Zakirullah salarzai Clinical Psychologist

Zakirullah salarzai Clinical Psychologist کله هم په احساساتو پريکړه مه کوه مګر په عقل يي وکړه

دمسلکي ارواپوهانو لپاره
13/06/2022

دمسلکي ارواپوهانو لپاره

دنومبر۲۰دماشوم نړيواله ورځ دي ټولو ماشومانو ته مبارک ويماشومتوبارواپوهانو د انسان ژوند په بيلابيلودورو وېشلی دی او انسان...
20/11/2021

دنومبر۲۰دماشوم نړيواله ورځ دي ټولو ماشومانو ته مبارک وي
ماشومتوب
ارواپوهانو د انسان ژوند په بيلابيلودورو وېشلی دی او انسان د ژوند په هره دوره کې ځانګړی ارزښت او ځانګړی خصوصيات لري خو د ماشومتوب دوره زيات ارزښت لرونکې ده ځکه چې د انسان د شخصيت او د راتلوکې ژوند ډبره همدې دوره کې اېښودل کېږي
ارواپوهان : د پېدايښت څخه تر دولس يا ديارلس کلنی پورې د ماشومتوب دوره بلل کېږي. د نړی والې شورا د قانون له مخې د ژوند اته لس کلنی د ماشومتوب دوره شمېرل کېږي. او د اسلام په نظام د پېدايښت څخه تر بلوغه د ماشومتوب دوره شمېرل کېږي

داسلام له نظره دماشوم پيژندنه
ماشوم ته په عربي ژبه کې طفل وايي ،چې اطفال،طفله دنوموړي کليمي دجمعي لپاره کارول کېږي.طفل په لغت صبي(ماشوم)ته وايي.دصبي کليمه دنارينه او ښځينه او هم ده دواړو دجمعي لپاره کارول کېږي.اودشريعت په اصطلاح کې دصبي(ماشوم)اطلاق په هغه چاکېږي چې دځوانۍ پړاو ته نه وي رسيدلي،يعني بالغ شوي نه وي.

دملګروملتونودماشومانودحقونو د نړيوال کنوانسيون داعلامې پربنسټ په حقيقت کې ماشوم هغه څوک دي
،چې د۱۸کالو څخه کم عمرولري مګرهغه چې ديوهېواد ملې قوانين دبلوغ سن هم تشخيص کړي،

