28/09/2023
♥بسم الله الرحمن الرحیم♥
انسولين ( Insulin )
انسولين څه شی دی ؟
انسولين هغه هورمون دى کوم چي د پانقراص د غدي په واسطه زمونڔ په بدن کي توليديڔي چي په وينه اوځيګر کي د ګلوکوز اندازه تنظموي .
د ډيابت په هغه ناروغانو کي چې ( IDDM ) وي ضروري درمل دي اود شکر په عاجل واقعاتو کي ورکول کيږي.
انسولين د حيواني منابع څخه لاسته راځي او همدارنګه په ترکيبې شکل تهيه کيږي .
انسولين چون پروټينى منشاء لري نو ځکه د خولې د لارې نه جذبيڔي نو ايجاب کوي چې د زرقي لارې توصيه کيږي .
هر کله چې انسولين د وريد ( IV ) د لارې تطبيق شي دتاثير دوام يي يوازي نهه ( 9 ) دقيقي دى .
په عادي حالتو کي د تحت الجلدى ( پوستکې لاندي ) دلارې توصيه کيږي په عاجل واقعاتو کي چي فوري تاثير په کار وي د وريد د لارې توصيه کيږي.
هر څومره چې د انسولين کرستالونه لږ منحل وي په هماغه اندازه يي د تاثير دوام زيات وي .
انسولين په ځيګر او پښتورګو کي په استقلاب رسيږي .
د انسولين ويالونه بايد په مناسب حرارت کي وساتل شي د انسولين ساتل په يخچال کې او هغه ځاى چي حرارت درجه يې يو درجه د سانتې ګريد څخه کم نه وي اويا د 35C سانتې ګريد څخه لوړه وي ونه ساتل شي .
يخ انسولين د حساسيت دتوليد سبب کيږي اود زرق په ناحيه کي د شحمې تترسطتو سبب کيږي.
د انسولين د تطبيق څخه مخکې د کوټې د حرارت درجه سره مساوي وي.
انسولين دخاص سیرنجونو پواسطه چي د بين لمللي واحد په حساب جوړ شوي دي حسابيږي .
په تحت الجلدى ( پوستکى لاندي ) کي 90° درجو کي زرقيږي اود داخلې عضلې زرق څخه مخنيوى وشي .
زرق بايد په يوه ساحه کي صورت ونه نيسي . هميشه ناروغ بايد چکليت يو مقدار ولري ترڅو د هايپو ګلاسيميا اعراض ښکاره کيدو په صورت کې استعمال شي.
د روژي په مياشت کى , سپورټ په وخت کي , فزيکى فعاليت په وخت کي د وينې ګلوکوز هميشه تعين شي.
هر کله که د ډيابت ناروغ د قلبى احتشا،کوما،انتانات،ترقيض،حاملګې اويا د ډيابت ناروغ که چيرې د جراحي عمل لاندي واقع شي تداوي د انسولين په واسطه شروع کيږي .
د هايپو ګليسيميا درملنه :
په وينه کي دګلوکوز د کچى کموالى ته هايپو ګليسيميا وايي . د هايپوګليسيميا اعراض هغه وخت منځته راځي چى د پلازما ګلوکوز 60mg/dl ته ورسيږي .
دماغي مخشوشوالى هغه وخت منځته راځي کله چي د پلازما ګلوکوز 50mg/dl ته ورسيڔي.
کله چې د مريض شعوري حالت ښه وی د خولې دلارې ګلوکوز د 10-20 ګرامه پورې ورکول کيږي .
چى لس ګرامه ګلوکوز د دوه قاشوغى ګلوکوز څخه حاصليږى .
د ضرورت په صورت کي لس دقيقي وروسته تکراريدى شي که چيري ناروغ غير شعوري حالت کي وي د وريد له لارې 50%/50ml ګلوکوز ورکول کيږي .
که چيرى د وريد ګلوکوز سره ناروغ جواب ونه وايي يوملى ګرام Glucagon د IM ( عضلې ) د لارې ورکول کيږي .
هغه هايپوګليسيميا چى د Oral Hypoglycemia دواګانو په واسطه منځته راغلى وي روغتون کي بستر شي ځکه ددغه درملو تاثير دوام داره دي .
انسولين درمل ( Drugs Used as Insulin )
1 -- Actrapid
2 -- Humalog
3 -- Humulin -N
4 -- Humulin -R
5 -- Humulin Max
1 -- Actrapid
په دي مستحضر کي انسانې انسولين وجود لري. د ضرورت مطابق د شکري نارړغ ته زرق کيږی.
ددي درمل اغيز د جلد لاندي له زرق نږدی نيم ساعت وروسته شروع او اته ساعته دوام کوي.
لاس رسى
Inj . Actrapid 10ml
2 --- Humalog
ددې مستحضر په هر ملى ليتر کې 100 يونټه Lispro انسولين وجود لري . دشکرې په ناروغى کي کارول کيږي. له زرق پنځلس دقيقي وروسته يې اغيز شروع او تر دوه نيم ساعتونو پوري دوام لري .
تر جلد لاندي اود ضرورت په مهال په غوښه کي هم زرق کيږي .
لاس رسى Inj . Humalog 10ml
3 -- Humulin N
پدي مستحضر کي ايزوفين انسولين وجود لري کوم چې ناروغ ته د ضرورت مطابق زرق کيږي .
لاس رسى Inj . Humulin N
4 -- Humulin -- R
په دى مستحضر کي طبيعې انسانې انسولين وجود لري . ناروغ ته دي د ضرورت مطابق زرق شى .
5 --- Mumulin -- Max
پدي مستحضر کي 70% ايزومين انسولين او 30% سلوبل انسولين شامل دي . د ضرورت مطابق ناروغ ته زرق کيږی .
په درنښـــــت