Dr: Rohullah Asady Dermatology & Aesthetic Clinic

Dr: Rohullah Asady Dermatology & Aesthetic Clinic Greetings! Dear followers here you can learn and achieve latest news on Dermatology and Aesthetics.

25/04/2025

د بدن د خارښت دودیز لاملونه:
په وړاندې یې زمونږ کړنې باید څه واوسې

01/07/2024

د لمر وړانګې د مخ او لاسونو په پوستکي کې د ګونځو او تور نصواري داغونه د پیدا کیدلو لامل ګرځې چې دې حالت ته مخکې له وخت څخه زړښت یا premature aging ویل کیږې،ځکه نو باید نارینه او ښځینه دواړه د چترې،پیک لرونکو خولیو اویا نورو کړنو سره د لمر څخه خپل مخونه خوندي وساتې،د لمر ضد کریمونه هم اغیزمن دې خو د مخ خوله کیدلو او یا وینځلو سره یې تاثیر له منځه ځې،ځکه نو په ګرمې کې د مخ زیات خوله کیدلو له امله اغیزمن نه دې،ځکه یو شخص ته ستونزمنه ده چې د هرځل مخ خوله کیدلو څخه وروسته د لمر ضد کریم وکاروې

29/05/2024

بسم الله الرحمن الرحیم

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِيَ لِلَّذِينَ آمَنُوا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۳۲﴾ بگو: زینت های خدا و روزی های پاکیزه ای را که برای بندگانش پدید آورد، چه کسی حرام کرده؟! بگو: این [زینتها و روزی های پاکیزه] در زندگی دنیا برای کسانی است که ایمان آورده اند [البته اگر چه غیر مؤمنان هم با آنان در بهرهوری شریکند، ولی] در قیامت فقط ویژه مؤمنان است؛ ما این گونه آیات خود را برای گروهی که می دانند [و اهل دانش و بصیرت اند] بیان می کنیم. (۳۲)

په منډو او ورزش کولو سره مو د بدن د وینې د کلسترول کچه نه ښکته کیږې!کلسترول د انسان د بدن لپاره یوه ډیره اړینه ماده ده چ...
15/04/2024

په منډو او ورزش کولو سره مو د بدن د وینې د کلسترول کچه نه ښکته کیږې!

کلسترول د انسان د بدن لپاره یوه ډیره اړینه ماده ده چې د انسان په بدن کې جنسې هورمونونه ،ګلوکورتیکویید او منرالوکورتیکویید هورمونونو ،ویټامین ډې، د حجراتو د غشا او صفرا په جوړښت کی کارول کیږې د انسان بدن په خپله دا وړتیا لرې چې د اړتیا وړکلسترول تولید کړې او په ورځنې توګه یواځې ۳۰۰ملې ګرام کلسترول د غذا د لارې څخه دبدن اړتیا پوره کوې چې د چرګو د هکۍ ژیړ ۲۵۰ملې ګرامه کلسترول لرې یعنی که مونږ په ورځ کی د چرګې د هګۍ یو دانه ژیړ وخورو زمونږ د بدن د کلسترولو اړتیا یې پوره کړې او نور کلسترول که مونږ واخلو په وینه کی یې کچه لوړېږې چې د کلسترولو لوړه کچه د انسان په بدن کې د زړه او د رګونو وژونکې ناروغې منځته راوړلای شې
د عام فکر په خلاف د وینې کلسترول د ورزش په واسطه نشې کمیدلای ځکه د انسان په بدن کې کلسترول د انرژې د تولید لپاره نشې کارول کیدلای
د کلسترولو د اطراح یواځنۍ لاره ډکې متیازې دې که لدې لارې څخه د کلسترول اطراح زیاته شې نو د وینې کلسترول به د صفرا په تولید کې مصرف شې او کچه به یې په وینه کې راټیټه شې چې فایبر لرونکې خواړه دا کړنه اسانه کوې
فایبر یو ډول قندونه دې چې زیاتره میوې،سبزیجات او ځینې حبوبات یې په خپل ترکیب کې لرې فایبر په کولمو کې په بشپړ ډول نه هضم کیږې بلکه یوه کتله رامنځته کوې اوبه ځانته جذبوې او د کلمو حرکات تنبه کوې چې له امله یې د ډکو متیازو اطراح چټکه کیږې دا کړنه د وینې د کلسترول او وزن په کمولو کې مرسته کوې
د وینې کلسترول د کچې ټیټولو بله لاره درمل دې چې دازیاتره مضر او دوامداره کارول یې د عضلاتو د کمزورتیا لامل ګرځیدلای شې
په پوستکې کې د وینې د کلسترولو د کچې د لوړوالې له امله یوه رامنځته کیدونکې نښه د سترګو د زیږمو په څنډه کی د کلسترولو راټولیدنه ده چې دا یو ژیړ رنګه ،غیر مضره او خواره اندفاع وې د ښکلا له نظره ځینې ناروغانو ته د منلو وړ نه وې چې مونږ د لیزر پواسطه ورته درملنه کوو دا ډول اندفاع د زنتیلازما په نوم یادیږې چې په لاندې انځور کې ښودل شوې ده

05/03/2024

د زخو په درملنه کې سیمیتیدین تابلیت او ایموکومید کریمونه هم اغیزمن تمامیږې چې د علمی کنفرانس په یوه برخه کې یی نور جزئیات کتلای شی

مخونه مو د خپل سرکریمونه په کارولو سره مه بدشکله کوئ!ځینې کریمونه لکه بیتنوویت،درموویت،ګولډن او میکس یاداسې نور چې په با...
29/08/2023

مخونه مو د خپل سرکریمونه په کارولو سره مه بدشکله کوئ!
ځینې کریمونه لکه بیتنوویت،درموویت،ګولډن او میکس یاداسې نور چې په بازارونو کې د خلګو له خوا په خپل سر اخیستل کیږې او حتې ځینې داکتران او دواخانه داران هم داسې غیر مسلکې کړنې ترسره کوې چې له امله یې ددوې مخونه ددې کریمونه سره معتاد کیږې نو مجبورا دوامداره یې وکاروې چې بلاخره دوی ته د مخ ویښتان،دایمې سوروالی،د یوزې او دمخ د نورو برخوداېمې پړسوب اوبدشکلې پیدا کوې
بنأ د پوستکې د رملنه مو په مسلکې اشخاصو کوئ!
خپل ځانونه مه بد شکلوئ!
په دیرش روپیو ستاسو مخونه ښایسته کیږی نه بلکې دایمې بدشکلې ته ځی!

د تستوسترون هورمون غلطه کارونه د بدن جوړونې او جنسې تقویې لپاره۱:د باډي بلډنګ یا بدن ښکلا کلپونو کې دا درمل د تابلیتونو ...
22/08/2023

