Dr Lotfullah M Zada

Dr Lotfullah M Zada Respect to be Respected

Heart MurmurA heart murmur is an abnormal sound heard through a stethoscope when listening to the heart. It's often desc...
17/09/2024

Heart Murmur
A heart murmur is an abnormal sound heard through a stethoscope when listening to the heart. It's often described as a "whooshing" or "blowing" sound. While heart murmurs can sometimes be harmless, they can also indicate an underlying heart problem.
Causes of heart murmurs:
-Innocent murmurs: These are harmless heart murmurs that occur in healthy people, often due to normal blood flow or heart valve structure.
-Structural heart defects: These can include conditions like leaky valves (regurgitation), narrowed valves (stenosis), or holes in the heart's walls (septal defects).
-Other conditions: Anemia, hyperthyroidism, and certain medications can also cause heart murmurs.
Symptoms of heart murmurs:
-Heart murmur (the only symptom in many cases)
-Shortness of breath
-Chest pain
-Fatigue
-Dizziness or fainting
-Swelling in the legs or ankles
Diagnosis of heart murmurs:
-Physical exam: A doctor will listen to your heart with a stethoscope.
-Echocardiogram: This imaging test uses sound waves to create pictures of the heart.
-Electrocardiogram (ECG): This test records the electrical activity of the heart.
-Stress test: This test evaluates how your heart functions under stress.
Treatment:
-Innocent murmurs: Usually require no treatment.
-Structural heart defects: Treatment may involve medication, surgery, or a combination of both.
Read more : https://t.me/geo_med

چوره (Hernia)چوره  د بدن یو داخلي برخه (عضله او یا د عضلې پوښ) باندی فشار راوړی او د نورو غړو یا انساجو د کومو دیوالونه ...
14/02/2023

چوره (Hernia)
چوره د بدن یو داخلي برخه (عضله او یا د عضلې پوښ) باندی فشار راوړی او د نورو غړو یا انساجو د کومو دیوالونه چی ضعیفه او یا نری دی له هغو څخه ځان بهر خوا ته راوباسی. چوره معمولا د سینې او ورنونو تر مینځ ځایونو کی راپیدا کیږي. اکثره څوک پدی نه پوهیږی چی چوره دی ، خو ځینو وختونو کی بیا امکان لری چی یوه کلکوالی یا غوټه حس شی او یا هم د چوری ځای پړسیدلی شانته ښکاری.

چوره شوې ځاي د خپل عادی حالت نه راپړسیدلی یا اوچت وي ، او کله چی په لاس باندی فشار ورباندي راوړل شي نو بیرته به خپل عادي حالت ته ورشي ، او پړسوب به له مینځه ولاړ شی. چوره څو ډوله ده ، خو مختصره تشریح به یی پدی لاندی ځای کی وشی:

د انګول چوره Inguinal hernias
د ورون په پورتنی برخه (سپوغزو) کی پړسوب یا چوره کیدو ته وییل کیږی.

د فیموریل چوره Femoral hernias
فیمورلي چوره کیدل د پورتنی چوری نه لږ په پورته برخ کی وی.

د امبیلیکل چوره (Umbilical hernias)
دا چوره د نامه په برخه کی پیدا کیږی

هیټس چوره (Hiatus hernias)
دا چوره د سینی او ګیډی تر مینځ په پرده کی پیدا کیږي. پدی چوره کی د ګیډې محتوی د سینې په برخه کی ننوځي.

کله باید ډاکتر ته مراجعه وشی
هر کله چی یو څوک پوه شی چی چوره لرئ نو ضروری ده چی ډاکتر او یا روغتون ته مراجعه وکړي. د تشخیص نه وروسته ډاکتر ممکن دا کس د جراحي درملنې لپاره روغتون ته معرفي کړي. که را لاندی نښي مو په ځان کی ولیدلې نو سمدلاسه خپل نږدې روغتون ته مراجعه کول پکار دي.

د چورې نښي:
- ناڅاپي ډیر سخت درد
- کانګی کول یا د زړه بدوالی
- د رفع حاجت سره ستونزه پیدا کیدل
- د باد په خارجیدو کی ستونزه پیدا کیدل
- کله چی چوره ډیره کلکه وی او د فشار راوړلو پواسطه بیرته نننوځی

که چیری دا پورتنی حالات په چا کی موجود وي نو ډیر امکان شته چی یو د دی لاندی څیزونو څخه ورپیښ شوی وی:

۱- د چوری په وجه هغه غړی چی تر فشار لاندی دی هغه ته د وینې تګ راتګ پوره او یا نیمایی نه ډیر قطع شوي دي
۲- د کولمو یوه برخه (ټوټه) هارنیا ته ننوتی او هلته بنده پاتی

دا پورته ذکر شوی حالات عاجلی طبی مرستی ته ضرورت لری نو همدا ده چی څومره زر کیدای شی روغتون ته ځان ورسوه چی ژر تر ژره مو درملنه وشي.

【اپنډيکس】☜ پيژندنه،احتياط او درملنه.☜اپنډيکس څه شی دی؟☜ د پيداکېدو لامل يې څه دی؟ ☜ګواښونه يې څه دي او څنګه درملنه يې کي...
21/06/2022

【اپنډيکس】
☜ پيژندنه،احتياط او درملنه.
☜اپنډيکس څه شی دی؟
☜ د پيداکېدو لامل يې څه دی؟ ☜ګواښونه يې څه دي او څنګه درملنه يې کيږي؟
د افغانستان په هر لوی روغتون کې هره ورځ په اوسط ډول څلور ناروغان اپنډيکس له امله عمليات کيږي.
په طبي اصطلاح کې دې ته اپنډيسيټ وايي او زموږ ولسي خلک يې اپنډيکس بولي.
☜اپنډيسيټ څه شی دی؟
اپنډيسيټ يو کوچني ټيوب ډوله شي، چې د لويې کولمې د پيل برخې سره په ځوړند شکل نښتی وي.
دلته يوې خبرې ته اشاره لازمي ده هغه دا، چې زموږ خلک اوس هم فکر کوي، که اپنډيکس د څلورويشتو ساعتونو په ترڅ کې عمليات نه شي، نو د مرګ لامل ګرځي او که بيا هم څوک مړ نه شي، دوی له ځانه بيا پرېکړه کوي، چې دا خو اپنډيسيټ نه دی.
هو دا خبره په خپل ځای سمه ده، چې اپينډيسيټ د مرګ لامل کېدای شي، خو دا لازمي نه ده، که دا عمليات ونه شي، نو خامخا به ناروغ ترې مري.
د طبي کارپوهانو په اند که د اپنډيکس عمليات پر وخت تشخيص او عمليات نه شي، نو پنډيسيت يا د کولمې غوټه چاوديږي او په دغه غوټه کې، چې کوم مېکروب، وينې او زوې راټولې شوې وي د ګيډې نورو برخو ته سرايت کوي او له هغې بله مرګونې ناروغي پيدا کیږي ، چې پريټونايټس ورته ويل کيږي.
☜د اپنډيسيټ نښې نښانې څه دي؟
په پيل کې په ګېډه کې عام درد، چې ورو ورو د نامه لاندې او ښي خوا ته ځي او په لنډه موده کې دغه درد ډېر قوي کيږي، چې ناروغ يې زغم نه لري.
خوړو ته يې اشتها نه کيږي،خېټه يې پړسيږي،پر ناروغ سخته تبه راځي،زړه يې بد بد کيږي او کانګې وهي.
☜اپنډيسيټ د ژوند په کومه مرحله کې راتلی شي؟
د ډاکټرانو په وينا اپنډيسیټ د ژوند په هره برخه کې راتلی شي، مګر په لومړيو دوو کلونو کې يې امکان د نشت برابر دی او ډېر وخت د اپنډيسيټ درد له لسو تر دېرشو کلنو کې ډېر پېښېدای شي.
☜اپنډيسيټ څنګه پيژندل کيږي؟
که پورته يادو شوو نښو څخه اکثر يې د ناروغ په بدن کې وموندل شوې، نو بايد له متخصص ډاکتر سره مشوره وکړي.
ډاکټر د خپلې تجربې له مخې د ناروغ پر بدن له لاس وهلو دا ناروغي معلومي.
تلويزوني معاينه يا الټراساونډ کوي او کله د وينې او تشو متيازو د ټيسټونو اړتيا هم پيښيږي.

☜د اپنډيسيټ عمليات..
د اپنډيسيټ درملنه يوازې او يوازې د عمليات له لارې ممکنه ده، چې بايد د ښه او تکړه متخصص جراح له لوري وشي. زموږ په هېواد کې د نورو عملياتو تر څنګ اپنډيسیټ سره هم بې پروایي کيږي او د کولمې دغې وړې غوټې لپاره ډېر لوی عمليات کوي، چې د ډاکټر د کمې پوهې له امله کيږي.
متخصص ډاکټر بايد د نښو نښانو له موندلو ورورسته ناروغ عمليات کړي او د ممکنه پېښېدونکو ګواښونو مخنیوی وکړي.
☜دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا که چېرې له عمليات وړاندې اپنديسيټ کولمه وشليږي، نو بايد څه وشي؟
د جراحانو په اند بايد له عمليات وړاندې د اپنديسيټ شلېدو له امله خپرې شوې زوې او ميکروب د انټي بايوټيک په واسطه پاک شي او بيا د اپنډيسيټ عمليات وشي او له عمليات وروسته هم ناروغ ته قوي انټي بايوټيک تجويز شي.
☜له جراحي وروسته پېښېدونکې ستونزې:
ډېر وخت له جراحي وروسته يوازې او يوازې انټي بايوټيک او درد ضد درملو ته اړتيا وي، مګر کله نا کله ناروغ کې لاندې نښې هم موندل کيږي:
کانګې کوي
د ګېډې درد يې زياتيږي
په کانګو يا تشو متيازو کې يې وينه راځي او په عين حال کې يې تبه هم ډېره زياته وي.
د پورته يادو شوو نښو تر څنګ کله نا کله د ځينو بې پرواهيو له امله د عمليات ټپ نو کوي يا چرک نيسي.
د پورته نښو نښانو د پيدا کېدو پر مهال بايد له خپل جراح داکتر سره مشوره وکړى

ډېسلکسيا (Dyslexia) يو ډير عام د زده کړې مشکل ده چې په هرو لسو کسانو کې يو کس ته پيدا کيږي. پدغه حالت کې د انسان ذکاوت ن...
18/06/2022

ډېسلکسيا (Dyslexia) يو ډير عام د زده کړې مشکل ده چې په هرو لسو کسانو کې يو کس ته پيدا کيږي. پدغه حالت کې د انسان ذکاوت نورمال وي بلکه کله کله په تخليقي افکارو کې تر نورو انسانانو ښه هم وي.
د دغه حالت تشخيص په ماشومانو کې ډير مهم وي ځکه د ماشوم په اکادمیک بریالیتوب او راتلونکي اغیز کوي.
هغه خلګ چې لدغه حالت څخه کړيږي لاندې مشکلات لري:
- لوستل او ليکل ډير اهسته يا ورو کوي
- په املاء او انشاء کې کمزوري وي
- د ليکلي معلومات په پرتله له شفايي معلومات څخه ښه استفاده کولای شي
- د هداياتو لړۍ يا سلسله په ډير زحمت تعقيبولای شي
- د يو کار يا عمل پلان او تنظيم کول ورته ګران کار وي
که څه هم د ډېسلکسيا سبب سم معلوم نه ده خو عالمان پدې باور دي چې موروثي اړخ لري.

درملنه: په زده کړه او تعليم کې د يو لړ تغيراتو راوستلو له لاري کيږي

*څو طبي نصیحتونه ، لوستل یې ضروري دي  !**①  ګازي مشروبات لڪه پیپسي ، ڪوڪاڪولا ، ډیو او داسې نور ... هډوڪي او غاښونه ڪمزو...
08/05/2022

*څو طبي نصیحتونه ، لوستل یې ضروري دي !*

*① ګازي مشروبات لڪه پیپسي ، ڪوڪاڪولا ، ډیو او داسې نور ... هډوڪي او غاښونه ڪمزوري ڪوي ، د زړه او ګُردو مرضونه پیدا ڪوي ، وزن زیاتوي ، د شڪر مرض پیدا ڪوي ، له زیات استعمال څخه یې ډډه وڪړئ .*

*② زخم بغیر له پټۍ څخه خلاص پریښودل یوه غلطي ده ، سمه خبر دا ده چې زخم صفا او بیا پټۍ شي ، چې زر جوړ شي .*

*③ په پوزه چې ڪله وینه راماته شي نو سر په عادي حالت ڪې پریښودل پڪار دي ، تر څو وینه په سالمه طریقه خارج شي .*

*④ د ماشوم لپاره د طاقت دواګانې ضرر لري ځڪه دغه دواګانې د ماشوم په نبض ڪې سرعت پیدا ڪوي او دغه سرعت ڪله د ماشوم د ناڅاپي مرګ سبب شي .*

*⑤ د درد د ڪنټرول دواګانې لڪه ( پیناډول ، بروفین ) قوت سامعه ( د اورېدلو قوت ) ڪمزوری ڪوي ، په خاص ډول د ښځو .*

*⑥ په شین چای ڪې داسې مواد دي ، چې د سرطان مخنيوی ڪوي .*

*⑦ ماهی ، مڼه ، انګور ، الوچه او پالڪ داسې خواراڪونه دي چې دماغ او د یادښت قوت زیاتوي .*

*⑧ په غوږونو ڪې ډڪي وهل اڪثره د انسان د مرګ سبب ګرځي ځڪه دې سره د غوږونو پرده سورۍ ڪېږي او په دماغو ڪې التهابات ( سوزخ ) پیدا ڪېږي .*

*⑨ دا خبره غلطه ده چې د خوراڪ په منځ ڪې اوبه څښل خېټه غټوي او هضم نه راځي ؛ بلڪي صحيح خبره دا ده ، چې اوبه هیڅ ډول تڪلیف نه پیدا ڪوي .*

*⑩ هره ورځ دېرش ( ۳۰ ) دقیقې پیاده مزل د زړه د مرض او د شڪر مرض مخنيوی ڪوي . او هم د وینې د فشار مخنيوی ڪوي او ڪولیسټرول ختموي .*

*⑪ اوږه او پالڪ قوت مدافع په بدن ڪې زیاتوي او د سرطان مخنوی ڪوي .*

*⑫ د ماشومانو لپاره د جاولو ( ژاولو ) تېرول ، زیاتره وخت د ڪولمو د بندیدو سبب ګرځي ، چې د آپرېشن څخه بغیر یې بل علاج نه وي . هڅه وڪړئ چې ماشومان له ژاولو څخه لرې وساتئ .*

*⑬ د خوب په وخت ڪې چې فعال ( چالان ) مبایل سر ته نژدې وي ، نو شل سلنه ( ۲۰٪ ) د مازغو د سرطان سبب جوړېږی .*

*⑭ د شپې لخوا چی ادرڪ په اوبو ڪې وجوشول شي او بیا وڅښل شي ، نو ڪولیسټرول ختموي او ضرري غوړي له بدن څخه خارجوي .*

*⑮ سهار په نهاره یو ګلاس اوبه څښل د هغو ویټامینونو د ڪمي ځای نیسي ، چې د خوب په دوران ڪې بدن ته نه دي رسېدلي او دغه شان د ضرري غوړو نه بدن صفا ڪوي .*

28/04/2022

زهني ستړیا
هر هغه څوک چې اوږدمهاله سټرس تجربه کړي زهني ستړیا باندې اخته کېدلی شي. زهني ستړیا مو له احساساتو تخلیه یا خالي کوي او ستونزو کې ډوب شوی احساس درکې پیدا کوي. تاسې کې داسې احساس پیدا کوي چې فکر کوی خپلو مسولیتونو باندې نشی برلاسي کېدلای او خپلې ستونزې نشی هوارولای. په شخصي او مسلکي ژوند کې مو ویجاړی په هره برخه خپرېدلای شي او همداسې له خپل شخصي او مسلکي ژوند مو واټن درکولای او ورسره بې علاقې کولای شي. زهني ستړیا داسې حالت دی لکه دام کې نښتی ژوندی چې که هر څومره ځواکمن هم وي نو بیا هم د هر څه تر سره کول له دام نه په واټن کې دي نو دی یې نشي ترسره کولای.

د زهني ستړیا نښې او علایم
زهني ستړیا دواړه فزیکي او احساساتي علایم لري. همداسې ستاسې په چلند هم اغیز لرلای شي. ټول علایم مو زهني روغتیا لرونکي په تاسې کې له ښودلو مخکې لیدلی او نوټ کولای شي او په دې پوهېدلای شي چې زهني روغتیا نه لری. په هر کس کې یې علایم توپیر لري او تل په تدریجي توګه انسان کې وده کوي او کله مو هم چې د سټرس کچه زیاته شي نو سملاسي تاسې کې ټول علایم راڅرګندیږي.
ډېری خلک همدې حالت ته انګریزۍ کې د (burnout) کلیمه کاروي د همدې کلیمې مانا د بې کچې سټرس یا زیات کار له امله د زهن کار پرېښودنه ده نورې درې ماناګانې یې لاندې ولولئ.
۱- د احتراق له امله د سوڼ توکو یا تېلو تر پایه سوزېدنه
۲ - د بې کچې ګرمېدو له امله د برېښناي الې سوزېدنه
۳ - په نساجي کې په ټوټې د ډیزاین طریقه

د (burnout) کلیمه طبي اصطلاح نه ده بلکې عامه ژبه کې یې خلک همدې حالت ته کاروي.

د زهني ستړیا احساساتي علایم
- ډېپرېشن
- تشویش
- کینه او بد بیني
- په هر څه کې بې علاقې کېدل
- له هر څه واټن اخیستل
- غسه
- د ناهیلۍ یا نا امیدي احساس لرل
- د ویرې احساس لرل
- د انګېزې نشتوالی
- په کړنو او کارونو او هر ډول فعالیت کې کموالی
- په تمرکز کې ستونزه لرل

د زهني ستړیا فزیکي علایم
- سر درد
- په معده کې نا ارامي (معده کې ګاز، په ګېډه کې د ګاز له امله پړسوب، نس ناستی او قبضیت، کانګې او زړه بدوالی)
- بدن کې دردونه
- اوږدمهاله ستړیا
- په اشتیا کې بدلون
- بې خوبي
- د وزن زیاتېدنه یا کمېدنه
- د ناروغیو زیاتېدنه لکه زکام

د زهني ستړیا په چلند اغیز او علایم یې
زهني ستړیا تاسې دې ته اړ باسي چې داسې چلند غوره کړی کوم چې تاسې نه یاستی لکه :
- په چارو کې کموالی او یا ډېر کم فعالیت
- له ټولنې څنګ ته کېدل او یا ترې ګیلمن کېدل
- د کار یا شخصي اصولو ته ژمن پاتې کېدو کې پاتې راتلل
- هر وخت له کار، ښونځي یا پوهنتون د ناروغۍ په نوم رخصت اخیستل

د سټرس او زهني ستړیا ترمنځ توپیر
سټرس هر انسان تجربه کوي او په ۲۱ پېړۍ کې د ژوند یوه نورمال برخه ده. سټرس هر منفي او مثبت حالت ته کوم حالت چې نوی، ویرونکی او یا خوښونکی وي د بدن طبیعي غبرګون دی. دا بیولوجیکي غبرګون په بدن کې د سټرس د هورمونونو، ادرېنالین او کورټیزول د څپې رامنځته کېدو لامل کیږي. د هورمونونو دا څپه بدن سره مرسته کوي چې چټک عکس العمل وښي، زهن ډېر ژر او چټک فکر وکړای شي خو کله چې له بدن څخه سټرېسور لرې شي بدن مو نورمال حالت ته راځي.

زهني ستړیا د اوږمهاله او دوامداره سټرس له امله پیدا کیږي. کله چې داسې حالت سره لاس او ګریوان یاستی کوم چې ستاسې بدن سټرس ته په غبرګون ښودلو هر وخت په دوامداره توګه اړ کوي نو د کورټیزول کچه مو لوړه پاتې کیږي او د کورټیزول لوړه کچه ستاسې د بدن په نورمال فعالیت کې مداخله کوي لکه هاضمه، خوب او د ایمني سیستم په فعالیت کې مداخله.

د زهني ستړیا له امله رامنځته شوې فزیکي ستړیا
فزیکي ستړیا کوم چې ستاسې بدن له انرژي تخلیه کوي د زهني ستړیا په بدن اغیز دی. که چېرې د زهني ستړیا له امله تاسې کې فزیکي ستړیا هم رامنځته شي نو ډېرې وړې چارې ته هم ستاسې لویه بدن کې شته انرژي کافي نه ده، همداسې وړې چارې باندې ډېر زیات وخت او انرژي مصرفوی.

د زهني ستړیا لاملونه
د ژوند په هره برخه کې اوږدمهاله او دوامداره سټرس په انسان کې د زهني ستړیا لامل کیږي خو په هر انسان کې یې د پیدا کېدو لامل توپیر لري لاندې یاد شوي تر بل هر څه زیات د زهني سټرس لامل کیږي:
- په زهن د زیات فشار واردونکی فعالیت د بېلګې په توګه د پوهنتون یا ښونځي استاد کېدل، اروا پوه کېدل یا هم اېمرجنسي کې کار کول
- فقر او مالي ستونزې لرل
- په دنده کې قناعت نه ترلاسه کول
- په کور داسې ناروغ لرل چې تل پاملرنې ته اړتیا لري
- له اوږدمهاله ناروغیو کړاو
- د نږدې کس مړینه
- د مور په توګه د ماشوم پالنه
- د زیات کار بدل کې کمې پیسې تر لاسه کول
- سخت کارونه
- د ټولنیز ملاتړ نشتوالی

د زهني ستړیا له کړاو څرنګه ځان خلاصولی شو ؟

۱- سټرېسور له منځه ویسئ
په دې مانا چې د سټرس هغه سرچینه ختمه کړئ کومه چې تاسې کې د دوامداره سټرس لامل کیږي. که چېرې کور یا کار ځای کې د مسولیتونو د بې کچې فشار لاندې یاستی نو په دواړو ځایونو کې له نورو د همکارۍ مرسته وغواړئ. که چېرې د سټرس د سرچینو نولړ جوړ کړئ نو له منځه وړلو کې مرسته درسره کولای شي. کوم خلک چې په لاس جنسي اړتیا پوره کوي دا خلک هم ډېر ژر په زهني ستړیا اخته کیږي یوازینۍ حل لار یې داده چې تر میاشتې مخکې دا ډول عادت تکرار نه کړي.

۲- وقفه کول
له هر ډول فعالیت وقفه کول د زهني ستړیا د درملنې لپاره تر ټولو مناسبه لار ده. په اوږد سفر داسې ځای ته تلل چېرې چې د ژوند لپاره تفریحي چاپېریال موجود وي. څو ورځې له کار یا خپلو مسولیتونو رخصتي کول او همداسې د خپل ځان خیال ساتنې لپاره هره ورځ کمه اندازه وخت ټاکل.

۳ - سپورت
د سپورت لپاره ډېر خلک د روغتیا پر مهال هم انګېزه نه لري نو د زهني ستړیا پر مهال یې پیل کول او ادامه ممکن ډېر ستونزمن وي خو سپورت ډېرې ګټې لري یوه ګټه یې د زهني ستړیا مخنیوی او که چېرې پرې اخته یاستی ځان ترې خلاصول دي. سپورت تاسې کې د احساساتي او زهني روغتیا دواړو ساتنه کوي. د زهني روغتیا ساتلو لپاره تاسې کوم مسلکي یا درانده سپورت ته اړتیا نه لری بلکې هره ورځ له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو د بدن خوځښت کافي دی. د سپورت نورې ګټې د سټرس کموالی، د تشویش کموالی، ښه مزاج لرل او ځواکمن ایمني سیستم لرل دي.

۴ - د زهن او بدن ارامولو تخنیکونه
د زهن او بدن ارامولو تخنیکونه تاسې کې د سټرس او تشویش کموالی رامنځته کوي، په وینه کې مو د کورټیزول کچه کموي او د کورټیزول کمېدنه د هغو ناروغیو د رامنځته کېدو خطر کموي کومې چې له سټرس سره تړاو لري.

د زهن او بدن ارامولو تخنیکونو بېلګې
- یوګا
- ژوره سا اخیستنه
- مساج
- اروما تېراپي

۵ - زیات خوب
د احساساتي روغتیا لپاره کافي خوب کول اړین دي. که چېرې تاسې کې زهني ستړیا شته وي هره شپه تر ۸ ساعته پورې داسې ځای کې چې تیاره وي او شور نشته وي خوب وکړئ. د شپې لخوا د ښه خوب کولو لپاره اړینه ده چې د ورځې لخوا په بستره کې یا هم هر بل ځای کې څملاستلي بې خوځښته پاتې نشئ په دې مانا چې هر سهار له ۶ یا ۷ بجو وروسته په فزیکي توګه خپل فعالیت پیل کوئ. که چېرې د ورځې لخوا بې خوځښته او یا هم تر ناخته په بستره کې پاتې شی هم د زهني ستړیا په رامنځته کېدو کې مرسته کوي. هره شپه له خوب کولو مخکې په بستره کې له ۱۵ تر ۳۰ دقیقو پورې مطالعه وکړئ.

۶ - لیکل
که چېرې زهني ستړیا تاسې کې د منفي فکرونو لامل کیږي تل له ځان سره قلم او کتابچه ولرئ او د منفي فکرونو پر مهال د خپل ژوند مثبت اړخونه ولیکئ.
کوم خلک چې د ژوند مثبت اړخ باندې لیکل وکړي نو تر نورو یې زهني روغتیا ښه پاتې کیږي، د فزیکي ناروغیو علایم یې نرم او کم وي، تر نورو کم سټرس تجربه کوي، تر نورو زیات خوښ وي، له نورو سره اړیکې یې ښې وي، ښه خوب کولای شي، فزیکي روغتیا یې هم ښه وي.

۷ - طبي درملنه
د پورته ټولو یادو شو تر څنګ طبي درملنه هم اړینه ده. ډاکټر ته مو علایم ووایئ تر څو داسې درمل درته نسخه کړي چې سټرس مو کم کړي او یا هم سخت وخت کې مو د سټرس کچه کمه کړي. همداسې مو له ډاکټر څخه د علایمو د مدیریت په اړه هم مشوره واخلئ. د زهني ستړیا لپاره ډېری وخت د خوب، سټرس ضد او تشویش کمولو درمل نسخه کیږي.

28/04/2022

د روغتيا له نظره ښه روژه مات:
- اوبه، شيدې او د ميوې تازه جوس
- خرما
- تازه مېوه
- سوپ يا د ترکاريو شوروا

د روغتيا له نظره بد روژه مات:
- شربتونه
- ګازي مشروبات
- سره کړي شيان لکه پيکوړې او بولانې

⭕ د حاملګی د دوران میکروب چې د ماشوم ضایع کیدو سبب کیږی یا TORCH   infection !◀ آیا دا میکروب پیژنی ؟◀ څه ډول میکروب دی ...
08/03/2022

⭕ د حاملګی د دوران میکروب چې د ماشوم ضایع کیدو سبب کیږی یا TORCH infection !

◀ آیا دا میکروب پیژنی ؟
◀ څه ډول میکروب دی او ولی مینځ ته راځی او کومی بدی پایلی مینځ ته راوړی ؟
◀ آیا ددی میکروب تداوی امکان لری ؟

↩ ددی پوسټ په لیدو به مو ټول سوالونه حل شی !

⭕ ټارچ اینفکشن یا TORCH infection : د حاملګی د دوران اکثره او مهم انتانی ناروغی ده چې نن سبا اکثره حامله میندی د همدی انتانی ناروغۍ څخه رنج وړی ، چې عامیانه اصطلاح کی ورته دحاملګی د دوران د وینی مکروب وایی . دا ناروغی خپله یو سنډروم دی چې لاندی انتاناتو څخه مینځ ته راغلی دی :
1 - Toxoplasmosis .
2 - Other infection like ( Chlamydia ,HIV , Syphillis , Coxasacki virus , Hepatotis B , Chicken pox ) .
3 - Rubella .
4 - Cytomegalo virus .
5 - Herpes simplex virus 2 .

◀ پورتنئ ټولی ناروغۍ د حمل په محتوی باندی بدی اغیزی مینځ ته راوړلی شی . د حمل په دوران کی نوموړی انتانات د پلاسنټا څخه تیریږی اود Fetus په وده او نمو باندی بده اغیزه کوی .

د ټارچ اینفِکشن تاثیرات :

① که چېری یوه حامله مور په ( 11 - 20 ) هفته کی په دی مکروب اخته شي نو % 90 د لاندي سنډروم احتمال شته دی :
☞ Congenital Rubella Syndrome .

② په % 25 واقعاتو کی هغه ماشومان چې مور یی د حاملګۍ په لمړی دری میاشتو کی په روبیلا انتان اخته شوی وی نو ماشوم کی لاندی مشکلات مینځ ته راځی :

1 - Cataract .
2 - Hrart defect ( PDA ) .
3 - Poor eye sight .
4 - Hearing loss .
5 - Movement disorder .
6 - Mental retardation .

③ همدا رنګه د لاندی ناروغیو د پیدا کیدو باعث هم ګرځی :

1 - Meningitis .
2 - Pneumonia .
3 - Anemia .

ددی میکروبی نارغۍ کلینیکی نښی :

کله چې یوه حامله مور په دی ناروغئ اخته شي نو لاندی کلینیکی څرګندونی پکی مینځ ته راځی :
1 - Flue .
2 - Petechial Rash on the skin .
3 - Fever .
4 - Poor feeding .
5 - Enlarged Liver and Spleen .
6 - Jaundice .
7 - Muscle pain .
8 - Fatigue .
9 - Some time cough and tonsilitis .

د ټارچ اینفکشن تشخیص :

1 - Clinical finding .
2 - Comlete physical exame
3 - Blood exame for TORCH infection .

03/03/2022

⏪ مخ پاک او ځان پاک مو په تشناب کې مه پریږدﺉ !

◀ هغه بخارات او ګازات چې له ادارار څخه مدفوع او متصاعد کیږي ، تر ٢ مترو پورې شاوخوا څیزونو باندې خپل تاثیر پریږدي ، چې د مختلفو تنفسي ، سترګو او جلدي ناروغیو سبب ګرځي .

◀ هر کله مو چې له خپل ځان پاک او مخ پاک څخه استفاده وکړه ، نو لمر ته یې د یو څه مودې لپاره پریږدﺉ .

د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي  په اړه بشپړه معلومات!   Helicobacter pylori يا...
01/03/2022

د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي

په اړه بشپړه معلومات!

Helicobacter pylori يا (H. pylori) د بکتريا يو ډول دی. دغه ميکروب د انسان وجود ته ننوځي او د هاضمي سيستم داخل په معده کي ژوند پېلوي. کله چي يې په معده کي ځای ونيسي؛ څو کاله وروسته بيا په معده يا کوشنيو کولمو کي د ټپ سبب کيږي. په ځينو کسانو کي آن د معدې د سرطان سبب کيږي.

په H. Pylori اخته کېدل په ټوله نړۍ کي عام دي، کابو د نړۍ د نفوس ۲۳مه برخه انسانان په خپل وجود کي دغه بکتريا لري خو په ډيری انسانانو کي يې نښې نه ښکاره کيږي.

Pylori څنګه ناروغي رامنځته کوي؟

تر پېړيو پېړيو روغتيا پوهانو داسي فکر کاوه چي يواځي ذهني فشار، مساله لرونکي خواړه، سګريټ څکول او د ژوند ځيني نور ناوړه عادتونه د معدې ټپ رامنځته کوي، خو کله چي په ۱۹۸۲ کال کې روغتيا پوهانو څيړنه وکړه نو ويې موندل چي يو ډول ميکروب هم سته چي د معدې په تيزابي محيط کي ژوند کوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.

کله چې د H. Pylori بکرتيا وجود ته داخله سي؛ مستقيماً د معدې په پوښ (حجروي دېوال) بريد کوي او د معدې ديوال سوری کوي. وروسته بيا په معده کي د خوړو د هضم لپاره سته تيزاب جوړ سوی ټپ شړوي او د معدې د ټپ سبب کيږي.

د H. Pylori بکرتيا د ناپاکو اوبو او خوړو له لارې انسانانو ته داخليږي. دغه ناروغي په هغو هيوادونو او ټولنو کي په لويه پيمانه پيدا کيږي چې د پاکو اوبو له کمښت سره مخامخ وي. دغه بکتريا په کوچنيوالي کې د انسان وجود ته داخليږي خو کولی سي چي د لويانو وجود ته هم داخله سي.

د ناروغۍ نښې نښانې

په عمومي توګه په H. Pylori اخته ناروغان کومي ځانګړې نښانې او علايم نه لري خو کله چې يو انسان پرې اخته سي لاندې علایم په کي راښکاره کيږي:

زړه بدوالی

استفراق (کانګې)

د ګېډې درد

زړه سوځېدل

اسهال

په ډکو متيازو (غايطه موادو) کې توروالی، سوروالی او وينه

د ناروغۍ تشخيص:

څنګه د H. Pylori معاينات کولی سو؟

د ايچ پايلوري ناروغۍ د تشخيص لپاره له څو لارو کار اخيستل کيږي.

۱ــ UBT يا د يوريا تنفس په ذريعه تشخيص: کوم ناروغان چي په دغي لاري يې د ناروغۍ تشخيص کيږي؛ ورته سپارښتنه کیږي چي د تشخيص له ورځېي کابو دوه اونۍ وړاندې بايد د انتي بيوتيک درمل خوړل پريږدي.

د تشخيص پر مهال ناروغ ته يو ډول مايعات ورکول کیږي چي يوريا نوميږي. ناروغ دغه مايعات څښي او لس دقيقي وروسته يې تنفس معاينه کيږي. که چيري په ايچ پايلوري اخته وي نو په وجود کي يې يوريا په کاربن دای اکسايد بدليږي او له خولې يې د کاربن دای اکسايد بد بوی راځي.

۲ــ وينه معاينه کول: د ويني معاينات د دې لپاره ترسره کيږي چې په وجود کې د H. Pylori انتي باډي معلومه کړي. انتي باډي د پروتين يو ډول دی چې د وجود دفاعي سيستم په وسيله جوړيږي او په وجود کي له بېګانه جسمونو سره مقابله کوي. د ويني معاينات يواځې کولی سي چې معلوم کړي د ناروغ په وينه کې د H. Pylori انتي باډي سته او که نه؟

۳ــ د غايطه موادو معاينه کول: د غايطه موادو معاينه کول کولی سي په ډکو متيازو کي د H. Pylori نښانې وښيې. د دغې معايناتو له مخي معلوميږي چي له درملنې وروسته هم په ناروغ کې د H. Pylori آثار پاتې که له منځه تللي دي.

۴ــ Biopsy يا د حجرې ميکروسکوپي معاينه کول:په دې معايناتو کي له معدې څخه حجره اخيستل کيږي او بيا تر ميکروسکوپ لاندي په کي د H. Pylori بکتريا کتل کيږي. دغه معاينات د انډوسکوپي معايناتو په نوم ياديږي. د معدې يا کوچنيو کولمو کي د ټپ معلومولو لپاره غوره لار همدا انډوسکوپي معاينات دي چې په آسانۍ په کي د ناروغۍ تشخيص کيدلی سي. په دې طريقه معلوميږي چې ناروغ په معده يا کولمو کي ټپ، وينه او يا سرطان لري او که نه.

د H. Pylori درملنه:

هغه ناروغان چې د H. Pylori معايناتو نتيجه يې مثبته وي، کولی سي لاندې درمل له ډاکټر سره تر مشورې وروسته وکاروي:

۱ــ (OAC) يا Omeprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو ورځو لپاره

۲ــ (BMT) يا Bismuth subsalicylate, metronidazole, and tetracycline د څوارلسو ورځو لپاره

۳ــ (LAC) يا Lansoprazole, amoxicillin, and clarithromycin د لسو او څوارلسو ورځو لپاره

مخنيوی:

د ايچ پايلوري د مخنيوي لپاره د درمل خوړلو تر څنګ وقايه هم اړینه بلل کيږي. په دغه نارغۍ اخته او سالم کسان ټول بايد لاندې ټکي په نظر کې ونيسي:

له ډوډۍ خوړلو وړاندې او له تشناب څخه وروسته بايد لاسونه په پاکو اوبو او صابون پرېمينځل سي. همداراز دغه سپارښتنه بايد د کورنۍ کوچنيو ماشومانو ته هم وشي.
له هغه خوړو او اوبو څخه بايد ځان وساتل سي چې ناپاکې وي.
هغه خواړه بايد ونه خوړل چې په سمه او بشپړه توګه پاخه سوي نه وي.
په خپله هم بايد په ناپاکو لاسونو خواړه ونه خوړل سي او هم د هغه چا د لاس خوړو نه ځان وساتل سي چې په ناپاکو لاسونو يې چمتو کړي وي.
له دې هاخوا له فشار، مساله لرونکو خواړو، الکولي مشروباتو او سګريټ څکولو څخه ځان وساتل سي. فشار، الکولي مشروبات، مساله لرونکي خواړه او څګريټ څکول په معده کې زخم نه جوړوي خو جوړ سوی زخم شړوي او د ناروغۍ د زياتوالي سبب کيږي. د ذهني فشار ناروغان بايد له خپل معالج ډاکټر سره مشوره وکړي څو له فشاره د خلاصون آسانه لار ورته وښيې. او هغوی چې سګريټ څکوي بايد له مشرانو وپوښتي چې څنګه کولی سي د سګريټ څکول پريږدي.او د هغه سره ټینګه اراده هم وکړي چي نور سګرېټ پرېږدم.

زیړی یا Jaundice څنګه منځ ته راځي ؟د دغه ناروغۍ يا زيړي اړوند ټول معلومات په دغه ليکنه کى لوستلزیړی پخپله مرض ندی، زیړی ...
18/02/2022

زیړی یا Jaundice څنګه منځ ته راځي ؟
د دغه ناروغۍ يا زيړي اړوند ټول معلومات په دغه ليکنه کى لوستل
زیړی پخپله مرض ندی، زیړی یو عرض دی چی دبعضو نورو امراضو په پایله کې منځ ته راځي، چی لومړی د سترګو د سپینو د زیړوالی او بیا وروسته چی کله دبیلروبین دمادې اندازه زیاته شی نو دټول بدن د زیړوالی سبب کیږی، بیلروبین یوه کیمیاوی زیړ رنګه ماده ده، چی د سرو حجرو دتخریب نه وروسته له یوې خاصې پروسې څخه منځ ته راځی، وروسته تولید شوی بیلروبین دکبد یا ځیګر په واسطه له دوران څخه فلتر کیږی او کبد ته انتقالیږی دکبد نه وروسته کیسه صفراته چی یوه وړه کڅوړه ده له یوشمیر نورو تغیراتو سره ترشح کیږی بیا دکیسه صفرا له لاری وړو کلمومو ته د وړو وړو صفراوی قناتونو له لاری دفع کیږی او بل مهم داچی دا صفراوی ماده دشحمی موادو په هضم کی هم مهم رول لوبوی .
بیلروبین چی کله په نارمل ډول تولیدیږی یوه معیاری اندازه لری چی نارمل حالت یی له mg/dl 0,5 --1,5 پوری دی .
کله چی د بیلروبین اندازه له 3 mg / dl نه واوړی دسترګو په سپینو کی به یی نښې مالومی شي او رنګ به یی زیړ شي

زمونږ وینه له میلیونونو سرو حجرو څخه جوړه شوی ده چی په طبی اصطلاح کی ورته Red Blood Cell یا RBC ویل کیږی، دغه RBC حجری 120 ورځې عمر لري، وروسته له یو 120 ورځو څخه تخریبیږی او په عوض یی نورې سرې حجرې جوړیږی چې همدغه پروسه تر اخره عمره ادامه پیداکوی کله چي حجره تخریب شی د دې حجری منځ کی یوه بله ماده ده چې هیموګلوبین ورته وایی ازادیږی او بیا له یو لړ تغیراتو وروسته زیړ رنګه ماده چی بیلروبین ورته وایی تولیدیږی.
بیلروبین چی کله منځ ته راشی مستقیما کبد کې جذب کیږی او بیا کیسه صفرا کی جمع کیږی او دکیسه صفرا له لاری کلمو ته ځی او بلاخره دفع کیږی او له بدن نه وځي دایی هغه نورماله پروسه ده چی بدن کی تطبیقیږی، خو په مرضي حالاتو کی دغه پروسه له خنډ سره مخ کیږی، او دغه بیلروبین چی زیړرنګه ماده کله چی له یو شمیر خنډونو سره مخ شي فورا یی سطحه په وینه کی زیاتیږی او دناروغ سترګی او دبدن پوست زیړ کیږی.

۱- هغه حالتونه چی دبیلروبین سطحه زیاتیږی:

الف: دسرو حجراتو زیات تخریب:
هغه ناروغی چی دسرو کرویاتو د تخریب لامل گرځی.
* تلاسیمیا
* ملاریا
* سیکل سل انیمیا
* بعضی دواګانې
* ارثی حالتونه
* او داسې نور ......

14/02/2022

#درګونودلوړفشارناروغۍ
Vascular Disease.

دایودودیزه روغتیایی ستونزه ده چه زیاتره بی ګیلووی اسانه تشخیص کیږی اوپه اسانی ده درملنی وړده.
خوکه چیری درملنه یی ونه سی په ډیروپیښوکی دځینی وژونکواختلاطات لامل کیږی.

#تعریف:

که دیوکاهل شخص دوینی فشارپه دوامدارډول د140/90mmhg څخه لوړسی دی ته لوړفشارویل کیږی.

#دشدت له مخی دلوړفشارویشنه:

ډله سیسټولیک فشار ډیاسټولیک فشار
برابر . ۱۲۰ ۸۰
نورمال. ۱۳۰ ۸۵
لوړنورمال. ۱۳۰-۱۳۹ ۸۵-۸۹
خفیف لوړ. ۱۴۰-۱۵۹ ۹۰-۹۹
منځنی لوړ. ۱۶۰-۱۷۹ ۱۰۰-۱۰۹
شدیدلوړ. ۱۸۰ ۱۱۰

#یادونه.

دوینی فشارپورتنی ویش دهغه وګړولپاره چه عمرونه یی د۱۸ کالوڅخه زیات اودفشارضددرمل یی نه یی اخسیتی اوکومه حاده ناروغی هم ونه لری صدق کوی.

#داسبابوله نظره لوړفشارپه دوه ډوله دی.

#لومړنی ډول لوړفشار....

نوموړی ډول فشار۹۵%پیښی یی جوړه وی چه دنوموړی ډول فشارزیات واقعات په هغه کسانوکی دلیدلولووړدی چه عمرونه یی د۵۵-۲۵ کالونوترمنځ وی چه نوموړی ډول یی د۲۰ کلنی څخه مخکی عام نه وی..

#دنوموړی ډول اسباب معلوم نه دی خوبیاهم دالاندی نظریات وجودلری.

۱- ارثیت: هغع وګړی چه په لوړفشاراخته والیدونوڅخه زیږیدلی وی.
۲-محیطی فکتورونه:لکه دمالګی زیات کارول، چاغوالی ،الکولیزم اوداسی نور...
۳- دسیمپاتیک اعصابوزیات فعالیت.
۴- دحجری دنن دکلسیم اوسودیم زیات والی.

#دوهمی ډول لوړفشار....

نوموړی ډول دلوړفشار۵%پیښی جوړه وی چه اسباب یی هم پیژندل سویدی دنوموړی فشارواقعات زیاتره په ځوانانوخلکوکی اوزیات اسباب یی دګردوامراض دی.

#دنوموړی ډول اسباب په لاندی ډول دی..

۱- دګرودامراض.
۲- اندوکراین تشوشات.
۳- دخولی دلاری دحمل دمخنیوی درملوکارونه.
۴- دکلسیم زیاتوالی.

#دوینی دفشارداندازه کولوطریقه:

دوینی دفشارداندازه کولولپاره دمعاینی تخنیک ته بایدډیره پاملرنه وسی داتوماتیک فشارالی دکارونی په صورت کی روغوالی یی بایدچک سی.
دفشاردله معینی مخکی بایدناروغ دپنځودقیقولپاره په یوه ارم ځای کی چه مناسب دحرارت ولری ځای پرځای سی.
دالی کف بایددزړه دسطحی سره برابروی دکف پراخوالی بایددمټ دپرخوالی ۴۰% سره برابروی.

#درملنه·

دلوړفشارټول هغه ناروغان چه ډیاسټولیک فشاریی(کښته فشار)90mmhgڅخه لوړوی اوعمرونه یی د۳۵ کالوڅخه لوړوی اوسیسټولیک فشار (لوړفشار) یی د160mmhgڅخه لوړوی یا160/90mmhg ده درملنی لپاره نومانددی.

#بی له دواڅخه دلوړفشالرونکی کسان بایدلاندی کړنی ترسره کړی:

۱- دوزن کمول: دناروغ BMIبایدد25kg کی وساتل سی.
په چاغ وګړیوکی دهر۱۰ کیلوګرام وزن په کمولوسره د20-5mmhg سیسټولیک فشارټیټیږی.
۲- غذای رژیم:دخوړورژیم بایدله تازه میوی اوسبوڅخه بډایی وی اوهم دغوړیوټولیزمقداربایدکموی اوهمدارنګ دمالګی مقداربایدپه خوړوکی د۶ ګرام څخه لږوی.
۳- منظم تمرینات: هره ورځ ۳۰ دقیقی تیزپلی تګ دوینی دفشارپه ټیټولوکی مرسته کوی.

#دوایی درملنه:

#دلوړفشارپه درملنه کی لاندی درمل بنسټیزځای لری...

1- Diurtics.
ډیوریټکونه دفشارضدډیراغیزمن درمل دی نوموړی درمل دپښتورګوپه ټیبولونوکی دسودیم دبیرته جذب مخینوی کوی په پایله کی سودیم اواوبه ضایع دپلازماحجم اودزړه دهانه کموی.
#درمل یی: hydrochlorothiazide دورځی یوځلی د12,5-25mgورکول کیږی.

2- Beta Blokers.
دغه درمل دزړه چټکتیااودزړه Out putکموی نوله دی امله په لوړفشارکی اغیزمن دی.
#درمل یی: Atenolol دورځی یوځل 25mg ورکول کیږی.

3- ACE Inhibitors.
دغه درمل په خفیف اومتوسط لوړفشارکی دلومړنی درملوپه توګه استعمالیږی.
#درمل یی:Captopril دوری دوځلی 25mg ورکول کیږی..

#یادونه: دپورته درملودوزنظروفشارته تغیرکیدلای سی.

Address

Jalalabad
152024

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr Lotfullah M Zada posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category