Mohammadi dental clinic

Mohammadi dental clinic for dentist

د ستوماتولوژۍ 100 اصطلاحات د پښتو معنا سره:1. Abscess - غوټه یا د چرک ګونځې2. Abrasion - سکری، سکریږه یا زخم3. Alveolar ...
19/05/2025

د ستوماتولوژۍ 100 اصطلاحات د پښتو معنا سره:

1. Abscess - غوټه یا د چرک ګونځې

2. Abrasion - سکری، سکریږه یا زخم

3. Alveolar Bone - د غاښونو ژامې هډوکی

4. Amalgam - فلزي مواد (د غاښ ډکولو لپاره)

5. Analgesia - د درد له منځه وړل

6. Anesthesia - بې حسۍ یا بې هوښي

7. Apicoectomy - د غاښ د ریښې پای قطع کول

8. Arch - غاښي قوس

9. Bitewing X-ray - د غاښونو د مینځلو عکس (ایکس رې)

10. Bleaching - د غاښونو سپینول

11. Bonding - د غاښونو د ترمیم پروسه

12. Braces - د غاښونو د برابرولو کلپونه

13. Bridge - د غاښونو پل

14. Buccal - د غاښ مخ (د مخ اړخ)

15. Calculus - د غاښونو کلک ذخیره (تارتار)

16. Cavity - سوری یا د غاښ خلا

17. Cementum - د غاښ ریښه پوښونکی مواد

18. Crown - د غاښ تاج

19. Cuspid - د سپي غاښ (نیولې غاښ)

20. Debridement - د غاښونو پاکول

21. Decay - د غاښونو خرابېدل

22. Dentin - د غاښ منځنۍ طبقه

23. Denture - مصنوعي غاښونه

24. Diastema - د غاښونو مینځ تشه

25. Edentulous - د غاښونو نه شتون

26. Endodontics - د غاښ د ریښې درملنه

27. Enamel - د غاښ سطحه (برۍ طبقه)

28. Extraction - د غاښ ایستل

29. Filling - د غاښ ډکونه

30. Fluoride - د غاښونو د تقویت مواد

31. Frenum - د ژبې یا شونډو تړونکی غشاء

32. Gingiva - د غاښونو غوښه (ورېښته)

33. Gingivitis - د ورېښتو التهابي حالت

34. Halitosis - د خولې بد بوی

35. Hemostasis - د وینې بهېدو بندېدل

36. Implant - د مصنوعي غاښ ځای پر ځای کول

37. Incisor - د پرې کولو غاښونه

38. Impression - د خولې بڼه اخېستل

39. Inlay - د غاښ دننه ډکونه

40. Lingual - د ژبې اړخ

41. Malocclusion - د غاښونو ناسم تړاو

42. Mandible - لاندې ژامه

43. Maxilla - پورته ژامه

44. Molars - ډوډۍ چیچونکي غاښونه

45. Mouthguard - د خولې ساتونکی وسیله

46. Occlusion - د غاښونو تړاو

47. Onlay - د غاښ سطحه ترمیم

48. Orthodontics - د غاښونو برابرول

49. Palate - د خولې چت

50. Periodontics - د غاښونو او ورېښتو ناروغۍ

51. Plaque - د غاښونو نرۍ ذخیره

52. Porcelain - د غاښ مصنوعي مواد

53. Prophylaxis - د غاښونو وقایه

54. Prosthodontics - د مصنوعي غاښونو جوړول

55. Pulp - د غاښ نرمه برخه (د غاښ زنده برخه)

56. Radiograph - د غاښ ایکس رې

57. Resin - د غاښ ترمیم مواد

58. Retainer - د غاښونو تثبیت وسیله

59. Root Canal - د غاښ د ریښې کانال

60. Scaling - د غاښونو پاکول

61. Sealant - د غاښ د ساتنې مواد

62. Sinus - د خولې او پزې هډوکي تشې

63. Splint - د غاښ یا ژامې ملاتړ وسیله

64. Stomatology - د خولې ناروغیو زده کړه

65. Subgingival - د ورېښته لاندې

66. Supragingival - د ورېښته پورته

67. Tartar - د غاښونو کلک مواد

68. Temporomandibular Joint (TMJ) - د ژامې موقتي بند

69. Tooth Whitening - د غاښونو سپینول

70. Veneer - د غاښ مخ پوښ

71. Wisdom Tooth - د عقل غاښ

72. Xerostomia - د خولې وچوالی

73. Zygomatic Arch - د مخ هډوکي قوس

74. Absorption - جذب

75. Apex Locator - د ریښې پای معلومونکی

76. Bicuspid - دوه ژامه غاښونه

77. Cariology - د غاښونو خرابېدل

78. Crown Lengthening - د غاښ تاج اوږدول

79. Dry Socket - د غاښ خالي کیسه

80. Erosion - د غاښ موادو تخریب

81. Exostosis - د اضافي هډوکي جوړښت

82. Fistula - د چرک د بهیدو لاره

83. Hyperemia - د وینې زیات جریان

84. Hypersensitivity - زیات حساسیت

85. Impaction - د غاښونو بند پاتې کېدل

86. Infection Control - د ناروغیو مخنیوی

87. Interproximal - د غاښونو مینځ برخه

88. Lesion - زخم یا د نسج تخریب

89. Malformation - د غاښ یا ژامې بد جوړښت

90. Mandibular Nerve - د لاندې ژامې عصبي رګ

91. Oral Hygiene - د خولې پاکوالي

92. Pathology - د ناروغیو څېړنه

93. Pediatric Dentistry - د ماشومانو غاښونه

94. Pericoronitis - د عقل غاښ د ورېښت التهاب

95. Prognosis - د ناروغۍ اټکل

96. Radiology - د ایکس رې زده کړه

97. Salivary Glands - د لاړو غدې

98. Surgical Extraction - جراحي ایستل

99. Trauma - ټپ یا صدمه

100. Vital Pulp Therapy - د غاښ زنده برخه درملنه

RCT
18/02/2025

RCT

EXT of impact wisdom teeth
18/02/2025

EXT of impact wisdom teeth

18/09/2024

Root canal treatment

 ⬇د غاښونو درد ولې په نیمه شپه کې پیدا کیږي؟‌‌‌کله داسې هم پیښیږي چې نیمه شپه وي، غاښ په درد شي نه ډاکتر وي او نه درمل. ...
03/02/2024


د غاښونو درد ولې په نیمه شپه کې پیدا کیږي؟

‌‌‌کله داسې هم پیښیږي چې نیمه شپه وي، غاښ په درد شي نه ډاکتر وي او نه درمل. د غاښونو هغه برخه چې په سترګو لیدل کیږي د غاښ تاج بلل کیږي. تاج له درې طبقه انساجو څخه جوړ شوی دی، چې لومړی طبقه یی مینا، دوهمه طبقه دنتین او درېیمه یې پولپ نومیږي.

د غاښونو تور والی یا caries لومړی په مینا کې څرګندیږی بدون له اعراضو څخه وي یعنی غاښ درد نه لري.

کله چې توروالی د غاښ دوهمې طبقې یا دنتین ته ورسیږي ناروغ ته د هغو خواړو د خوراک پر وخت چې خواږه او سریښناکه وي لکه چاکلیت،کاکو، توت، خرما او نور دردونه ترې پیدا کیږي.

که د caries یا تور والي مخه ونه نیول شي تور والی د غاښ دوهمه طبقه ټوله نیسي او د غاښ په پولپ تاثیر اچوي.

پولپ د غاښ هغه برخه ده چې په هغه کې د اعصابو رشته او د وینې کوچني رګونه موجود دي. د غاښ د پولپ له متاثره کیدو سره ناروغ ته شدید دردونه وروسته له سړو او ګرمو خواړو څخه پیدا کیږي. د درد وصف همدا ده چه د ورځې له خوا غاښ د څو شیبو لپاره درد کوي وروسته بیا د څو ساعتو لپاره آرامه وي.

خو د شپې لخوا چې کله ناروغ استراحت کوي د وینې جریان د سر خواته زیاتیږي د غاښ د وینې په رګونو فشار راځي د غاښ عصبي رشته تحریکوي او شدید درد پیدا کیږي چې د غوږ او نیم سر خواته هم سرایت کوي.

په داسې حالاتو کی غاښ درد ناروغ خوب ته نه پریږدي او دې ته یې اړ باسي چې پاڅیږی او قدم ووهي.

په قدم وهلو سره به د ناروغ غاښ درد یو څه اندازه تسکین شي. تر څو سبا شي او ځان ډاکتر ته ورسوي.

که غواړئ چې داسې حالت سره مخ نه شئ د غاښونو تور والي یا caries په لومړیو مراحلو کې تداوی وکړئ.

Mohammadi dental clinic

Dental Implant تعريف:- د غاښونو امپلانټ یو الیو پلاستیکی يا غيري تخريشي فلز څخه عبارت دي کوم چي د له منځه تللي غاښ پرځاي...
15/01/2024

Dental Implant
تعريف:- د غاښونو امپلانټ یو الیو پلاستیکی يا غيري تخريشي فلز څخه عبارت دي کوم چي د له منځه تللي غاښ پرځاي د اليول په هډوکي کي ايښودل کیږی او د طبعي غاښ دنده ترسره کوي.

🔷د غاښونو د امپلانټ ګټی

۱- د ژامي د هډوکي د تحليل او زوب څخه مخنيوي او نه پريږدي چي د اليول هډوكي زوب شي.
۲- ډیر ښایست منځته راوړي او د طبعی غاښ په څیر ښکاري.
۳- تکلم توازن برابروي، او الفاظ په سمه توګه تلفظ کولاي شي.
۴- مريض ورسره ډیر راحت وی.
۵- غذا په ښه ډول میده کوي.
۶- دوام يي ډير دي او که ساتنه یي اوشي د عمر تر اخره پوري دوام پیدا کوي.
۷- د مجاور غاښونو تراش ته پکی ضرورت نشته.
۸- حفظ الصحه اسانه ده او په اساني سره کولاي شو چي د غاښونو د نخ یا تار څخه استفاده وکړو.

🔷‌ د Osseo integration تعريف:- د دوو لاتيني كلمو څخه تركيب شوي چي OSS د هډوکي په معني او integration د يوځاي کيدو په معني دي.
# د امپلانټ د ځاي پرځاي کولو څخه وروسته د ضربه ليدلي هډوکي دوباره ترميم څخه عبارت دي.
# د Osseo integration هډوکي سره د امپلانټ د سطحی د مستقیم ارتباط څخه عبارت دی.

د امپلانټ پر وخت کی پرهیز او مراقبت

۱- په اوله ورځ و مسواک او برس څخه ځان وساتي.
۲- په اوله ورځ د غذا د ژولو څخه ځان وساتی.
۳- په اوله هفته کی د ډیر گرم ، یخ ، ترش او تند خوراک څخه ځان وساتي.
۴- په اولو ۸ ساعتونو کی خپله خوله مه مینځي.
۵- د غاښ د امپلانټ څخه یو ورځ وروسته د Mouthwash chlorhexiden د ورځي دري ځلي استفاده وکړي.
۶- د پرسوب د کموالي لپاره د یخ د کمپرس څخه استفاده وکړي، پدي شکل د پنځو ساعتونو لپاره هر لس دقیقی یخ په نوموړي ناحيه ايښودل کيږي او بيا د پنځو دقيقو لپاره ورڅخه لري كيږی..
۷- د ډاکټر له لوری در کړل شوي دوا په منظم ډول وخوري.

Dental implant classification

◽ د امپلانت ارتباط د مجاورو انساجو له نظره
۱- د هډوکي سره مستقيم تماس لرونکي امپلانټ لکه End osseous.
۲- د هډوکي سره غيري مستقم تماس لرونكي امپلانټ لکه Blade , sub periosteal .

◽امپلانت classification د موقعیت او ډيزاين له نظره

1- Sub mucous
2- Supra periosteal
3- Sub periosteal
4- End osseous
5- Trans osseous
6- endodontic

◽د امپلانټ د موادو په اساس classification

۱- فلزي امپلانټ
۲- پولی میر امپلانټ
۳- سیرامیک امیلانټ
۴- شیشه یی کاربن امپلانټ

✅ د امپلانټ استطبابات Implant indication

۱- هغه مريضان چی متحرک پروتيز نه شي قبلولاي.
۲- هغه مریضان چی عصبی عضلی (neuromuscular) ښه کنټرول نلري.
۳- د ويستل شوي غاښ پرځاي د امپلانټ ايښودل.
۴- کله چی پروتيز په انساجو باندي تخريشي تاثيرات ولري.
۵- د متحرک پروتیز په مقابل کی د زړه بدوالي احساس
۶ - د ډيرو غاښونو ويستلو له امله د بي غاښونو ساحي لويوالي.
۷- کله چی غوارو د ويستلي غاښ دنده او زيبايي په عالي او ښه شکل ترلاسه کړو.

❎ د امپلانټ مضاد استطبابات

د امپلانټ مضاد استطبابات په دوه برخو وېشل شوی .
۱- مطلق مضاد استطبابات
۲- نسبي مضاد استطبابات

❎ مطلق مضاد استطبابات

۱- جنګی ورزشکاران لکه سوک وهونکي او غيږه نیوونکي.
۲- دماغي فلج مريضان
۳- هغه مریضان چی رواني تشوشات ولري.
۴- به الكولو روږدي اشخاص
۵ - هغه اشخاص چي معافيتي سيستم تشوشات ولري.
۶ - غیری کنترول شوي شكر لرونکي اشخاص
۷- د ويني تشوشات هغه مریضان چی د ويني امرض لكه ليوكيميا، هيموفليا ولري.
۸- د زړه اسکیمک امراض
۹ - اسكليتي عضلي تشوشات

❎نسبي مضاد استطبابات
۱- د سگرت استعمال ، بايد د جراحي عمليي څخه دمخه او وروسته پریښودل شي.
۲- کنترول شوی شکر.
۳- قلبي مريضان چي وضعيت يي ثابت وي.
۴- هغه مریضان چي د antidepressant او anticoagulant تداوئ لاندي وي.
۵- د bruxism and tongue thrust مريضان .
۶- د trismus مريضان .
۷ - اندوکراین تشوشات.

Complication of implant

» د عملیات پروخت اختلاطات
» د عمليات څخه وروسته اختلاطات

🔷 د عملیات پروخت اختلاطات

۱- د فلپ څیری کیدل د امپلانټ د ايښودلو او فلپ اخيستني پر وخت د فلپ د څیری کیدل امکان شته.
۲- د هډوکي بوكال او لینگوال جدارونو سوري كيدل.
۳- د برمي پر وخت کي د عصب صدمه.
۴ - د برمی پروخت د مجاورو غاښونو د ريښو صدمه.
۵- د ماكزيلا د ساینوس سوری کیدل.
۶- امپلانټ د اولیه ثبات نه شتون.

🔷 د عمليات څخه وروسته اختلاطات

» مقدم اختلاطات:- خونريزي ، پرسوب.
» موخر اختلاطات:- انتانات، ثانوي خونريزي د امپلانت خوځيدل او غورځیدل.

