Nangarhar Regional Hospital-JACK

Nangarhar Regional Hospital-JACK Just for Afghan Capacity and Knowledge (JACK)

02/05/2024

د ننګرهار حوزوی روغتون ریس محترم روح الله ملاخیل لخوا حوزوی روغتون په اړه لنډ معلومات .

23/08/2023

د ملی رادیو تلویزیون راپور د ننګرهار سیمه ایز روغتون

د ننګرهار سیمه ایزروغتون کي د پاکوالي په موخه کمپاین ترسره شو. یاد کمپاین دروغتون د اداری په لارښونه په لاره اچول شوی وو...
20/06/2023

د ننګرهار سیمه ایزروغتون کي د پاکوالي په موخه کمپاین ترسره شو. یاد کمپاین دروغتون د اداری په لارښونه په لاره اچول شوی وو، چي پرمهال ئي دروغتون پارکونو ، پلی لاری اوبیلا بیلو ځایونو کې د پاکۍ چاری ترسره شوی. د پاکوالي له دغه کمپاین څخه موخه د (IP) مراعت اود پاک چاپیریال لرل دي د جک (JACK) اداری له لوری په ننګرهار سیمه ایزروغتون کې روزمره دمختلفوڅانګو د صفايي ترڅنګ عمومی کمپاین هم ترسره کیږی.

په ۱۴۰۲/۰۱/۱۷ نيټه د کابل مرکزی د فتر جک  (JACK)  څخه د ننګرهار  سیمه ایز روغتون ته راغلو مشرانو هریو داکتر صیب سید اسما...
10/04/2023

په ۱۴۰۲/۰۱/۱۷ نيټه د کابل مرکزی د فتر جک (JACK) څخه د ننګرهار سیمه ایز روغتون ته راغلو مشرانو هریو داکتر صیب سید اسماعیل سادات د (Deputy-Technical-Director) داکتر قدرت الله (قریشی) (EPHS-Coordinator)، داکترصیب حفیظ الله (Nutrition-Manager) ، مدیر سید سمیر (حبیبی) HMIS مسؤل او د حوزوی روغتون رئیس داکتر روح الله (ملاخیل)سره په ګډه دروغتون دعمومی فارمسی ، دروغتون عمومی پخلنځي او ترانسپورت څخه لیدنه وکړه د کارونو د ښه والی په موخه مربوطه څانګو لازمی لارښوونی وکړي.

د کابل جک  (JACK)  مرکزی دفتر څخه ننګرهار  سیمه ایز روغتون ته راغلو مشرانو هریو داکتر صیب سید اسماعیل سادات  د (Deputy-T...
16/03/2023

د کابل جک (JACK) مرکزی دفتر څخه ننګرهار سیمه ایز روغتون ته راغلو مشرانو هریو داکتر صیب سید اسماعیل سادات د (Deputy-Technical-Director) ، داکترصیب حفیظ الله (Nutrition-Manager) ، داکتر صیب ولی خان (سادات) د نظارت او ارزیابی کوردیناتور(M/E)، دروغتون رئیس داکتر صیب روح الله (ملاخیل) اودروغتون سرطبیب داکتر صیب عبدالحلیم (عابد) سره ګډه ناسته ترسره کړه.
چي پدی ناسته کې دروغتون په اړوند راتلونکی پلانونه شریک او د مشکلاتو د حل لپاره په لاروچارو خبری وشوي او د روانی پروژی په اړوند هر اړخیز پرزنټیشن او معلومات وړاندی شو.

