Dr Farhad sherzad Pediatric Surgeon

Dr Farhad sherzad Pediatric Surgeon this page is to show my pediatric surgery activity pediatric surgery

يو نوزاد ماشوم چي دوه ورځي عمر يي درلود پداسي حال کي ماته راوړل شوو چي د ګيډي پړسوب يي درلوده کانګي يي کولي چي محتوي يي ...
17/07/2022

يو نوزاد ماشوم چي دوه ورځي عمر يي درلود پداسي حال کي ماته راوړل شوو چي د ګيډي پړسوب يي درلوده کانګي يي کولي چي محتوي يي ډکي ميتازي وي او د پيداښت نه وروسته تر دوه ورځو يي مکونيم يا د نوزاد تور رنګه ډکي ميتيازي هم نه وي کړي
د ګيډي اکسري او فزيکي معايني نه وروسته معلومه شوه چي ماشوم د کولمو بندش درلوده . ناروغ کانديد د عمليات شوو کله چي د عمليات په جريان کي بطن خلاص شوو وليدل شوو چي د وړو کولمو په اخري برخه کي دريمه نوعه د اتريزيا موجوده وه او پورتني برخه يي مکمله ګانګرين شوي وه ناروغ ته په ابتداي ډول resection او right hemicolectomy او ileotransvers anstomosis ترسره شوو الحمد الله بعد له څلور ورځو ناروغ کامله صحت ياب شوو او کورته رخصت شوو
A newborn baby who was two days old was brought to me with abdominal destention, vomiting, and with no meconium passage. after tacking history physical examination, and abdominal X ray it was found that the child had bowel obstruction. The patient was plan for surgery. When the abdomen was opened during the operation, it was seen that there was a third type of atresia in terminal ileum and the upper part was completely gangrene. we perform Resection with right hemicolectomy and primary ileotransvers anstomosis .
Alhamdulillah after four days the patient recovered completely and was discharged

يو نوزدا ماشوم چي چي Scroccocygeal teratoma په نوم ولادي انومالې درلوده په موفقانه ډول عمليات شوو تصوير يي مخکي او ورسته...
13/06/2022

يو نوزدا ماشوم چي چي Scroccocygeal teratoma په نوم ولادي انومالې درلوده په موفقانه ډول عمليات شوو تصوير يي مخکي او ورسته له عملياته
Sacrococcygeal teratoma (SCT) is a tumor that develops before birth and grows from a baby's coccyx — more commonly known as the tailbone. It is the most common tumor found in newborns, occurring in 1 out of every 35,000 to 40,000 live births.

نن مو د ننګرهار حوزوي روغتون د جراحي عمومي عمليات خانه که د الله په مرسته د ماشومانو جراحي يو لوي او ځانګړي عمليات ډير پ...
23/01/2022

نن مو د ننګرهار حوزوي روغتون د جراحي عمومي عمليات خانه که د الله په مرسته د ماشومانو جراحي يو لوي او ځانګړي عمليات ډير په برياليتوب سره ترسره کړه
ساحل د صاحب الحق زوي چي څوارلس مياشتي عمر درلوده د لغمان ولايت اوسيدونکي وه
کله چي ياد ماشوم زيږيدلي وو مقعدي فوهه يي نه درلوده هغه وخت د اکسري د اجرا څخه ورسته معلوم شوي وه چي د ماشوم د غټي کولمي اخري برخه د خلاصيدو له ځايه لري وه او د مقعد د جوړيدو امکان پدي حالت که نه وي نو ځکه ناروغ ته د هغه غټه کولمه د هغه له ګيډي راويستل شوي وه تر څو ناروغ خپلي ډکي ميتيازي تري وکړي⋅
دا چي د ماشومانو جراحي اصولو له مخي په پورتني حالت کي د مقعد د جوړيدو عمليات په يو کلني کي ترسره کيږي نو دا ماشوم اوس يو کلن شوي دي او نن مو ورته په
برياليتوب PSARP(posterio sagital anorecto plasty)
عمليات ترسره او مقعد يا د ډکو متيازو د خروج لاره مو ورته جوړه کړه
د حوزوي روغتون د انستيزي ټيم څخه ديره مننه کوم

نن مو د ننګرهار حوزوي روغتون کي د لمړې ځل لپاره د ماشومانو د جراحي يورولوژي يو لوي عمليات ترسره کړه .يو کوچني ماشوم چي د...
22/12/2021

