Dr javid shenwary

Dr javid shenwary allah is one

10/02/2022

که د مچۍ يا غالبوزې د چيچلو پواسطه د چا مخ، خوله او ستونی و پړسيږي او يا ناروغ ته سابندي پيدا شي او سر يې چرخي تر روغتونه يې په بېړه ورسوئ. د دې کسانو وجود د مچې د زهرو پر وړاندې فوق العاده شديد حساسيت لري اوکه په چټکۍ سره يې علاج و نشي کېدی شي د ناروغ د مرګ باعث شي.
امان شمس

09/02/2022

که تاسو او يا ستاسو ماشومان په سر ولګيږي او سر مو شديده ضربه وخوري نو په لاندې حالتونو کې بايد روغتون ته ولاړ شئ.
- د سر له ضربې سره يو څه وخت بې هوشه شئ او بيا بېرته را بيدار شئ ( نوټ: هغه څوک چې په هوش نه راځي هغه خو بايد په بېړه تر روغتونه ورسول شي).
- له ضربې را هسي مو زړه بديږي، خوا مو راګرزي او استفراق کوئ.
- له ضربې وروسته د سر درد د درد له عادي درملو سره نه ښه کيږي.
- د ناروغ په سلوک کې تغير راشي (له پنځه کالو کم ماشومان د شاه وخوا په شيانو کې دلچسپي له لاسه ورکوي).
- له ضربې وروسته د ناروغ شی هيريږي او په ياد يې نه پاتې کيږي.
- که تاسو او يا ستاسو ماشومان د ويني د نري (رقيق) کولو درمل کاروي.
- که تاسو او يا ستاسو ماشومان د سر له ضربې مخکې د سر
يا مغزو جراحي عمليات کړي وي.
dr aman shams

09/02/2022

د روغتيا له نظره د لمرمخي (لمر ګلی) تېل يا غوړي د غوا تر غوړو او د زيتون تېل/غوړي تر ټولو غوړو د پخلي لپاره ښه غوړي دي.
امان شمس

08/02/2022

Address

Jalalabad

Telephone

+93782030560

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr javid shenwary posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category