Dr. Rostam Shah Yaar

Dr. Rostam Shah Yaar Lecturer of medical faculty . Internal medicine specialist & Echocardiologist

23/06/2025

یو ناروغ چی شپیته کاله عمر یی لرلو د سینی د درد د کبله سپین غر مومند روغتون ته مراجعه وکړه . ناروغ ته مو ECG وکړه چی په کی د زړه د اسکیمیا ډیری وصفی نښی نه وی خو د ناروغ دردونه ډیر وصفی وو . ناروغ ته مو انجیوګرافی توصیه کړه. . په انجیوګرافی کی معلومه شوه چی د ناروغ د زړه دری رګونه بند دی .چی د زړه د دری رګونو بندش معمولا د زړه د خلاص عملیات (coronary artery bypass graft) په واسطه تداوی کیږی . نو ناروغ ته مو د زړه بای پاس عملیات توصیه کړی
نوټ د ګرانو محصلینو لپاره:
ناروغ د Angina pectoris لوحه لرله او د انجینا پیکتوریس کلمه لاندی حالاتو ته استعمالیږی
انجینا پیکتوریس (Angina Pectoris) یو طبي اصطلاح ده چې د زړه عضلی ته د ناکافي وینې رسولو له امله رامنځته کېږي او دا د زړه د عضلو د اکسیجن کمښت ته اشاره کوي. دا حالت معمولاً د سینی د درد (chest pain) په شکل څرګندیږي.

انجینا پیکتوریس څه شی ده؟

انجینا پیکتوریس یو ډول درد یا ناراحتي ده چې اکثره وخت د سینې په منځ کې یا شاوخوا حس کېږي، او علت یې د زړه عضلې ته د وینې کم رسیدل وي، معمولاً د کورونري شریانو د تنګوالي یا بندوالي له امله وی.

مهمی نښې :
د سینی درد (فشار یا سوځیدلو احساس)
درد چې غاړی، اوږی ، شا یا لاس ته خپرېږي
ساه لنډي
ستړی کیدل
د فزیکي فعالیت یا سترس (stress) په وخت کې زیاتېږي، او د استراحت یا ژبی لاندی د نایتروګلیسرین ګولیو سره ښه کېږي

عام ډولونه:

1. Stable Angina (ثابت انجینا):

د فعالیت یا فشار په وخت کې درد راځي، استراحت سره له منځه ځي.

2. Unstable Angina (نا ثابته انجینا):

ناڅاپي او شدید درد، حتی د استراحت په حالت کې، دا یو عاجل حالت دی.

3. Variant (Prinzmetal's) Angina:

د شریانو د ناڅاپي تنګوالي له امله وي، معمولاً د شپې لخوا.

درملنه:

نایتروګلیسرین (Nitroglycerin): د درد د ارامولو لپاره

اسپیرین(Aspirin): د وینې د نری کولو لپاره

بیټابلاکرز(Beta blockers) / کلسیم چینل بلاکرز(CCBs): د زړه فشار کمولو لپاره: د کولیسټرول د کمولو لپاره درمل (Statins)

که طبی درملنه مؤثره نه وی بیا انجیوپلاسټی(سپرینګ اچول) یا بای پاس (CABG).
په ویډیو کی ناروغ د انجینا وصفی لوحه بیانوی
ویډیو د ناروغ په خوښه اخیستل شوی

16/06/2025

یو ماشوم چی دوه میاشتی عمر یی لرلو د سینی د خرابوالی او ټوخی د امله مراجعه کړی وه . په فزیکی معاینه کی ناروغ د ګوتو او شونډو شینوالی لرلو چی طبی اصطلاح کی ورته Cyanosis وایی ناروغ ته می د زړه تلویزونی معاینه(ایکو) ترسره کړه . په ایکو کی معلوم شو چی ناروغ د زړه د دوه بطیناتو په منځ کی نقیصه لری چی عام خلک ورته د زړه سوری او طبی اصطلاح کی ورته Ventricular septal defect وایی ، د اذیناتو په منځ کی هم نقیصه وه چی طبی اصطلاح کی ورته ASD وایی همدارنګه د زړه د رګونو موقعیت یی هم سم نه وو . ناروغ د نوری درملنی لپاره د زړه جراح ته معرفی شو
نوټ : د ګرانو محصلینو لپاره په ویډیو کی ښودل شوی چی ناروغ Cyanosis لری
Echo finding:
Large bulbofuramen VSD
Double inlet left ventricle
Double Outlet Left ventricle
Sinus venosus ASD

