Elaaj Health and GYN-obs Clinic علاج روغتیايي کلینک او زیږنتون

Elaaj Health and GYN-obs Clinic علاج روغتیايي کلینک او زیږنتون د علاج روغتیایي کلینک او زیږنتون رسمي پاڼې ته ښه راغلاس

10/04/2022

ماشومانو ته ....... Hepatitis B Vaccine
د تور زيړي واکسين ولې ضروري دي ؟
هيپايايټس بى Hepatitis B د ځيګر يوه ډيره خطرناکه وايروسي ناروغي ده او په تيره بيا په نويو پيدا شويو ماشومانو او کوچنيانو کې بيا دا ناروغي ډيره خطرناکه ده نو له دې لپاره چې خپل ماشومانو له دې خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورې نو بايد خپلو ماشومانو ته د هيپاټاټيس بى واکسين ضرور وکړې ځکه چې دا واکسين د ماشوم په بدن کې د دې مرض خلاف انټي باډي جوړوي او بيا دا انټي باډي نوموړى ماشوم په دې ناروغۍ نه اخته کيږي .
کومې ميندې چې په تور زيړي اخته وي او ماشوم يې پيدا شي نو د هغو ميندو ماشومانو ته د هيپاټايټس بى واکسين نه علاوه د هيپاټايټس بى ايميونو ګلوبولين په نامه يوه پيچکارى هم ډيره زياته ضروري دا او دا کار بايد د ماشوم له پيدا کيدو نه روستو تر ۱۲ ساعتونو پورې ضرور تر سره شي ځکه چې د دې ماشومانو په تور زيړي د اخته کيدو چانس تر نورو ډير زيات وي .
په درنښت

دلته به د ملاریا تعریف، خطری فکتورونه، اسباب، ډولونه، اپیډیمولوژی، پتوجنیزیس، کلینیکی نښی نښانی، د تفریح دوره، تشخیص ،اخ...
07/04/2022

دلته به د ملاریا تعریف، خطری فکتورونه، اسباب، ډولونه، اپیډیمولوژی، پتوجنیزیس،
کلینیکی نښی نښانی، د تفریح دوره، تشخیص ،اختلاطات ، درملنه او وقایه درته تشریح شی

( Malaria) ملاریا

Mal ---- خرابه
Aria-- هوا

تعریف: دایوه حاده پرازیټکه او د وینی انتانی ناروغي ده چی پکی کلاسیکه تبه وجود لری

خطری فکتورونه:

غریب اقتصادی حالت
یو ځای اوسیدل
یو ځانګړی اپیډیمیک موقعیت
چیرته چی انافیل ګامبیا زیات اوسیږی

د ملاریا اسباب په لاندی ډول دی:

سبب یی یو پرازیت دی چی د plasmodium په نوم یادیږی په طبیعت کی ددی پرازیټ د ۲۰۰- ۱۵۰ پوری ډولونه شته

هغه ډولونه چه د انسان لپاره پتوجن دی ۵ ډولونه دی

1. plasmodium vivax
2. Pasmodium oval
3. Plasmodium malaria
4. Plasmodium falciparm
5. Plasmodium knowlesi

انتشار:

د انافیل د مونث غوماشی د gambea پواسطه انتقال کیږی یعنی
1. Anaphil femal gambea
2. Blood transfusion
3. Sexual contact or wound
4. From mother to fetus

اپیډیمولوژی:

دایوه نړیواله ناروغی ده په نړۍ کی ۱۰۳ هیوادونه د ملاریا ناروغۍ لری د ۳ بیلون څخه زیات خلک هرکال پری اخته کیږی هرکال د ۱-۳ میلونه خلک تری مری چی ۱ میلون یی ماشومان دی

د ملاریا لپاره د اپیډیمی د بنسټ ټکی د توری کتل:

1. ۱۰% ⇩ spleenomegally → hypoendimic
2. ۱۱-۵۵% spleenomegally→ mesoendimic
3. ۵۶-۷۵% spleenomegally→hyperendimic
4. ۷۵% ↑spleenomegally →holoendimic

د ملاریا پتوجنیزس:

هرکله چی داسی انافیل انسان وچیچی چه دهغه په لاړو کی sporozoit موجود وو دغه sporozoit په ۳۰ دقیقو کی hepatocyte ته رسیږی اوس د ځیګر په داخل کی دغه سپوروزیټونه Asexual reproduction پیلوی چه په shizogony او merogony ویشل کیږی اود یو hepatocyte په منځ کی د ۱۰۰۰۰- ۳۰۰۰۰ پوری merozoite جوړیږی او یو څه اندازه sprozoit د ځیګر په منځ کی باقی پاته کیږی چی هغی ته liver shizont وایی
کله چی په یو شخص کی P.M او P.V ننوتلی وی د غیرجنسی تکثر وروسته د میروزیټ او شیزونټ څخه علاوه hepnozoit هم جوړیږی دا هیپنوزیټ د یوی ورځی څخه تر یوکال پوری پټیدلی سی مطلب ملاریا د کال په څلور واړه موسمونو کی امکان لری چه رامنځته شی
پدی سره هیپاټوسایټ رپچر کوی هرکله چه رپچر وکړی نو د ۱۰۰۰۰ -۳۰۰۰۰ پوری میروزیټونه دوران ته ازادیږی
نور بيا

یو تن ناروغی علاج کینک او زیږنتون ته مراجعه  وکړه چي د ماشوم  پریزنټیشن يي بریچ (په پښو طرف)وه  او مور هم پریمې وه د علا...
03/04/2022

یو تن ناروغی علاج کینک او زیږنتون ته مراجعه وکړه چي د ماشوم پریزنټیشن يي بریچ (په پښو طرف)وه او مور هم پریمې وه
د علاج کلینک د ښځینه ناروغیو او جراحی متخصصی او ورسره ګډ عملیاتې ټیم لخوا په ډیر مناسب وخت او پوره دقت او پاملرنی سره عملیات شوه ،چي الحمدالله د مور او ماشو ډواړو روغتیا د بشپړ اطمینان وړ دی.
علاج کلینک !دقیق تشخیص غوره درملنه
زمونږ هدف د هیوادوالو هوساینه

30/03/2022

⭕ آیا د پښو تلي مو سوځيږي او ورسره دوامداره سر دروندوالی او سر درد لرئ ؟

◀ د نس بادونه ، د نس دردونه او د دوامداره قبضیت او ورسره وخت ناوخته اسهال کیږئ ؟

◀ آیا بدن مو ګرمیږي او ورسره د هډوکو دردونه لرئ او د خیټې / نس او معدې شدید دردونه لرئ ؟

◀ د محرقې مکروب چې د Salmonella typhi په نامه هم یادیږي یو ‌‌‌‌‌‌ډول بکټریاوي ناروغي ده چې د ناپاکو اوبو او ناپاکو خوړو له لارې ځان د انسان هاضمي سیسټم ته رسوي . دغه مکروب په لمړیو کې ځان د کوچنیو کولمو په داخلي دیوال کې ځای پرځای کوي او له همدې ځایه د یوې هفتې تر یوې میاشت په ترڅ کې ځان لمفاوي غدو ته رسوي او بلآخره د وینې جریان ته ننوځي او د وینې له جریانه بیا د بدن بله هره سیمه او هر ارګان ګواښلی شي .

⭕ د دغې ناروغۍ نښې نښانې : د بدن ګرمیدل یا نرۍ تبه ، د هډوکو دردونه ، د شپې لخوا د پښو تلې سوځیږی ، د سر دوامداره دردونه ، د نس دردونه او د نس بادونه ، دوامداره قبضیت او ځینې وخت اسهالات ، د ‌‌‌‌‌‌ډکو متیازو تور رنګ ، د معدې دردونه او د خوړو بد هضمي ، کمزوري او د وزن کمیدل ، ساړه او پر بدن د لرزې راتګ .

⭕ د محرقې زیانونه : کله چې د محرقې مکروب په کولمو کې وي نو دغه زیانونه حتماً منځ ته راوستلی شي لکه د کولمو زخم ، له کولمو د وینې بهیدل ، د کولمو سوري کیدل ، کم خوني ، د لمفاوي غدو التهاب ، د بدن دفاعي ځواک کمزوری کوي او همدغه کمزوري د دوامدارې نرۍ تبې سبب ګرځي . د ځیګر او تورې غټیدل او پړسیدل . د هډوکو کمزوري ، د مغزو د پردو مکروبي کیدل یا مننجیت . د غوږ ، ستوني او پوزې مکروبي کیدل او د بدن د مایعاتو کمښت . دوامداره ټیټ فشار او د تریخې مکروبي کیدل .

⭕ تشخیص : د محرقې ناروغۍ د تشخیص لپاره لاندې معاینات اړین دي .

① Typhoid Antibodies ( IgM + IgG ) .
② Stool Culture For Typhoid .
③ Bone Marrow Culture For Typhoid .
④ Vidal Test .

