
04/09/2025
د HSDO لخوا د کونړ زلزله ځپلو سره د درملو مرسته ترسره شوه
نیټه: ۴ـ سیپټمبرـ ۲۰۲۵
د روغتیايي پاملرنې او ټولنیزې پرمختیا موسسې (HSDO) له لوري د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره یو دیرش قلمه درملو بیړنۍ مرسته ترسره او د کونړ د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ته وسپارل شوه.
یاده مرسته د بیړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو په موخه ترسره شوه، تر څو د زلزله ځپلو ناروغانو درملنه په وخت او مؤثره توګه ترسره شي.
د روغتيايې پاملرنې او ټولنیزې پرمختيا موسسه (HSDO) ژمنه ده چې له زیانمنو شویو کورنیو سره به د روغتیا او بشري همکارۍ په برخه کې خپلې هڅې دوامداره وساتي.