دومره خو...
25/10/2023

صد مبارک ټول افغان ولس خو کله.چی راشید او دا بیراغ یو ځاي وینم ماته هر څه را کوی د نړی ټوله خوشي لکه چی ز ما وی دومره خوش شم


15/09/2023

دکوم گروپ وينه لرونکي کسانو واده خطرناکه دى؟

دواده په موضوع کي دويني دګروپونو څخه مهم د Rh فکتوردى ،کله چه دښځينه دوينى ګروپ منفى -Rh وى او دنارينه دوينى ګروپ مثبت +Rh وى واده کول يي دماشوم لپاره خطرناكه دي.

کله چه يو منفى Rh- ګروپ لرونکی ښځينه د مثبت Rh+ ګروپ سره واده وکړي نو ددوى راتلونکى ماشوم دوه حالته امکان لري:

۱- که دمورپه نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره يوشان را ووځى دماشوم اينده ژوند ته خطر نسته ښځه ديو دعادى حامله ښځى په شکل حامله توب ته ادامه ورکولاى شى ماشوم ته کوم خطر نسته .

که دمور په نس کى دماشوم دوينى ګروپ دمور سره ضد راووځى يعنى دماشوم دوينى ګروپ مثبت +Rh ثابت شى پدى وخت کى دماشوم ژوند ته خطر سته با يد تر جدى تعقيب لاندى ونيول شى .

کله چه دمور دوينى ګروپ منفي -Rh او دماشو دوينى ګروپ مثبت +Rh وى دمور دوجود دفاعى سيستم دماشوم دوينى حجرى تر حملى ندى راولى او وينه يي دمنځه وړى,په ماشوم کى دکم خونى،ژيړى،دعصابوتخريب، دزړه خرابوالى اودمرګ سبب ګرځى .

کله چه مثبت +Rh نارينه اومنفى -Rhښځينه ګروپونه واده سره وکړى څه بايد وشى؟

دحامله توب د 26 - 28 هفتو په منځ کي د کومبز coombs test په نامه تيست دى چه دا تيست بايد وشى.ددى تيست په واسطه موږ کولاى شو چه معلومه کړو چه مور دماشوم په مقابل کى انتى باډى توليد کړى که يا؟

که چيرى په اته ويشتمه 28 هفته کى مور دماشوم په مقابل کی انتى باډى نه وى توليد کړى دا په دى معنى دى چه دمور دفاعى سيستم تر اوسه دماشوم دوينى حجرى تر حملى لاندى ندى راويستلى نو پدى وخت کى دماشوم مورته يوه پيچکارى چه د RhD Immune globulin يا RhoGAM په نامه ياديږي ورلګول کيږى ددى پيچکارى وظيفه داد چه دمور دفاعى سيستم ترفشارلاندى راولى او مخنيوى يي کوى چه نور دماشوم حجرى تر حملى لاندى را نسی چه تقريباً نه نوى فصيده %99 کاميابه وي.
#نوټ: دوستانو داحالت په نږدې دوستانو کي سره واده کول څو چنده زياتوي. نو کله چي په نږدې دوستانو کي واده کوي داحالت بايد په پام کي ونيسي.