13/05/2025

یو ناروغ چی اتیا کاله عمر درلود د شدیدی ساتنګۍ د امله مراجعه وکړه په فزیکی معاینه کی د ناروغ د غاړی رګونو پړسوب درلود او د وینی فشار یی ښکته (80/60) وو او د زړه اوازونه سم نه اوریدل کیدل . د زړه په تلویزونی معاینه (ایکو) کی ولیدل شو چی د ناروغ د زړه په شاوخوا پرده کی په زیاته اندازه اوبه جمع شوی وی او د زړه وظایف یی خراب کړی وو چی طبی اصطلاح کی ورته cardiac tamponade وایی د نوری تداوۍ لپاره ناروغ د زړه څخه اوبه ویستلو یا pericardiocentesis لپاره معرفی شو
نوټ د ډاکټرصیبانو لپاره : پورته د فزیکی معاینی موندنو ته beck's Triad وایی او د cardiac tamponade لپاره وصفی دی
دوکتور روستم شاه یار د عمومی داخله او زړه د ناروغیو متخصص . ایکو کاردیالوجست. د طب پوهنځی استاد

09/09/2024

یو ناروغ چی پنځه څلویښت کاله عمر یی درلود د ستړیا. زړه ټکان. د شپی ټوخی او د څملاستیدو سره د نفستنګۍ څخه شکایت کولو. په فزیکی معاینه کی د ناروغ د غاړی رګونه پړسیدلی وو.د ګيډی.او پښو پړسوب یی هم درلود. ناروغ ته مو د زړه تلویزونی معاینه(ایکو) او د ګیډی تلویزونی معاینات ترسره کړل چی په کی ولیدل شو چی د ناروغ زړه غټ شوی وو او پمپ یی هم ډیر ضعیف وو چی په طبی اصطلاح کی ورته (heart failure) وایی. د ناروغ د زړه شاوخوا اوبه جمع شوی وی چی طبی اصطلاح کی ورته(pericardial effusion) وای د ناروغ په دواړه طرف سږو کی هم اوبه جمع شوی وی چی طبی اصطلاح کی ورته(pleural effusion) وایی. او په ګيډه کی اوبه هم هم جمع شوی وی چی طبی اصطلاح کی ورته (Ascitis) وایی
ناروغی ته د تشخیص مطابق درملنه شروع شوه
Dx:
Heart failure
pleural effusion
Pericardial effusion
Ascitis
shrink liver(cirrhosis?)
دوکتور روستم شاه یار. دعمومی داخله او زړه د ناروغیو متخصص. ایکوکاردیولوجیست. د طب پوهنځی استاد

25/08/2024

یو ناروغه چی څلویښت کاله عمر یی درلود د نفستنګۍ . پښو د پړسوب او ټوخی څخه شکایت لرلو . ناروغی د سینی د توبرکلوز او پخوانۍ الرژی(برانکیل استما) تاریخچه هم درلوده. د فزیکی معاینی وروسته ناروغ ته د نورو معایناتو تر څنګ د زړه تلویزونی معاینه(ایکو) هم اجرا شوه. په معاینه کی معلومه شوه چی د دوامداره نفستنکۍ د امله د ناروغ د زړه ښی طرف لوۍ شوی وو چی په طبی اصطلاح کی ورته کور پلمونل وایی. ناروغی ته د تشخیص مطابق درملنه شروع شوه
Echo view:
Apical 4 chamber
PLAX
RV inflow
P.short axis
دوکتور روستم شاه یار. دعمومی داخله او زړه د ناروغیو متخصص. ایکوکاردیولوجیست. د طب پوهنځی استاد

I have reached 5.5K followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉
25/07/2023

I have reached 5.5K followers! Thank you for your continued support. I could not have done it without each of you. 🙏🤗🎉

EECP(enhanced external counterpulsation)د مقاومی انجینا او هغه انجینا چی د د سټینټ اچولو او د زړه د بای پاس عملیات  څخه ...
08/05/2023