نن مو د ننګرهار حوزوي روغتون کي د لمړې ځل لپاره د ماشومانو د جراحي يورولوژي يو لوي عمليات ترسره کړه .
يو کوچني ماشوم چي دري کاله عمر يي درلوده د معايناتو د اجرا څخه ورسته معلومه شوه چي ناروغ د چپ طرف پښتورګي او حالب ترمينځ يوځاي کيدو ناحيه يا Plevic uretric juncrion stenosis يا تنګوالي درلوده د مريض ګرده او د ګردي حويضه ډيره پړسيدلي وه خو داچي د مريض د ګردي نسج سالم وه نو مريض ته مو د pyeloplasty procedure ډير په خه ډول ترسره کړه مريض الحمدالله ډير خه دي
زه د ننګرهار حوزوي روغتون جراحي سرويس د قدرمنو استادانو او د روغتون له مشرتابه څخه ډيره مننه کوم چي ماته ي د ماشومانو جراحي برخه کي د خدمت کولو زمينه مساعده کړي ده
همدارنګه ددي لاسته راوړني ثواب خپل مهربان استاد پروفيسور دوکتور غلام مصطفی زمري ته ډالي کوم دا ځکه چي کله صحت طفل کي د ماشومانو جراحي تريني ووم استاد مي په داسې خاصو واقعاتو کي حتمن په عمليات کي د ګډون لپاره غوښتلم او راته به ويلي راځه دا پروسيجر زده کړه چي بيا يي په خپل ولايت کي په خه شان ترسره کړې استاد جانه له لري دي لاسونه ښکلوم الله دي راته تر ډيره ژوندي لره

د ماشومانو جراحي يو پيچلي او سخت عمليات په برياليتوب سره ترسره شوو په تصوير کي چي کوم ماشومه ګوري نن د20 ورځو شوه دي نار...
24/07/2021

د ماشومانو جراحي يو پيچلي او سخت عمليات په برياليتوب سره ترسره شوو
په تصوير کي چي کوم ماشومه ګوري نن د20 ورځو شوه دي ناروغي تر دريو ورځو تام قبضيت درلوده او دوامداره استفراقات چي محتوي خوړل شوي شيدي او صفرا وه مريض ماته ريفر شوو ورسته له تاريخچي فزيکي او راديولوژيک معايني معلومه شوه چي ناروغه د کولمو بندش لري. د پايواز په موافقه د مريض عمليات تصميم ونيول شوو کله چي د مريض بطن خلاص شوو وليدل شوه چي مريض د کوچني کولمي د اليوم برخي په شروع کي دريمه نوعه اتريزيا يا د کولمي د لومن نه جوړيدل درلوده چي په برياليتوب سره بندي برخي خلاصي او خوله په خوله وکڼډل شوي مريض بعد له اته ورځو ډکي ميتيازي او باد خارج کړل نن مو د مريض د کيډي کوکونه واخيستل او الحمد الله ماشومه کاملا صحتمنده وه
زه د خپل رب زوالجلال شکر ګذار يم چي ماته يي دا توان راکړي چي د خپلو کوچنيو هيوادوالو خدمت وکړم
او ددي ستري لاسته راوړني اجر او ثواب خپل محبوب استاد پروفيسور دوکتور غلام مصطفى زمري ته ډالي کوم

دا چي د والادي سوي شکل يا انوماليو پيښي زمونږ هيواد خصوصا مشرقي کي زياتي د مخنيوي لپاره يي لاندي نقاط په ځانګړي ډول ميند...
28/06/2021

دا چي د والادي سوي شکل يا انوماليو پيښي زمونږ هيواد خصوصا مشرقي کي زياتي د مخنيوي لپاره يي لاندي نقاط په ځانګړي ډول ميندي په نظر کي ونيسي

۱_ مخکي لدي چي يوه مور د اولاد راوړلو تصميم نيسي بايد د Reprodactive organ يا د توليد نسل غړو انتانات يا مکروبونه يعني TORCH تداوي شي
۲- مور د حمل په دوران کي د متخصص ډاکتر له هدايت پرته هيڅ نوعه درمل استفاده نه کړي
۳_ د حمل په دوران کي د اکسري X ray شعا څخه ځان وساتي
۴-مخکي لدي چي مور حمل واخلي يو تعداد امراض لکه شکر ، اندوکراين ناروغي ، ايودين کموالي ، فوليک اسيد کموالي ، سوي تغذيه تداوي يا کنترول شي
۵_ هره ښځه خصوصا هغوي چي اولاد راوړي بايد د نشي موادو لکه الکول ، تنباکو او سيګرت څخه جدا" ځان وساتي
٦- د حمل په دوران کي مور خه تغذيه شي زياته ميوه استفاده کړي
۷- حامله ښځه د تاوتريخوالي ،شاقه کارونو ، ژور خفګان سره مخ نشي
۸- د حمل د تثبيت څخه تر ولادت پوري د يوي پياوړي او باتجربه نساي ولادي متخصصې سره هره مياشت د حامله ښځي ليدل ضرور دي
۹- هر مور چي د اولاد راوړلو تصميم لري يوه مياشت مخکي بايد Folic Acid 400mic gram هره ورځ او د حمل د اخيستو څخه ورسته تر دريو مياشتو واخلي دا کړنه به يي د ماشوم عصبي سيستم د انوماليو څخه مخنيوي وکړي

د يوي ورځي نوزاد چي په ولادي ډول يي د مقعد سوري نه وو جوړ شوي د اکسري اخيستو ورسته معلومه شوه چي د غټي کولمي اخري برخه ي...
26/06/2021

د يوي ورځي نوزاد چي په ولادي ډول يي د مقعد سوري نه وو جوړ شوي د اکسري اخيستو ورسته معلومه شوه چي د غټي کولمي اخري برخه يي د خلاصيدو نورمال موقعيت ته نژدي وه مريض ته مقعد جوړونه په ښه شکل اجرا شوه
Low variety imperforated a**s
Anoplasty done

07/06/2021

تغلف يا Intussusception
د ماشومانو جراحي يوه عامه ناروغي ده چي پدي کي د ماشوم د کلمو پورتني برخه په ښکتني برخه کي داخليږي او په نتيجه کي د کلمو د محتوي د خارجيدو مخه نيسي
دا ناروغي په زياته فيصدي د 6_12 مياشتو عمر لرونکو ماشومانو کي واقع کيږي
پدي ناروغي کي ناروغ ماشوم لاندي اعراض او علايم لري
۱_ ناروغ ماشوم د ګيډي وقفي دردونه لري او خپلي خپي له ورنونو څخه د ګيډي طرف راټولوي
۲_ ناروغ قبضيت لري يعني ډکي ميتيازي او باد نشي خارجولي او له مقعد څخه يي وينه او سريښناکه مايع بهر راوځي
۳_ ناروغ کانګي کوي چي په لمړي کي خوړل شوي شيدي او غذاي مواد وي او ورسته بويناکي او د کلمو محتوي وي
۴_ناروغ ماشوم ګيډه پړسيږي
دا ناروغي اکثره د اسهالاتو په تعقيب ، د پسرلي او مني موسومونو کي چي ماشومان د پورتني تنفسي لاري په مکروب اخته کيږي ،او په شپږ مياشتني عمر کي چي ماشوم ته د مور د شيدو پخواکي نور غذاي مواد شروع کيږي زيات واقع کيږي
درنو والدينو که چيري ستاسي ماشومان د داسي يو حالت سره مخ کيږي هيله ده له 24 ساعتو مخکي يو جراحي مجهز مرکز ته د تداوي لپاره يوسي ځکه په اولو ساعتونو کي کيداشي بيدون له عملياته مو ماشومان تداوي شي ولي که کانديد د عمليات هم شي له ورستيو مراحلو به يي عملياتي پروسيجر ډير اسان وي
په لاندي ويديو کي ددي ناروغي يوه نمونه ليدلي شي

يو ماشوم چي يو ورځني وو د ګيډي د نامه برخه کي نقيصه درلوده چي په طبي اصطلاح ورته Omphalocele ويل کيږي په برياليتوب سره ع...
22/04/2021

يو ماشوم چي يو ورځني وو د ګيډي د نامه برخه کي نقيصه درلوده چي په طبي اصطلاح ورته Omphalocele ويل کيږي په برياليتوب سره عمليات شوو چي اوسي يي وضعيت الحمد الله کاملا خه دي
Minor Omphalocel
Opreation : Excision & Repair with Umbilicoplasty

Address

Jalalabad

Telephone

+93730889907

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Farhad sherzad Pediatric Surgeon posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr Farhad sherzad Pediatric Surgeon:

Share

Category