Khalid Dental Clinic

Khalid Dental Clinic Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Khalid Dental Clinic, Medical and health, Jalalabad.

17/12/2023
26/09/2022

خالد د غاښونو عصري کلینیک!
عربانو ګولاٸي جلال آباد_افغانستان 🇦🇫
د وټسپ شمېره : 0776094220
د اړیکو شمېره : 0730466285
Dr_ Khalid Khan

د بريالي ډاکټر کيدو لپاره ، تاسو باید په خپله پریکړه زده کړئ چې د خلکو ژوند قیمتی دی او تاسو یی باید د خپل توان په انداز...
07/05/2022

د بريالي ډاکټر کيدو لپاره ، تاسو باید په خپله پریکړه زده کړئ چې د خلکو ژوند قیمتی دی او تاسو یی باید د خپل توان په اندازه وساتئ

غاښ باید له عصب کشۍ (RCT) وروسته حتماً پوخ شي!کله چې غاښ ته RCT وشي، نو د پخوا په څیر تغذیه نه اخلي او له لنډې مودې وروس...
13/04/2022

غاښ باید له عصب کشۍ (RCT) وروسته حتماً پوخ شي!
کله چې غاښ ته RCT وشي، نو د پخوا په څیر تغذیه نه اخلي او له لنډې مودې وروسته غاښ او ریښه یې د وچوالي خاصیت پیدا کوي، نو ځکه د غاښ او د دیوالونو د ماتیدو چانسونه ډېر وي!
له RCT وروسته که ډاکټر څومره هم ښه مواد هم استعمال کړي، نو د خوراک په وخت کې د فشار له وجې د غاښ دیوالونه ماتیږي او ډاکټر لخوا ځای پرځای شوي مواد ترې غورځیږي، او بیا ناروغ شکایت کوي چې فلاني ډاکټر باندې مې غاښ ډک کړی وو خو مواد ترې وغورځیدل!
زموږ په نظر تر ډېره ډاکټر ملامته نه وي، ناروغ ملامت وي، ځکه د ډاکټر مشوره یې نه وي منلي (غاښ یې نه وي پوخ کړي)
نو ګرانو هیوادوالو!
غاښ له عصب کشۍ وروسته حتماً پوخ کړئ!
درنښت

دغاښ ویستلو وروسته ډیره وینه جریان یا پړسوب  را پیدا شی، مونږ باید څه وکړو؟  د پړسوب مخه څرنګه نیولای شو؟          دوینی...
20/11/2021

دغاښ ویستلو وروسته ډیره وینه جریان یا پړسوب را پیدا شی، مونږ باید څه وکړو؟
د پړسوب مخه څرنګه نیولای شو؟
دوینی دجریان مخه څنګه نیولی شو؟
په کومه ورځ چې مو غاښ ویستلی، په هغه ورځ لوبي او ورزش وکړو کنه؟ او ځیني نوري پوښتني به دلته جواب شي.

کله چې یو انسان غاښ وباسي، نو طبیعي خبره ده چي په خوله کي به یو زخم جوړیږي، او د هغه سره تړلې ده چي وینه به ډیره کوي، پړسوب به کوي، درد به کوي، او دا ټول تر ۳ ورځو پوري طبیعي بلل کیږي، خو که تر دې زیات شي بیا باید ډاکټر ته مراجعه وشي.

عموما د درد څخه د خلاصون لپاره ډاکټر دواوي ورکوي، او همداسي نورې لارې چارې مریض ته ورښيي، چي عمل کول لازمي دی، دلته یو څو داسی لارښووني درته ښيو چې عموما یې ډاکټر خپل مریض ته توصیه کوي، او هم یې باید مریض په پام کي ولري.

۱- خوله وینځل

په کومه ورځ چې غاښ وویستل شي، په هغه ورځ د خولې پرې منځلو څخه باید ډډه وشي، او نه باید ډیر وتوکل شي، او نه باید په خوله کي نور سوائل غړغړه شي، بلکي باید په خوله کي چي کوم لعاب راځي، هغه تېر کړه شي، که څه هم په اول کې به لږ د وینو خوند ورسره ګډ وي، خو ددغه لعاب تیرول لازمي دي، ځکه چي د توکلو سره هغه زخم چي د غاښ ویستلو وروسته جوړ شوی، بیا بیا تازه کیږي، او دوینو بهیدنه همداسي دوام کوي، او کیدای شي وروسته د شدید درد لامل هم شي.

۲- د زخم په ځای کي پمبه یا مالوچ ايښودل

کله چي غاښ ویستل شي، ډاکټر د زخم په ځای کي پنبه ږدي چي د نیم ساعت لپاره یې پر زخم باندي ټینګ نیول لازمي دی، او باید د ژامي په مقابل اړخ باندي ټینګ زور وکړه شي.

۳- خوراک

د غاښ ویستلو وروسته باید تر دوو ساعتونو پوري د هر قسم خوراک څخه ځان وساتل شي، او د هغه وروسته باید نرم ، یخ او ساده خوراک وشي، د ګرم خوراک څخه باید جدي اجتناب وشي، او همداسي په خوراک کي باید داسي واړه واړه سخت اجزا نه وي، لکه په آیس کریم کي وړوکي چاکلیټ، او یا بادام او پسته، خو که ساده آیس کریم وي، نو ډیره ګټه لري، ځکه یو خو نرم خوراک دی او بل یخ دی، چی د وینو په دریدلو او د خولې خوند په ښه کولو کي مثبت رول لوبولای شي.

۴- سګریټ څکول

هسی خو سګریټ باید هیڅ کله هم ونه څکل شي، خو که څوک په اخته وي، نو هغوی باید د غاښ ویستلو وروسته اقلا تر ۳ ساعتونو پوري باید سګریټ ونه څکوي، او ډیره ښه خبره به وي که تر یوې مکملې ورځي (۲۴ ساعته) پوري ځیني ډډه وکړي.

۵- لوبي او ورزش

په کومه ورځ چې غاښ ویستل شوی وي، په هغه ورځ د بدني سختو ورزشونو لکه ځغاسته، سایکل چلول، لامبو وهل او یا نور ورته ورزشونو څخه باید ډډه وشي، او همداسي باید د لمر څخه ځان وساتل شي او ډیر وخت په لمر کي تیر نه کړی
٦- یخۍ

او همداسي که زخم وینه کوي، نو که خوله په ارامه سره په یخو اوبو ومینځل شي، او بیا په یو پلاستیک یا ټوکر کي پيچلی یخۍ د بهر له خوا د زخم پر ځای د لسو دقیقو لپاره کېښودل شي، او بیا لس دقیقې لیري کړه شي، او بیا د لسو دقیقو لپاره کیښودل شي، په دې سره به هم وینه بهېدنه کمه شي، او هم به زامه د پاړسوب څخه خوندي شي.

٧- خوله مینځونکی مایع

په کومه ورځ چی غاښ ویستل شوی، په هغه ورځ د خولې پرې منځل ممنوع دي، خو په دوهمه ورځ یې په ارامه او ساده اوبو باندي چي مالګه په کښي اچول شوي وي، د هر خوراک وروسته او د خوب تر مخه پرې منځل ښه کار دی، اقلا باید په ورځ کي دوه یا درې ځله داسي پرې منځل تکرار شي او یا دې خوله مینځونکی مایع څخه استفاده وکړی.

٨- مصنوعي غاښونه

که چا د غاښ ویستلو سمدستي وروسته بدل یا مصنوعي غاښونه ایښي وی، نو د اولو ۲۴ ساعتونو لپاره هغه باید له ځایه ونه خوځول شي، او نه باید د وینځلو لپاره را وباسل شي.

٩ – بیړنۍ حالت

د غیر عادي او بیړني حالتونو او مشکلاتو سره د مخامخ کېدو په صورت کي باید روغتون ته ځان ورسول شي، او همداسي باید هغه ټولي لارښوني عملي شي چي د ډاکټر له خوا مریض ته ښودل کیږي، ځکه هر مریض ځانته ځانګړي خصوصیات لري، او ډاکټر هغو ته په کتو سره هغه ته ځانګړي لارښوني هم کولای شي.
تاسو د نظریاتو په هیله🇦🇫

Address

Jalalabad
2601

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khalid Dental Clinic posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Share

Share on Facebook Share on Twitter Share on LinkedIn
Share on Pinterest Share on Reddit Share via Email
Share on WhatsApp Share on Instagram Share on Telegram