د تستوسترون هورمون غلطه کارونه د بدن جوړونې او جنسې تقویې لپاره

۱:د باډي بلډنګ یا بدن ښکلا کلپونو کې دا درمل د تابلیتونو او انجکشنونو په توګه کارول کیږی چې غلط او غیر علمې او مضره کړنلاره ده
۲:هغه نارینه ناروغان چې د بې اولادي ستونزه لرې اویا جنسې کمزورتیا لرې داکتران ورته باوجود ددې چې ددوی د تستوستیرون کچه نارمل وې بیا هم ورته توصیه کیږي چې غلط او مضره کړنه ده
۳:تستوستیرون د انسان په بدن کې د خصیو په واسطه جوړیږي چې جوړیدنه یې ددماغ څخه کنترول کیږی
که چیرته تاسو دا هورمون د درملو په بڼه وکاروی د وینې له لارې دماغ ته سیګنال ورکول کیږې چې ددې هورمون کچه زیاته ده نو دماغ د خصیو له لارې د بدن داخلې هورمون تولید کچه کموی
خو دا درمل د بدن د داخلې هورمون په شان د سپرمونو په تولید کی اغیزمن ندی بلکه په لومړیو وختونو کې دا اشخاص په فزیکې او جنسې ډول ځان غښتلی او فعال احساسوې جرأت یې زیاتیږې چي حتی ځینې وختونه جنایې جرمونه ترسره کوې خو د وخت په تیریدلو سره کله چې دا درمل زیات واخستل نو په بدن کې اروماتیز په نوم انزایم فعالیږی او همدا هورمون په استروژن تبدیلوې چې ښځینه هورمون ده او بلاخره په دې نارینه وو کې د سپرمونه کچه ټیټیږې چې ناروغ ممکن د بې اودې سره مخ کړې،د نارینه وو تیونه غټیږی او جنسې کمزوې ورته پیدا کیږې جرأت له لاسه ورکوي او حتی غږیې نری کیږي
داکتران د نورو معلوماتو لپاره لاندې مأخذ کتلی شې
Board and Beyond lectures of physiology

د PRPپه نوم په ناروغانو ریشخند وهل۱ـ په اوس وخت کې دPRP پروسیجر د زیاتو صحې کارمندانو له خوا مریضانو ته ترسره کیږی چې می...
08/08/2023

د PRPپه نوم په ناروغانو ریشخند وهل
۱ـ په اوس وخت کې دPRP پروسیجر د زیاتو صحې کارمندانو له خوا مریضانو ته ترسره کیږی
چې میتودونه یی زیاتره غلط او غیر علمی وی
تر ټولو لویه غلطې پکې داده چې ناروغ ته فقط پلازما زرقوې ناروغ باید پوه شې چې که داکتر ورته د وینی څخه بیله شوی ژیړ رنګه برخه زرق کوی نو دا غلطه تګلاره ده او ناروغ ته هیڅ ګټه نکوې
۲ـ د عامې روغتیا برسې ټیم باید ددې خلګو اسناد ارزیابې کړې چې کوم مرکز څخه دوی ددې پرویسجر
تریننګ اخیستی
۳ـ ددې پروسیجر تخنیکې پروسه ډیره مهمه ده چې داکتر باید ناروغ ته توضیح ورکړې چې څومره وینه د PRPلپاره تری اخلی او ولی
نو هغه اشخاص چې داکتر ته ورځې باید پوه شې چې دا پروسیجر ماته څنکه ګټه رسوې په پټو سترګو باید ونشې
۴ـ د PRP سره د تش پنوم ځینې شیانو ګډول لکه بایوتین او مریض څخه زیاتې پیسې اخیستل هیڅ ګټه نلرې او هيڅ علمې اساس نلرې
۵- په ناروغانو کې چې په ارثې توګه یې ویښتان له لاسه ورکړې باید پوه شې چې PRP یې د له منځه تللو ویښتانو په بیا شنه کیدلو کې هیڅ ګټه نلرې یواځې د شته ویښتانو لپاره تقویتې رول درلودلای شې

د کالدانی یا لشمانیا په اړه پوهاویڅرنګه چی تاسو ته معلومه ده کالدانه په افغانستان کی یوه عامه ناروغی دی چی د پوستکی  ددا...
30/07/2023

