
15/07/2022
د حمل د مخنيوي طريقې او لارې چارې :
ځينې وختونه انسان مجبوره کيږي چې د حمل مخنيوي وکړي او د يو څه وخت لپاره د حامله کیدو مخه ونيسي چې مختلف سببونه لري مثلا ډيري ناروغۍ شته چې د هغو ناروغيو په شتون کې حامله پاتې کيدل دښځي ژوند ته خطر وي ځينې وخت اقتصادي مشکلات وي چی د اولاد ښه روزنه او پالنه يې ورته مشکل وي او ځینې نور ستونزي.
بيچکارۍ (ستنه) : د حمل په مخنيوي کې ډير اغیزناکه دي د يو مياشتني او دري مياشتني ستني شتون لري.
درمل : د حمل په مخنيوي کې هم مهم رول لوبوي .
درملو د استعمال وخت کې شاید لاندې تاثيرات ترمخه شي: سرچرخي ، استفراق ، سر دردي ، دسيني حساسيت ، دمياشتني ناروغي موقتي بندیدل او نور.
د رحم داخلي آله : دا يوه ډيره کوچني آله ده چې د رحم په داخل کې ځاې پرځاې کيږي د حمل په مخنيوي کې خورا مهم رول لري .
دا آله په عمومي ډول دهغو ښځو لپاره مناسبه ده چې د اوږده وخت لپاره حامله کيدل نه غواړي ، ماشوم ته طي ورکونکي ښځي ، هغه ښځي چې درمل استعمالول نه غواړي .
د رحم داخلي رينگ : دا يو نرم ارتجاعي جوړښت لري حلقه يې د هورمون څخه تشکليل شوي د حمل په مخنيوي کې کاميابه رول لوبوي.
د نارينه ګاندم:- د نارينه ګاندم د حمل په مخنيوي او هم د ساري امراضو (ايدز، تور ژيړی، ايچ آی وي…) مخنیوي کوي
ښځينه کاندم:- ښځينه کاندم نرم جوړښت لري تر جنسي اړيکې مخکې د رحم په مخکنې برخه کې ځاې پر ځاې کيږي دا هم د حمل مخنيوي او هم د ساري امراضو مخنيوی کوي.
د ښځينه کانال بندول:- د ښځينه کانال بندول ۱۰۰% د حمل مخنيوی کوي او پر مياشتنې ناروغۍ او جنسي اړيکو کوم منفي تاثير نلری.
#درک: بایوس روغتیایې کلینیک او زیږنتون
تلفن او واتس اپ +93789530092