د کابل مرکزی د فتر جک  (JACK)  څخه د ننګرهار  سیمه ایز روغتون ته راغلو مشرانو هریو داکتر صیب سید اسماعیل سادات  د (Deput...
15/03/2023

د کابل مرکزی د فتر جک (JACK) څخه د ننګرهار سیمه ایز روغتون ته راغلو مشرانو هریو داکتر صیب سید اسماعیل سادات د (Deputy-Technical-Director) ، داکترصیب حفیظ الله (Nutrition-Manager) ، داکتر صیب فرید (آرزو) د مرکزی د فتر د فارمسی کوردیناتوراو دروغتون سرطبیب داکتر صیب عبدالحلیم (عابد) سره په ګډه دروغتون د مختلفو واردو څخه لیدنه ترسره کړه :
چي پدی لیدنه کي د کوچنیانو وارد ICU او TFU او د سوتغذیه ناروغانو لپآره نوی جوړیدونکي ودانی له نژدی څخه ولیده او لازمه سپارښتنی ئي وکړي

په ننګرهار سیمه ایز تخصصي  روغتون کې د دماغ تومور (brain tumor)    عملیات په بریالیتوب ترسره شو.یو ناروغ چې له تیرو دوه ...
26/02/2023

په ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون کې د دماغ تومور (brain tumor) عملیات په بریالیتوب ترسره شو.
یو ناروغ چې له تیرو دوه کالو راهیسې د دماغ تومور په ناروغۍ اخته شوی وو، چې له امله یې مرګوني حالت ته رسیدلی و.
ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون کې د عصبي جراحي (نیوروسرجري) څانګې روغتیا پالو وکولی شول چې یاد ناروغ ته په کامیابه توګه عملیات ترسره کړي.
د عصبي جراحي څانګې مسؤل ډاکټر ضمیرالدین خالد وایې له عملیات نه مخکې یاد ناروغ شدیده سردردي، زړه بدوالd، ګنګسیت، او اختلاجات)جټکی( درلود چې له امله یې ناروغ مرګوني حالت ته رسیدلی وو.
نوموړی وایې دغه ناروغ له تیرو دوه کالو راهیسې په دغه ناروغۍ اخته وو چې دلته په روغتون کې له ټولو معایناتو وروسته یې ناروغي معلومه او د عصبي جراحي ټیم لخوا یې له خطر نه ډک جراحي عملیات په بریالیتوب سرته ورسیده.
هغه وایې د یاد ناروغ ټوله کورنۍ په اندېښنه کې وه چې له یادې ناروغۍ به دی ښه نه شي، خو اوس خوښ دي چې ناروغ یې روغ رمټ شوی.

د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون تخنیکي سوپروایزر ډاکټر مجیب الرحمن راسخ او د انتان د مخنیوي مسئول ډاکټر عاصم فهیم چې یو ...
20/02/2023

د ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون تخنیکي سوپروایزر ډاکټر مجیب الرحمن راسخ او د انتان د مخنیوي مسئول ډاکټر عاصم فهیم چې یو شمېر نورو مسئولینو یې ملتیا کوله د روغتون د ځینو څانګو څخه لیدنه ترسره کړه.
نوموړو د روغتون لاربراتوار،وینې بانک،داخله ،کوچنیانو او جراحي عاجلو خونو تر څنګ د ګوش ګلون او داخله څانګو څخه لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ډاکټر راسخ د څانګو مسئولینو سره د پېژندګلو تر څنګ د انتان مخنیوي (IP) ، لباس او په ټوله کې د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کیدو توصیه وکړه.
دغه راز یې یادو څانګو ته د پاکۍ عمومي کمپاین خبرداری ورکړ چې په همدې اوونۍ کې به ترسره شي.

ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون کې د پاکوالي په موخه عمومي کمپاین ترسره شو.یاد کمپاین د روغتون ادارې په لارښوونه په لار اچ...
20/02/2023

ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون کې د پاکوالي په موخه عمومي کمپاین ترسره شو.
یاد کمپاین د روغتون ادارې په لارښوونه په لار اچول شوی و چې پرمهال یې د روغتون پارکونو،پلې لارو او بېلابېلو ځایونو کې د پاکۍ چارې ترسره شوې.
د پاکوالي له دغه کمپاین څخه موخه د (IP) مراعت او د پاک چاپیریال لرل دي.
د (JACK) ادارې له لورې په ننګرهار سیمه ایز تخصصي روغتون کې دا دوهم ځل دی چې د روزمره صفایي تر څنګ عمومي کمپاین ترسره کېږي.

Address

Jalalabad
2602

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nangarhar Regional Hospital-JACK posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category