10/09/2023

سجده سهوه کله واجب کیږي او طریقه یې څنګه ده؟
ځواب:
په لاندې حالتونو کې د سهوې سجده واجب کیږي:
۱-کله چې په لمانځه کې د سورة فاتحه وروسته سورت لوستل هیر شي.
۲-کله چې په وترو کې دعا قنوت ویل هیر شي.
۳- کله چې د لمونځ کوونکي څخه په دوهم رکعت کې (التحیات) هېر شي.
۴-کله چې لمونځ کوونکی د درې۳ یا څلور رکعته لمونځ په دوهم رکعت (اوله قاعده) کې، له تشهد څخه وروسته درود شریف د «الهم صل علی محمد» په اندازه ووایي او یا هم همدومره وخت چپ پاتې شي، سجده سهوه پرې واجب ده.
۵-کله چې یو لمونځ کوونکی، د اخترونو د لمونځونو تکبیرونه پریږدي، ببا هم پرې سجده سهوه واجب ده.
۶-کله چې امام په جهر لمونځونو کې قرأت هیر کړي، یا په پټو (خفیه) لمونځونو کې په جهر سره قرأت وکړي؛ نو سجده سهوه پرې واجب ده.
۷-کله چې لمونځ کوونکی فرض مکرر وکړي، مثلا‌ً د یوې رکوع پر ځای دوه رکوع، یا د دوه سجدو پر ځای، درې سجدې وکړي؛ نو سجده سهوه دې وکړي.
۸-کله چې د یو واجب کیفیت بدل شي؛ نو سجده سهوه دې وکړي، مثلاً د سورة فاتحه څخه مخکې، بل سورة ولولي.
۹-که لمونځ کوونکي ته په رکعتونو کې شک وشي؛ نو کوم تعداد چې یقیني وي، هغه دې سم وګڼي او نور لمونځ دې پوره کړي او په اخره کې دې سجده سهوه وکړي.
۱۰-که لمونځ کوونکی د څلورم رکعت اراده وکړي، بیا د پنځم رکعت لپاره ودریږي او سلام ونه ګرځوي او همدا اوله قاعده وګڼي؛ خو وروسته ورته رایاد شي؛ نو لمونځ کوونکي لپاره پکار ده چې، د پنځم رکعت سجده کولو څخه مخکې بېرته کښیني او سجده سهوه وکړي او که پنځم رکعت یې تر سجدې پورې ورسوه؛ نو یو رکعت دې ورسره بل هم یو ځای کړي، دا ډول به لمونځ پوره شي، په آخر کې دې سجده سهوه وکړي، څلور رکعته به فرض شي او دوه ركعته به نفل شي.
د سهوې سجدې #طریقه داسې ده:
-په آخري ناسته کې د تشهد نه وروسته، يواځې ښي طرف ته سلام ګرځول او وروسته دوه سجدې کول او بيا تشهد، درود او دُعا ويل او د سلام ګرځول.
د سجده سهوې یوه ډیره لویه آسانتیا دا ده، چې پدې سره لمونځ کوونکی د خپل لمونځ د کمي او زیاتي اصلاح کوي او همدا ډول د لمانځه د نيمګړتيا پوره والی کولای شي.
شیطان مسلمان ته په لمونځ کې دوکه ورکوي، په هغه باندې د لعنت لیږلو همدا سجده سهوه طریقه ده، همدا ډول چې مسلمان لمونځ کوونکی خپل رب ته نورې دوه سجدې هم وکړي، پدې سره شیطان ډېر زیات خفه کېږي او په خپل مقصد کې ناکامه او شرمنده کیږي، الله ددې دوو سجدو له كبله د لمونځ کمی او هیره معاف کوي.
(ترک د واجب او تآخیر د فرض)

آزموينه

09/09/2023

زوی ته د پلار نصيحتونه:

📗خپل اوښکې پخپله پاکې کړه،هيچا ته مه په تمه کېږه،ټول لارويان دې، يوازي تماشا دې کوي.
📗 ژبه هډوکی نلري،لېکن دومره غښتلې ده،چې په ډېرې اسانۍ سره کولی سي يو زړه مات کړي؛خپلو خبرو ته دې پام کوه.
📗د هغه کسانو په اړه هيڅ فکر مکوه، چې ستا تر شا درپسې غږېږي،ځکه د هغوئ ځای ستا شا ته دی،مخ ته دې ځای مه ورکوه.
📗کله کله الله ج ځيني کسان او ځيني شيان درنه اخلي،هيڅکله يې د بيرته ستنيدو غوښتنه مکوه،چې پښيمانه به سې،دا‌ ومنه چې الله هر څه ستا په خير کړي،دالله ج حکمت ته ځان تسليم کړه.
📗زما اتيا(۸۰) کاله عمر داسې راباندې تير سو لکه اته دقيقې،عمر مې پای ته رسيدلی.
نو پوه سه!چې دا لنډ عمر په دې نه ارزي،چې خلکو ته ازار او کړاوونه ورسوې.
📗 نه سپين رنګ د ښايست او نه تور رنګ د بدرنګوالي نښه ده،کفن سپين دې،خو ډاروونکی دی،کعبه توره ده اما مينه ناکه او زړه وړونکې ده.
📗 که بربنډتوب د ښځې د پت او عزت نښه وای،نو بيزوګاني به تر ټولو درنې او پتمنې وای.
📗 انسان په ښو اخلاقو ښايسته دی،نه په ظاهرې بڼه،نو تل غوره اخلاق ولره.
📗که لوړ غږ د نارينتوب نښه وای،نو سپي به د نارينو سرداران وای.
📗مخکې له دې چې له الله نه د خپل بدبختيو ګيله وکړي ،يو ځل خپل شته نعمتونه وشمېره.
📗انسان د‌ عمر په وسيله نه لوېږي(غټېږي) بلکې انسان د خپل فکر په وسيله لوېږي(غټېږي).

*لیکوال : ډاکټر حنیف تائب ❤️*

Address

Ghazni

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Medical World طبي نړۍ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram