Nabiullah Sadaat

Nabiullah Sadaat Donate blood and Save life

14/04/2025

جنسي لارو انتقالیدونکې ناروغۍ(STI) بې حده ساری ناروغۍ دي چې WHO د راپور په اساس هر کال 340 میلونه زیاتي پیښې یې ثبتیږي
چې په دی ډله کې Human Immunodeficiency Virus(HIV) Gonorrhea, Ge***al Wart, Trichomonasis,HPV,genital herpes
شاملي دي
که دا ناروغۍ په خپل وخت تداوی نشي ډیری ستونزي راپیدا کوی لکه Pelvic Inflammatory Diseases(PID)
د حوصلی مزمن دردونه، عقامت(شنډوالی)، Ectopic Pregnancy (خارج رحمی حمل)، د حوصلی د بلابیلو برخو سرطانونه او ولادی ستونزی (دماغی تاخر، د زړه ناروغۍ،ړوندالی)
وقایې تدابیر یې
د مشروع جنسی اړیکې په وخت کې د خوندیتوب تدابیر نیول لکه د کانډوم استعمال
او د هر رنګه غیر مشروع جنسی اړیکې څخه ځان ساتل

وَلَا تَقْرَبُواْ ٱلزِّنَىٰٓ ۖ إِنَّهُۥ كَانَ فَٰحِشَةً وَسَآءَ سَبِيلًا

فَمَنِ ابْتَغَىٰ وَرَاءَ ذَٰلِكَ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الْعَادُونَ

د اریانا دانشمل تخصصی ټیم مو په وړیا ډول خدمت کې دیخدای مو راوله
16/11/2022

د اریانا دانشمل تخصصی ټیم مو په وړیا ډول خدمت کې دی
خدای مو راوله

د بریتانیا بریسټول پوهنتون University Of Bristol له خوا، په لومړي ځل لابراتوار کې د وینی سره حجرات (Red Blood Cell) جوړ ...
07/11/2022

د بریتانیا بریسټول پوهنتون University Of Bristol له خوا، په لومړي ځل لابراتوار کې د وینی سره حجرات (Red Blood Cell) جوړ او په کامیابۍ سره دوه ناروغانو ته انتقال شوه.
ددې ازمایښت بنسټیزه موخه د (Sickle Cell Anemia )ناروغانو درملنه ده چې په دوۍ کې د سره حجراتو شیف تخریب رامنځ ته کیږې
#طب
#نړۍ

د لمر وهل:زموږ او ستاسو وجود په کېمياوي تعاملونو ولاړ ده چې عموماً د حرارت په ۳۷ درجو کې صورت نېسي. که واوره وي او که د ...
19/07/2022

د لمر وهل:
زموږ او ستاسو وجود په کېمياوي تعاملونو ولاړ ده چې عموماً د حرارت په ۳۷ درجو کې صورت نېسي. که واوره وي او که د اوړي سور لمر خو د انسان بدن کوښښ کوي چې د وجود داخلي د حرارت درجه ۳۷ و ساتي. هر هغه وخت چې د انسان بدن ډير ګرم شي وجود د حرارت د درجې د را کښته کولو په موخه دوه کاره کوي. لومړی پوستکې ته نېږدې واړه رګونه خلاصوي او بيا مالګه او اوبه د خولو په څير خوشي کوي. لدغې لاري وجود د حرارت درجه تر ډیره حده را کښته کولای شي. خو د وړو رګونو خلاصول د ويني فشار راکښته کوي او د زياتو اوبو او مالګي له لاسه ورکول په بدن کې د مهمو اجزاوو انډول خرابوي. که دغه حالت دوام وکړي انسان ته لاندې اعراض پيدا کيږي.
- سر چرخي او د ستوماني احساس
- کانګي يا د خوا ګرزيدل
- د بدن درد
- تبه
- تنده
- د سر درد
- شديده خوله
- مغشوش کېدل يا ګډي وډي خبري کول
که د پورته حالت درملنه په بېړه و نشي کېدی شي د انسان وجود د حرارت د درجې د کنترول کولو توان له لاسه ورکړي چې په نتيجه کې کېمياوي تعاملونو يو په بل پسي دريږي او کېدی شي د انسان د مرګ باعث شي.

