08/12/2025
Tablet
یو Antispasmodic درمل دي، یعنې هغه دوا چې د بدن د عضلو (Smooth muscles) تشنج، درد او تاو راتلل ختموي.
دا دوا معمولاً د معدې، کولمو، پښتورګو او صفرا د درد لپاره کارول کېږي.
میکانیزم (Mechanism of Action)
د Phosphodiesterase-4 (PDE-4) انزايم بندوي.
په دې سره د عضلو حجرې خوشې (Relax) کېږي او:
درد کمېږي
تشنج او سپاسم له منځه ځي
د کولمو او د صفرا د لارې بندښت بهتر کېږي
استعمالات (Indications)
د دې دوا مهم استعمالونه:
✔️ 1. د معدې او کولمو دردونه
Gastric spasm
Intestinal colic
IBS (د کولمو حساسیت)
✔️ 2. د پښتورګو درد / Renal colic
✔️ 3. د صفرا لارو دردونه (Biliary colic)
د صفرا کڅوړې درد
د صفرا لارې بندښت
✔️ 4. د حیض درد (Dysmenorrhea)
د ښځو د میاشتني درد لپاره هم ښه اثر لري.
✔️ 5. د رحم د تشنج کمولو لپاره
په حمل کې د ريحمي درد د کمولو لپاره ډېر ځایونو کې کارول کېږي (که ډاکټر اجازه ورکړي).
د استعمال طریقه (Dosage)
عام دوزونه:
Adults: 40–80 mg، 2–3 ځله په ورځ کې
د ډاکټر په سلا زیات یا کم کېدی شي.
جانبي عوارض (Side Effects)
Drotaverine اکثره ښه زغمل کېږي، خو ځینې ممکن عوارض:
سرخوږی
د زړه درزا چټکتیا (Tachycardia)
د وینې فشار کمېدل
خارښت یا الرجی
خوله وچوالی
قبضیت
تندې زیاتېدل
که سختې نښې پیدا شي → دوا بند کړئ او ډاکټر ته مراجعه وکړئ.
---
په کومو کسانو کې باید احتیاط وشي؟
د زړه د ریتم ستونزې
د ټیټ وینې فشار لرونکي کسان
د جګر یا پښتورګو ناروغان
حمل او شیدو ورکول → یوازې د ډاکټر په مشوره
ډاکټر احمدخان مشواڼی