Doctor Fahim Alokozay ډاکټر فهیم الکوزی

  • Home
  • Doctor Fahim Alokozay ډاکټر فهیم الکوزی

Doctor Fahim Alokozay ډاکټر فهیم الکوزی د طبی� معلوماتو لپاره دا صفحه ستاسو په خدمت کی ده �لای?

شل درسونه؛ د مفتي صاحب تلپاته معنوي مراث۱. رښتنی اسلام (قرآن او حدیث): د قرآن او نبوي سنتو حقیقي پیغام ته مراجعه کول او ...
16/03/2025

شل درسونه؛ د مفتي صاحب تلپاته معنوي مراث

۱. رښتنی اسلام (قرآن او حدیث): د قرآن او نبوي سنتو حقیقي پیغام ته مراجعه کول او له هر راز تحریف او جعل څخه د دین ساتنه.

۲. د ملایانو پر ځای د الله عبادت: د دیني لارښووني د منلو پر مهال، لومړی د الله ج عبادت ته پام کول نه د اشخاصو تقدس او قدرت ته.

۳. د جعلي باورونو او خرافاتو رسواکول: د فکري ځنځيرونو ماتولو لپاره، ټول باطل، جعلي او خرافي افکار بربنډول.

۴. په دین پوري د تړلو ناوړه روایتونو ردېدل: هغه روایتونه چي د اسلام له روح او اساساتو سره اړخ نه لګوي، له دین څخه بېلول او ردول.

۵. دود او دین سره جلا کول: عنعنوي او کلتوري مسایل د اسلامي ارشاداتو له تحریف پرته پېژندل او دواړه بېلول.

۶. د سلو پیرانو پر ځای الله ج ته ستنېدل: د پیري، مریدۍ او تکیه‌خانې پر ځای مستقیم د الله ج دربار ته مخه کول.

۷. د مذهبي اختلافاتو پر ځای پر یوه قرآن راټولېدل: د تفرقې د مخنیوي لپاره د خدای کلام بنسټ ګرځول او د فرعي اختلافاتو د لمنځه وړلو هڅه کول.

۸. د شخص‌پرستۍ پر ځای اسلام‌پرستي: د اشخاصو د بېځایه تقدس پر ځای، د اسلامي ارزښتونو پالل او ساتل.

۹. د درباري او ښوروايي ملایانو جعلي ثابتول: د هغو ملایانو د ناپاکو نیتونو بربنډول چې د قدرت او مادې لپاره د اسلام پر نوم معامله کوي.

۱۰. اسلام د اسانۍ او سوله‌ییز ژوند دین معرفي کول: خلکو ته د اسلام حقیقي مینه‌ناک تصویر ښودل، نه د تاوتریخوالي او افراطیت.

۱۱. د دین تر څنګ د قام مبارزه ترویجول: د خپل قام او خاوري د آزادۍ او پرمختګ لپاره د دیني مسوولیت احساس کول.

۱۲. د فکري خپلواکۍ ساتنه: د بل د فکر کاپي نه، بلکي د خپل دیني-کلتوري اصالت او عقلاني سوچ پالل.

۱۳. د علم، مطالعې او تحقیق ارزښت: کتاب، زده‌کړه او پوښتنه کول د جهالت د مخنیوي تر ټولو غوره لار ده.

۱۴. د سیاسي او قومي همږغۍ رامنځته کول: د قوم د ژغورني لپاره د سیاسي شعور لوړول او د مشترکو موخو لپاره یووالی.

۱۵. د ظالم د نفوذ رسواکول: د هر ظالم رژیم یا استعماري قوت د دسيسو بربنډول او د هغه پر وړاندي د ولسي بیدارۍ هڅونه.

۱۶. د مشورې او شراکت فرهنګ:
د استبداد، ځانځانۍ او قبایلي‌تعصب پر ځای د ګډي مشورې، همکارۍ او ورورۍ پیاوړتیا.

۱۷. د اقتصادي پرمختګ ارزښت: د کار، تولید او اقتصادي خپلواکۍ تشویقول څو قام د پردیو د احتیاج له زنځير څخه خلاص سي.

۱۸. د مبارزې د سوله‌ییزي لاري غوره کول: د حق د ترلاسه کولو لپاره د تاوتریخوالي پر ځای د قلم، بیان او فکري مبارزې ملاتړ.

۱۹. د بیان جرأت او شهامت: د حق ویلو جرأت لرل، که څه هم د سر بیه پرېوتلی سي.

۲۰. د نسلونو د سالمي روزني اهمیت: د راتلونکو نسلونو د ذهني او روحي بیدارۍ لپاره د تعلیم، تربیې او کره دیني پوهاوي بنسټونه اېښودل.

دا درسونه د مفتي صاحب د ویناوو او مبارزې جوړېدونکي بنسټونه دي. هغه وښوده چي د قام ویښول نه یوازي دیني وجیبه ده، بلکي یوه بشري، فکري او ملي دنده هم ده. که هر څوک د جهل، تورتم او جهالت پر وړاندي درېږي او د ملت د واقعی بیدارۍ ږغ پورته کوي، نو باید د قربانۍ او سرښندني لپاره چمتو وي.

Address

Jalalabad, AFG

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Doctor Fahim Alokozay ډاکټر فهیم الکوزی posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Doctor Fahim Alokozay ډاکټر فهیم الکوزی:

  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram