ابراهیم خیل طبی لابراتوار Ibrahimkhil Medical Laboratory

  • Home
  • ابراهیم خیل طبی لابراتوار Ibrahimkhil Medical Laboratory

ابراهیم خیل طبی لابراتوار Ibrahimkhil Medical Laboratory Dr. Nasratullah Ibrahimkhil

پنځه خوږې میوې چې د شکر ناروغ یې هم خوړلی شيشکر د نړۍ تر ټولو چټکه خوریدونکې او زیاته اخته کېدونکې ناروغي ده، تازه راپور...
28/07/2025

پنځه خوږې میوې چې د شکر ناروغ یې هم خوړلی شي

شکر د نړۍ تر ټولو چټکه خوریدونکې او زیاته اخته کېدونکې ناروغي ده، تازه راپورنه وايي چې اوسمهال په نړۍ کې تر ۴۵۰ ملیونو زیات کسان په دغه ناروغۍ اخته دي.

شکر دوه ډوله ناروغۍ لري، کم شکر او زیات شکر، چې په یوه کې باید ناروغ خوږه وخوري خو په دویم ډول کې باید له خوږې څخه پرهیز وکړي، همدا ډول ډاکټران ناروغ له بېلا بېل څښاک څخه هم منع کوي.

د شکر ناروغان یوازې په دغه ناروغۍ نه، بلکې ورسره په پښتورګو او زړه ناروغۍ او د چاغوالي ستونزو سره هم مخ کیږي، د همدې لامله ډاکټران ناروغ ته د زیاتې پاملرنې او ډول ډول تازه میوو نه خوړلو توصیه کوي.

دلته هغه میوې وړاندې کوو چې د شکر ناروغ یې په خوړلو له کومو ستونزو سره نه مخ کیږي.

امرود:

امرود کې زیاته کچه فایبر موندل کیږي، دا په وینه کې شکر زیاتوالي ته نه پریږدي، امرود د هاضمې سیستم ښه کولو سربېره یو شمېر نورې روغتیایي ګټې لري.

شفتالو:

شفتالو په سلاد کې هم استعمالیږي، د شکر ناروغ کولای شي شفتالو بې له کومې ستونزې یا د شکر زیاتوالي فکر کولو څخه وخوري.

کیوي:

کیوي په میوو کې ځانګړی خوند لري، په دې کې ویټامن ای او سي دواړه شتون لري، کیوي په وینه کې د شکر کچه نه لوړوي.

مڼه:

هره ورځ سهار په نهاره یوه مڼه خوړل مو ډاکټر ته له ورتلو څخه ژغوري، په شکر ناروغۍ اخته کسان کولای شي مڼه وخوري، په دې کې فایبر موجود دي، همدا ډول د هاضمې سیستم غوره کولو کې هم مرسته کوي.

مالټه:

مالټې د شکر ناروغ لپاره غوره میوه ښودل شوې ده، په دې کې فایبر، ویټامن سي او پوټاشیم زیاته کچه موندل کیږي، چې د شکر ناروغ لپاره ښه دي.

ابراهیم خیل طبی لابراتوار Ibrahimkhil Medical Laboratory

 #په بدن کي د کلسيم د کموالي نښې #1) د بدن دردونه2)په بدن کي د  سستي رامنځته کيدل3)  اشتها خرابوالۍ4) د نوکانو ماتيدل5) ...
15/06/2025

#په بدن کي د کلسيم د کموالي نښې #

1) د بدن دردونه
2)په بدن کي د سستي رامنځته کيدل
3) اشتها خرابوالۍ
4) د نوکانو ماتيدل
5) د خوراک په تيرولو کي مشکل
6) بې هوشه کېدل
7)د ذهن ګډوډي
8)په خپګان او اضطراب اخته کيدل
9) د غاښونو رژيدل
10) دهډوکو کمزورتيا او په اساني سره د هډوکو ماتيدل
11) په ماشومانو کې د ودې او انکشاف ځنډيدل
12) د زړه مشکلات لکه د وینې فشار او د زړه د نظم خرابوالی
13)د حس کولو د وړتيا خرابوالی