EECP(enhanced external counterpulsation)
د مقاومی انجینا او هغه انجینا چی د د سټینټ اچولو او د زړه د بای پاس عملیات څخه وروسته هم موجوده وی د
درملنی لپاره یو غیرتهاجمی میتود دی
کړنلاره:
په دی میتود کی د ناروغ د پنډیو او ورنونو څخه دفشار الی په رقم الی تړل کیږی
بیا د ماشین سره وصل کیږی یعنی د دیاستول په صفحه کی زړه ته د وینی جریان سریع کوی چی په دی توګه په کرونری شریانونو کی فشار لوړیږی ټول کورس یی ۳۵ ساعته دی چی په ورځ کی د یوساعت لپاره اجراکیږی
مضاد استطبابات:
Arrhythmia.bleeding disorder.lower limb thrombophlebitis.pregnancy.Aortic insuficiency

ګټي:درګونو د اندوتیل وظیفه ښه کوی
د زړه د عضلی د اکسیجن اړتیا کموی
د درمل ضرورت کموی
د ژوند کیفیت ښه کوی.
د کولیټرل رګونو جوړیدل هڅوی

جانبی عوارض:
عضلی دردونه
د پوستکی تخریش
نوټ: EECP د انجینا پرته د Heart failure.HTN.cardiogenic Shock او ځینی غیر قلبی ناروغیو لکه Erectile Dysfunction.Restless leg syndrome. Hepatorenal Syndrome. په درملنه کی هم مؤثر ده

ټابلیټ_K_څه_شی_دی_؟ په هیواد او ګاونډ کي د نورو نشه‌ي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلیټ K روږدي دي. دا ګولۍ په 2008 کي ل...
01/04/2023

ټابلیټ_K_څه_شی_دی_؟


په هیواد او ګاونډ کي د نورو نشه‌ي توکو تر څنګ، ډېر ځوانان په ټابلیټ K روږدي دي. دا ګولۍ په 2008 کي لومړی ځل افغان امنیتي ځواکونو په هلمند کي وموندلې. په دې پوهېږئ چي ټابلېټ K څه شی دي؟ پر بدن څه اغېز لري؟ او څنګه ځان باید ځني وساتئ؟
ټابلېټ K، چي اکسټاسي یې هم بولي، یو ډول نشه ‌يي توکی دی چې د امفتامینونو له کورنۍ سره تړاو لري. کېمیاوي نوم یې مېټایلین ډای اوکسي مېټاامفتامین (3,4-Methylenedioxymethamphetamine)، لنډنښه یې MDMA، فرمول یې (C10H13NO2) دی، CAS نمبر یې 42522-10-9 دی.