⭕ درملنه : تر بشپړ تشخیص وروسته د نوموړي مکروب ضد درمل د لس --- پنځلس ورځو لپاره باید وکارول شي .

⭕ پرهیز : غوړ خواړه نه خوړل ، تراخه او تُرشه شیان نه خوړل ، خامې اوبه او ناپاکه ترکای نه کارول .
Copy
Dr Rashid Matin

د ژور  خفګان یا ډیپریشن اعراض (اعراض د ناروغۍ هغه ګیلي دی چي د ناروغ لخوا په تاریخچه کی داکتر ته ویل کیږی، او هغه چي د د...
22/03/2022

د ژور خفګان یا ډیپریشن اعراض (اعراض د ناروغۍ هغه ګیلي دی چي د ناروغ لخوا په تاریخچه کی داکتر ته ویل کیږی، او هغه چي د داکتر لخوا پیژندل کیږی یا په نښه کیږی هغه ته علایم یا نښي ویل کیږی)
۱۔په ورځنې چارو کی بی علاقه ګې
۲-په خپل ځان د اعتماد او باور کمیدل
۳-د میجاز یا طبعیت خرابیدل
۴-د ځان وژنې فکرونه کول
۵- بی دمه کیدل او د انرژی کموالی
۶-ځان ګناهګار بلل
۷-د حافظې کمزوری
۸-د خوب او خوراک ګډوډی رامنځته کیدل
نوټ ؛لومړۍ درملنه ؛د ستونزی پیژندل او هغې ته د حل لاره پیدا کول يې غوره درملنه ده
دوهم ؛د دوايي درملني لپاره د رواني متخصص داکتر صاحبانو ته مراجعه او د هغوی لارښونې او مشورو منل دی.
داکتر مصباح الدین عمادي

سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی ( MRI) څه ته وايي او ترمنځ يې توپير څه دی؟دسمبر 12, 2017 564 کتنيد ټېکنالوژۍ په پرمختګ ...
18/03/2022

سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی ( MRI) څه ته وايي او ترمنځ يې توپير څه دی؟
دسمبر 12, 2017 564 کتني

د ټېکنالوژۍ په پرمختګ سره د ژوند په هره برخه کې پوره بدلون او اوښتون منځ ته راغی. د مالوماتي ټېکنالوژۍ په مټ د انسانانو ترمنځ اړېکې غښتلي او نېږدې شوې. د طب په برخه کې هم ټېکنالوژۍ پوره پرمختګ کړی او هغه ډيری ناروغۍ چې پخوا د درملنې وړ نه وې او د مرګ سبب کېدې، نن ورځ يې په اسانۍ سره درملنه شونې ده.

د ځينو سختو ناروغيو په وخت کې به مو داسې طب اصطلاحات لکه X-ray، CT Scan ،MRI او داسې نور اورېدلې وي.

په دې لېکنه کې درته دوه اصطلاحات سي ټي سکن (CT Scan) او ايم ار آی (MRI) چې له اېکسرې سره توپير لري در پېژنو.

۱- سي ټي سکن (CT Scan): سي ټي سکن (CT Scan) چې مکمل نوم يې Computed Tomography Scan دی او له يادو کلمو څخه يې لنډ نوم اخېستل شوی دی. CT Scan د کمپيوټر په وسيله د اېکسرو ټولګه ده، چې له مختلفو زاويو څخه اخېستل کيږي او په پايله کې يې توموګرافيک (Tomography) انځورونه منځ ته راځي.

له بدن څخه د کمپيوټري انځورونو اخېستنې ته توموګرافي (Tomography) وايي، چې ساده بېلګه يې په خپله سي ټي سکن دی، په تېرو دوه لسيزو کې سي ټي سکن ډېر پرمختګ کړی او يوازې په امريکا کې په ۲۰۰۷ کال کې ۷۲ مېلويونه د سي ټي سکن معاينات ترسره شوي وو.



سي ټي سکن د بدن د مختلفو جوړښتونو او برخو مالومات راخلي او کولای شي چې د 3D يا مکعب په شکل يې وښيي.

د هډکو، سر، زړه، سږو، خېټې، د خاصرې لګن او انسان د بدن د نورو مختلفو برخو 3D کتنه په سي ټي سکن سره کيږي، سي ټي سکن له ډېرو ګټو سره ځينې ستونزې هم جوړوي چې ورته عوارض جنبي يا Side Affects وايي. د سي ټي سکن له جنبي عوراض څخه د سرطان، ګانګې او د بدن خارښشت د بېلګې په توګه يادولی شو.

۲- ايم ار آي (MRI): ايم ار آي د Magnetic Resonance Imaging لنډ نوم دی، چې پښتو مانا يې، مقناطېسي اهتزازي انځور ده.

ايم ار آی يوه انځوريزه کړنه ده، چې طبي راډيولوژۍ کې ورڅخه ګټه اخېستل کيږي او د انسان د بدن د جوړښت يا انوتومي د بېلا بېلو برخو انځورنه اخلي.

ايم ار آي هم لکه سي ټي سکن کابو څلور لسېزې وړاندې د طب د دوو ډاکټرانو (ډاکټر لارنس بینتین او ډاکټر ارونین ویسمین) له خوا منځ ته راغی.

۳- د سي ټی سکن او ايم ار آی ترمنځ توپيرونه:

– سي ټي سکن د هډکو د تشخيص، سينې او سږو تشخيص او د سرطان د موندلو لپاره کارول کيږي.

ايم ار آی بيا د نازکو نسجونو، د ملا تير، دماغو، تومور او نورو موندنو لپاره کارول کيږي.

– سي ټي سکن کابو له ۵ څخه تر لسو دقيقو لپاره وخت نيسي او په بيړنيو پېښو کې کارول کيږي، خو ايم ار آی تر ۳۰ دقيقو پورې وخت نيسي او د ژورو موندنو لپاره په کار راځي.

– سي ټي سکن معاينات له ۲۰۰ ډالرو څخه پیل بيا تر ۳۰۰۰ ډالرو پورې رسي، خو ايم ار آی بيا له ۳۰۰ ډالرو تخميني بيې څخه تر ۵ زره ډالرو پورې رسيږي.

– سي ټی سکن ښايي یو شمېر بيولوژيکي زيانونه ولري، خو ايم ار آي بيا کوم بيالوژیکي زيانونه نه لري، ځيني وخت حسايت منځ ته راوړي.

– سي ټي سکن د هډکو په اړه ښه مالومات وړاند کوي خو ايم ار آی بيا د هډکو په اړه له اېکسرې کم مالومات په لاس درکوي.

– سي ټی سکن د ايم ار آی په پرتله د نازکو نسجونو په اړه په تشخيص کې ټيټ دی.

– ايم ار آی د سي ټي سکن په پرتله لس کاله کم عمر لري. سي ټی سکن په کال ۱۹۷۱ کې او ايم ار آی په ۱۹۸۱ کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.

کاپي

دسیزارین Cesarean په هکله دمېرمنو پنځلس پوښتنو ته ځوابونه.۱- سیزارین څه شی دی؟سیزارین دخیټې او رحم په څیرلو سره له رحم څ...
14/03/2022

دسیزارین Cesarean په هکله دمېرمنو پنځلس پوښتنو ته ځوابونه.
۱- سیزارین څه شی دی؟
سیزارین دخیټې او رحم په څیرلو سره له رحم څخه دماشوم راویستلو په معنی دی.

۲- هغه کوم موارد دي چې ډاکټران دې عمليې ته اړباسي؟
که دمېندو له خوښې ورتېر شو، معمولاً ډاکټران د لاندې څلورو عواملوله امله سیزارین کوي :
۱ : کله چې دماشوم دزیږیدو په مخ کې خنډونه پیدا شي یا د زیږیدو شرایط بحراني شي.
۲ : هغه وخت چې مور مخکې هم په سیزارین سره ماشوم زیږولی وي
۳ : کله چې جنین د مور په نس کې نامناسب حالت ولري اوپه طبیعي توګه دماشوم دزېږېدو احتمال موجود نه وي . هماغه ډول چې پوهېږئ ماشوم معمولاً په سر له رحمه راوځي خو که په رحم کې ماشوم په داسې وضعیت کې وي چې، د بېلګې په ډول، په پښو له رحمه راوځي په دغه وخت کې هم باید سیزارین وشي .
۴ : هغه وخت چې ماشوم دساه اخیستلو له ستونزو سره مخامخ شي باید په بیړه په سیزارین سره ماشوم له رحمه راوایستل شي .

۳- معولاً په کومو امیندواره مېرمنو کې سیزارین ته ډیره اړتیا وي؟
هغه میندې چې دلومړي ځل لپاره ماشوم زېږوي او مخکې ېې حمل نه وي تجربه کړی په هغو کې سیزارین ډیر عام وي البته دغه اندازه دعمر له زیاتیدو سره هم ارتباط لري، څومره چې عمر زیاتېږي په مېرمنوکې سیزارین ته اړتیا هم زیاتېږي .
۴- که کوم بېړه ييزه يا عاجله خبره اومسله نه وي دسیزارین لپاره کوم وخت مناسب وخت دی ؟
له عاجلو پېښو که ورتېرشو په میندو کې دسیزارین لپاره مناسب وخت هغه وخت دی چې دکلینکي او لابراتواري معایناتو له پلوه ثابته شوې وي چې ماشوم دمور په نس کې خپل وخت پوره کړی وي پدې معنی چې دمور له ورستني میاشتني عادته ۳۹ اونۍ تیرې شوې وي .

۵- آیا دسیزارین لپاره هم دنوروجراحي عملیاتو په شان ضرووري ده چې ناروغ یا مور له عملیاتو څو ساعته مخکې څه ونه خوري يا په طبي ژبه (NPO) وي ؟
هو، په سیزارین کې هم اړینه ده چې ناروغ ترعملیاتو لږ ترلږه اته ساعته مخکې پورې څه نه وي خوړلي تر څو معده تشه وي اود عملیات په وخت له معدې څخه خوارکي توکي دمرۍ له لارې تنفسي لارې ته داخل نه شي.

۶- دسیزارین په وخت میندې څومره وینه ضایع کوي ؟
په معمولي توګه مور دسیزارین په وخت کابو یو لیټر وینه له لاسه ورکوي البته ځینې میندې ممکنه ده تر یونیم لیټر پورې وینه هم ضایع کړي له همدې امله ده چې ناروغې ته عملیات په وخت یا له هغه سمدستي وروسته معمولاً دوه لیټره رینګرلکټېټ یا ګلوکوز سیروم ورکول کیږي .

۷- میندې له سیزارین وروسته معمولاً ترڅو ساعتونو پورې نهارې ساتل کېږي او څه نه شي خوړلاي ؟
معمولاً باید ناروغه له سیزارین وروسته ۲۴ ساعته څه ونه خوري ترڅو دaspirations مخه ونیول شي پدې مانا چې دمعدې مواد تنفسي لارې ته ورنه شي او له عملیات وروسته نورې ستونزې هم پېښې نه شي .

۸- کوم وخت ناروغه مور چې سیزارین ېې کړی وي باید له ریکوري کوټې يا Recovery Room څخه راوویستل شي ؟
له ریکوري کوټې دراوېستلو لومړنی شرط دا دی چې باید مور بېخي راویښه شوې وي او دویم شرط یې دا دی چې خونریزي یې بنده شوې وي او پر دې سربیره باید دوینې فشار یې تقریباً نورمال حالت ته رسېدلی وي او ادرار یې هم نورمال جریان پیدا کړی وي یعنې لږ تر لږه باید په ساعت کې ۳۰ سی سی وي .

۹- له سیزارین وروسته آیا مور ته خاص درمل ورکول کیږي ؟
هو، تر هغه وخته چې ناروغ په روغتون کې وي (معمولاً تر اوو ورځو پورې) ورته انتي بایوټیک ورکول کېږي .
۱۰- له سیزارین څخه وروسته کله له ناروغې مور څخه ادراري سونډ لیرې کیږي ؟
په طبیعي شرایطو کې دفولې سونډ باید له عملیات ۱۲ساعته وروسته یا دعملیات په سهار لرې شي .

۱۱- څه وخت ناروغه مور له بسترې کوزېداي او ګرځېداي شي ؟
باید ناروغ ډېر ژر ګرځیدل پیل کړي ډیر ځله له عملیات نه یوه ورځ وروسته باید لږ تر لږه ناروغ دوه ځل له کټ څخه راکوز شي او دبل چا په مرسته وګرځي، دوه ورځې وروسته ناروغ د یو چا په مرسته ګرځېداي شي څومره چې ناروغ ژر وګرځي دناروغې لپاره ښه وي تر څو په رګونو کې دوینې پړند کېدو احتمال کم شي .
Copy

Address

د جلال آباد ښار څلورمه ناحیه، د بیز اکمالاتي څلورلارې تر څنګ د علاج روغتیایي کلینک
Jalalabad
2601

Telephone

+93786959555

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Elaaj Health and GYN-obs Clinic علاج روغتیايي کلینک او زیږنتون posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Elaaj Health and GYN-obs Clinic علاج روغتیايي کلینک او زیږنتون:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram