
14/12/2022
دغاښونو پوښ یا کرون څه شی دی؟
دا یو ډول Restoration دی چی د خولي په شکل په بشپړه توګه دغاښ تاج پوښوي. چی دغاښ لمنځه تللی دندی او دغاښ د دوباره ترمیم سبب ګرځی.
دغاښ پوښ هغه وخت استعمالیږی چی د غاښ طبیعي تاج دکاریس او یا د ضربي له امله تخریب شوی وي. او یا دغاښ ډکونه Filling نتیجه نه ورکوی.
د غاښونو پوښونه د مختلفو موادو لکه فلزی ,سیرامیکی ,او اکریلیک څخه جوړیږي چی په ثابت او دوامداره شکل دغاښ په پاتي انساجو د ځانګړو موادو پواسطه کلکیږي.
ولي باید غاښونه پوښ کړل شی؟
1- هغه غاښ چي په شدید شکل تخریب شوی ويباید پوښ کړل شي .
2- هغه غاښ چی عصبی ریښي ویستل شوی باید حتمی پوښ کړل شي.
3- هغه غاښ چی ماتیدو په شدید حالت کی وی باید پوښ کړل شی.
4- که په غاښ کی شدید تغیر رنګDiscoloration موجود وی باید پوښ کړل شي.
5-که په غاښونو کی انومالي موجوده وی دا هم باید پوښ کړل شي.
6- هغه غاښ چی د ښکلا لمنځه تلو سبب ګرځی باید پوښ کړل شي.
7- که دغاښ اوږدوالی د نارمل حالت څخه لنډ وی باید پوښ کړل شي.
راټولونه او ژباړه
دوکتور بشیراحمد (زهیر )MD stomatolog