07/04/2026
#خبرداری، يادونه او ډاډګېرنه!
که چېرې خدای مکړه په ګاونډ کې راډیواکټیف اضطراري حالت را منځته شي نو لمړی خو وړانګې تر دېرش کيلومتره شا او خوا چاپيريال ډېر اغېزمن کوي خو تر ۳۰۰ کيلومتره پورې هم تلای شي، که باد، وريځ او باران وي ضررناکې وړانګې تر ۳۰۰ کيلومتره ور هاخوا هم تلای شي.
پداسې حالت کې هڅه وکړئ په لمړيو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو پورې په کور او يا هم ځمکتلونو (تهکاويو) کې پاتې شئ. که چېرې وريځ وي، باد او باران وشي او تاسو دباندې ياست نو کورته په رسېدو کالي بدل کړئ، ځانونه ومينځئ او هغه کالي بيا مه کاروئ.
د کورونو او موتړ کړکۍ بندې وساتئ، ايرکنډېشنونونه او د هوا تصفيې وسايل مړه کړئ. کړکيو ته نږدې مه کېنئ، تر اتلس کاله ټيټ ماشومان، اميدواره مېرمنې او ناروغان ډېرې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
که مو سر ګرځېدو، خوا مو را ګرځېده، بېحاله وئ نو حتمن ځان ډاکټر ته ورسوئ!
د ايران ټولې اټومي بټۍ له افغانستان څخه لرې دي خو بيا هم احتياط ډېر پکار دی، په تېره بيا له ايران سره پر پوله ولايتونو وګړي دي دې موضوع ته جدي پاملرنه وکړي.
- لطفاً دا خبره شريکه کړئ، کېدای شي يوه وطنوال ته مو خير پکې ورسېږي، خدای دې هيڅ وطنوال نه خوږوي, آمين 🤲🏻
کاپې