👈 د امپلانټ د ايښودلو وخت

1- د غاښ د ويستلو څخه وروسته د امپلانټ په ايښودلو کي تاخير د هډوکي د ضياع او له منځه تګ سبب ګرځي .
2- ۶-۲ مياشتي وروسته د غاښ د ويستلو څخه امپلانټ د هډوکي په کیفیت کی مرسته کوی، مگر ډیر تاخیر د امپلانټ په ایښودلو کي د هډوکي د انحلال او له منځه تللو سبب ګرځي.
3- که طبعی غاښ او یا امپلانت نه وي نو د اليول د هډوکي انحلال را منخته كيږي.

☑️ د امپلانټ د جراحي لوازم

۱- د جراحي لباس د مريض ،لباس، جراحی ،خولی ،ماسک استریل دستکشی .
۲- سکشن ماشین
۳- مانيتور ماشين : نبض تنفس ، او د ويني فشار معلوموي
۴- يو ځل مصرف نیډل او سرنج
۵- امپلانت تعقیم شوی وسایل
۶- د موضعي انستيزي سرنج او كارتريج
۷- د Periosteal elevator
۸- د خولی retractor ، پریودونتال پروب ، اینه او سنډ او تویزر، قیچی، tissue forceps , كيورت, needle holder او داسې نور...

👈 د Implant failure

د امپلانت ناکامی شاید د ايښودلو څخه وروسته په مقدم ډول او یا موخر ډول را منځته شي.

☑️د امپلانت مقدم ناكامي اسباب
۱- د اوستیوتومی پر وخت د هډوکي حرارتی تخريبات
۲- د امپلانټ لپاره ناکافي اوستيوتومی
۳- د هډوکي د كيفيت كموالي
۴- اوليه ناكافي ثبات
۵- د overload له امله د امپلانت خوځیدنه

☑️ د امپلانت موخر ناكامي اسباب
۱- د Peri implantitis موجوديت
۲- د Poor oral hygiene
۳- د امپلانټ کمزوري ډيزاين
۳- د امپلانټ د سطحي كموالي
۴- اوكلوزل تروما
۵- د امپلانت کسر
۶- د Implant overload

◀ تعريف : پانسمان په جراحي کې د نرسنګ له تعقيم شوي پروسې څخه عبارت دى .◀ استطباب يا Indication : پانسمان دلاندې اهدافو ل...
01/12/2022

◀ تعريف : پانسمان په جراحي کې د نرسنګ له تعقيم شوي پروسې څخه عبارت دى .
◀ استطباب يا Indication : پانسمان دلاندې اهدافو لپاره سرته رسیږي :
① د زخم يا د قرحې د ژر التيام يا د جوړيدو په خاطر . دخونريزي يا بليډينګ Bleeding د ودريدو په خاطر .
② د انتان يا انفيکشن Infection د مخنيوي په خاطر . د زخم د منتن کيدلو د مخنيوي په خاطر .
③ د Burn يا سوختګۍ په خاطر . دعملياتي زخمونو لپاره ، د کرش يا ګريدلو زخمونو لپاره . د Fracture يا کسر يا ماتيدلو په خاطر . د خلع يا Dislocation په خاطر .
◀ مضاد استطباب يا Contra Indication : پانسمان په هغه صورت کې نه ترسره کيږي کله چې زخم يا قرحه ګانګرين وي او يا يي حجرات مړه شوي وي ، او په هغه وخت کې نه ترسره کيږي چې په عصب باندې فشار موجود وي .
◀ اختلاطات يا Complication :
① پړسوب يا Swelling . مايع لرونکى پړسوب يا Odem . درد يا Pain .
② په يو ساحه کې د اروا تغيیر يا د ويني د دوران تغيیر يا د ساحې شينوالى او سيانوزيس .
◀ د پانسمان سامان او لوازم يا Equipments :
① د پانسمان سيټ يا بکسه Dressing Sit .
② د ګازو پرچى يا ګاز فيس Gase pace .
③ پايوډين یا ټینچر او الکول يا Sprite .
④ کلورهيکزيډين Chlorhexine .
⑤ ګازبنداژ Gase Bandage .
⑥ کريپ بنداژ Cript Bandage .
⑦ ليډوکاين امپول Lidocain .
⑧ سيرينج Syringe .