د کالدانی یا لشمانیا په اړه پوهاوی
څرنګه چی تاسو ته معلومه ده کالدانه په افغانستان کی یوه عامه ناروغی دی چی د پوستکی ددایمی داغ پریښودلو لامل ګرځی
خو متاسفانه داکترصاحبان یی په درملنه کی تیروځی
مهمی سپارښتنی
که چیرته لشمانیا لاندی خاصیتونه ولری باید انجکشن پکی ترسره نشی بلکه ناروغ ته د غوښی له لاری سیستمیک درملنه پیل شی
۱-که لشمانیا په شونډه ،پوزه،غوږ،سترګی ته نیږدی،ګوتو اویا بندنو لپاسه وی نو پدې ساحو کی د لشمانیا د درملو تطبیق نور هم د پوستکی تخریب زیاتوی
۲-که د لشمانیا زخم د پنځه سانتی متر څخه لوی وی
۳-که د لشمانیا د لیژنونو تعداد د دریو څخه زیات وی
۴-که ناحیوی لمف اډینوپتی ورسره مل وی
۵- که ناروغ ماشوم وی نارام وی او موضوعی زرق کول ورته ستونزمن وی
۶-که د لیژن په داخل کی څلور ځلی زرق وشی خو ښه والی ونه لیدل شی
په پورته ټولو حالاتو کی باید د لشمانیا په لیژن کی زرق ونشی بلکه سیستمیکه درملنه ورته ترسره شی

بټاکسBotoxدا یو ډول تصفیه شوی پروتین دی چی د کلستریدیوم بوتیلینوم بکتریا څخه لاسته راځید کارولو ځایونو یی زیات دی خو زیا...
18/07/2023

بټاکسBotox
دا یو ډول تصفیه شوی پروتین دی چی د کلستریدیوم بوتیلینوم بکتریا څخه لاسته راځی
د کارولو ځایونو یی زیات دی خو زیاتره د ښکلا اړوند یا ایستیتیک کلینیکونو کی د مخ د ګونځو د اصلاح او د مخ ارام تازه او ښه ښکاره کیدلو لپاره کارول کیږی همدارنګه هغه خلګ چی د تخرګونو د زیاتی خولی څخه ګیله من وی او یا د لاسونو پوستکی یی ډیر ګونځی شوی وی هم د بتاکس پواسطه اصلاح کیږی
خو مهم ټکی په لاندی توګه په ګوته کوم
۱ـددی درملنې اغیزی څلور الی شپږ میاشتی دوام کوی اوبس یعنی دایمی تاثیر نلری
۲ـ که په صحی توګه تطبیق نشی د زیږمو د فلج او د مخ د نورو برخو د فلج سبب ګرځیدلای شی چې دا هم وروسته پخپله ښه کیږی
۳ـ تطبیق یی ډیر حساس او د ښکلا نړیوالو ډیپلومو لرونکو داکترانو لخوا باید ترسره شی چی خوشبختانه په ننکرهار کی یی مونږ ترسره کوو
۴ـ نسبتا ګرانه یا قیمتی درملنه ده
۵ـ دځینی خلګ فکر کوی چی دا یو زهری ماده ده او د مړینی لامل ګرځیدلای شی خو دا هغه وخت شونی دی چی د درملنې د کچی څخه دری سوه چنده اویا زیات وکارول شی چې په کلینیکونو کی ددی دوز کارول امکان او منطق نلرې

امپیتګو یوه ساري انتانې ناروغۍ ده چی د ککړو لاسونو له طریقه زیاتره د ماشومانو ترمنځ د تماس څخه خپریږې په ګرم موسم،ککړو ځ...
16/07/2023

امپیتګو
یوه ساري انتانې ناروغۍ ده چی د ککړو لاسونو له طریقه زیاتره د ماشومانو ترمنځ د تماس څخه خپریږې په ګرم موسم،ککړو ځایونو او اوبو کی لاس وهل او د ګڼه ګوڼې لرونکو ځایونو څخه ډیر سرایت کوی که په وخت درملنه یی ونشی ناروغۍ پراختیامومي او دوینی دوران ته لاره پدا کوی چی حتی د ناروغ د مړینی لامل ګرځیدلای شې
نو که د ماشومانو په لاوسونو مخ او پښو یا دبدن نورو برخو باندی مو سوروالی ژیړرنګه ارچق یا ماتیدونکی تڼاکې ولیدلې
باید دپوستکي داکتر ته مراجه وکړی

Address

Afghanistan Nangrahar
Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr: Rohullah Asady Dermatology & Aesthetic Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category