Dr..Javid Zaland

Dr..Javid  Zaland Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Dr..Javid Zaland, Doctor, Nanagar Province, Jalalabad.

🎓✨د سترې مبارکۍ په پار ! ✨🎓  قاري صيب شیربهادر طاهري د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه د فقه او قانون په برخه کې بر...
28/07/2025

🎓✨د سترې مبارکۍ په پار ! ✨🎓

قاري صيب شیربهادر طاهري
د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي څخه د فقه او قانون په برخه کې بریالی ماستر شو 🙌📚.

دا لاسته راوړنه یوازې یو سند نه، بلکې د کلونو د زحمت، صبر، هڅې او دعاوو ښکلی نتیجه ده 💪📖.
هغه د علم، دیانت او اخلاقو یوه ژوندي نښه ده، چې راتلونکی به یې هم د خیر، خدمت او برکت ډک وي إن شاء الله 🌟🕊️.

الله جل جلاله دې نور هم کامیابه، عزتمن او د دین و ملت خدمتګار لري 🤲💚.

ماستري دې مبارک وي! 🎉🎉
په تا ویاړو! 👏💫

17/07/2025

تکبیردجنازې چې ملایان راپسې وکړي

قسم دی چې ډیرخلک به ارمان راپسې وکړي.ارواښاد تراب صیب ته دي الله ﷻ دي جنتونه ورکړي،نن یی
دریمه ورځ ده خوله یاده
مونه دی وتلی

04/07/2025

باید مونږ اوستاسی اخپلو ماشومانو ته ښه
تربیا ورکړو

05/06/2025

د نژدې لید ستونزه
عامه پوهاوي

دوکتور عبدالرحمن اکبري
د سترګو جراحی ناروغیو تریني متخصص
0730661157
ادرس ننګرهار حوږیاڼو ولسوالی کږی بازار
ده 75بستریز روعتون ته محامخ
د اکبري دسترګو ناروعیو کلینیک

تعلیم مي خواښ دي خو صاحبه زه مجبوره یمهبابا  مي  مړ   دي  خویندي  ورونه  یتیمان  لرمه 💗💞💝💔💯
03/06/2025

تعلیم مي خواښ دي خو صاحبه زه مجبوره یمه
بابا مي مړ دي خویندي ورونه یتیمان لرمه
💗💞💝💔💯

د ګرمي په روان موسم کي د ځان لپاره سيروم جوړ کړي او د وجود اوبه په پوره کړي.دري ليمو يوه کاچوغه بوره ، يوه کاچوغه مالګه ...
21/05/2025

د ګرمي په روان موسم کي د ځان لپاره سيروم جوړ کړي او د وجود اوبه په پوره کړي.
دري ليمو يوه کاچوغه بوره ، يوه کاچوغه مالګه په يو ګيلاس اوبو کي حل کړي هره ورځ يي و څېښي په دي سره به ستاسو د وجود ضايع اوبه پوره سي پوست به مو سالم وي فشار به مو برابر وي انرژۍ به مو پوره وي..

لشمانيا څه ته وايي؟لشمانيا(کالدانه) يوه داسې ناروغي ده چې د وحیدالحجروی پرازيټونو له خوا رامنځته کیږي او ډېرى وختونه د و...
12/05/2025

لشمانيا څه ته وايي؟

لشمانيا(کالدانه) يوه داسې ناروغي ده چې د وحیدالحجروی پرازيټونو له خوا رامنځته کیږي او ډېرى وختونه د وجود په بربنډ برخو کې د پوستکي د ټپونو سبب کیږي.

په افغانستان کې، کالدانه معمولاً په کابل، هرات، کندهار او بلخ په ولايتونو کې زیاته موندل کیږي.

لشمانیا د ناوړه روغتيا ساتنه او په واټونو کې کثافات، د لشمانيا مياشي ته د هغه د خوښې وړ چاپیريال رامنځته کوي.

لشمانيا په څه ډول خپرېږي؟

دا ناروغۍ د لشمانيا د ښځينه خاورين مياشي (فیل بوتومیس) د چیچلو له لارې چې دخپلو ژڼکو د مړولو لپاره يې ترسره کوي، لیږدول کیږي.