درملنه:
- ناروغ سوړ ځای ته يوسئ
- له پريوتو سره سم يې پښې لږ له ځمکې پورته کړئ
- اوبه ورکړئ
- پکه ورته چالانده کړئ او په جلد يې په يو کمه اندازه اوبه ور وشېندئ

مخنېوی:
- هغه کوټې چې لمر ته برابري وي په کړکيو يې پردې ځوړندي کړئ
- په کافي اندازه اوبه وڅښئ
- د غرمې د يولسو او ماپښين درو بجو په منځ کې لمر ته مه ګرزئ
- کوښښ وکړئ لوبي او ورزش سهار وختي او يا مازدېګر ناوخته وکړئ
Dr Aman Shams

05/12/2021

یو نوی جنګ شروع کړۍ
چې نوره ګټه وکړۍ
MuniR BuneRi

دا نو په طبی برخه کې تر ټولو ښه خبر دی130 کاله وروسته نړۍ په دی وتوانیده چې د ملاریا ضد واکسین جوړ کړي  د اکتوبر په 6 د ...
09/10/2021

دا نو په طبی برخه کې تر ټولو ښه خبر دی
130 کاله وروسته نړۍ په دی وتوانیده چې د ملاریا ضد واکسین جوړ کړي
د اکتوبر په 6 د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د RTS,S په نوم واکسین رامنځته کړل او د سهارا افریقا په ماشومانو کې یې د دې د پراخه کارولو وړاندیز وکړ ، کوم چې د ملاریا ترټولو وژونکي پرازیت پلازموډیم فالسیپیرم (Plasmodium Falciparum )تر ټولو معمول ځای دی.

 #ډینګي ویروس څه شه دی؟له بده مرغه  چې له تیرو څو ورځو راهیسې په ننګرهار دریو ولسوالیو  (دوربابا، مومندره اولعلپوره )کې ...
04/10/2021

#ډینګي ویروس څه شه دی؟
له بده مرغه چې له تیرو څو ورځو راهیسې په ننګرهار دریو ولسوالیو (دوربابا، مومندره اولعلپوره )کې په دغې ناروغۍ سلګونه کسان اخته شوي.
نو د دغې ناروغۍ په اړه نور معلومات راسره دلته
ولولۍ
#پرمختګ

ډینګي ویروس څه شه دی ؟ کوم اغراض او علایم را منځته کوي؟ تشخیص، درملنه او مخنیوې یې څه دی؟ ډینګي ویروس د میاشې څخه پیدا کیدونکې ویروسې ناروغي ده چې په دی نیږدی کلونو [...]

‏‎د وينې لوړ فشار (Hypertension )ولې رامنځته کېږي؟څو ډوله دی؟نارمل یې باید څومره وي ؟په دې لیکنه کې یې ولولئ...👇🏻 #پرمخت...
01/10/2021

‏‎د وينې لوړ فشار (Hypertension )ولې رامنځته کېږي؟
څو ډوله دی؟
نارمل یې باید څومره وي ؟
په دې لیکنه کې یې ولولئ...👇🏻

#پرمختګ #ژوند #هیله #حوصله

کله چې د وینې فشار140/90mm Hgته ورسیږی نو د وینې لوړ فشار بلل کیږي چې نارمل یې 120/80mm Hg دی او د اسبابو له مخې په دوه ډوله ویشل شوی ‏1 :Primary ‏2: Secondary ‏1:Primary [...]

قبضیت (Constipation) څه ته وایي؟نښې نښانې او عوامل یې کوم دي؟درملنه او مخنیوی یې څه دی؟په دې لنډه لیکنه کې یې ولولئ...👇🏻...
27/09/2021

قبضیت (Constipation) څه ته وایي؟
نښې نښانې او عوامل یې کوم دي؟
درملنه او مخنیوی یې څه دی؟

په دې لنډه لیکنه کې یې ولولئ...👇🏻👨‍⚕️

#پرمختګ #ژوند #هیله #حوصله

قبضیت (Constipation) څه ته وایي؟ نښې نښانې او عوامل یې کوم دي؟ درملنه او مخنیوی یې څه دی؟ قبضیت: که په ورځني ژوند کې مو ‌‌‌‌‌‌ډکې بولې په سمه توګه نه خارجیږي او یایې د [...]

‎په هفته کې دوه ځلې پیاده مزل کول، د یو ساعت لپاره د دې باعث ګرځي، چې ستاسو د مغز د ”هایپوکمپس“ برخه پراخه یا لویه کړي، ...
26/09/2021

‎په هفته کې دوه ځلې پیاده مزل کول، د یو ساعت لپاره د دې باعث ګرځي، چې ستاسو د مغز د ”هایپوکمپس“ برخه پراخه یا لویه کړي، چې د دې برخې د مغز په پراخه کیدو سره به مو په یادولو یا زده کړو کولو او د خبرو کولو حافظې په برخه کې لوۍ بدلون راشي.

Address

Jalalabad
2601

Telephone

+93781570578

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Nabiullah Sadaat posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Practice

Send a message to Nabiullah Sadaat:

Share

Category