#د کلسيم د کمښت علتونه
* د کلسيم لږ مصرف خصوصا په ماشومانو کي
* ځيني درمل چي خوړل يي د کولمو څخه د کلسيم د جذب مخه نيسي
* د هغه خوړو نه تحمل چي په لوړه کچه کلسيم لري
* په ښځو کي هورموني تغيرات
* ارثي فکتورونه
* سوتغذيه
* د خوړو په جذب کيدو کي مشکل
* د ويټامين ډي کموالی
* ځينې ناروغۍ

# د کلسيم د کمښت درملنه
د کلسیم د کمښت درملنه اسانه ده. چي په غذايي رژیم کې د کلسیم په اضافه کولو سره هم د کلسيم کمښت په بدن کي پوره کيږي
په خپل سر د کلسيم درمل مخ خورئ ځکه چي له اندازي زيات کلسيم خوړل د پښتورګو د تيږو د رامنځته کيدو خطر لوړوي

په عام ډول کلسيم په لاندي نومونو په درملتونو کي د ګولۍاو شربت په شکل پيدا کيږي

+ کلسیم کاربونیټ، جي قيمت يي ارزانه ده
+ کلسیم سیټریټ، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي
+ کلسیم فاسفیت، کوم چې په اسانۍ سره جذب کیږي او هم د قبضیت لامل نه کیږي.

د Drugs Of Abuse Testing ! د مخدره موادو او نشه يي توکو استعمال : نشه یو ډېر بد عادت دی چې عموماً نارینه پرې اخته کېږي خ...
11/06/2025

