dr___momand

dr___momand Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from dr___momand, Doctor, joy haft, .

Dr.Mansoor Ahmad Momand
ډاکټر منصور احمد مومند
Aspiring Internal Medicine Specialist | Future Internist
Passionate about diagnosing, treating, and preventing adult diseases…

02/11/2025

What are angiography and angioplasty?
What is the process?
And what do we do when the veins are blocked?”
انجیوګرافي او انجیوپلاستي څه دي؟
بهیر یې څنګه دی؟
او کله چې رګ بند شي، موږ څه کوو؟
تاسو یې ویډیو کې کتلای شئ!

‏🫀 Cardiac Angiography څه ده؟
یو څه معلومات دي تاسو یې ولولئ درسره!
‏Cardiac Angiography (چې ورته Coronary Angiography هم ویل کېږي)
دغه یوه طبي ازموینه ده چې د زړه شریانونه (Coronary Arteries) معاینه کوي.
دا شریانونه هغه رګونه دي چې د زړه عضلو ته وینه او اکسیجن رسوي.
که دا رګونه تنګ یا بند شي، نو زړه ته کافي وینه نه رسي، همدا د زړه حملې (Heart Attack) اصلي لامل وي.
ولې ډاکټر دا پروسیجر ترسره کوي ؟

ډاکټر دا ازموینه هغه وخت کوي چې شک ولري:
د زړه رګونه بند یا تنګ شوي وي،
ناروغ د سینې درد (Chest pain/Angina) لري،
یا ECG، Echo یا Stress test غیر نورمال وي.

په انجیوګرافۍ کې زمونږ ډاکټران دقیقاً ګوري چې:
کوم رګ بند شوی دی،
د بند شوي رګ اندازه څومره ده یعنې هغه فیصدي یې معلوموي،
او چې آیا درملو، Stent، یا بای‌پاس (Bypass) ته اړتیا ده که نه.
ډاکټر منصور احمد مومند

کمپیوټر ساینس پوهنځي لپاره د تابش اختصاصي کانکور ازموینه!تابش پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي تر چتر لاندې د مصنوعي ځیرکت...
09/09/2025

کمپیوټر ساینس پوهنځي لپاره د تابش اختصاصي کانکور ازموینه!

تابش پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي تر چتر لاندې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) او معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) په نویو او معیاري څانګو کې اختصاصي کانکور اخلي!

که غواړئ په راتلونکي کې د ټکنالوژۍ په برخه کې ځان ته ځلانده ځای جوړ کړئ نو دا ستاسو لپاره زرین چانس دی.

معیاري تحصیلي نصاب، مسلکي استادان او پرمختللو درسي پروګرامونو له لارې عملي او د نړیوالو معیارونو سره سم تدريس.

راشئ او له موږ سره د راتلونکې ډیجیټلي نړۍ یو مخکښ شخصیت شئ!
نوملیکنه روانه ده...
د لا ډېرو معلوماتو لپاره زموږ د معلوماتو څانګې ته مراجعه وکړئ او یا لاندې شمېرې ته پر وټساپ پیغام پرېږدئ!
📲0783722722
ادرس: ارزاقو کوڅه، ایران قونسلګرۍ ترڅنګ، درېیمه ناحیه، جلال آباد.
نشراتو آمریت.

افغان مومند پنځوس بستريزه روغتون په ختيځ زون کې د زړه ناروغيو د تشخيص او درملنې لومړنی ځانګړی روغتون دی چې د ګرانو هېواد...
09/09/2025

افغان مومند پنځوس بستريزه روغتون په ختيځ زون کې د زړه ناروغيو د تشخيص او درملنې لومړنی ځانګړی روغتون دی چې د ګرانو هېوادوالو لپاره ۲۴ ساعته معیاري روغتيايي خدمات وړاندې کوي.

(زموږ ژمنتيا، ستاسې سالمه روغتيا!)

ادرس: عربانو ګولايي، جلال اباد ښار
اړيکشمېره: 0765803098

08/09/2025

یوه بله نوښتیزه، ستره او اکاډمیکه لاسته راوړنه!

تابش پوهنتون، چې تل یې د ملي او نړیوالو معیارونو په رڼا کې د علم، نوښت او پرمختګ مشال په لاس کې نیولی، ویاړي چې د خپل خواريکښ علمي او اداري ټیم د هڅو او زحمتونو په برکت یې وکولای شول یوه بله ستره لاسته راوړنه په خپل علمي تاریخ کې ثبت کړي.

الحمدلله!
د تابش پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي په چوکاټ کې د معلوماتي ټکنالوژۍ او په ځانګړې توګه د مصنوعي ځیرکتیا څانګو د لوړو زده کړو محترم وزارت عالي شورای (۱۰) ګڼې ۱۶/۰۶/۱۴۰۴ ل نېټې مجلس پريکړې له مخې رسماً منظوري ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې د مصنوعي ځیرکتیا څانګه د لومړي ځل لپاره په ټول افغانستان کې د تابش پوهنتون له خوا رامنځته کیږي. هغه څانګه چې د معاصرې نړۍ د علمي، اقتصادي او تخنیکي راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه او کارنده برخه ګڼل کېږي.

تابش پوهنتون په ویاړ اعلان کوي چې په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د محصلینو د روزنې لپاره یو معیاري تحصیلي نصاب، لوړو علمي او تحصیلي رتبو لرونکو استادانو او په ټولو شرایطو برابر چاپیریال برابروي، څو د افغانستان ځوان نسل د راتلونکي ډیجیټلي او علمي نړۍ لپاره په نوښتګر فکر، تخنیکي مهارتونو او علمي پوهاوي سمبال شي.

دغه ستره او تاریخي لاسته راوړنه یوازې د تابش پوهنتون نه، بلکې د ټول افغانستان د علم، پرمختګ او د نوې ټکنالوژۍ د راتګ لپاره یو ستر ګام دی. دا بریا دې د لوړو زده‌کړو محترم وزارت، د علم مینه‌والو، د تابش پوهنتون علمي کورنۍ غړو او ټولو هېوادوالو ته مبارک وي.

تابش پوهنتون ژمن دی چې د ټولنې د اړتیاوو او د عصر د غوښتنو سره سم خپلو هېوادوالو ته په لوړ کیفیت علمي، څېړنیز او تحصیلي خدمات وړاندې کړي او د افغانستان د ځوان نسل لپاره د نوښت او راتلونکي په لور د پرمختګ نوې لارې پرانیزي.

نشراتو آمریت.

07/09/2025
🌟 افغان مومند میډیکل کمپلکس او څېړنیز مرکز 🌟(د تابش پوهنتون معالجوی روغتون)ستاسو روغتیا زموږ مسؤلیت دی!افغان مومند روغتو...
16/08/2025

🌟 افغان مومند میډیکل کمپلکس او څېړنیز مرکز 🌟
(د تابش پوهنتون معالجوی روغتون)

ستاسو روغتیا زموږ مسؤلیت دی!
افغان مومند روغتون د زړه، داخله، جراحي او ګڼو نورو برخو کې د ۲۴ ساعته پرمختللو روغتیایي خدماتو لپاره ستاسې ترڅنګ دی.

🫀 قلبي ناروغیو ځانګړی څانګه
🩺 د داخله او عمومي جراحي خدمتونه
🧠 رواني ناروغیو څانګه
👶 نسایي او ولادي خدمات
👦 د ماشومانو د درملنې ځانګړی څانګه

✅ معیاري درملنه
✅ مسلکي ډاکټران
✅ ۲۴ ساعته دوامداره خدمتونه

📞 اړیکې:
0093(0)765803098
0093(0)781854161

📍 پتې: عربانو ګولايي، ۳ ناحیه، جلال‌اباد – ننګرهار

🎉 د کنړ ولایت خلکو ته ځانګړی زېری! 🎉نعمان مومند تجارتي شرکت د کنړ ولایت درنو خلکو ته په  ټولو طبي سامان الاتو په اخیستلو...
09/08/2025

🎉 د کنړ ولایت خلکو ته ځانګړی زېری! 🎉

نعمان مومند تجارتي شرکت د کنړ ولایت درنو خلکو ته په ټولو طبي سامان الاتو په اخیستلو کې ځانګړی تخفیف وړاندې کوي.
💙 زموږ موخه د روغتیايي خدمتونو ښه والی او ستاسو ملاتړ دی.

نعمان مومند تجارتي شرکت د طبي سامان الاتو، تجهیزاتو، غاښونو سامان آلاتو او درملو معتبر شرکت په خیتځ زون کې

په مشرقي کې د هر نوعه التراساونډونو لوی مرکز.

📞 اړیکه ونیسئ او خپل وسایل ترلاسه کړئ!

📍 پته:
اوله ناحیه، خرما باغ، ملنګ جان واټ، د افغانستان بانک ته نږدې، دویم سړک

📱 شمېره:
0782001978
| +93 78 498 4410
📲 وټس‌اپ: 0749812408

✨ نعمان مومند تجارتي شرکت –ستاسو باور زمونږ مسؤلیت !

Address

Joy Haft

2603

Telephone

+93772000197

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when dr___momand posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to dr___momand:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share