‎د خولې بد بوی څه شی دی؟‎بد بویه ساه یا د خولې بد بوی هغه حالت دی چې د خبرې کولو یا ساه ایستلو په وخت د سړي له خولې بد ب...
14/11/2022

‎د خولې بد بوی څه شی دی؟
‎بد بویه ساه یا د خولې بد بوی هغه حالت دی چې د خبرې کولو یا ساه ایستلو په وخت د سړي له خولې بد بوی راوځي او نور خلک یې محسوسوي. دا ستونزه عامه ده، ډېر کسان پرې اخته دي.
‎اکثراً د خولې د دوامداره بد بوی علت د خولې میکروبونه دي. میکروبونه د غاښونو تر منځ د خوړو په پاتې شونو کې، د غاښونو په منګ کې، د وریو په زخمونو او د ژبې په بار کې راټولېږي او د بد بوی سبب کېږي. د خولې پاک ساتل تر ډېره دغه بد بوی له منځه وړي او مخه یې نیسي. که غاښونه منظم برس کړو، د غاښونو تر منځ مسافې پاکې کړو، په برس باندې د ژبې سر پاک کړو او اوبه یا مالګینې اوبه غرغره کړو نو خوله به مو بد بوی نه کوي.
مننه

چرا عصب‌دندان کشیده می‌شود؟عصب‌کشی یا درمان ریشه دندان یا روت کانال تراپی (Root canal Therapy) از سه کلمه Root به معنای ...
03/09/2022

چرا عصب‌دندان کشیده می‌شود؟

عصب‌کشی یا درمان ریشه دندان یا روت کانال تراپی (Root canal Therapy) از سه کلمه Root به معنای ریشه، و Canal به معنای مجرا و Therapy به معنی درمان تشکیل شده که مفهوم کلی آن درمان مجرای ریشه دندان می‌باشد.

بنابراین درمان ریشه عبارت است از: نجات یا درمان دندانی که به علت پوسیدگی وسیع مجاور عصب، در معرض از دست رفتن می‌باشد.



قسمت اعظم ساختمان دندان را عاج تشکیل می‌دهد. درون عاج فضایی وجود دارد که شامل عصب و شبکه مویرگی است که اصطلاحاً به آن پالپ گفته می‌شود.



پالپ از شاخه‌های اصلی اعصاب و عروق در انتهای ریشه منشعب می‌شود و از درون کانال هایی که در ریشه وجود دارد به این فضا می‌رسد. حس دندان، تغذیه، عاج سازی و دفاع میکروبی از اعمال پالپ به شمار می‌آیند.



بافت نرم پالپ ممکن است تحت تأثیر میکروب ها عفونی شده و عفونت را در مسیر ذکر شده به استخوان اطراف ریشه منتقل کند. در چنین مواردی تمام این بافت توسط دندانپزشک برداشته شده، محفظه پالپ و کانال ها تمیز و به نحو مطلوبی پر می‌شود.



عواملی کی باعث آسیب پالپ می شوند.

پوسیدگی های دندانی اگر درمان نشوند، بعد از تخریب مینا و عاج به پالپ رسیده و باعث التهاب، ورم و بیماری پالپ آن می‌گردند.

ضربه ناگهانی به دندان حتی در مواردی مانند ضربه قاشق و یا شکستن تخمه، پسته و بادام، پرکردگی‌های وسیع، شکستگی و ترک دندان، تحلیل و سایش شدید دندان ها و بیماری های پیشرفته لثه در ایجاد ورم و بیماری پالپ نقش دارند.

بعضی از مواد ترمیمی دندان نیز باعث آسیب پالپ می شوند.