د Drugs Of Abuse Testing !
د مخدره موادو او نشه يي توکو استعمال : نشه یو ډېر بد عادت دی چې عموماً نارینه پرې اخته کېږي خو ښځينه هم تري خوندي نه دي ،سره له دې چې د نشه يي توکو استعمال د اسلام د مبارک دین له نظره حرام دی، هوسا ژوند هم بربادولی شي. د اسلام سپیڅلي دین انسانان له نشو منع کړي دي.
حضرت محمد (ص) فرمایلي دي: هر نشه راوړونکی او مستي راوستونکی شې حرام دی.
ساینس او طب هم دا ثابته کړې ده چې د نشه یي توکو استعمال ستاسو بدن زیانمنولی شي .
د مخدره توکو استعمال نظر د موادو په مصرف په بدن کي د ضرورت په وخت کي يي اندازه اړينه ده چي پري پوه شو نو کموالي او ډيروالي يي د شخص د استعمال پوري تړاو لري.
که يو شخص نشه يي توکي استعمال کړي د مصرف وروسته دويني دوران ته داخليږي او د 3hrs څخه تر 72hrs پوري دويني دوران کي پاتي کيږي او اندازه يي تعين کيدلي شي چي په وينه کي د دي توکو معلومول او اندازه کول د ارزښت وړ دي خو دا چي نوموړي ټيسټ په وينه کي د خاص اوتومات يا نيمه اتومات ماشين لکه Analox AM1 او داسي نورو پواسطه تعينيږي يو يي قيمت ډير لوړ او بله دا چي دويني په دوران کي ددي توکو وخت يا موده ډيره لنډه وي نو په همدي اساس په وينه کي يي معاينه کول ډير کم تر سترګو کيږي، خو په ادرار کي يي معاينه کول ژر او موده يي هم نسبت ويني ته ډيره وي يعني 6-2 ورځو پوري وي .
ددي موادو خاص ټيسټ عبارت دي له Hair Addiction يا د ويښتانو اعتياد ټيسټ چي دا ټيسټ د نوي او مهمو ټيستونو دجملي څخه دي چي په دي ټيسټ کي هر کله چي نشه يي توکي دويني دوران ته داخل شي بيا د دوران له لاري ويښتانو کي رسوب کوي او جذبيږي او د 6-3 مياشتو پوري په ويښتانو کي پاتي کيدلي شي .
هغه خلک چي تازه په نشه يي توکو اخته کيږي نظر هغه خلکو ته چي پخوا څخه پري روږدي وي فيصدي د موادو يي کمه ده .
د عمر له لحاظه هغه اخته خلک چي عمرونه يي ډير وي موادو اندازه يي نسبت کم عمر ته ډيره ده .
په هره اندازه چي د اخته شخص وزن زيات وي د اخيستل شوو موادو فيصدي يي د زيات غوړ په وجه زياته وي ځکه په ليپيډ کي نوموړي مواد ژر نه ورګډیږي .
د هر اخته شخص د بدن ميتابوليزم د هغي په جنتيکي خواصو پوري اړه لري يعني هر اخته شخص چي ميتابوليزم يي ګړندي وي په هماغه اندازه ورکي نوموړي نشه يي مواد کم وي ، د تازه ميوه جاتو استعمال او د اړينو مايعاتو څخه استفاده کول د مخدره توکو اندازه په بدن کي کمه ساتي همدا راز د بدن عمومي سلامتي او روغتيا د نشه يي موادو د ژر کموالي سبب ګرځي يعني ناروغه خلک لکه د پښتورګو او زړه په ناروغيو اخته خلکو کي د نشه يي موادو په استمال سره فيصدي لوړه ښايي .
ورزش او فيزيکي فعاليت هم ورکي ډير رول لري ځکه جسمي او فزيکي فعاليت چي څومره ډير وي نو ميتابوليزم چټک وي او اطراح ته زمينه برابروي ، پورته ذکر شوي موارد د موادو اندازه په بدن کي مختلفو اشخاصو کي مختلفه فيصدي منځته راوړي .
ترياک O***m :
ترياک چي د کوکنار او خشخاشو له مشتقاتو څخه شميرل کيږي ، په معمول ډول ډير مصرف کيدونکي مواد دي چي په وينه کي 8 hrs او په ادرار کي 3days او په ويښتانو کي د 90 ورځو څخه زيات پاتي کيدلي شي .
مورفين Morphine !
دا هم د ترياکو مشتقات دي چي په زرقي ډول هم استعماليږي نظر په مصرف يي اندازه هم فرق کوي په وينه کي د 8hrs او په ادرار کي 3 ورځي او په ويښتانو کي د 90 ورځو څخه زيات پاتي کيدلي شي .
هيروين He**in ! دا هم د opioid ,Codeine او مورفين د مشتقاتو څخه دي ، ډير قوي او خطرناکه هم دي په وينه کي 12hrs په ادرار کي 4 ورځي او په ويښتانو کي د 90 ورځو څخه زيات پاتي کيدلي شي.
شيشه يا Crystal !
د نوموړي مادي يو نوم Methamphetamine دي دا هم ډيره استعماليدونکي او زيات زيان رسوونکي او تحريک کوونکي مواد دي ، په وينه کي د 72-24 ساعتونو پوري او په ادرار کي د 6-3 ورځو پوري او په ويښتانو کي د 90 ورځو څخه زيات پاتي کيدلي شي ، نظر په استعمال يي موده توپير کوي .
کوکاین Co***ne !
دا هم ډير تحريک کوونکي اعتيادي مواد دي چي ډير قوي دي نظر په مصرف په وينه کي 2-1 ورځي په ادرار کي 4-3 ورځي او په ويښتانو کي د دري مياشتو څخه زياته موده يي تاثير پاتي کيږي .
چرس Ma*****na !
ددي موادو يو نوم THC يا Tetra Hydro Cannabinol دي او ډير په تأسف سره چي د نوموړي موادو استعمال په خاصه توګه په ځوانانو کي ډير زيات دي او دا مواد په بدن کي د ډير زيات وخت لپاره پاتي کيږي يعني په وينه کي 14 ورځي او په ادرار کي 30 ورځي او په ويښتانو کي يي تاثيرات د 90 ورځو څخه زيات پاتي کيدلي شي.
ټراماډول Tramadol !
ددوا يو ډول دي د ضرورت په وخت کي د شديدو دردونو لپاره د ډاکترانو لخوا توصيه کيږي د تابليت او انجکشن په شکل پيدا کيږي دوامداره استعمال يي د اعتياد يا Addiction رامنځته کوي په وينه کي 48 ساعته او په ادرار کي 3days او په ويښتانو کي د 90 ورځو څخه زياته موده پاتي کيدلي شي .
په ويښتانو کي د اعتياد لپاره د معايناتو يو ښه والي دا دي چي False Negatives يا کاذب منفي ورکي هيڅ امکان نه لري . نوټ ! په وينه کي د الکولو(شرابو) ټيسټ کول د مختلفو ماشينونو پواسطه لکه Analox AM1 Analyser پواسطه يي اندازه معلوميږي خو په Diabetes Mellitus ، په وينه کي د Ketone مثبت کيدل او هغه ناروغان چي د ټوخي ضد درمل کاروي نتيجه يي منفي راځي نو د همدي په خاطر د يوي الي پواسطه چي Breathalyser نوميږي او مختلفو کمپنيو مختلف نومونو باندي ماشينونه جوړ کړي دي چي د تنفس پواسطه يي مقدار معلوميږي.
په Urine Multi Drug Screen Test کي مختلف معاينات شامل دي چي يو څو يي په لاندي ډول دي :
Amphetamine AMP
Barbiturates BAR
Buprenorphine BUP
Benzodiazepine BZO
Co***ne COC
Methamphetamine MET
MethyleneDioxyMethAmphetamine
M**A
Methadone MTD
Opiates OPI
Oxycodone OXY
Tetra Hydro Cannabinol THC or Ma*****na
Tramadol TRA
او داسي نور ..

په دغسي اوبو کي لامبل د پوستکي سرطان ، د مقعد د لاري د غټو کولمو ميکروبي کيدل ، او داسي نوري زياتي ساري ناروغۍ رامنځته ک...
03/04/2025

په دغسي اوبو کي لامبل د پوستکي سرطان ، د مقعد د لاري د غټو کولمو ميکروبي کيدل ، او داسي نوري زياتي ساري ناروغۍ رامنځته کوي..
که دا اوبه تر مايکروسکوپ لاندي وکتل سي د زرګونو رنګارنګ ډولونه ميکروبونه به پکښی وګوري.

*هیڅ ؋ـایـده نـه لــري دمرګـه نه بعـد ګرانښت**قدر په ژونــدون وڪـــــړئ......!Nasratullah Ibrahimkhil      💗💓💗          ...
14/03/2025

*هیڅ ؋ـایـده نـه لــري دمرګـه نه بعـد ګرانښت*
*قدر په ژونــدون وڪـــــړئ......!
Nasratullah Ibrahimkhil


💗💓💗

❤️









🙈
Ten Unknown Facts About

1. Founding and History: BMW, Bayerische Motoren Werke AG, was founded in 1916 n Munich, Germany, initially producing aircraft engines. The company transitioned to motorcycle production in the 1920s and eventually to automobiles in the 1930s.

2. Iconic Logo: The BMW logo, often referred to as the "roundel," consists of a black ring intersecting with four quadrants of blue and white. It represents the company's origins in aviation, with the blue and white symbolizing a spinning propeller against a clear blue sky.

3. Innovation in Technology: BMW is renowned for its innovations in automotive technology. It introduced the world's first electric car, the BMW i3, in 2013, and has been a leader in developing advanced driving assistance systems (ADAS) and hybrid powertrains.

4. Performance and Motorsport Heritage: BMW has a strong heritage in motorsport, particularly in touring car and Formula 1 racing. The brand's M division produces high-performance variants of their regular models, known for their precision engineering and exhilarating driving dynamics.

5. Global Presence: BMW is a global automotive Company

6. Luxury and Design: BMW is synonymous with luxury and distinctive design, crafting vehicles that blend elegance with cutting-edge technology and comfort.

7. Sustainable Practices: BMW has committed to sustainability, incorporating eco-friendly materials and manufacturing processes into its vehicles, as well as advancing electric vehicle technology with models like the BMW i4 and iX.

8. Global Manufacturing: BMW operates numerous production facilities worldwide, including in Germany, the United States, China, and other countries, ensuring a global reach and localized production.

9. Brand Portfolio: In addition to its renowned BMW brand, the company also own

Malaria 🦟 Parasites
18/02/2025

Malaria 🦟 Parasites

About Blood Cells,🩸🩸
08/01/2025

About Blood Cells,🩸🩸

Definition of Microscope.🔬please share with Friends 🔬
15/04/2024

Definition of Microscope.🔬
please share with Friends 🔬

White Blood Cells, Please Share With friends✅
27/02/2024

White Blood Cells,
Please Share With friends✅

Address

Nangarhar

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ابراهیم خیل طبی لابراتوار Ibrahimkhil Medical Laboratory posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

  • Address
  • Telephone
  • Alerts
  • Claim ownership or report listing
  • Want your practice to be the top-listed Clinic?

Share