ماشوم روزنې سل 100روزنيزې لارښوونې
1. د هر ښه کار په بدل کې ماشوم ته ډالۍ ورکړه!
2. ماشوم مه وهه، ځکه ماشوم وهل د ماشوم جرائت کموي!
3. په اسلام احکامو او اصولو سره د ماشوم شخصيت وروزه!
4. اولاد مو مچې کړه، ځکه هره مچه د جنت يوه درجه ده!
5. په ماشوم رېشخند مه وهه او کړنې يې احمقانه نه بوله!
6. په ماشوم زيات امرونه مه کوه، چې جرئت يې کمن نشي او په لويوالي کې سرقسمه نشي!
7. ماشوم سره لوبې وکړه!
8. ماشوم ته د لوبو لپاره وسايل او سامان برابر کړه!
9. خپل ماشوم ته لوی فکر وکړه او نېکو کارونو ته يې وهڅوه!
10. هر کله چې مو د ماشوم سره ژمنه وکړه، وفا پرې وکړه، دا کار په تاسو باندې د ماشوم باور پياوړی کوي!
11. ماشوم ته د کار تر اجرا کولو وروسته جايزې ورکړئ، له کاره مخکې جايزې ورکول رشوت دی!
12. په ماشوم لوبې مه کوه، که ماشوم نه د لوبو سامان جوړ کړو، نو کمزوری او بې ارادې لوئيږي!
13. ماشوم ته غوره اخلاق ور زده کړه!
14. ماشوم ته د نورو احترام کول ورزده کړه، له ماشوم بل ته اخترام زده کړې خپله هم احترام وړ ګرځي!
15. خپل ماشوم منه او ځان ورسره عادت کړه!
16. د ماشوم پر وړاندې غلطي مه تر سره کوه، ځکه ماشوم هم غلطي زده کوي!
17. ماشوم ته دروغجن خطاب مه کوه، ځکه دا خبره ماشوم دروغو ته مجبوروي!
18. ماشوم ته احترام وکړه او شفقت ورباندې وکړه، چې د ماشوم په شخصيت جوړونه کې مهم رول لري!
19. د ماشوم غوښتنې او اړتياوې د نېکو لارو پوره کړه!
20. د ماشوم سره ديکتاتورانه چلند مه کوه، دا چلند د ماشوم نه ديکتاتور جوړوي!
21. په خپل ماشوم مه وېروه، ځکه و ېره د ماشوم شخصيت له منځه وړي او په روحي ناروغيو اخته کوي!
22. پخپل ماشوم کې په الله او رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې ايمان پياوړي کړه، ځکه دا مسوليت دی!
23. د ماشوم سره صميمانه چلند وکړه، ځکه چې صميمت د ماشوم روحي خوراک دی بايد چې په کافي اندازه ترې استفاده وشي.
24. د ګناه په په مفهوم او د ګناهنګار کس څخه د خلکو د کرکې په اړه ماشوم ته پوهاوی ورکړه.
25. د ماشوم د خوب بستره د شپږ کلنۍ وروسته بېله کړه.
26. ځان ترې وساته وروسته ماشوم ته نصيحت وکړه، نصيحت هغه وخت په ماشوم ښه اغېزه کوي. کله چې پلار يې هغه کار نه کوي.
27. د کور او بېرون توپير ومنه، پرېږده چې ماشومان په کور او بهر د يو بل سره لوبې وکړه!
28. د ماشومانو د کړنو په اړه د زغم څخه کار واخلي!
29. د ماشوم پر وړاندې د نورو غيبت مه کوه، ځکه چې به ماشوم کې کرکه پيدا کوي!
30. د ماشوم شرارت او شيطانت په راتلونکي کې د هغه په هوښيارۍ دلالت کوي، مه يې منعه کوئ!
31. خپل ماشوم په دروغو مه تورنوئ!
32. ماشوم له اوه کلنۍ وروسته په لمانځه ودروئ او په نهه کلنۍ کې د روژې نيولو توصيه ورته وکړئ!
33. ماشوم ته مو قرانکريم ور زده کړئ!
34. د ماشوم پر وړاندې د حوصلې نه کار واخله!
35. د ماشوم د کنجکاوۍ حس په حوصله مندۍ کنټرول کړه!
36. د ماشوم سره د هيڅ کار په مقابل کې دعوې مه کوه!
37. ماشوم د ناوړه ملګرو څخه وژغوره!
38. ماشوم د بېځايه ټلويزيوني چينلونو د ليدو څخه وژغوره!
39. ماشوم د ځينې مجلو او کتابونو څخه وساته!
40. د ماشوم وړتيا کشف کړه د ودې زمينه ورته برابره کړه!
41. ماشوم په زيات لګښت کولو مه اموخته کوئ!
42. د ماشوم سره مو مينه وکړئ، مينه د ماشوم يواځينۍ سرمايه ده!
43. ماشوم ته مناسبه ازادي ورکړه او خپل اختيار ته يې پرېږده!
44. خپل ماشوم مسولين منونکی وروزه او مسوليتونه ورته وسپاره!
45. د خپل ماشوم سره ښې اړيکې ولره، ځکه ماشوم ستا نه ټولينزې اړيکې زده کوي!
46. د ماشوم د برياوو ستاينه وکړه او ناګاميو پر وړاندې ورسره منطقي برخورد وکړه!
47. د ماشوم مناسبې غوښتنې ومنه او د پوره کولو هڅې يې وکړه!
48. ماشوم ته د ژوند مهارتونه ور زده کړه، نو ماشوم به کولی شي خپل ژوند په عادي ډول پر مخ بوځي!
49. د ماشوم سره مرسته وکړه او ماشوم نورو سره هم مرستې ته وهڅوه!
50. ماشوم ته د لوبو زمينه برابره کړه!
51. ماشوم په ژوند کې د ځينو ستوزنو سره مخامخ کړه، ځکه ستونزې او مشکلات يې ذهن پياوړی کوي او استقامت ورکوي!
52. د ماشوم سره مشوره وکړه، دا کار په ماشوم کې په ځان باور پياوړی کوي.
53. په ماشوم نيک نوم کېده، ځکه د ماشوم په شخصيت مثبت تاثير لري!
54. ماشوم په ناوړه نوم سره مه رابوله، ځکه ناوړه نوم يې شخصيت ته زيان رسوي او خجالتوب سبب کېږي!
55. خپل ماشوم ته صبر او تحمل ور زده کړه!
56. ماشوم ته هره شپه يوه کيسه کوه، کيسه د ماشوم په ذکاوت مثبت تاثيرات لري.
57. ماشوم ته د کتاب سره مينه کول ور زده کړه، کتاب د ماشوم لپاره د ژوند ښه ملګری جوړېدلی شي.
58. ماشوم ته کتاب مطالعه کړه، ځکه مطالعه شخصيت په تمدن کې مهم رول لري!
59. د ماشوم هرې پوښتنې ته پام وکړه او په مينه ورته ځواب ورکړه!
60. ماشوم ته د نورو سره د اړيکو هنر ور زده کړه، ځکه د نورو سره اړيکې ماشوم ټولنيز ژوند پياوړی کوي!
61. د ماشوم سره لوبې وکړه، لوبې هم ستا او هم د ماشوم د خوشالۍ سبب ګرځي!
62. د ماشوم خبرو ته غوږ ونيسئ، په دې کار سره ماشوم ځان ته اهميت ورکوي!
63. ماشوم ته خپلواکي ورکړه، خپلواکي په ماشوم کې پّ ځان باور پيدا کوي او نبوغ ته قدرت وربخي!
64. خپل ماشوم ته د خير په کارونو کې تلقين ورکړه!
65. په کارونو کې د ماشوم خوښې ته لومړيتوب ورکړه!
66. د ماشوم شخصیت ته د يو انسان او فرد پّ توګه په درنه سترګه وګوره!
67. په ناوړه کار کې د ماشوم ملاتړ مه کوه، بيا يې تر سره کولو ته منعه کوه!
68. که غواړئ، سالم ماشوم ولرئ، نو مناسبه تغذيه ورکړه!
69. ماشوم پر وخت د ويده کېدو او سحر وختي د پاڅېدو عادت جوړ کړه!
70. ماشوم پر وړاندې د نورو سره اختلاف او لانجې مه کوه!
71. خپل ماشوم ته دې مثبت فکر ورکړه!
72. د ماشوم لپاره يو په زړه پورې او سالم چاپيريال برابر کړه!
73. ماشوم په نفس کې نېکو خوبونه او غوره اخلاق ځای پر ځای کړه!
74. په ماشوم کې د تعاون، خدمت، محبت او خپل نفس د اعتماد روحيه پيدا کړه!
75. د ماشوم نفس او روحي درملنه وکړه!
76. د ماشوم سره په مسکا خبرې وکړه او ورباندې غوسه مه کوه!
77. ماشوم ته د پرمختګ زمينه برابره کړه!
78. ماشوم ته د ژوند اړين مهارتونه ور زده کړه!
79. د ماشوم پر وړاندې دروغ مه وايه، ځکه ماشوم هم لتا نه دروغ ويل زده کوي!
80. د ماشوم په علاج کې تدريج کوه!
81. دخپل ماشوم ته علمي زده کړې ورکړه!
82. خپل ماشوم په وړادې عقيده برابره کړه!
83. خپل ماشوم د بغاوت او انحراف څخه وساته!
84. په ماشوم د اړتيا څخه ډېره سختي مه کوه!
85. ماشږم ته د هغه د توان څخه پورته دنده مه ورکوه!
86. ماوشم ته زياتې پيسې مه ورکوه، لوپر ترې جوړوي!
87. د ماشوم پر وړاندې د يو بله سره ښه چلند وکړئ!
88. د ماشوم احساساتو ته پاملرنه وکړه!
89. ماشوم ته وخت مه ورکړه چې خپل ماشومتوب وکړيْ!
90. ماشوم تر ناوخته پورې د کوره دباندې مه پرېږده!
91. د ماشوم پر وړاندې له زور زياتي کار مه اخله!
92. ماشوم ته د غلطۍ په ورکولو سزا مه ورکوه!
93. ماشوم ته نظم او مقررات ور زده کړه!
94. د ماشوم پر وړاندې د تاوتريخوالي کار مه اخله!
95. خپل ټول امکانات د ماشوم په روزنه ولګوه!
96. د خپل ماشوم سره ژورې سمې اړيکې ولره!
97. خپل وخت د ماشوم سره تېر کړه!
98. ماشوم ته تر حده ډېر ناز مه ورکوه، هسې نه بې لارې شي!
99. د ماشوم پر وړاندې نشه يې مواد مه کاروه، ځکه له تا څخه په تقليد کوي!
100. ماشوم په يو مناسب قالب کې ځای پر ځای کړه، چې هغه قالب سالمه روزنه ده!
101. د ماشوم په روزنه کې فردي توپيرونو ته پاملرنه وکړه، چې ټول ماشومان يو شان استعدادونه لري!
102. ماشوم فعاليت ته وهڅوه، چې فعاليت پکې د ابتکار او نوښت ماده پياوړې کوي!

مثبته انګیزه💢هر ولسمشره او یا رهبر په ابتدا کي یوماشوم وي 👉هره لوړه ودانۍ په لومړي ځل دکاغذ پر مخ یو طرحه ويبیا منزل شيم...
15/11/2021

مثبته انګیزه💢
هر ولسمشره او یا رهبر په ابتدا کي یوماشوم وي 👉
هره لوړه ودانۍ په لومړي ځل دکاغذ پر مخ یو طرحه وي
بیا منزل شي
مهمه نه ده چې نن چیرته یي يا سبا چیرته یي
هر کس په ژوند کي یو غر پورصتونه لري خو
دپورصت څخه په استفادي خپلوهيلو ته رسيږي
که په ځمکه راغور زییدلى یی کوم عیب نه دی بیا را پورته شه مه پریږ ده چې ځمکه په خپلي جاذيبي باندي اونازیږي
هرڅوک دا وایي چی ژوند ښکلی دی خو دامعنا نه ور کوي چي ته پکي دخپل زړه راج اوکي
بلاخیره ژوند ښکلی دی خو منډې دي ستونزي دي ستړ یا ده که هر ستونزي سره مبارزه او له هري خوږي شیبي څخه خوند واخلي
کاميابۍ ته رسيدلی شي

نزاکتونه مراعت کړئ چې منلي شخصيتونه شئ!هميش هڅه وکړئ چې داسې سلوک او رفتار ترسره کړئ چې د هر چا د توجو  اودخوښي وړوګرځئ ...
21/10/2021

نزاکتونه مراعت کړئ چې منلي شخصيتونه شئ!

هميش هڅه وکړئ چې داسې سلوک او رفتار ترسره کړئ چې د هر چا د توجو اودخوښي وړوګرځئ لکه مثلا ، خوش اخلاقي وکړئ، بې ځايه خبرې مه کوئ، د هر چا په کار کې مداخله مه کوئ،د نورو افرادو خبرو ته ښه په غور غوږ ونيسئ، د نورو احترام په نظر کې وساتئ، او دې ته ورته نورې کړنې هم شته چې په ترسره کولو به يې د هر چا د مينې او احترام باعث وګرځئ ، نو هله دغه مسايل له همدا ننه پر خپل ژوند کې عملي کړئ زه پوره ډاډ درکووم چې پايله به ترلاسه کړئ.خو ځينې خلک شته چې علميت او استعداد لري اما د نزاکت پر نوم څه نه پيژني، نو ځکه د هر چا له پامه بد راځي.

25/09/2021
څنګه ځان د اندېښنې ساتلی شو:انديښنه يوه رواني ستونزه ده چي  زمونږ دټولني نږدی  ټول  وګړي پري اخته دي که ستاسو ژوند تل د ...
30/07/2021

څنګه ځان د اندېښنې ساتلی شو:
انديښنه يوه رواني ستونزه ده چي زمونږ دټولني نږدی ټول وګړي پري اخته دي که ستاسو ژوند تل د اندېښتو ډک وي او د هرڅه په اړه اندېښنه کوی، داکار په تاسو کې نفرت او حسادت رامنځ ته کوي، او په اروايي فشار مو اخته کوي، ژوند تېرول درته ستونزمنوي، او د راتلونکي ژوند لپاره درسره اندېښنه پيداکوي، نو ولې درسره اندېښنه او پريشاني پېداکېږي، ځيني عوامل شته چې اندېښنې د رامنځ ته کيدو اوپريشانۍ باعث کيږي: چې يو شمېر يې په لاندې ډول دي،
يادښت: که تاسو هم د لاندې لاملونو څخه ځان وساتي نو شونی ده چې د اندېښنې او پريشانۍڅخه به وساتل شي:
لاملونه:
- د خلکو سره تندي او سختي کول
- قهراو غوسه
- حسادت او کينه
- په پوره اندازه خوب نه کول
- په ستړيا کې هم کار کول
- د تېر ژوند ترخې خاطرې يادول
- د ژوند او راتلونکي څخه وېره
- د حالاتو څخه ناخوښي
- د ژوند څخه خوند نه اخېستل
- کورنی او تولنيزې ستونزې
- اقتصادي ستونزې
- نا امني
د ا له هغه لاملونو له جملې څخه ده چې فرد په اندېښنه اخته کوي اوتر څنګ يي لاندې جسمي ستونزې ورته پيداکوي.
- په وينه کې د کلسترول زياتېدل
- د زړه ناروغي
- د بدن د غړو فلج کېدل
- د وينې د فشار لوړېدل او ټېټيدل
- د معدې ستونزې
- د خولې وچېدل
- د زړه ضربان زياتېدل
- د وجود خوله کېدل
هغه جسمي ستونزې دي چې د اندېښنې او پريشانۍ زېږنده ګڼل کېږي
او دا ستونزې د وخت او حالاتو سره بدلون نه مومي نو په خپله کولی شو د بدلون لپاره ورته د حل لارې په لټه کې شو اوحل لاره يي ساده اواسانه ده
د لاندې کړنو په ترسره کولو سره د اندېښنې مخنيوي کولی شو:
- ورزش
- ارام
- په کار کې مناسبه تفريح
- د الله ج عبادت
- مناسب خوب
- د کتاب لوستل
- په زړه کې د خوښيو ډک خيالات راوستل
- مثبت فکر کول
- د خير په چارو کې ونډه اخيستل
- د نورو سره مرسته کول
- د زړه سوی
- د نشه يي موادو نه کارول
- په زړه کې کينه نه ساتل
- انصاف او عدالت لاره خپلول
- په چارو کې چټکتيا نه کول
- د فکر څخه کار اخيستل
د هغه لاملونو له ډلې څخه دي چې تاسو سره د اندېښې په کمولو کې له تاسو سره مرسته کولی شي، هغه افراد چې په اندېښنه اخته وي پورته کړنو په عملي کولو سره شوني ده بدلون پکې رامنځ ته شي.

ليکنه: ذاکرالله سلارزی

Address

Nangarhar
Jalalabad

Telephone

+93782050285

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Zakirullah salarzai Clinical Psychologist posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Zakirullah salarzai Clinical Psychologist:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category