در صورت عدم معالجه ریشه دندان، آبسه، درد، عفونت شدید دندان و نهایتاً از دست دادن دندان دیده خواهد شد

علائم آسیب پالپ

- معمولاً دندان درد وجود دارد که می تواند درد خودبخودی، درد هنگام جویدن و یا حتی موقع دراز کشیدن باشد.

- دندان به غذاها و نوشیدنی های گرم و سرد حساسیت زیاد نشان می‌دهد.

گاهی نیز ممکن است بیمار درد نداشته باشد و بدون علامت باشد که در این مواقع معاینات پرتونگاری موجب تشخیص زودرس می‌شود.

پوسیدگی عمیق یا ضایعه ای در انتهای ریشه و نیز تورم و یا تخلیه چرک از دندان و یا انتهای آن وجود داشته باشد.



لزوم درمان ریشه دندان یا عصب کشی

در صورت عدم معالجه ریشه دندان، سیر بیماری نهایتاً منجر به کشیدن و یا از دست دادن دندان خواهد شد. عوارض عدم درمان شامل: آبسه، درد، عفونت شدید و نهایتاً از دست دادن دندان خواهد بود.

اگر پالپی که ملتهب و دردناک است درمان نشود، درد آن بیشتر می شود. باید توجه داشت که از بین رفتن درد دندان، نشانه بهبودی پالپ دندان نیست و عفونت به سیر خود ادامه می‌دهد.

در صورت معالجه عصب دندان، دندان حفظ می‌شود. وجود دندان باعث حفظ استخوان نگهدارنده آن می‌گردد.



نحوه درمان ریشه دندان یا عصب کشی

داکتردندان بعد از بی‌حس نمودن دندان، اقدام به برداشتن پوسیدگی و تراش حفره پالپ دندان نموده و پالپ عفونی را از ریشه خارج می‌کند. بعد از تمیز نمودن و خشک کردن مجرای ریشه و دندان، جای خالی پالپ را با موادی که به همین منظور ساخته شده‌اند، پر می‌کند.



هر گاه داکتردندان مطمئن شود عفونتی در دندان وجود ندارد، مجرای ریشه و فضای پالپ را پر می‌کند و سپس ترمیم قسمت تاج دندان صورت می‌گیرد.



بعد از درمان ریشه، نحوه ترمیم تاج دندان بستگی به نسج باقیمانده و دندان مبتلا دارد. در دندان هایی که متحمل نیروهای سنگین جویدن هستند و یا پوسیدگی آنها شدید بوده، توصیه می‌گردد که با ترمیم‌های مطمئن‌تری چون روکش های فلزی و چینی بازسازی شوند.

در طول مراحل ترمیم، بسته به تشخیص دندانپزشک ممکن است پرتونگاری در دفعات انجام گیرد.



معالجه ریشه اکثر دندان ها را می‌توان در یک جلسه انجام داد، ولی بعضی از دندان ها ممکن است به دو یا چند جلسه زمانی نیاز داشته باشند که در این موارد دندان ها در پایان جلسات، معمولاً پانسمان موقت می‌شوند. به طور کلی عصب کشی، در 1 تا 3 جلسه 30 دقیقه ای تا یک ساعتی انجام می‌شود.



مراقبت بعد از عصب کشی

پس از اینکه عصب کشی تمام شد و دندان توسط مواد ترمیمی مناسب پر شد، این دندان مثل سایر دندان ها بایستی برای همیشه باقی بماند.

رعایت کامل بهداشت دهان و دندان و معاینه مرتب توسط دندانپزشک به این امر کمک شایانی می‌نماید.

بعد از عصب کشی، دندان نمی‌میرد، بلکه دندان بعد از معالجه ریشه، هنوز زنده می‌ماند، چون که تغذیه خارجی آن از سمت بافت های در برگیرنده هنوز ادامه دارد

چرا عصب کشی دردآور است؟

در دندان هایی که به ضربه حساس بوده اند و یا در اثر آلودگی میکروبی، عروق و اعصاب دندان از بین رفته و عفونی شده اند، احتمال درد بیشتر است. گسترش پوسیدگی به ناحیه داخلی دندان، موجب درد ریشه می شود.