د لشمانيا مياشي په افغانستان کې تر ډېره بريده د ماښام او شپې پر مهال فعاله وي دا ځکه چی د ورځی لخوا نه دوی د لمر دوړانکو په مقابل کی حساسی دی اونادرا دوه فیصده چانس میاشو ته شته چی په تصادفی توکه انسانان یا حیوانان وچیچی ..

په لشمانيا باندې د اخته کس نښې نښانې څه دي؟

لشمانيا څلور ډولونه لري د مياشي له خوا د سړي تر چیچلو وروسته د هغه نښې نښانې د اوونيو او يا مياشتو وروسته څرګند کیږي.

د پوستکي ډول د لشمانيا تر ټولو معمول ډول دى دا ډول لشمانيا د وجود په بربنډ برخو معمولاً په مخ او لاسونو کې د پوستکي د ټپونو سبب کیږي دا ډول معمولاً د څو مياشتو د تيرېدو وروسته د ټپونو د پرځاى پرېښودو سره ښه کیږي.

د سالک ډول لشمانيا د پوستکي ستر ټپونه چې د جذام ناروغۍ ته ورته ده، رامنځته کوي د دې ډول لشمانيا درملنه ستونزمنه ده مخاطى ډول لشمانيا د پوستکي په ټپونو سره پيل شوى چې د غړو لکه پوزې او خولې د غړيو د له منځه تلو لامل کیږي د بدن د داخلى غړيو لشمانيا چې د لوړې تبې، د وزن د کمیدو، د تورې (طحال) او ځیګرپاړسوب او د وينې د کموالې دپرسوب له امله څرګند کیږي چې د نه درملنې په صورت کې کیداى شي وژونکي واوسي ..

څرنګه کولاى شم په لشمانيا د اخته کیدو څخه مخنيوى وکړم؟

د لشمانيا څخه د مخنيوي تر ټولو ښه لار، د لشمانيا د مياشي د چیچلو مخنيوى دى. د هغو سيمو څخه چې پکښې دا مياشي را ټولیږي په تیره بيا په تودو او لنده بلو سيمو کې او ډيرانونو کې، ځان لیرې وساتئ که چيرې د بیده کیدو لپاره د مياشو جالۍ ولرئ، ورڅخه ګټه واخلئ.

د اوږده لسټونى لرونکى جامو اغوستل هم په لشمانيا اخته مياشو د چیچلوموکه له منځه وړى تر اوسه پورې د دې ناروغۍ د مخنيوي لپاره کوم ډول واکسين شتون نلری خو درمل یی په بازار کی موندل کیژی چی بیه یی خورا لوړه ده..

که چيرې پوه شم چې په لشمانيا باندې اخته شوى يم بايد څه وکړم؟

د روغتيايي مرستې په لټه کې شئ د دې ناروغۍ درملنه د نورو ناروغیو د ډول په پرتله توپير لري په هغه سيمه کې چې د روغتيايي مرستې ترلاسه کول ستونزمن دي، مهمه ده ترڅو د دې مياشي د چیچلو څخه د مخنيوي په خاطر، د هر ډول پاملرنى څخه کار واخيستل شي. یادونه:- د یادولو وړ بولم چی ددی ناروغی درملنه او تشخیص یی په ټول هیواد کی په دولتی روغتیایی مراکزو کی وړیا ده او کوم فیس د ناروغ نه اخیستل کیږی او د خپلسري تداوۍ نه هم ډډه وکړئ او تداوي لپاره یوښه ډاکتر ته مراجعه وکړئ.

 #زیری د سترګې، غوږ، ستونې او پوزې ناروغانو لپاره ښه زېری!د خوږیاڼو ولسونو ته په خپله سيمه کې د سهولت برابرولو په موخه م...
20/03/2025

#زیری
د سترګې، غوږ، ستونې او پوزې ناروغانو لپاره ښه زېری!
د خوږیاڼو ولسونو ته په خپله سيمه کې د سهولت برابرولو په موخه متخصص دوکتور عبدالرحمن اکبري چې د سهار لخوا په ننګرهار تدریسي روغتون سترګې څانګه کې ترېني متخصص دی، له غرمې وروسته د خوږیاڼو ولسونو ته د صحت په برخه کې د خدمت لپاره زمينه سازي کړې!
د سترګې، غوږ، پوزې او ستوني هر ډول ناروغۍ په عصري وسایلو تشخیص او تداوي کوي.
د کار وخت: هره ورځ د ماسپښین دوه بجو څخه تر ماښام او د جمعې ورځ سهار اته بجو څخه تر ماښام پورې--
آدرس: خوږیاڼو-کږې بازار، دولتي روغتون ته مخامخ متخصص دوکتور عبدالرحمن اکبري
نوټ:- له راتګ وړاندی په لاندې شمیره اړیکه ونیسئ!
اړيکې شمېره-- 0730661157

