24/06/2024
کله ناکله د شپې خوب پر مهال ژوندي حشرات غوږ ته ننوځي چې غوږ په شدید ډول ناراحته کوي او کله بيا د غوږ د کانال او پردې د تخریب لامل هم ګرځي. د ګرمئ په روان موسم کې یادې پیښې زیاتې شوي چې په دې لړ کې نن د یوې جالبې هغې سره مخ شو او هغه دا چې د لړم بچی د یو ناروغ غوږ ته ننوتي وو، پوره شپه یې په غوږ کې تېره کړې وه او لا هم ژوندی وو.
که تاسو د داسې کومې پیښې سره مخامخ کېږي نو د هر څه له مخه په غوږ کې څو څاڅکي د شړشمو یا زیتونو تیل و څڅوۍ تر څو حشره مړه شي او ډاکټر ته تر رسیدو وړاندې مو تکلیف راکم شي.
صداقت مومند، جلال آباد ، ۱۴۰۳/۴/۴