15/03/2026
ډاکټر صاحب مصطفی صافي، چې اوس مهال د وزیر محمد اکبر خان روغتون د عمومي داخلې په څانګه کې د تريني (Resident) په توګه خدمت کوي، د MRCP ازموینې لومړۍ مرحله یې په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.
موږ د ډاکټر صاحب لپاره د مسلکي ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د لوی خدای له دربار څخه لا زیات بریالیتوبونه او توفیقات غواړو.
ډاکټر مصطفی صافي
د ننګرهار پوهنتون فارغ – کال ۱۴۰۲
د تخصص ازموینه کې عمومي دریم مقام – کال ۱۴۰۳
د وزیر محمد اکبر خان روغتون د عمومي داخلې څانګې د لومړي کال ریزیدنټ