*راتلونکي جمعې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)**د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د...
11/02/2025

*راتلونکي جمعې شپه د برات شپه ده: (چانس دلاسه مه ورکوئ)*

*د شعبان ۱۵مه (برات) هغه شپه ده کومه چې په دې شپه کې الله ﷻ ته د انسانانو د تیرکال اعمال وړاندې کیږي.*

*امام حسن بصري رحمة الله علیه به پدې شپه کي په لړزه وو، او وارخطا به وو ویل به یې د برات شپه ده زما اعمال الله ﷻ ته وړاندې کیږي ، الله ﷻ خبر پایله به یې څه وي! په دې شپه انسان ته روزي ، روغتیا ، ناروغي ، تندرستي او ټول شیان د انسان د راتلونکي کال لپاره تعین کیږي.*

*حضرت علي رضی الله تعالی عنه به په دې شپه د باندې راووت او په ژړا یې، اسمان ته کتل او ویل به یې اې الله ﷻ نن تاته اعمال وړاندې کیږي، چې د علي اعمال به الله ﷻ خبر څنګه وي؟*

*صحابه راغلل له رسول الله ﷺ څخه یې و پوښتل، چې*
*اې د الله تعالی رسوله کله چې د شعبان ۱۵ شپه شي نو ته هغه په عبادت او ویښه تیروې او د شعبان ۱۵ ورځ روژه نیسې دا د څه لپاره ده؟*
*د اللهﷻ رسول ورته وفرمایل: زه د شعبان د میاشتې په ۱۵ ورځ د دې لپاره روژه نیسم چې په دې ورځ د انسان عملنامه سپینه وي او دا مې خوښیږي چې زما د عبادت شروع په عملنامه کې په روژه باندې وشي، د شعبان د میاشتې ۱۵مه شپه کې ددې لپاره عبادت کووم او په ویښه یې تېروم چې دا مې خوښیږي چې کله مې الله ﷻ ته د کال په اخیر کې اعمال وړاندې کېږي نو هغه مې هم په عبادت کې تیره شي او په عملنامه کې مې اخیر عمل عبادت وي*

*د رسول الله ﷺ سنت دا وو چې کله به د برات (شعبان ۱۵) شپه را رسیدله نو دوی به جنت البقیع ته تلو او شپه به یې هلته په عبادت تیر وله.*

*عایشه(رض) وایې پدې شپه به چې کله رسول الله ﷺ عبادت کوو او کله به یې چې سر په سجده کیښود دومره به یې اوږدوله چې ما به ویل چې اللهﷻ مه کړه د هغه روح قبض شوی دی، لاس مې د رسول الله ﷺ پښې ته ور وړاندې کړ چې کتل مې د مبارک پښې ټکان وخوړ وروسته پوه شوم چې هغه ﷺ ژوندی دی او بیا مې خپل غوږ د هغه خواته ور نیږدې کړ چې په سجده کې ژاړي او دا دعا کوي (یا الله ﷻ پنا غواړم ستا د عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا د قهر او عذاب څخه، خدایه پنا غواړم ستا په طرف او حرکت کوم ستا طرف ته، خدایه ستا شان چې لایق د عبادت دی مونږ هغه قسم عبادت ندی، کړی.*

*ياده شپه د خلاصون شپه هم ياديږي يعنې د ګناه نه د خلاصون شپه، ددې شپې خاص عبادت د احاديثو مبارکو په رڼا کې په لاندې ډول دي*

*1:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس لوستل او د ايمان لپاره دعا کول.*

*2:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس بيا د حلال رزق لپاره دعا کول.*

*3:- دوه رکعته نفل بيا سورت يس او بيا د لوى عمر لپاره دعا کول.*

*(د برات په شپه د راتلونکي کال تقدير هم ليکل کيږي)*

09/02/2025
دندی خبرتیا
14/01/2025

دندی خبرتیا

Address

Nanagar Province
Jalalabad
6655

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Dr..Javid Zaland posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Dr..Javid Zaland:

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram

Category