تاریخچه:
اکسټاسي لومړی ځل په 1914 کي د مرک (Merck) په نامه یوې جرمنۍ درملسازي کمپنۍ د ډنګرتوب او بډلوهۍ (اشتهاء ضد) لپاره جوړ کړل. خو کابو 65 کاله ترې چا ګټنه و نه کړه. روسته جرمني ډاکټرانو دا درمل هغو کسانو ته ورکول چي په نړېواله جګړه کي يې اروايي شوک لیدلی وو. بیا یې پام شو چي تر ګټي یې زیان ډېر دی. نو ځکه یې د جرمني حکومت کارونګ بند او غیرقانوني اعلان کړ. دا خبره د جرمني ډاکټرانو او ارواپوهانو تر منځ متل ګرځېدلې چي د اکسټاسي په تجویز سره یې د جګړې بلهاریان بیا بلهاري کړل.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت هم په 1985 کي د دې درملو کارونګ بند کړ خو سربېره پر دې یې خلګ د شپې په مېلو او بانډارو کي کاروي.
خالص اکسټاسي سپین رنګه پوډر دي. د چڼاسو/پوپنک بوی لري. ناسوچه بڼه یې سره او قهوي رنګونه لري. ټابلېټ K په ناقانونه توګه په ازمونتون (لابراټوار) کي په کېمیاوي ډول د امفتامینونو په مالیکولي جوړښت کي د ادلون بدلونه په پایله کي رامنځ ته کېږي. دا چي هر فرد/کمپنۍ یې په خپله خوښه په خپل ازمونتون کي جوړوي؛ نو ځکه دا ګولۍ له یوې بلي سره جوړښتي توپیر لري. اکسټاسي په هر هېواد کي په بېلابېل نومونه لري. په افغانستان کي یې ټابلیټ K، د خوښۍ درمل، پنج ستاره، ریډ بال، یو و دوه، ډانس، او سوپرمن بولي. دا ګولۍ راز راز بڼي لري چي پر ځینو K لېکل شوې وي، ځیني یې زړه وزمه وي او پر ځینو د ستورو انځور وي. اکسټاسي نن سبا د ګولیو سربېره؛ د پوزي د پوډرو، کپسولونو، پلسټرونو، د دودولو او ستني (پېچکارۍ) په بڼه کي هم موندل کېږي. په هره ګولۍ کي یې د نشه‌ي توکو کچ له 9 څخه تر 117 میلي ګرامو پوري وي او د نورو ورګډو کېمیاوي توکو کچ چي لمسوونکي خاصیت لري؛ توپیر لري.
ځوانان یې په ټولیزه توګه د سندرو او ګډا په بانډارونو کي د خوښۍ او هیجان د ډېرښت او همدارنګه د نوږیزي (جنسي) پياوړتیا لپار کاروي چي پایله یې د ناخوندي نوږیزو اړيکو او د ساري ناروغیو لکه؛ اېډز، تور ژېړي، تور ټپ او نورو د لېږد لامل کېږي. په افغانستان کي يې ډېری نوي ځوانانو په ښوونځو کي تر لاسه کوي او په ښوونځيو او کورونو کي يې خوري.

ټابلېټ K د انسان روغتیا ته دومره زیان لري چي حتی د یوې ګولۍ خوړل یې د مغز ژونکي (حجرې) وژني یا زیانمنوي او د اندني (تفکر) او هوډګرۍ ځواک يې ځپي.
د دې درملو ځنګیزو زیانونه دومره ډېر دي چي حتی ځیني یې د بیارغېدنګ وړ نه دي ځکه خو یې د نړۍ په هر کونج کي کارول بند دي.

دا ګولۍ په لومړيو کي د خوړونکي پر روغتیا ډېر اغېز نه پرېباسي؛ یواځي نشه راوړونکی خاصیت لري خو د وخت په تېرېدو سره پر ټول بدن په ځانګړې توګه پر عصبي سیسټم او سترګو ناوړه اغېزه کوي. تر دې چي ځیني کسان ځان وژني ته اړ باسي.

پر مغز او بدن د ټابلېټ K اغېزي:
ټابلېټ K له 20 تر 90 دقیقو روسته پر مغزو اغېز کوي، له 2 تر 3 ساعتو پوري یې اغېز زیات وي، او تر 24 ساعتو پوري خپل اغېز ساتي. دا ګولۍ حافظه، د پېژندني حس، او انديز ځواک اغېزمنوي او ډېر کله اضطراب او وېره رامنځ ته کوي. کله نا کله روږدو کسانو ته داسي اروايي ستونزي پېښېږي چي د درملني وړ نه وي. که چا اووه کاله وړاندي یو ځل هم ټابلېټ K خوړلې وي؛ په CT-Scan کي یې پر مغزو ناوړه اغېز لیدل کېدای شي.
هغه کس چي ګولۍ خوړلې وي؛ ډېر هېښ (هیجاني) او مست وي. ساعتونه ساعتونه ګډا و ټوکي کوي او خاندي خو ورسته ستړی، ګډوډ، ناقرار، ناخوښه، خوله یې وچه او د بدن تودوښه او د زړه ټکان یې لوړېږي چي کېدای شي د مړیني لامل یې شي. ځکه چي د زړه د ټکانو ګډوډي، د ویني لوړ فشار، د بدن د اوبو او منرالي توکو لکه سوډیم او کلورین کمښت، او د پښتورګو ناسم کار پر مغز ناوړه اغېز کوي چي کس د مرګ تر پولي رسولی شي.