در جریان درمان ریشه، اگر عروق و اعصاب از بین نرفته باشند، در روند درمان ریشه، این عروق و اعصاب دچار پارگی می گردند و ملتهب شده و عفونت ایجاد شده و ناحیه بسیار دردناک می شود.

لازم است در مورد دندان های کرسی (جونده) حتما در شروع درمان، این سطوح تا حدی کوتاه گردند. در غیر این صورت درد تداوم خواهد داشت، چون در هنگام ضربه یا قرار گرفتن دندان ها روی هم، موجب تحریک ناحیه انتهای ریشه و ایجاد درد خواهد شد.



درد عصب کشی چقدر طول می کشد؟

معمولا این درد طی روزهای اول پس از درمان طبیعی است و به مرور زمان کاهش می یابد. بسیاری از بیماران، پس از درمان ریشه دردی ندارند. در شرایطی که درد بیمار تداوم یابد، لازم است بررسی عصب کشی توسط داکتردندان انجام شود.

درمان درد دندان

- مصرف مسکن های ضدالتهابی غیرکورتونی (مثل ایبوپروفن و ژلوفن) نیم ساعت قبل از شروع درمان ریشه یا بلافاصله پس از این درمان و تداوم آن بعد از درمان.

- بهتر است از دهان شویه گرم استفاده نمود و از فشار آوردن بر روی دندان عصب‌کشی شده برای مدتی خودداری نمود.



آیا دندان بعد از عصب کشی، تیره می شود؟

امروزه با پیشرفت روش ها، احتمال این تغییر رنگ ناچیز بوده و اگر اتفاق بیفتد نیز با استفاده از روش های سفید کردن و یا روکش های چینی و لامینت می‌توان با آن مقابله کرد.



آیا دندانی عصب کشی شده، شکننده می‌شود؟

دندانی که پالپ آن درگیر می‌شود، معمولاً دارای پوسیدگی وسیع بوده که مقدار زیادی از مینا و عاج را از بین برده است. گاهی دندانپزشک ناچار می‌شود، مقداری از نسج سالم دندان را نیز برای دسترسی به پالپ بردار.

مجموعه این عوامل به علاوه خشک شدن دندان در اثر از دست دادن تغذیه داخلی سبب می‌گردد که دندان ضعیف و شکننده گردد.

با ترمیم‌های خاص و یا روکش نمودن دندان می‌توان از شکنندگی دندان جلوگیری نمود.

څنګه کولی شو: غاښونه مو تر ډېره روغ وساتو؟که وس لرئ تر هر خوراک وروسته غاښونه بورس کړئ. که هغه درته ګرانه وي نو تل د شپې...
05/05/2021

څنګه کولی شو: غاښونه مو تر ډېره روغ وساتو؟

که وس لرئ تر هر خوراک وروسته غاښونه بورس کړئ. که هغه درته ګرانه وي نو تل د شپې تر خوب وړاندې غاښونه په بورس او کریم ومینځئ. دا کار مو ماشومانو ته هم ور وښئ چې عادت شي. خواږه مه خورئ او یا یې کم کړئ.

د غاښونو نه پاک ساتل، عمل کول (نسوار، سېګرېټ او نور)، له اوبو پرته د هر ډول مایعاتو ډېر څښل غاښونه ژیړوي، او ګم ډیزیز ته ورته ډېرې ناروغۍ پیدا کوي.

BY THIS WHY WE CAN FINE THE ROOT CANAL TREATMENT Copy
24/04/2021

BY THIS WHY WE CAN FINE THE ROOT CANAL TREATMENT
Copy

Address

Jalalabad

Telephone

+93780019187

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Mohammadi dental clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Mohammadi dental clinic:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram