25/10/2025
ډینګی dengue
دا چې په دې ورستیو کې په د ډینګي ناروغۍ پیښې زمونږ هیواد خصوصا ننګرهار کی زیاتې شوي دي او روزانه کلنیکونو او شفاخانو ته مراجعه کوي نو لازمه مې ووبله چې د عامو هیوادوالو او طبي کارمندانو لپاره تقریبا په عام فهمه ژبه د ډینګی ناروغۍ په هکله لیکنه وکړم .
د ډینګی تبی پیژندنه ، پیښي او انتقال:
ډینګی تبه یا bone break fever یوه حاده ویروسي ناروغي ده . یاده ناروغي د dengue ویروس له وجې پیدا کیږي چې یاد ویروس څلور انواع لري : dengue-1, dengue-2, dengue-3, and dengue-4. یاد ویروس د Flavivirus د جینس پورې اړه لري . په یاد ولرئ چې د یو سیروټایپ (نوعی) په اخته کیدلو سره یی انسان د بلې نوعئ په مقابل کې معافیت نه حاصلوي.
دا ناروغي د اخته شخص څخه جوړ شخص ته د ماشي د چیچلو پواسطه انتقالیږي ، ناروغي د خاصو غوماشو ( Aedes aegypti and Aedes albopictus) پواسطه انتقالیږي
نادارا ممکن ناروغي په روغتیایي کارنکونکو کی د ستنې پواسطه ، د مخاطي طبقې د تماس په واسطه ، د مور څخه ماشوم ته ، د اعضاوو د پیوند څخه او نورو لارو څخه انتقال شي .
یاده ناروغي تر اوسه په ۱۲۸ هیوادونو کې اندیمیکه ده ، په هغه سیمو کې یې پیښې زیاتې وي چې ګرمسیر او نیمه ګرمسیر وي .
په ټول جهان کې درې بیلیونه خلک د ناروغۍ د خطر سره مخ دي . هر کال ۱۰۰-۴۰۰ میلونه خلک په یادې ناروغۍ اخته کیږي .
د ناروغۍ پیښې ۷۰ سلنه په اسیا کې دي .
په وروستیو دوه لسیزو کې خصوصا په تیر کال او سږ کال کې په ټول جهان کې د ناروغۍ پیښې ډیرې لوړې شوي وجه یې د اقلیم بدلون ، مهاجرتونه ، ټولنیز اقتصادي حالت دي.
د ملاریا څخه وروسته د تبه لرونکي ناروغیو په لست کی ډینګی دوهم ځای لري.
دا هم په یاد ولرئ چې په یادې ناروغۍ باندې یو شخص د ژوند په اوږدو کې بار بار مبتلا کیدلی شي.
د یادې ناروغۍ د تفریخ دوره ۷-۱۰ ورځي ده.
د ناروغۍ اعراض او علایم ، د خطر نښې او تنصف بندي :
په یادې ناروغۍ اخته کسانو له جملې څخه صرف ۲۰ سلنه یې کلنیکي اعراض پیدا کوي او نور پاتې اعراض نلري خو بدبختانه چې غیر عرضی کسان هم د ناروغۍ انتقال کې رول لري.
ناروغان اکثرا mild disease لري یعنی شدیده ناروغي نلري خو ممکن د ځینې ناروغان د شاک او خونریزۍ شدیده نوعې ته پرمختګ وکړي او د مرګ و میر سبب شي .
د انتان د تفریخ د دوری نه وروسته ناروغ ته تبه لرونکي ناروغي پیدا کیږي ، ناروغ ته حاد او غیر وصفي اعراض لکه تبه ، لړزه ، د مخ سوروالی ، ستړیا ، د سترګو درد ، د وجود درد ، د مفاصلو درد پیدا کیږي . ځینې ناروغانو په پوستکي باندې رش پیدا کیږي ، د ستونې درد او د سترګو سوروالی پیدا کیږي. کله کله ناروغانو کې د خونریزۍ شواهد او نښې هم پیدا کیږي . زیاتره ناروغان ښه کیږي او په اته ورځو کې تبه ورکیږي.
ډیر کم ناروغان خصوصا هغه چې شکر لري ، ډیر چاغ وي ، د ویروس دوهم سیروټایپ باندې اخته وي شدیدې ناروغۍ طرف ته ځي ، په یاد شدید حالت کې د وینې د پلازما لیکاژ ، خونریزۍ ، د ځګر پښتورګو او نورو اعضاوو اخته کیدل پیدا کیږي.
د وینې د هیماتوکریت کچې لوړوالی د شدیدې ناروغۍ تر ټولو لومړی نښه ده چې د پلازما په لیکاژ باندې دلالت کوي.