د ټابلېټ K اوږدمهاله اغېږي:
۱: بې موخي، بې مسولیته او بې پروا ژوند.
۲: له ورځنیو چارو لکه کار، لوست، تکړښت، ناستي پاستي څخه ناخوښي او بې علاقه‌توب.
۳: د ژامي د غړو کمزوي او د دواړو ژامو نښت.
۴: د غاښونو سولېدل.
۵: د کورنۍ له غړو او ملګرو سره سوړ چلند او حتی د هغوی پرېښودل.
۶: د سترګو د لید کمی.
۷: د خوب ډېرښت.
۸: عصبي ګډوډي، ډېر احساستي کېدل او وېره.
۹: پر ځان د باور کمی.
۱۰: له څه مودې روسته؛ نورو نشه‌يي توکو لکه د اپیمو، کوکاینو او هیروینو ته لېوالتیا.
۱۱: د پوستکي ستونزي او ټپونه.
۱۲: په نرانو کي د تیانو غټېدل.
۱۳: د نرانو شنډتوب
۱۴: د هډوکي پوکي او ژر ماتېدنګ
۱۵: ځان وژني ته زړه ښه کول.

د تشخیص لاري چاري:
د کارونکي له میتیازو، پوستکي او وېښتانو څخه نمونه اخيستل کېږي.

درملنه:
وړاندي مو وویل چي ټابلېټ K دماغي ژونکي له منځه وړي؛ او د دې ژونکو بیارغون ناشونی یا هم ډېر ستونزمن دی. ځانګړې درملنه نه لري. هغه کسانو ته چي راوايي ستونزي ور پېښي شوې وي؛ د اوږدمهال لپاره دې یې اروايي درملنه تر سره شي. د مخنیوي تر ګردو ښه لاره دا ده چي مور و پلار دي خپل نوي ځوان بچي له نيژدې وساری
Copy

دا به مو ژوند کې پکار شي.د يو کس يا ماشوم په ستوني کې  د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟هيمليچ کوم ډول مانور ت...
16/05/2022

دا به مو ژوند کې پکار شي.
د يو کس يا ماشوم په ستوني کې د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟
هيمليچ کوم ډول مانور ته ويل کيږي؟؟

کله چې د لويانو يا د ماشومانو په ستوني يا په تنفسي لاره کي يو څيز ( ډوډۍ يا کوم بل څيز) بند يا خښ شي د دغه څيز رايستلو طريقې ته هيمليچ مانور ويل کيږې.

هر کال زياتره کسان د دي له امله مړه کيږي کله يي چي يو څيز په ستونې يا تنفسي لار کي بند شي. چې دا حالت د ساه د بندوالي لامل کيږي، څرنګه چي دا يو ايمرجنسي حالت ده که سمدستي اقدام ونشي ممکن د ياد کس يا ماشوم د مړينې لامل شي. د دې په خاطر لازمه ده تر څو لاندې مانور ذده کړو او د يو کس ژوند وژغورو ځکه چې په داسې حالت کې د وخت ضايع کول نه دي په کار د وخت ضايع کول د ياد کس د مړينې لامل کيداي شي
او که چيرې سمدستي لاس رسۍ ډاکتر ته ممکن وي ياد کس بايد فورآ ډاکتر ته وروړل شي

# د لويانو په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) هغه کس چي په ستوني کې يي يو څه خښ شوي ولاړ کړئ

2) تاسې د همدغه کس شاته ولاړ شئ

3) خپل دواړه لاسونه د ياد کس د سينې څخه لږ لاندې راتاو کړئ

3) چپ لاس ته د سوک وضيعت ورکړئ او ښی لاس په چپ لاس څرنګه چي په لاندې تصوير کې ښکاري د معدې په ساحه کې کيږدئ

4) د ښي لاس په واسطه چپ لاس ته پورته او داخل طرف ته ناڅاپي فشار ورکړئ

5) بار بار تر هغه پورې ناڅاپي فشار ورکړئ تر څو د ياد کس په ستوني کي بند يا خښ شوی څيز خارج او ياد کس ساه واخلي او يا ټوخله وکړي

# د يو کال څخه د کم عمره ماشوم په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) ماشوم پړمخې په چپ لاس لکه څنګه چې په تصوير کې ښکاري واچوئ او خپل ورون هم کات کړي
ماشوم د ملا په ساحه کې د خپل لاس د ورغوي په واسطه 5 ځلې وه وهئ

2) که چيرته په ستوني کې بند شوی څيز خارج نه شې په دې صورت کې ماشوم بيرته پر مخ کړئ او سر يي د غاړې څخه ټيټ کړئ لکه څنګه چې په لاندې تصوير کې ښکاري

3) خپلې دوه ګوتې مو د ماشوم په سينه کيږدئ او 5 ځله په سينه فشار ورکړئ

4) بيا ځلې ماشوم پړ مخ کړئ او 5 ځلې يي د لاس په ورغوي د ملا په ساحه کې وه وهئ تر څو بند شوی څيز خارج يا ماشوم ساه واخلي او يا ټوخله وکړي
کاپي

دا به مو ژوند کې پکار شي.د يو کس يا ماشوم په ستوني کې  د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟هيمليچ کوم ډول مانور ت...
16/05/2022

دا به مو ژوند کې پکار شي.
د يو کس يا ماشوم په ستوني کې د بند شوی څيز د راويستلو طريقه څه ډول ده ؟؟
هيمليچ کوم ډول مانور ته ويل کيږي؟؟

کله چې د لويانو يا د ماشومانو په ستوني يا په تنفسي لاره کي يو څيز ( ډوډۍ يا کوم بل څيز) بند يا خښ شي د دغه څيز رايستلو طريقې ته هيمليچ مانور ويل کيږې.

هر کال زياتره کسان د دي له امله مړه کيږي کله يي چي يو څيز په ستونې يا تنفسي لار کي بند شي. چې دا حالت د ساه د بندوالي لامل کيږي، څرنګه چي دا يو ايمرجنسي حالت ده که سمدستي اقدام ونشي ممکن د ياد کس يا ماشوم د مړينې لامل شي. د دې په خاطر لازمه ده تر څو لاندې مانور ذده کړو او د يو کس ژوند وژغورو ځکه چې په داسې حالت کې د وخت ضايع کول نه دي په کار د وخت ضايع کول د ياد کس د مړينې لامل کيداي شي
او که چيرې سمدستي لاس رسۍ ډاکتر ته ممکن وي ياد کس بايد فورآ ډاکتر ته وروړل شي

# د لويانو په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) هغه کس چي په ستوني کې يي يو څه خښ شوي ولاړ کړئ

2) تاسې د همدغه کس شاته ولاړ شئ

3) خپل دواړه لاسونه د ياد کس د سينې څخه لږ لاندې راتاو کړئ

3) چپ لاس ته د سوک وضيعت ورکړئ او ښی لاس په چپ لاس څرنګه چي په لاندې تصوير کې ښکاري د معدې په ساحه کې کيږدئ

4) د ښي لاس په واسطه چپ لاس ته پورته او داخل طرف ته ناڅاپي فشار ورکړئ

5) بار بار تر هغه پورې ناڅاپي فشار ورکړئ تر څو د ياد کس په ستوني کي بند يا خښ شوی څيز خارج او ياد کس ساه واخلي او يا ټوخله وکړي

# د يو کال څخه د کم عمره ماشوم په ستوني کې د بند شوي څيز د رايستلو طريقه يا هيمليچ مانور په لاندې ډول ده

1) ماشوم پړمخې په چپ لاس لکه څنګه چې په تصوير کې ښکاري واچوئ او خپل ورون هم کات کړي
ماشوم د ملا په ساحه کې د خپل لاس د ورغوي په واسطه 5 ځلې وه وهئ

2) که چيرته په ستوني کې بند شوی څيز خارج نه شې په دې صورت کې ماشوم بيرته پر مخ کړئ او سر يي د غاړې څخه ټيټ کړئ لکه څنګه چې په لاندې تصوير کې ښکاري

3) خپلې دوه ګوتې مو د ماشوم په سينه کيږدئ او 5 ځله په سينه فشار ورکړئ

4) بيا ځلې ماشوم پړ مخ کړئ او 5 ځلې يي د لاس په ورغوي د ملا په ساحه کې وه وهئ تر څو بند شوی څيز خارج يا ماشوم ساه واخلي او يا ټوخله وکړي
C

03/02/2022
05/10/2021

Address

Jalalabad

Telephone

+93787272204

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr. Rostam Shah Yaar posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr. Rostam Shah Yaar:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category