19/10/2025
ماشومان د شپي لخوا په بستر کي ولی ميتيازي کوي،
علت؟ او حل لاري!
ماشومان د شپي لخوا ميتيازي کول يا Bed wetting بستر لندول دا يوه عامه ستونزه ده د تشويش وړ نده اکثريت. ماشومان يي پخپله خه کيږي .
دلته یې مهم علتونه او عوامل درته لیکم
۱. د عصبي کنټرول ناپخوالی
د ماشوم د مغز او مثانې تر منځ اړیکه لا پوره نه وي پخه شوې. مثلاً مغز لا نهشي درک کولی چې مثانه ډکه شوې ده، نو ماشوم بیداري دی نشي او بېاختیاره متیازي کوي.
۲. کورنۍ ارثي (ژنتيکي) فکتور
که د پلار یا مور په کوچنیوالي کې هم دا ستونزه وه، امکان شته ماشوم یې هم ورته عادت ولري.
۳. د مثانې کوچنی ظرفیت
ځینې ماشومان کوچنۍ مثانه لري، نو د شپې په اوږدو کې متیازي نشي ساتلی.
۴. د مایعاتو زیات استعمال د شپې
که ماشوم د خوب نه مخکې ډېرې اوبه، شیدې یا جوسونه وڅښي، د شپې مثانه زر ډکېږي.
۵. ژور خوب (Deep sleep)
ځینې ماشومان ډېر ژور خوب کوي، نو کله چې مثانه ډکه شي، نه بیدارېږي.
۶. احساساتي فشار یا تشویش
که ماشوم له کومې فشار، ویرې، یا بدلون سره مخ وي (لکه نوی ښوونځی، کور بدلول، یا د کورنۍ شخړې)، دا هم اغېز کوي.
۷. (UTI)
که ماشوم ته سوزش، درد، یا زیات تګ تشناب ته وي، نو باید ډاکټر ته یې وښودې، ځکه د مثانې التهاب هم دا لامل کېدی شي.
:د حل لارې:
1. د خوب نه مخکې مایعات کم کړه.
2. ماشوم ته د تشناب عادت ورکړه مخکې له بیدېدو.
3. د ماشوم ملامتول یا شرمول هېڅکله مه کوه — دا عادت په تدریجي ډول ورکېږي.
4. که تر ۷ کلنۍ وروسته هم دوام وکړي، د ماشوم ډاکټر یا
پېډیاټریک یورولوجسټ سره مشوره وکړه.
د پوست زيات ليکلو وجهي نور معلومات کمنټونو کي وګوري چي د نورو ډاکټر صاحبانو نظرونه او ليکني دي د املايي اشتباهاتو بخښنه کوي که کوم زياتی يا کمي شوی وي راصلاح يي کړي او پوسټ له نورو ملګرو سره شريک کړی
مننه کور مو ودان