په شدیدو ناروغانو کې پلورل ایفوژن ( د سږو د پاسه د پلورا په نوم پرده کې د اضافی اوبو راټولیدل ) او ASCITIS ( د ګیډې په جوف کې د اوبو راټولیدل) پیدا کیږي.
ځګر غټیدل (په عامه اصطلاح پړسیږي) مقاومې کانګې ، شدید د ګیډې درد ، د خونریزۍ نښې لکه په پوستکي کې په خپل سر غیر تروماتیک ایکیموزس یا د رنګ بدلون ، د هاضمي سیستم څخه وینه بهیدنه ، د ځګر التهاب ، د دماغی نسج التهاب ، د زړه د عضلی التهاب ، شاک ، د شعور خړپړتیا ، د وجود د تودوخې درجې کموالي یا هایپوترمیا، میتابوبیک اسیدوزس ، د پښتورګو او نورو غړیو عدم کفایه ، DIC او نور په پرمختللي او شدیدو حالاتو کې پیدا کیدی شي او پورتنیيي ټول موارد په خرابو انزارو دلالت کوی.
په ۱۹۹۷ کال کی د روغتیا نړیوال سازمان د ډینګی تبې د عرضی ناروغانو لپاره تنصیف بندي وکړه او ددی په اساس یاد ناروغي په دری ډلو ویشل شویده . (Dengue fever , Dengue hemorrhagic fever , Dengue shock syndrome)
په ۲۰۰۹ کال کی د روغتیا نړیوال سازمان د ډنیګي تبې لپاره نوی تنصیف بندي وکړه او ددی په اساس یاد ناروغي په درې ډلو ویشل شویده .
اول : dengue without warning sign یعنی ناروغي به وي خو د خطر نښې او شدیده ناروغۍ به نه وي
دوهم : dengue with warning signs یعنی دلته ناروغ د خطر نښې لري او ممکن د نه تداوۍ کیدو په صورت کې ناروغ ډير زر خراب او اختلاطي شي.
دریم : severe Dengue په دې حالت کې ناروغي شدید سیر خپلوي
د ناروغۍ تشخیص او لابراتواري معاینات :
لاندې لابراتواري موندنې شخص کې موجود وي :
سپینی حجرو تعداد کمیږی leukopenia
د ځګر د انزایمونو کچه لوړیږي elevated transaminases
د پلاټلیټ یا په عامه اصطلاح سپینې وینې اندازه کمیږي thrombocytopenia
ممکن د ناروغ شخص خصوصا ماشوم وینه کمه شي Anemia
په وینه کې د سیرولوژیک ازموینو او ELISA میتودونو پواسطه کولی شو د ناروغۍ په مقابل کې انتي بادي ګانې معاینه کړو IgG/IgM
د ویروس پروتین NS1 کولی شو د سریع لابراتواری ازموینو پر مټ معاینه کړو Dengue Rapid NS1 detection test
د وینې د پي سي ار معاینه ډیره د اهمیت وړ ده
تفریقي تشخیص : په ادنمیکو ساحو کې د ډینګي تبې او نورو تبه لرونکو ناروغیو لکه ملاریا او نور تفریقی تشخیص ګران دی خو بیا هم د ټولو حادو تبه لرونکو ناروغیو سره یی باید تفریقي تشخیص ترسره شي . چې د یاد هدف لپاره د ناروغ تاریخچه ، فزیکي معاینه او لابراتواري معاینات ترسره شي
اختلاطات : نمونیا ، د هډوکو د مغز عدم کفایه ، د ځګر التهاب ، د سترګی د ایریس التهاب ، د سترګو په ریټینا کی وینه بهیدنه ، نارینه و کی د خصیو التهاب ، په ښځینه و کی د تخمدان التهاب ، د دماغی نسج التهاب ، GBS ، د حجاب حاجز عضلی د عصب فلج ، په دماغو کی خونریزی او هیماتوم ، د دماغی رګونو التهاب ، ADEM acute disseminated encephalomyelitis ، دوهمی باکتریایی انتانات او نور .
تداوي : تر اوسه د ډینګي تبی لپاره کوم وصفی او خاص درمل نشته ، درملنه حمایوی ده . د مایعاتو ورکړه ، وینه او د وینې د محصولاتو ورکړه ، د ضرورت په اساس vasopressor ، acetaminophen ته د NSAIDS درملو پر ځای ترجیح ورکول کیږی . د اسید بیس بلانس اصلاح ، د غړیو حمایه ، د اختلاطاتو ژر تشخیص او تداوی ، د قلبی وعایی سیستم ثبات ساتل اړین دی . د کلوروکین ، ستاتین او Balapiravir درملو ورکړی تر اوسه کوم واضح کلنیکی ګټه نده کړی . نوی څیړنی په یو نوعه مونوکلونل انتی بادی روانی دی چی پایلې به یی ډیرې ژر شریکی او په ډیر احتما سره ګټور به ثابت شی
انزار : په شدیدو ناروغانو کې د مړینې کچه ۲.۵ سلنه ده ، په یاد ولری قلبی وعایی ناروغان ، شکری ناروغان ، د سږو مزمنی ناروغی لرونکی ، د پښتورګو عدم کفایی ناروغان ، زاړه خلک ، چاغ خلک ... خراب انزار لری او د مرګ و میر د لوړی کچی سره مخ دی .
مخنیوی :
١. معیاري پشه خانې وکاروو تر څو د هغه ناروغیو څخه چې د ماشو پواسطه انتقالیږی لکه ډینګي ملاریا او نور ځان وساتو
٢. د اطاقونو اشادارو او دروازو ته د ماشو د ننوتلو د مخنیوي لپاره جالۍ او پردی واچول شي .
٤. د اوبو ذخیره کولو لوښو (چاټیو. بوشکو، منګیو، بیلرونو، پلاستیکیي بیلرونو او داسې نورو ) سرونه په کلکه پټ و ساتو.
٥. اوبه د یو الی دری ورځو څخه ډیری دخیره نکړل نشی او تازه شی
٦. په خپل کور او شاوخوا کې ولاړې اوبه او ډنډونه یا وچ او یا هم جاري کړو.
۷. د حشراتو ضد مادی یا insecticides وکارول شی
۸ . د وینی د ترانسفوژن پر وخت باید د ډینګی سیرولوژیک معاینات ترسره شي
۹. په روغتونونو کې باید د ډنیګی بستر کسان په مخصوصو اطاقونو او پشه خانو کی وساتل شې ، اطاق او شاخوا یی د ماشو ضد درمل استعمال شي.
۱۰. روغتیایی کارمندان باید شخصي محافظتي وسایل او د عامې روغتیا د انتان د مخنیوی ستندرد په پام کې ونیسي.
واکسین : تر اوسه په پراخه او عامه کچه د ډینګي مروج واکسین نشته خو بیا هم دوه واکیسنه چی فعلا په پراخه کچه د لاسرسی وړ ندی شته چی لاندی تری یادونه کوو
د Dengvaxia (CYT-TDV) په نوم واکسین چی یو Recombinant , live , attenuated , tetravalent dengue واکسین دی د FDA اداری لخوا ورته اجازه ورکول شوی ، هغه ماشومانو ته چی عمرونه یی ۹-۱۶ کلونو تر منځ وی او په اندیمیکو ساحو کی اوسیږی ورکول کیږی خو پدی شرط چی مخکی یی د ډینګی ناروغی تیره کړی وی . یاد واکسین ۵۶ سلنه موثر دی . یاد واکسین ۰-،۶-،۱۲ میاشتو کی ورکول کیږي . یاد واکسین ۹-۴۵ کلنو اشخاصو ته ورکولی شو . د روغتیا نړیوال سازمان د دی واکسینو ورکړه صرف هغه خلکو ته مجوز کوی چی حد اقل له واکسینو مخکی یی حد اقل د ډینګی تبی یوه حمله تیره کړ وی . په یاد ولری چی یاد واکسین معافیت ځپلو او حامله ښځو ته په قطعی صورت مجوز ندی
یو بل واکسین د Takesa's (TAK-003) live ,tetravalent dengue vaccine په نوم د کلنیکی تطبیق او څیړنو دوهم پړاو بشپړ کړی او ممکن ډیر زر د FDA له خوا د تطبیق احازه تر لاسه کړي.
درنښت
References :
qMcPhee, S. J., Papadakis, M. A., & Rabow, M. W. (Eds.). (2025). Current medical diagnosis & treatment 2025. New York:: McGraw-Hill Medical.
Patel SS et al. Clinical safety experience of TAK-003 for dengue fever: a new tetravalent live attenuated vaccine candidate. Clin Infect Dis. 2023;76:e1350. [PMID: 35639602] Rivera L et al. Three-year efficacy and safety of Takeda’s dengue vaccine candidate (TAK-003). Clin Infect Dis. 2022;75:107. [PMID: 34606595] Russell KL et al. A phase I randomized, double-blind, placebocontrolled study to evaluate the safety, tolerability, and immunogenicity of a live-attenuated quadrivalent dengue vaccine in flavivirus-naïve and flavivirus-experienced healthy adults. Hum Vaccin Immunother. 2022;18:2046960. [PMID: 35290152] Sangkaew S et al. Risk predictors of progression to severe disease during the febrile phase of dengue: a systematic review and meta-analysis. Lancet Infect Dis. 2021;21:1014. [PMID: 33640077]